لیکنه: ګل اغا احمدي
د مڼو بڼوالي تر یوه حده د وردګو په سیمه کې وده کړې او د پخوانیو مروجو مېتودونو سربېره د مڼو د کرنې ځینې هغه نوې معیاري طریقې هم په پام کې نیول کېږي چې د کرنې پخواني وزیر ارواښاد دوکتور عبدالوکیل او د کرنې د چارو ماهرینو یې سپارښتنه کړې ده. د مڼو بڼوالي د افغانستان په هغو مرکزي سیمو کې د هېواد د نورو سیمو په پرتله زیاته دود ده چې په دوبي کې نسبتاً معتدله هوا لري چې وردګ ولایت د مڼو د بڼوالۍ او تولید په برخه کې په ملي کچه ښه نوم ګټلی او هر کال یو مقدار مڼې د هېواد د تازه مېوو مارکېټونو ته وړاندې کوي چې ځینې یې نړیوالو بازارونو ته هم لاره مومي. د مڼو د باغونو کرونده د وردګو ولایت په زیاترو ولسوالیو کې وراج ده چې د جغتو، چک، نرخ، سیدآباد، جلګې، جلرېز او د میدان د مرکز سیمې د مڼو ګڼ باغونه لري. موږ په دې لیکه کې غواړو چې د مڼو په کرونده او اقتصاي ارزښت یو اندازه معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کړو.
خرڅلاو
د مڼو خرڅلاو او د تازه مېوو مارکېټ ته د مڼو رسول د مختلفو لارو څخه صورت مومي یو شمېر بڼوال په دې توانېږي چې خپل باغونه آن د مڼې د پخېدو څخه د مخه د مڼو پر سوداګرو و پلوري خو یو شمېر بیا خپلې مڼې هغه مهال خرڅوي او د تازه مېوو مارکېټونو ته یې وړاندې کوي کله چې مڼه پخه او له ونې څخه و شکېږي. که د مڼو بڼ د دې مېوې له پخېدلو څخه د مخه خرڅېږې، نو په دې وخت کې بڼوال نه شي کولای چې په زړه پورې ګټه لاسته راوړي بلکي د ځینو اړتیاوو پر بنسټ د خپلو باغونو پیسې مخکې له مخکې له سوداګرو څخه اخلي او سوداګر هغه مهال مڼې له را نیول شوو باغونو څخه را شکوي او مارکیټونو ته یې لېږدوي چې کله پخې شي. دویم شمېر بڼوال داسې دي چې کله چې مڼې په ونه کې پخې او د شکولو وړ شي نو د ونو څخه یې راشکوي بیا هم یو محدود شمېر بڼوال په دې توانېږي چې خپلو مڼو ته سوداګر و مومي او په باغونو کې را شکول شوې مڼې پرې و پلوري. دغه ډله بڼوال د خپلو پيداوارو څخه محدوده ګټه لاسته راوړي ځکه چې ځای پر ځای د مڼو پلورل هم دومره ګټه نه لري لکه چې بڼوال یې په خپله د مېوو لویو مارکیټونو ته رسوي. دریم هغه ډول بڼوال دي چې غواړي د خپلو باغونو له پیداوارو څخه داسې ګټه ترلاسه کړي لکه چې تمه ورته لري او یا هم په دې نه وي توانېدلی چې په مناسب وخت کې سوداګر ورته پيدا کړي نو کوښښ کوي چې خپل پیداوار د افغانستان په مارکېټونو کې د پلورلو لپاره وړاندې کړي او یا یې هم د امکان په صورت کې ګاونډیو هېوادونو ته انتقال کړي چې دا بیا بېله موضوع ده چې په دې لاره کې د کومو ستونزو او ګواښونو سره مخ کېږي او آیا په دې توانېږي چې مطلوبه ګټه په لاس راوړي او که نه؟
اساسي مارکېټ
کله چې مڼې د ونې څخه را شکول کېږي نو بڼوال هڅه کوي چې هغه په معیاري شکل په کاغذي او یا د لرګیو د تختو په کارتنونو کې په داسې توګه ځای پر ځای کړي چې مارکیټ ته د وړلو پر مهال خرابې نه شي. باید وویل شي چې مڼه د یخ په مقابل کې ښه مقاومت لري او سره مڼه د زېړې مڼې په نسبت زیات ژر نه خرابېږي او خپله اصلي بڼه ساتلی شي ځکه چې زېړه مڼه د لږ وخت په تېرېدو سره خپل رنګ بدلوي خو سور رنګې مڼه ډېر مقاومت کوي او خپله څېره ژر نه بدلوي. د انتقال پر مهال هم له سرې مڼې څخه نسبت زېړې مڼې ته زیاته پاملرنه کېږي او بڼوال یې د ژر پلورلو هوډ کوي. له بلې خوا باید وویل شي چې زېړه مڼه نسبت سرې مڼې ته په لوړه بیه پلورل کېږي.
کله چې مڼې د تازه مېوو د سوداګر له خوا مارکیټونو ته را و رسول شي نو بڼوال او د مڼو سوداګر هڅه کوي چې راوړل شوې مڼې ژر تر ژره په لوړه بیه و پلوري. باید وویل شي چې د وردګو مڼې د مېوو د موسم په مارکېټ کې په ښه بیه پلورل کیږي او په داخلي لګښت سربېره یې یوه اندازه پاکستان، هندوستان او ځینو عربي هېوادونو ته هم د لویو سوداګرو له خوا تر پېک کولو وروسته صادرېږي. همدارنګه د دې مڼو یوه برخه د هېواد د ګوتو په شمېر هغو فابریکو کې پروسس هم وړاندې کېږي چې نوې جوړې شوې دي. د ښو مڼو یو ۱۵ کیلويی کارتن له ۴۵۰ افغانیو څخه نیولې تر ۶۰۰ افغانیو پورې د افغانستان د مېوو په مارکېټونو کې پلورل کېږي خو په باغونو کې د معیاري مڼو یاد شوی کارتن بیا د ۲۵۰ او ۳۰۰ افغانیو په شاوخوا بیه لري چې د لارې او د لېږدولو لګښتونه یې بیه پورته وړي.
عادي مارکېټ
د دې له کبله چې په سیمه کې د مڼو د پیداوارو لپاره داسې یو عمومي مارکېټ وجود نه لري چې هر ډول مڼې هلته و پلورل شي نو یو شمېر بڼوال د دې وس نه لري چې خپلې ښې او خرابې مڼې سره بېلې کړي، کارتنونه ورته واخلي او په خپله سیمه کې د سوداګرو پاملرنه ورته ور واړوي نو خپلې مڼې په پلاستیکي بوجیو یا پلاستیکي خلتو کې ځای پر ځای کوي او په لویو ښارونو کې یې د مڼو مارکېټونو ته رسوي. په دې ډول بڼوالو کې یو شمېر په دې نه توانېږي چې د مختلفو دلایلو له کبله خپلې مڼې لویو مارکیټونو ته و رسوي او یا هم په قصدي توګه نه غواړي چې خپل پيداوار د مېوو د مارکېټ ټاکلو ساحو ته ورسوي نو د لویو ښارونو د سړکونو په څنډو یې ږدي څو د مشتریانو د پاملرنې وړ یې و ګرځوي. دغه پدیده په دې وروستیو کې کلونو کې په پراخه پيمانه د افغانستان په ښارونو کې پراختیا مومي چې د کابل د میرویس میدان یا کوټه سنګي چوک، کمپنۍ بازار او د کابل ښار ځینې عمومي واټونه یې نیولي وي او د مني په موسم کې په لسګونو زره د مڼو خلتې د پلورلو لپاره اېښودل شوي وي.
ضروري ټکي
د دې لپاره چې د مڼو بڼوال توانېدلي وي څو خپل پیداوار د مناسبې ګټې لپاره و ساتي نو تر ټولو ښه طریقه یې په کرنیزو سیمو کې د سړو خونو جوړول، سړو خونو ته د همېشنۍ بریښنا تامین، فعال کول، بڼوالو ته د هغه د استعمال د طریقې ښودل او بالآخره هغوی ته زمینه برابرول چې خپلې مڼې د مناسبې ګټې تر وخت پورې هلته و ساتي. بله خبره دا ده چې اړوند اړخونه باید په خپله سیمه کې د مڼو یو داسې عمومي مارکیټ رامنځته کړي چې بڼوال اړ نه شي څو د خپلو باغونو پیداوار د لسګونو ستونزو په زغملو د هیواد د لویو ښارونو مارکېټونو ته انتقال کړي. که د دې بازار تر څنګ په سیمه کې د مڼو د پروسس څو داسې کارخانې جوړې شي چې د سیمې د مڼو د پیداوارو زیاته اندازه هلته د جوسو، مرباوو او داسې نورو څیزونو په شکل پروسس کړي نو د خپلو بڼوالو د ستونزو په کمي کې به یې خپله ونډه ادا کړې وي. د پایلې په توګه ویلای شو چې د وردګو د سیمې د مڼو بڼوال اوس مهال د خپلو پیداوارو په اړه له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې د سیمه ییز معیاري مارکیټ نشتوالی، د مڼو د لېږد اوږده پروسه، د مېوو خرابوالی او د مېوو د پروسس د فابریکو نشتوالی یې مهم عناصر ګڼل کېږي چې باید په جدي توګه پاملرنه ورته وشي. همدارنګه د مڼو د پیداوارو د معیاري کېدو په لوري د غوره بڼوالی د لارو چارو محدودیت او د مڼو د ونو د امراضو په مقابل کې د لازمو درملو نشتوالی یې د دې ستونزو یو بل اساسي اړخ ګڼل کېږي چې په پاملرنې سره به یې د بڼوالۍ چارې په سیمه کې نورې هم و غوړېږي.