ليکنه: نورالله زهير
شيرينو،
اوس هـم هغه سنـدري ډيري اورم چي تا راته يادوي او له تا سره مي يو ځای اورېدلې وې. ستاګل کړی خامکي دسمال په زړه اوسترګو پوري نيولی ګرځوم. تصوير ته دي دومـره ډېر ګـورم چي ستـرګي مي په کتلو ستړي شوې، ستـا ټولي نښي مي ساتلي دي بنـګړي دي هم راسره دي ستاکيسې راتـه کوي. ستـا رالـېږلی لـيک بيا- بيا لولم خو ارمان دا ستا لومړی ليک هم و وروستی هم شو.
کلونـه کـيږي چي بـېل شوي يـو خو دردونـه مي لا اوس هم هغسي لـېوني دي، زخمونـه هـغسي سـره او تـازه دي. هر نـن چي راځي داسي احساسوم لکـه تـه چي پرون را نه تـللې يې.
مـالـه هرچا ځان ليـري او بـېل ساتـلی دی، د يـوازيـتـوب او تـنهايۍ پـه د نـيا کي اوسـم يو ستـا يـاد مي تلـپاتي ملګـری دی. زمـا ژونـد هغـه کـتـاب دی چي نـوم ئـې «سـتـا انـتـظار» دی. ټولـي پـاڼـي ئې سـتـا لــه يادونـو ډکي او پـر هـره پـاڼـه سـتـا نامـه ليـکـلې ده.
شـيرينـي،
ستا ميـن اوس هغسي نـه دی چي پـخوا و دومـره چوپ او خامـوش دی چي خپلي چوپتـياوخوړ او خپلـه خاموشي ئې خوري. دومره يوازي دی چي خپل سيـوری هم لـه ځان سـره نـه پرېږدي. پـه تـا ژوندی و پـه تا پسـي مړ دی. درد – درد شو، مـات- مات شو، زخم- زخم دی.
نـورڅـه نـه وايـم
لاسونـه مي لـپـه کړي دي لـه خدايـه ستا وصال غواړم.
نور دي پر خدای سپارم
ستا مين…
You also might be interested in
راټولونه: نورالله زهير *د نا ممکن کلمه د خپلو لغاتونو له[...]