مونږ د خاورې پړسیدلی کثافت څنګه محاسبه کوو؟ How do we calculate the bulk density of soil?
وړاندې له دې چې د د خاورې پړسیدلي کثافت په اړه بحث وکړو ،د خاورې کثافت لنډ تشریح کوو.
د وچې خاورې کثافت(Soil density ) د کتلې (mass)او د هغې د حجم(volume) ترمنځ اړیکه ده.ددې لپاره د خاورې یوه نمونه رااخلو او د 105 سانتي ګرید درجو لاندې د 24 ساعتونو لپاره یې نغري کیږدو .وروسته یی کتله اندازه کوو او حجم یې مالوموو.او بیا کتله پر حجم ویشو یعنی D=M/V Density = Mass / Volume
د خاورې پړسیدلی کثافت . Soil bulk density
دخاورې پړسیدلی کثافت د خاورې په واحد حجم کې د کتلې اندازه ده . پړسیدلی کثافت چې حجمي وزن هم بلل کیږي په یو واحد حجم کې هغې د وزن ښودنه کوي..د خاورې په پړسیدلی کثافت یا حجمي وزن( “unit weight”) باندې پوهیدو سره د خاورې جوړښت ،د اوبو زیرمه کولو ظرفیت ،د نفوذ مقدار ،تخته والی او یو شمیر نورو خواصو په اړه لازم مالومات لاس ته راځي. مونږ معمولا د خاورې کثافت په درې ډولونو ویشو .د خاورې ذرې کثافت (soil particle density)،پړسیدلی یا وچ کثافت(bulk or dry density) او لوند کثافت (wet density).د خاورې په یومالوم حجم کې ،ټوله کتله کیدای شي په لاندې شکل وښودل شي. M=Ms+Ml+Mg.دلته Ms د جامد کتله ،Ml د مایع کتله او Mg د ګاز کتله.څرنګه چې په خاوره کې د جامدو او مایع موادو په پرتله د ګازو کتله ډيره کمه ده نو هغه په پام کې نه نیسو .نو لیکو چې. M=Ms+Ml.
په ورته ډول ،حجم هم لیکو چې : V=Vs+Vl+Vg .دلته هم Vs د جامد،Vl دمایع او Vg د ګازو حجم دی.
د خاورې پیژندې د نظرې پراساس د خاورې وچ یا پړسیدلی کثافت داسې تعریفیږي چې د جامد د کتلې اوخاورې د ټول حجم ترمنځ نسبت وچ کثافت یا پړسیدلی کثافت بلل کیږي.ρb=MsV=MsVs+Vl+Vg .
د خاورې کثافت د هغې د عضوي موادو ،خاورې جوړښت ،د خاورې منرالونو (شګه،سلت اوکلی) او د هغې ترتیب سره تړاو لري.څومره چې پړسیدلی کثافت لوړ وي هومره یې تخته والی زیات دی .څومره یې چې کثافت کم وي مانا داده چې تخلل (porosity)په کې کم دی ،د اوبو نفوذ په کې کمزوری دی.
د خاورې پړسیدلی کثافت عام قیمتونه د 1.1–1.6 g/cm3 ترمنځ رنج کې دي.د لوم خاورې لپاره یې اوسط قیمت 1.3 g/cm3 دی .هغه عامه شګه چې په نورمال کانکریټو کې کاریږي د هغې د پړسیدلی کثافت 1520-1680 kg/m3 (95-105 lb/ft3) ترمنځ دی .د جغل لپاره د حجمي وزن قیمتونه د 1200-1800 kg/m3 (75-110 lb/ft3). ترمنځ دي.
د کثافت پیداکولو ګام په ګام پروسیجر .
د خاورې کثافت اندازه کول د هغې د حجم اندازه کولو سره توپیر لري،دا معمولا په دوه یا درې تخنیکونو اندازه کیږي.ترټولو ساده یې پروکتور طریقه ده .
1. د ازمایښت لپاره ضرورت وسایل لکه دیجیټل ترازو ،د ازمایښت پیاله ،سلنډر ،د لرګي څټک ،چاقو او طشت په ساحه کې اماده کړۍ.
2. د خاورې نمونه واخلۍ چې غواړۍ د کثافت مالومولو لپاره یې وکاروۍ بیا په احتیاط سره ټول ټوله ساحه پاکه کړۍ ،تاسې به کیدای شي داسې لوښو ته ضروت ولرۍ چې مالومه اندازه حجم ولريو. بیا رینګ په ځمکه تر 3 انچو پورې ټک وهۍ ،د ټک وهلو لپاره څټک یا هم وزن یا لرګی وکاروۍ.
3. د رینګ شاخوا دچاقو په واسطه قطع کړۍ او رینګ راوباسۍ .
4. د سلنډر لاندې طرف څخه اضافي خاوره د چاقو په واسطه لرې کړۍ.
5. نمونه په یوه پلاستکي بوجۍ کې واچوۍ او نښه یې کړۍ.
6. په بوجۍ کې نمونه وزن کړۍ او یادداشت یې واخلۍ.
7. تشه پیاله cup وزن کړۍ کومه به چې په اتم ګام کې وکارول شي او وزن یې یې یادداشت کړۍ.
8. یا هم په 8-10 پورې فرعي نمونه منفي کړۍ او یایې په تنور کې وچ کړۍ او بیا ټوله نمونه وزن کړۍ څو دوچې خاورې او اوبو مقدارونه مالوم شي.
9. د لاس په واسطه په بوجۍ کې د خاورو نمونه ښه سره ولړۍ
10. له پلاستیکۍ بوجۍ د سستې خاورې نمونه د پیالې 2/8 لیول په اندازه واخلۍ او هغه پیاله کې واچوۍ چې مخکې مو 7 ګام کې وزن کړې.څو پیالۍ نمونې واخلۍ او اندازه یې کړۍ څو دقت یې لوړ شي.
11. له وچیدو وړاندې د پیالې فرعې نمونې نم اندازه وزن کړۍ او یادداشت یې کړۍ.
12. پیاله سره له اچول شوې نمونې واخلۍ او په تنور یا نغري کې وچ کړۍ .
13. مالومه کړۍ که نمونه وچه شوې وي ،نمونه هر څلور دقیقې بعد وزن کړۍ او یادداشت واخلۍ.د وچې نمونې وزن به کم وي ځکه نم ترې تبخیر شوی.کم شوی وزن ددې ښودنه کوي چې څومره نم یا لمدبل په کې وو.
14. د سلنډری بکس له اندازه شوې حجم سره له خاورې ډک کړۍ او په څټک سره تخته کړۍ.
15. سلنډر چې کله مکمل ډک شو اندازه یې کړۍ .د لمدبل هغه مقدار مو چې پیداکړی فیصدي یې منفي کړي.د بیلګې په ډول ستاسې د نمونې 11% وزن ضایع شوی ،د وزن مقدار له نمونې څخه منفي کړۍ .
16. تخته شوی حجم ضرب کړي څو فکس واحد حجم ترلاسه شي.که تاسې ¼ مکعب فوټ کارولی وي نو وزن ضرب 4 کړۍ څو مکعب فوټ ته واوړي.دا باید 100% کثافت وزن یا واحد حجم کتله درکړي.
محاسبه .
د خاورې حجم = د رینګ حجم .
که د رینګ قطر 7cm ،او لوړوالی ېې 10cm وي نو د رینګ حجم لپاره لرو چې .
= 3.14 x 3.5 x 3.5 x 10 = 384.65 cm3
وچې خاورې وزن .
د لوښي وزن W1 او د وچې خاورې وزن له لوښي سره W2 وي مو د خالصي وچې خاورې وزن (g) = W2 – W1
پړسیدلی کثافت = د وچې خاورې وزن تقسیم د خاورې حجم .
Bulk density (g/cm3) = Dry soil weight (g) / Soil volume (cm3)
You also might be interested in
ژباړه: سلیم ساهو تفکر: یوه ذهني کړنه ده او هغه[...]
ليکنه: محب الله آرمل د جګړو، ناامنيو، اقتصادي فقر، بې[...]
ژباړه: رحیم الله حبیب زی کله چې په کانکریټي عنصر[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی