د اسپانوي ليکوال سروانتس ناول « دون کيښوت دې لا مانچه»، په معاصر مفهوم د غربي ادبياتو لومړی ناول، څلور سوه کلن شو. په ٢٠٠٥ کال کې د هسپانيې په بېلابېلو سيمو او د نړۍ په ډېرو نورو هېوادونو کې د دې کتاب څلورسومه کليزه لمانځل کېږي.
ميګېل سېروانتېس Miguel Cervantes په ١٥٤٧ کال کې د اسپانيې د کاسيتل په سيمه کې زېږېدلی دی.
د منځنيو پېړيو فيوډالي (خانخاني) نظام او د خانانو تر منځه جنګي سياليو په اروپا کې په سلګونو وسله والې ډلې را پيدا کړې چې د يو او بل خان په خدمت کې يې د څو پېړيو د پاره داروپا خاوره د جنګ او تالان پر ډګر بدله کړې وه. دغو ډلو په صليبي جنګونو کې هم ستره ونډه درلوده.
د نجباوو د طبقې د لانديني قشر دغه غړي په فرانسه کې د «شواليې»، په اسپانيه کې د «هيدالګو» او په انګستان کې د «نايټ» په نامه ياد شوي دي چې د پښتو ښه معادل يې بړېڅ ګڼل کېدای شي.
د بړېڅانو کارنامې او اتلولۍ د دولسمې او ديارلسمې ميلادي پېړۍ په اوږدو کې د اروپا شاعرانو په منظومو داستانونو کې ستايلې. د چاپ د صنعت له پيدا کېدو سره دغه داستانونه په ټوله اروپا کې په خورا شوق سره لوستل کېدل. د بړېڅانو د کيسو د منځ تکی د همدغو ګرزنده سپرو سپايانو اتلولۍ وې چې کله به يې لښکرې ماتولې، کله به د جادوګرو د هنر ښکار شول او کله به يې د دېوانو سره منګولې لګولې.
په شپاړسمه پېړۍ کې ځينو روڼ اندو داسې انګېرله چې دغه خرافاتي ادب او د بړېڅانو کيسې ځوانان د خيالي اتلوليو په خوبونو بوختوي او د ژوند له کاره يې باسي.
سېروانتېس په خپل کتاب کې د بړېڅانو پر کيسو ملنډې وهي او د يوه ځوان، ساده، کليوال خانزده پر روحياتو يې ناوړې اغيزې انځوروي.
د « د لا مانچه هوښيار هيدالګو، دون کيښوت» په نامه ناول لومړی د ١٦٠٥ کال د جنوري په مياشت کې په دولس سوه ټوکو کې له چاپه راووت.لوستو خلکو يې سمدلاسه ډېر ښه هرکلی وکړ او د تمثيلي نندارو له لارې يې په عوامو کې هم ډېر مينه وال وميندل. د ١٦٠٥ کال تر پايه کتاب شپږ ځله چاپ شو اوه کاله وروسته يې انګرېزي ژباړه او ورپسې فرانسوي ژباړه هم له چاپه راووته. نن «دون کيښوت دې لا مانچه » د انجيل او د لينين د اثارو پسې دريم هغه اثر دی چې د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوی او تېر کال يې هم د اسپانيې د کتابو د پلور لومړی مقام درلود.
د اسپانيې د مانچه په ولايت کې دون کيښوت يو کليوال خانزاده دی چې خپل ټول وخت د بړېڅانو د کيسو په لوستلو تېروي او بيا پر همدغو کيسو د کلي د ډم او کشيش سره اوږده بحثونه کوي، ته وا کيسې نه دي، د واقعي ژوند پېښې دي. دون کيښوت ته د هر زړور بړېڅ په څېره کې خپل ځان ښکاري: کله چې د کيسې اتل خوار کليوال د ظالمو خانانو له ظلمه خلاصوي، يا ښکلې شازادګۍ د داړه مارانو او جادوګرو له منګولو ژغوري، يا هم چې د دېوانو سره زور ازمايي دون کيښوت فکر کوي چې دې هم ورسره په دې ماجراګانو کې شريک دی.
اخر، يوه ورځ په خپل ډنګر اس «روسينانت» سپرېږي او په پټه کور کلی پرېږدي چې د ګرزنده بړېڅ په صفت د کونډو، يتيمانو او د مساپرو شازادګيو دفاع وکړي. خو دون کيښوت بړېڅ نه دی ځکه چې دا منصب زړه ورو جنګياليو ته د اشرافو د طبقې د کوم ستر خان له لوري ورکول کېږي. دی هم هڅه کوي چې داسې يو څوک پيدا کړي چې د بړېڅ په صفت يې و مني. په لار کې د مساپرو پر يو مېلمستون ورپېښېږي چې دی پرې د کوم لوی خان د ماڼۍ ګومان کوي. د دون کيښوت شعار دا دی چې «هغه څه چې زه يې انګېرم واقعيت دی» ځکه خو له هوټلي څخه هيله کوي چې بړېڅ يې کړي. هوټلي ته چې د ده لېونتوب د مساپرو د سات تېري د پاره ښه پلمه په لاس ورکوي د نومونې مراسم اجراکوي . په سبا يې چې دون کيښوت رخصتېږي نو د ګرزنده بړېڅانو د عادت سره سم د مېلمستون د پيسو له ورکولو څخه انکار کوي او د مېلميستون خدمتګاران يې ښه ډبوي. دا يې د بړېڅۍ د کار نامو پيل دی. عادتاَ ګرزنده بړېڅان يو تن شاطر هم لري چې د اخلي پخلي او د اس د پالنې چارې يې په غاړه وي. دون کيښوت يو ساده خو مال پرست دهقان «سانچو پانسه» ته د خپلو راتلونکو ګټو او غنيمتونو غورې کوي او له ځان سره يې روانوي.
د يو لړ ماجرا ګانو په ترڅ کې دون کيښوت کله د راهبانو په ډله د جادوګرو ګومان کوي او توره پرې راوباسي، کله ورته يو کليواله نجلۍ تښتول شوې شازادګۍ ښکاري ، ورسره مله کسان يې داړه مار ګڼي او يرغل پرې کوي. په دغو اتلوليو کې دون کيښوت ډېر ګوزارونه خوري او لږ ورکوي. سانچو پانسه د جنګ پر وخت يو څنګ ته ولاړ وي او د سوبې پر وخت خپله برخه غواړي. د دون کيښوت په اتلوليو کې تر ټولو مشهوره صحنه هغه ده چې د شپې په تياره کې پر بادي ژرندو د دېوانو ګومان کوي او ښه په نره ورسره جنګېږي خو د خوارکي دون کيښوت توره د ژرندو د څرخونو په مقابل کې ډېره کمزورې خېژي او دا ګرزنده بړېڅ يو وار بيا هم ټوک ټوک کېږي. دا صحنه په غربي فرهنګونو کې دومره مشهوره ده چې د «ژرندو سره جنګېدل» اوس هم په اروپايي ژبو کې يوه عامه اصطلاح ده.
د دون کيښوت د کيسو ملګري، د کلي ډم او کشيش، د دون کيښوت په لټه راوځي . دون کيښوت کور ته تګ ته غاړه نه ږدي خو ملګري يې په دې پلمه ستنېدو ته قانع کوي چې کوم جادوګر پرې کوډې کړي او غواړي چې د کلي په کليسا کې يې چاره وکړي.
د دون کيښوت څېره د ټولنيز عدالت او د بشري عواطفو د لټون ارزښتونه انځوروي په داسې حال چې په څنګ کې يې سانچو پانسه د مادي غوښتنو سمبول دی.