لیکنه: آغا ملوک سهار
کله چې په ۲۰۰۴ کال کې په امریکا کې فېسبوک مارک زوکربورک را منځ ته کړ. له دې سره د امریکایانو په ژوند کې غټ بدلون راغی. ځکه له مخه دا هېچا نه منله چې زه ۵۰۰ یا ۱۰۰۰ یا تر دي ور زیات ملګري ولرم، او له هغو سره چې په مختلفو جغرافیې موقيعتونو کې اوسې په عینې وخت کې په اړیکه یم. او وینم چې هغه ده دوي ژوندي دې. او خپل نظرونه یو له بله سره تبادله کړو.
دا په خپل ځاي سره تر دې له مخه یو ناممکن کار وو. یو وخت د فېسبوک معتادان په روغتونونو کې بستر شول. کله چې په هیواد کې د فېسبوک استفاده رواج شوه، زه ځنې ملګري پېژنم چې د سهار لمانځه ته به له فېسبوکه ولاړيدو. د ورځې به يې درس نه شواي ویلی. چې دا خپله روانې ناروغې ده.
د اخېري احصایو له مخې اوس مهال په نړۍ کې ۱،۵۹ میلیارده کسان په میاشت کې یو ځل فيسبوک استفاده کوې. او فېسبوک اقتصادې ارزښت ۳۱۲ میلیارده امریکایې ډالره ده. حال دا چې مارک دا کار د محصلي له دورانه را پیل کړ. دا په نړۍ کې معمول ده چې لوي کمپنیۍ کوچنۍ کمپنۍ اخلې چې وټس اپ او انسټګرام هم فېسبوک واخیستې. چې وټس اپ یو میلیارد او انسټګرام ۶۰۰ میلیونه ګټه اخېستونکې لرې.
اوس په ټوله نړۍ کې 10ميليارده شيان له انټرنېټ سره وصل دې او په 2020 کې به دا 20 ميليارده ته لوړ شې. اوس مهال په افغاستان کې ۲۳،۵ میلیونه کسان موبایل او دغو څخه یې ۸ میلیونه انټرنيټ استفاده کوې.
په همدې اته میلیونه کې یې اکثریت د فېسبوک حساب لرې. او دا ورځ تر بلې زیاتېږې.
زه دلته نور د انټرنيټ په ارزښت، احصایه بحث نه کوم. زموږ په هېواد کې یې مثبتو او منفې پايلو چې تنکې ځوانان ، وخت، ټولنېز بې خوندېتوب، د پردې افکارو خپرولو، استخباراتې موخو، اقتصاد، اخلاقې فساد، د فېسبوک د ضعف نقطې غواړم بحث وکړم.
کله چې زموږ ډیری ځوانان اول انټرنېټې نړۍ ته راشې نو دا فکر ورسره وي، چې دا به اصلاً د اخلاقې فساد لپاره جوړه شوې وې. حال دا چې ټول د اسانتیا په موخه ایجاد شوي دي. کوم کسان چې مخکې له دې فېسبوک کې کار وکړې، باید څه ناڅه ځان ورسره بلد کړې. د نابلدې له وجهې هرشې ووینې هغه لایک کوې، شېر کوې، هر شې پوسټ کوې. په داسې حال کې له فېسبوک د سړې شخصیت ډیر ژر مالوميږې.
نو باید سړې ورسره احتیاط وکړې. ځينې خو په چټ کې داسې شیان بیان کړې، چې وروسته د مقابل شخص د مخالفت له وجهې، یا دا بل چا ته په لاس ور شې. دې نو بیا د کلونو کلونو لپاره ټېټې سترګې گرځې.
له ماسره بهرنیان هم په فېسبوک کې ملګري دې، د ډیرو چې زیات ملکري وی نو ۲۰۰ یا ۳۰۰، تر ۵۰۰ پوري وې. خو زموږ د یو عادې کس ۱۰۰۰۰،۲۰۰۰، یا حتا تر ۵۰۰۰ پورې ملګري وې چې اکثریت يې نه پېژنې، له هغو ټولو سره تربورګلوي کوې. که یې لایک، کمینت ورکړې وو. بیا نو دې هم ورته ناست وې، ورته لېکې يې. کنه بیا نو د فېسبوک په ملګرتیا یې اصلې ملګرتیا ورسره خرابه کړې وې.
ځینو خو لا پاڼه سپانسر کړې یا زیاته اندازه ملګري لرې چې سلګونه کسان ورته نظرونه لېکې په ساعتو ساعتو وخت ورباندې ضایع کوې. خو ځینو له دې کسانو څخه د پرديو موخو لپاره کار کوي.
نوره نړۍ کې خلګ د میاشتې یو ځل استفاده کوې او موږ یې معمولاً هره ورځ څو ساعته کاروه. خواله رسنیو کې چې مشهوره یې فېسبوک ده،له امنیتې ستونزو سره سره یوه ستره د کمزورې نقطه داده چې په مستعار نوم خلګ اکوونټونه جوړه وې. او دا د ډیرو ستونزو سرچېنه ده. زموږ ټولنه یو له ورروسته پاتو ټولنو څخه ده. ځېنې کسان د شخصې دوښمنی له مخې د بل چا کورنې عکسونه خواله رسنيو ته پورته کوې چې وروسته د ټولو افغانانو لپاره شرم وې.
درنښت سهار