لیکنه: جمشیدعمرعمر
پخوا به خلکو داسې عقیده درلوده چې ځینې خلک استعداد لري او ځینې یې نه لري؛ مګر دا نظریه غلطه ده، ځکه موږ هریو یو یا څو استعداده لرو، ولی موږ هغه جوهر ندی پیداکړی، که مو پيداکړ، نو بیاخو کامیابه یو.
(( استعداد یا وړتیا د یوه شخص هغه ځواک او ظرفیت دی، چې د معلوماتو، مهارتونو او علم په حاصلولو او زده کولو کې له انساني فرد سره اړیکه لري)). د هرفرد استعداد د هغه خپله ځانګړنه ده، چې یوازې په ده پورې اړه لري.
موږ په تعریف کې معلومات، مهارت او علم ته اشاره وکړه. یو شخص به په یو څه کې ډير معلومات لري، نو دا د ده وړتیا ښی لکه: یوکس به ډیر لیکل کولی شي ولی چې معلومات ډیر لري. زما ریاضي نده زده، په جغرافیه او تاریخ ښه پوهیږم. که یو څوک رانه په فلسفه کې پوښتنه وکړي کیدای شي یو څه یې تنده ماته کړم، مګر د قرانکریم او حدیثو په رڼا کې یې ښه خړوبولی شم، خو په کومو شیانو چې نه پوهیږم، کولی شم په هغه کې هم خپل استعداد وښایم.
یو څوک به په خیاطۍ، نجاری، رنګمالي، رسامۍ او داسې نورو شیانو کې مهارت لري، خو بل به یې بیا نه لري. یو به موټر، طیاره او ریل ګاډی جوړولی شي، خو د بل په سوچ کې به ددي شیانو هډو تصویر هم نه وي. دوی چې په دي شیانو کې مهارت لري، دوی ماغزه په کار اچولې او خواري یې کړي. موږ هم کولی شوی چې یو څه جوړ او ټولنې ته یې وړاندې کړو.
علم بیا بحر دی. نن سبا دي چې هرڅه زده وي نو خلک درته د عالم خطاب کوي. په دي برخه کې بیا دواړه برخې (معلوماتو، مهارت) شاملي دي.
یو چا ویل چې درس مې نه زده کیږي. چپټر راواخلم بیرته یې بند کړم. د استاد په لیکچر مې سر نه خلاصیږي. ورته مې وویل چې کله دي هم په اخلاص سره چپټر را اخیستی؟ د استاد لیکچر ته سم متوجه شوی یې؟ درس ته دي، درس ویلی؟ وروسته پوه شو چې اصلاً مې د درس سره ورانه وه، ځکه نه زد کیدو. یو وخت مې چې لیدو، سړي د کدر نمبري پوره کړي وي.
بدبختانه باید ووایم چې موږ استعدادونه لرو، خو له صحنې لري یو. د مور او پلار تشویق نشته. که په یو څه کې مو ځان(استعداد) وخود، نو د ملګرو راسره کینه راځي. د استادانو خو د سره تشویق نشته. یو سړی به ټول سمستر درس ووایي، خو ستا او د تنبل زده کوونکي توپیر نشته.(تجربه)
هر سړی طبعی استعداد لري، مګر ځینې تري ګټه اخلي او ځینې یې نه. هغوی چې دومره مخکې دي، خپله ککرۍ یې اوبه کړي. هغوی اوس په سهولت کې ژوند تیروي. موږ ماغزه په خوشي خبرو کې اوبه کو او هغوی یې په علم کې. موږ چې ماښام څملو، نو له ځانو سره د سبا لپاره داسې پلان جوړو، چې سبابه له چا او چانه پیسې شکوم. هغه ځمکه به څنګه شي؟ چې موټري به له دوبۍ نه راغلي وي او کنه؟ د فلاني بانک پيسو ګټه به څومره شوي وي؟
که خیر وي هغه سړی ته مې چې کار خلاص کړ، نو دومره روپۍ به مې جیب ته راځې…. بس ژوند په همدي پلانونو کې تیر شي. زه یقین لرم چې (٪۸۰) خلک همدا ډول فکر لري. بیا که دده ځامن، لمسیان… ټول همداسې پلانونه ولري، نو ټوله نړۍ به په سپوږمۍ کې ګرځې او موږ به لا هم له جنګونو نه خلاص نه اوسو او وخت به په همداسي پلانونو کې تیرو، ځکه چې دلته خو هرڅه میراثې دي.
پاتې (٪۲۰) یې واقعاً له اسلام او وطن سره له زړه مینه لري او غواړي چې یو څه په میراث راتلونکي نسل ته پریږدي. ځینې به وایي چې دا خو ډیر محدود کسان دي او په دوی خو یې هغه یوه څنډه ولاکه جوړه شي. نه، داسي نه ده. هغه د دریو غوایانو قصه به مو په زهن کې وي، چې په یوه اتفاق ول اود لیوه پري زور نه رسیدو، خو چې په دریواړو کې یې کار وکړ او بي اتفاقه یې کړل، نو په ډیره اسانۍ سر یې یو یو وخوړ. دوی که په اتفاق او اخلاص سره کار وکړي او د خپلې وړتیاوو نه ګټه واخلي، نو کولی شي چې هر څه ته تغیر ورکړي.
که همدغو ته چانس ورکړل شي او صحنې ته راوځې، نو دي غربت ته به د پای ټکۍ کیښودل شي. دا شل به شل نور وروزي او ټولنې ته به یې وړاندې کړي. دوی به داسي یو نظام رامنځته کړي، چې زموږ نوم به د فساد له حاضریه پاک شي. جنګ به نه وي. بي اتفاقي به نه وي. یوه د ورور ولی فضا به وي. تعصب به نه وي. امن به وي.
که غواړئ چې یو باثباته او باامنه افغانستان ولرئ، نو مثبت فکر وکړئ او هغه اسلامي دنده چې لرئ په ځانونو یې عملي کړئ.