لیکنه: بازمحمد منګل
کله چې یو شخص په خپل کار کې پرمختګ کوي نو ځواکمني او وړتیا یې هم ډېرېږي. هغه نوي شیونه زده کوي او تجربې یې زیاتېږي. دا کار د دې لامل کیږي چې هغه مالګین یعنې نمکي شي، یعنې د نورو لپاره مثمر او ګټور شي. خو هغه څوک چې کار نه کوي او یا له کار کولو انکار کوي، حتی هغه څه چې لري یې هم له لاسه به یې ورکړي او یو بې ګټې او د ټولنې پر اوږو بار شخصیت ترې جوړېږي.
خوشحال خان خټک وایي:
[quote]
که چا بخت او هنر دواړه راته کېښول
زه خوشال به په کې ونیسم هنر
[/quote]رحمان بابا وایي:
[quote]
دنیا دار که مستغني په سیم او زر دی
هنرمندو سره ګنج د خپل هنر دی
[/quote]د فزیک په نړۍ کې چې هر کله مالګه خپل خوند له لاسه ورکړي بې ارزښته کېږي او غورځول کېږي. د مالګې ارزښت په مالګین توب یعنې تروشوالي کې ده.
د یوه ماشین ارزښت په دې کې دی چې د کوم شي لپاره چې جوړ شوی وي کار ورکړي. که تاسو د یو موټر اخیستلو لپاره شپږ زره ډالره ورکړئ او هغه موټر کار ورنه کړي، نو د موټر لرل بې ګټې دی.
بشري ارزښتونه هم همداسې دي. د فرد د سابقې پر بنسټ نه بلکې د یو فرد ارزښت د هغه څه په تر سره کولو کې نغښتي دی چې خدای ج همغه ته پیدا کړی دی. هر څومره چې یو شخص کار کوي او مثمر وي، همغومره په ټولنه کې خپل ارزښت لوړوي. که چېرته یو شخص یا مشر او مدیر مبتکر وي نو نورو ته به ښه لارښونه وکړای شي یا به یې ښه رهبري کړي او په ټولنه کې به مثمر شي.
نو ګرانو ځوانانو راځئ چې کوښښ وکړو چې بې خونده نه شو او د ټولنې د اوږو بار هم نه شو.