لیکنه: قاسم امیري
د حسادت له شر څخه څنګه ځانونه وژغورو؟
حسادت مهلکې پایلې لري، د حسادت څخه خپل مینځي شخړې راپورته کېږي، له راپورته شویو شخړو سره اړیکې خرابېږي بلکه په بشپړ ډول اړیکې له مینځه ځي. د حسادت په وجه یو انسان د بل انسان ژوند اخلي او بالآخره حسادت په یو بېل تعریف کې د مینې او علایقو د بقاء لپاره د یوې وسیلې په حیث هم کارول کېږي.
فرض کړئ! په یوه مېلمستیا کې ستاسو یو بل ملګری (مخالف جنس) چې له تاسو سره پخوانۍ د ملګرتیا او دوستۍ اړیکې لري، تاسو ته موسکي کېږي یا تاسو ته په سترګو کې اشارې کوي یا تاسو سره په شفرونو خبرې کوي او داسې نور…
که په مجلس کې مو د ژوند ملګری هم درسره ناست وي او ستاسو ترمینځ د حرکاتو ننداره کوي، خامخا به داسې انګېري چې ګواکې تاسو یې په وړاندې خیانت کوئ، یا ترې کوم څه پټوئ، یا دا چې له هغو بل کس سره پخوانۍ د مینې اړیکې لرئ او داسې نور. همدارنګه که چيرې ستاسو د ژوند ملګری درته د خپل تېر ژوند له خاطرو څخه د خپلې ناکامې مینې په اړه کیسه کوي، تاسو به یې له اورېدوسره سم د خطر، پخپل وجود کې د وېرې، اندېښنې، حسادت او کنجکاوی احساس کوی.
په مجلس کې ستاسو دوه اړخیزه ډیالوګ، اشارې او غیر معمول حرکات به خامخا ستاسو د ژوند په ملګري اغېز کوي. د لومړني غبرګون په حیث به ستاسو د ژوند ملګري تاسو ته په خاص کتو سره دا پیغام لېږدوی چې لدې عمل څخه مو ناخوښه دی یا ښايي خپل سرکښته واچوي او د غوسې سره سره تاسو ته دا احساس در کړي چې ګواکي هېڅ داسې کوم څه یې ندي ليدلی خو ځان سره به دا پرېکړه کوی چې د دې عمل پوښتنه به خامخا درڅخه کوی. اما حقیقت دا دی چې هیڅ یو لداسې غبرګونونو او سوء ظنونو څخه د دواړو خواوو تر مینځ ستونزه نشي حل کولی.
ښايي ځينې وخت مو د ژوند ملګري وپوښتئ: آیا لا هم درته جذاب او دلربا یم؟ آیا زما په وړاندې لا هم هغه پخوانی مینه لرې؟ آیا په رښتیا را سره مینه لري که دا هر څه د یو الزام یا مجبوریت له مخې تمثیلوي؟ د داسې پوښتنو په اورېدو سره پدې سوچ کوي چې ولې لداسې پوښتنو سره مخ شوم؟ آیا کوم خاص لامل شته چې باید په مینه او اړیکو مې شک وشي؟
که چېرې مو د پوښتنو ځواب سم ورکړ او ستاسو په ځوابونو یې قناعت وکړ خو نېکمرغه یاست اما که چېرې هغوی ستا په کردار کې داسې شواهد ليدلی وي چې پر تاسو شک وکړي، یا یې عملاً له نورو سره په اړیکو کې لیدلي یاست نو کېدای شي یو وخت هر څه له زغم څخه وتلی وبولی او په خپل جدي غبرګون سره متفاوت دریځ خپل کړي. د بېلګې په ډول په چیغو او ژړا درته وايي: “نو ولې نه ورځې، ولې د واده کولو وړاندیز نه ورته کوې؟ پوهېږم چې له هغو سره ژوند کول غواړې نو ولې ماته هر څه صفا نه وایې، ولې مې ورځ په ورځ غولوې؟”
دا او دېته ورته لفظي متقابل غبرګونونه او شخړې په حسودانه ډول ستاسو د اړیکو د پاشل کېدو سبب کېدای شي.
اما آیا حسادت په رښتیا ستونزه ده؟
حسادت پدې خاطر مینځته راځي چې یو له جانبینو ویریږي: هسی نه چې د ژوند ملګري یې ترې ښایسته، زړه راښکوونکی او قابل کس موندلی وي، یواځې یې پرېنږدي او له هغو سره اړیکې ټينګې نکړي یا لږ تر لږه خپله مینه ورسره تقسیم نه کړي، یا د هغو کس په ټاکلو سره بیخي ورته شا نه کړي…
نو د خپل حق څخه د دفاع لپاره له حسادت څخه ګټه پورته کوي او خپل د ژوند ملګری له هغو بل کس څخه چې پرې شکمن دی را اړوي.
حسادت هم د اضطراب په څیر یوه (سټراټیژي) ده چې په وسیله یې د متقابلو اړخونو تر مینځ ستونزې او احساس موندل کېږي. د دې امکان هم شته چې حسادت بالآخره د اړیکې د پرېکولو لپاره د وروستۍ وسیلې په حیث وکارول شي او نور نو دېته ترجېح ورکړل شي چې له هرې شيبې وېرې او خطر څخه په یو وار بایللو سره ځان خلاص کړي.
که چېرې تاسو هم د حسادت احساس لری، ځان سره غور وکړئ چې پخپل حسادت سره څه کول غواړئ؟ حسادت ته د مقابلې او مبارزې سټراټیژۍ ویل کیږي.
حسادت هم د نورو ذهني اندېښنو په څېر د دې سبب کېږي چې یواځې په منفي ټکو تمرکز وکړو، د مقابل اړخ کردار د خپل ځان په وړاندې د کرکې او بل په وړاندې د تمایل او مینې له کبله وبولو.
حسادت یو تطبیقي احساس کېدای شي.
په ګڼو ټولنیزو کلتورونو کې خلک د حسادت کولو لپاره ګڼ شمېر دلایل او پلمې لري. د پراخه توپیرونو سره سره حسادت یو عام احساس دی. وتلي ارواه پوه د ډېوېډ بس (Divid Buss) په پخپل کتاب (خطرناک احساس) کې لیکلي: (حسادت زمونږ د علایقو او عواطفو څخه د دفاع لپاره د یو میکانیزم په حیث تکامل کړی)
حسادت ته طبیعي احساس وایي. ته چې حسود یې نو عصبي مشکل لرې، ستا حسادت د دې نښه ده چې پخبل نفس اعتماد نلرې او داسې نور… د حسود انسان په وړاندې د پېغور په حیث د داسې خبرو ویل په هېڅ وجه مناسب ندي، بلکه د ګومان خلاف په ځینو مواردو کې حسادت پر نفس د اعتماد تر ټولو هسکه درجه ښيي. مثلاً: زه هېچا ته اجازه نه ورکوم چې له ماسره داسې رفتار وکړي!
حسادت کولی شي ستاسو د لوړو ارزښتونو څرګندوی اوسي.
ارواپوهان حسادت ته د انسان د شخصیتي جوړښت په د ننه د یو لړ ژورو نابرابریو، تشنجاتو او کمزورتیاؤ په سترګه ګوري، خو د انسان پېژندنې برخې پوهان بیا حسادت ته د یو پېچلي او ژور احساس په سترګه ګوري چې ګڼ ابعاد لري. په اصل کې حسادت ستاسو د لوړ شخصیت، اصولو او ژمنو ته د ژمنتوب، مینې، رښتینولی، اخلاص او وفا استازیتوب کوي. ډېری حسود کسان پدې خاطر حسادت کوي چې خپلې مینې ته ځانګړی ارزښت ورکوي او په هېڅ بیه نه غواړي خپله مینه له لاسه ورکړي یا یې له بل چا سره وویشي.
د ژوند په ګډه ملګرتیا کې خاوند او مېرمن که څه هم د یو بل په وړاندې د مطلق تصاحب صلاحیت نلري بلکه هر یو یې پخپل حد کې خپلواک ګڼل شوی خو دا باید ومنو چې دوی یو د بل په وړاندې په وفاداری او تعهد مکلف دي. همدا الزام دی چې دوی یو د بل په وړاندې د حسادت احساس کوي ځکه چې نه غواړي د خپل خوږ ژوند، تعهد او فادارۍ په سر یې معامله وشي په تېره بیا دا چې دریم کس دا معامله کول وغواړي.
د حسادت احساسات له حسادتي کړنو سره توپیر لري.
کټ مټ لکه د غوسې احساس او غوسه ناک غبرګون تر مینځ چې ښکاره توپیر دی؛ همداسې د حسادت حس درلودلو او حسودانه غبرګون ښودلو تر مینځ څرګند توپیر شته. هغه مهم ټکی چې باید پام ورته وکړو دا دی چې: زمونږ اړیکې زمونږ د حسودانه کردار په وجه په خطر کې لويږي. د بيلګې په ډول: د مېرمنې لخوا د خاوند یا د خاوند له خوا د مېرمني په مکرر او پرلپسې ډول څارنه، د شک او ګومان په استناد په متواتر ډول د مقابل لوري نظر ردول، خشن اخلاقي او عصباني رفتار، د یو بل هرې کړنې او خبرې ته د شک یا تمثیل په نظر کتل او داسې نور…
پداسې وخت کې لازمه ده چې له ځان سره سوچ وشي: “پوهېږم چې حسود یم اما پکار نده چې حسودانه رفتار وکړم.” حسادت په وجود کې یو پټ او رانِغښتی احساس دی اوس نو تاسو پرې غور وکړئ چې په پټ ساتلو کې یې خپله ګټه وینئ که په ښکاره کولو کې؟ په حقیقت کې د حسادت احساس د وسلې حیثیت لري، که مو په سم او وړ ځای ترې ګټه پورته کړه؛ له شک پرته چې اغېزمنه به ثابته شي خو که مو په بې غورۍ سره په ناسم ځای کې ترې ګټه پورته کړه؛ مسلماً چې عواقب به یی هم ناسم، زړه بوږنوونکي او ستاسو په زیان وي.
خپل حسودانه افکار مو ومنئ!
که پوه شوی چې حسود یاست؛ یوه شېبه مکث وکړئ، آرامه او ژوره ساه واخلئ، خپل افکار و احساساتو ته ځیر شئ! دا ومنئ، چې ستاسو حسودانه ټول افکار خامخا واقعي ندي. ښايي داسې وه انګېرئ چې د ژوند ملګری مو د بل چا په وړاندې لېوالتیا لري خو دا پدې مانا نده چې خامخا د حقیقت همداسې وي. ستاسو فکر له واقعیت سره ښایي توپیر ولري، ښایي تر یوې کچې سم وي خو په حسادت کې ندرتاً ښایي ورته والی ولري.
لازمه نده چې له خپلو حسودانه افکارو پیروي وکړئ!
که په خپلو حسودانه افکارو غلبه حاصله کړئ او د یوې مودې لپاره پدې اړه بیا بیا غور کولو ته ترجېح وکړئ؛ مطمئن اوسئ چې غوسه او اضطراب مو ډېرېږي ځکه چې تاسو د خپل نفس د بېړني غبرګون ښکاره کولو وجیهه رد کړه خو پدې هم ډاډه اوسئ چې په یو ډول مو ځانته د حیثیت بښلو او اعزاز ورکولو دریځ غوره کړ چې په حقیقت کې نه غواړئ چې د نن احساسات مو د سبا ورځې له پښېمانۍ سره مخ کړي.
حسادت هم د نورو ذهني اختلالاتو په څېر له قطعیت سره تړلی احساس دی. غواړم متیقین شم چې زما د ژوند ملګری له هغو پلانکي/پلانکۍ سره هېڅ داسې تړاو نلري چې زه یې په اړه فکر کوم، غواړم پدې پوه شوم چې هېڅوک زمونږ د اړیکې د اخلال سبب نشي کېدلی او داسې نورې دېته ورته خپل ځان سره خبرې مو ذهني سکون ته بیایي.
له بده مرغه ډېری د مطلق قطعیت لپاره پخپل لاس پخپله د خپل ځان په وړاندې ناورین زیږوي: “مخکې لدې چې خاوند/مېرمن مې زمونږ دا اړیکه له مینځه یوسي؛ زه به پخپله نور د دې اړیکې مزي پرې کړم، نور یې زغم نه لرم، نور یې حتی د خبرو اورېدو حوصله هم نلرم” او داسې نور…
اما عقلانیت،قناعت او اطمینان د ژوند مهم اصولو دی چې باید په پوره ځېرکتیا ترې کار واخېستل شي. عدم قطعیت یو له هغو محدودیتونو دی چې مونږ یې په اړه هېڅ نشو کولی. د بېلګې په ډول: تاسو هېڅکله پدې نشی پوهېدلی چې ستاسو د ژوند ملګری به تاسو خامخا پرېږدي یا نه؟ خو که تاسو هغه پرلپسې پدې تور محکوم کړئ چې ګواکې ستاسو په وړاندې خیانت کوي پرته لدې چې په وړاندې یې کره اسناد ولرئ، یا حد اقل د اسنادو درلودلو سره سره د مسألی حل وغواړئ دا نو په اصل کې پخپل لاس د داسې ناخوښوونکو او ځوروونکو پېښو لپاره لار هوارول دي.
د خپلې اړیکې په اړه مو په خپل اند بیا غور وکړئ!
لکه څرنګه چې مو مخکې ورته اشاره وکړه: د دې امکان شته چې ستاسو حسادت یواځې یوه خیال او وېره وي. دا خیال او وېره کېدای شي لدې کبله وي چې ستاسو د ژوند د ملګري پخوانۍ اړیکې ستاسو په اوسنیو اړیکو سیوری ونه غوړوي او ستاسو د اړیکې لپاره خطر پېښ نه کړي. یا دا چې وایې: “زما د ژوند ملګري باید له ما پرته د بل هېچا خوښ نشي، دی هم له ما پرته بل هېڅوک خوښ نه کړي، د هیچا پرې نظر نه وي.”
همدارنګه کېدای شي ستاسو د حسادت او اضطراب دلیل دا وي چې خامخا داسې یو څه روان دي چې زه یې په اړه د حسادت احساس کوم، که یې پر وخت مخنیوی ونکړم؛ زما د ژوند د بام ستنې نړولی شي. کېدای شي ځینې بیا لداسې څرګندونو څخه د فشار حربې به حیث کار واخلي پرته لدې چې د خپل ګومان په اړه د اړتیا وړ شواهد ولري. د بېلګې په ډول ښایي فکر وکړي چې پدې ډول به د خپل ژوند ملګری دېته اړ کړم چې ماسره ډېره مینه وکړي او د نورو په وړاندې له هر راز علایقو لاس واخلي او خپله ټوله پاملرنه تاسو ته ماته واړوي.
ځینې وخت ستاسو تصور د خپلې اړیکې په تړاو د نورو یا خپلو تېرو ورته تجربو تر اغېز لاندي راځي. د بېلګې په ډول: که مو والدین ستاسو د پلار لخوا د خیانت په وجه یو له بل جلا والی غوره کړی وي؛ نو کېدای شي په همدې خاطر تاسو هم خپل د ژوند ملګری له نږدې څارئ، له خپلو ملګرو سره یې اړیکې پلټئ، آن تر دې چې وخت پر وخت ترې د ځینو هغو مخالف جنسه ملګرو په اړه پوښتنه کوئ چې ستاسو د ژوند ملګري ورسره لیده کاته کوي یا په یو دفتر کې ورسره کار کوي، یا په یو ټولګې کې ورسره سبق وایي او داسې نور موارد. ځکه چې تاسو ته هرکله د تېرې ترخې تجربې انځور مخته مخته کېږي.
د خاوند او مېرمنې تر مینځ د حسنه اړیکو لپاره له اغیزمنو تګلارو ګټه واخلئ!
د خپلو اړیکو د ثبات او پایښت لپاره هېڅکله حسادت مه ټاکئ! کولی شئ له اغېزمنو او مثبتو لارو چارو موخې ته ورسېږئ. د بېلګې په ډول: یو بل ته ډالۍ ورکړئ، یو بل تقدیر کړئ، د چارو لپاره د یو بل په همغږۍ پلان جوړ کړئ، له ډېرو نیوکو، بې مورده کنایو، یو بل ناحقه ملامت ګڼلو او تورو لګولو ډډه وکړئ! په ګډه سره د ستونزو د حل لپاره مسؤولیت منونکي اوسئ، د یو بل له وړتیاؤ اعظمي ګټه پورته کړئ، د ځینو مثبتو کړنو داسې یو نوملړ جوړ کړئ چې هره ورځ یې په سرته رسولو یو بل ته خوښي، اعتماد او طراوت ور وبښئ! کولی شی یو بل سره په تفاهم په اونۍ که لږ تر لږه یوه ورځ د خپل ځان او یوه ورځ د خپل ژوند د ملګري لپاره ځانکړې کړئ، په ځانګړې شوې ورځ هر یو د بل په وړاندې داسې چارې ترسره کړئ چې یو بل ته خوښي، موسکا، احساس او نه هېرېدونکي خاطرو وربښلو سبب شي.
ندرتاً داسې پېښېږي چې په شعوري ډول د حسودانه کرکټر لوبولو سره د خپلې اړیکې د ټینګتیا سبب شو، بالعکس یو بل سره د مینې او اعتماد په چاپیریال کې خپل اړیکې ټینګې او نه شلېدونکې ساتلی شو.