لیکنه: عطامحمد ساهو
حُسَیْنْ مِنِّي و اَنَا مِن حُسَین! “الحدیث”
د یزید هر سړی دښمن دی؛ مګر دا به ګورو
چې له حُسین سره څو کسه میدان ته رسي!
درود، سلام او پېرزو دې پر هغو آزادي غوښتونکو شهیدانو وي، چې د اسلام په تاریخ کې داسې سر ښیندنې وکړې او د آزادۍ عظیم درس یې ټول مسلمه امت ته پرېښود، له باطل سره تر پایه مبارزه وکړه؛ خو تور داغ یې د رسالت پر لمن پرېنښود.
حسین هسې یو نوم یا یو کس نه دی، حسین یوه فلسفه ده، حسین د اسلام په تاریخ کې یوه داسې نه تکرارېدونکې څېره ده، چې الله ج د ده شهادت د عظیمې درجې په ویاړ بي بي فاطمه د جنتونو سرداره وګرځوله.
زموږ ګران پیغمبر حضرت محمد ص فرمایي: “حسین زما دی او زه د حسین یم” اوس نو که په دې حدیث شریف کې لږ څېړنه وکړو، دا به ثابته کړو، چې د رسالت ټول اوامر، نواهی او اصول چې ؤ هغه حسین پر مسلمه امت پلي کول غوښتل نه کوم بل څه، یزید چې د غرور او جاه طلبۍ هوا یې په سر کې شپېلۍ وهلې د نبوت کورنۍ او د خپل پلار حضرت معاویه رض تګ لارې ته په نه کتلو سره داسې لار غوره کړه، چې پایله یې د حسین په “رح” په ګډون په لسګونو شاه زلمیان په ډېره بې رحمۍ شهیدان او خپل منحوس برخلیک یې په خپل لاس وټاکه.
د کربلا کرغېړنه پېښه به د اسلام په تاریخ کې د تل لپاره د اسلام د ریښتنې مبارزې یو ستر پیغام وي او د هر مؤمن په زړه کې به د اسلام ولولې په جوش راولي.
دا نن سبا چې د نړۍ په کچه په اسلامي هېوادونو کې په ځانګړې توګه زموږ دا ځینې اهل تشیُّع وروڼه په نامه د یوم العاشورا لمانځنه کوي، اذکار نَوحه، ځان وهنه او نور هغه کارونه کوي، چې نه د حسین لاره وه او نه کوم منطقي عمل ګڼل کېږي، له بده مرغه ډېرې ابتذالي ډلګۍ د اسلام په جامه کې ننوتلې دي، چې هر چا د ځاني تبرئې لپاره یوه تګلاره خپله کړې او ځان ریښتینی او په حقه بولي.
د حسین وینو او شهادت ته په درناوي سره د اسلام مقدس دین په رڼا کې هغه څه تر سره کړو، چې د بشریت ستر لارښود، منجي عالم او فخرالموجودات محمَّدص راته پرې اېښي او په هغه باندې یې د عمل کولو امر کړی، رسول الله ص فرمایي: ما تاسې ته دوه شیان په میراث پرې اېښي، که پر دې دوو مو عمل وکړ؛ نور د کامیابۍ لار مو ومونده او کنه تباه شوی.
هغه دوه لارې ” قرآن او حدیث” دي. اوس راځئ ښه فکر وکړو، چې زموږ دا کړنې د اسلامي ارشاداتو سره څو سلنه توافق لري؟
رسول اکرم ص بل ځای فرمایي: اصحابي کانُّجُوم بِاَیِّهم اِقْتَدَیتم، اِهتَدَیتُم!
ژباړه: وایې زما یاران د ستورو په شان دي په هر یوه پسې چې لاړئ لارمو ومونده.
له حدیث شریف څخه دا استنباط کېږي، چې حقه لاره له رسول الله څخه وروسته د اصحاب کرامو او خلفای راشدینو لار ده، د دوی تر منځ فرق پیدا کول او یو پر بل برتري ورکول زموږ د نازولي پیغمبرص د امر څخه نه دا چې انحراف او خروج دی؛ بلکه یو احتمالي او ارتجاعي دین ته تمایل دی، بیا نو د دې کسانو او هغو یزیدیانو تر منځ توپیر څه دی، هغوی هم د اسلام دین خلاف عمل کولو او دوی هم د دین په نوم غیر اسلامي اعمال تر سره کوي.
که موږ لږ هم په دین تمسک وکړو، نو لار به مو نه بدلېږي، ځکه د عاشورا په هکله راته په څرګنده ډول د روژې نیولو هدایت شوی دی، چې په نوموړې ورځ به روژه نیسئ، دا چې د دغې ورځې د اسلام نه مخکې هم لمانځنه کېده او یهودو به هم روژه نیوله، بیا زموږ ګران پېشوا د محرم الحرام د میاشتې د نهمې ورځې روژې ضم کول له لسمې یا عاشورا سره ځکه وکړل، تر څو د یهودو سره توپیر او یو ښه عمل وګرځي.
ځان وهل په ځنځیرونو، د لارو بندول او نور خرافاتي اعمال تر سره کول هېڅ نوع جواز نلري او یو بدعتي عمل دی.
راځئ په حقیقي ډول حسینیان شو د حسین شعار چې “ژوند، عقیده او جهاد ” وو په ټوله معنا لمړی پر خپل ځان او بیا په ټولنه کې پلی کړو، ژوند د اسلامي عقیدې د تحقق لپاره صرف کړو او د ټولو نا خوالو پر وړاندې واقعي جهاد وکړو.
حضرت علي کرم الله وجه فرمایي، چې ډېری خلک به زما سره تر حد زیات محبوبیت له امله دوزخ ته لاړشي او ډېری خلک به زما سره د بد بینۍ له امله!
ټول صحابه موږ ته د قدر وړ دي پر پله یې پل ږدو د ټولو دساتیرو څخه یې ټینګ ملاتړ او ور باندې عمل کوو.
په ټوله نړۍ کې د یو واحد اسلامي نظام د ټینګښت، د مسلمانانو د سوکالۍ او خپلواکۍ په هیله!