• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

میخي تهدابونه – اړتیا او دندې . PILE FOUNDATION – NEED AND FUNCTIONS

Home انجينیريمیخي تهدابونه – اړتیا او دندې . PILE FOUNDATION – NEED AND FUNCTIONS

میخي تهدابونه – اړتیا او دندې . PILE FOUNDATION – NEED AND FUNCTIONS

ژباړه: انجنیر فرید عاطف
میخي تهدابونه هغه وخت کاریږي کله چې د خاورې زغم وړتیا کمه وي او نه شي کولی چې د ساختمان وارد شوې بارونه واخلي .دا کیدای شي د خاورې د شرایطو او یا هم لاندې طبقو له امله وي ،او یا هم په تهداب باندې د وارد شوو بارونو د ډول ،په ساحه کې د شته شرایطو او عملیاتي شرایطو له امله وي.ډیر فکتورونه شته چې د سطحې تهداب د غوره کولو مخنیوی کې لکه خاورې طبیعي حالت او د بارونو شدت .مونږ میخي تهداب هغه وخت کارو کله چې ،
د تهداب خاوره د زغم ټیټ ظرفیت ولري
ساختمان په اوبو کې لکه پول او ډیمونه.
ساختمان دروند وي.
د نورو تهدابونو کارولو پوره ساحه شتون ونه لري.
ساحه کې خاوره نرمښت او مایع والي (liquefaction)سره مخ وي.
په ساحه کې د خاورې رژیدو ویره وي.
په ساحه کې انبساط کیدونکي خاوره شتون ولري.
د اوبو ټیبل له تهداب سره نژدي .
افقی قوې شتون ولري.
مخ پورته کوونکې قوې شتون ولري.

میخي تهداب له دوه برخو جوړ وي ،د میخ خولۍ او د میخونو ګروپ .میخونه له ساختمانونو څخه بارونه د ځمکې سختې طبقې (hard strata)، ډبرینې برخې او داسې خاورې ته لیږدوي چې د زغم ظرفیت یی لوړ وي.میخې تهدابونه اوږده او نري وي چې کیدای شي اوږودوالی تر 15mm هم زیات وي.د بار غوښتنو په پام سره میخ کیدای شي له کانکریټو ،لرګي او یا هم اوسپنې څخه جوړ وي.میخې تهدابونه نظر موادو ،د خاورې ډول او د بار لیږد خصوصاتو ته ډلبندي کیږي.میخي تهدابونو د بارونو اخستلو او لیږد سیستمونه په توګه له ډیرو کلونو راهیسي کاریږي.پخوا به لرګین میخي تهدابونه کاریده ،داسې چې په لاس سره په ځمکه کې ټک وهل کیدل او یا به هم لومړی ورته کنده کیندل کیده د میخ له ایښودو وروسته به یی شاخوا له شږو او خاورو او تیږو بیرته ډکیده .په نولسمه پیړۍ کې اوسپنیز میخونه کارول پیل شول او په شلمه پیړۍ کې کانکریټي میخونه هم دود شول .

د ساختماني صنعت په ډګر کې د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره د میخي تهدابونو په ټک وهلو کې هم نوښتونه رامخ ته شول او اوس د ماشین په واسطه ټک وهل کیږي.نن سبا د ځای نشتوالي له کبله د میخي تهدابونو کارول ورځ تربلې زیاتیږي.درنې څو پوړیزه ودانۍ جوړیږي او سطحې تهدابونه نشي کولي داسې بارونه له ودانیو واخلي او ځمکې ته ولیږدوي.ځکه نو د میخي تهدابونو کارولو ته غوښتنه ورځ تر بلې زیاتیږي.د میخي تهدابونو د غوښتنې زیاتیدو له کبله د میخي تهدابونو په جوړولو کې پرمختګونه شویدي او نوي سیستمونه منځ ته راغلي.

د میخي تهدابونو دندې . Function of Pile Foundation:

د تهدابونو د نورو ډولونو په څير د میخي تهداب دندې په لاندې ډول دي.
دودانۍ بارونه تهداب او د ځمکې خاورې ته په ډاډمنډ ډول ولیږدوي که هغه عمودي بارونه وي یا هم مایل .
د لړزې او بې ځایه کیدو سره کمزورې خاوره منظمه شي.
د نشست مخنیوی وشي ،کوم چې په سطحې تهدابونو کې منځ ته راځي.
د درندو ودانیو خوندیتوب زیات شي.
د میخي تهداب د ډول غوره کول د ساحې د څیړونو د راپور په اساس ترسره کیږي.د ساحې په راپور کې د میخي تهداب وړاندیز ،د میخي تهداب ډول ،د میخي تهداب لپاره ژوروالي په ګوته شوی وي.د میخي تهداب لګښت تحلیل او شننه باید د میخي تهداب له غوره کولو وړاندې ترسره شي.که د ځمکې شرایط ډبرین نه وي ،د درنو او څو پوړیزه ودانیو لپاره د سطحې تهدابونو کارول سم کار نه دی او خاوره یی نه شي کولی په ډاډمنډ شکل کار ورکړي.په داسې حالاتو کې میخي تهداب باید ورکول شي.د میخي تهداب په ګروپ کې د میخونو شمیر د یو میخ د ظرفیت او په تهداب باندې د وارد شوو بارونو له مخې ټاکل کیږي .د پلونو او نورو داسې ساختمانونو لپاره چې له اوبو سره مخ وي ،د میخي تهدابونو کارول اسانه میتود دی .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د کانکریټو حجم پیمانه کول – VOLUME BATCHING OF CONCRETE

د کانکریټو حجم پیمانه کول – VOLUME BATCHING OF CONCRETE

Jan 2, 2018

 ژباړه: انجنیر فرید عاطف د کانکریټ حجم پیمانه کول څه[...]

د برج الخلیفه ساختماني تشریح . Structural Details of Burj Khalifa

Dec 20, 2017

ژباړه: انجنیر فرید عاطف د نړې ترټولو لوړې ودانې شپږ[...]

د رطوبت پروړاندې د ودانیو خوندیتوب . PROTECTION OF BUILDINGS AGAINST

Jan 6, 2018

ژباړه: انجنیر فرید عاطف لیدلي به مو وي چې په[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022