ښوونیزه کیسه :
ژباړن : عطا محمد میاخېل
ښځه په دې نه پوهېده، چې څه وکړي؛ د خاوند خوی او خواص یې په بل مخ اوښتي وو، تر دې مخکې به یې په خنداـــ خندا خبرې کولې، په کور دننه به یې له خپلو ماشومانو سره ښه چلند کاوه، مګر څه پېښ شوي، چې له څو میاشتو را پدېخوا، په نه خبره غوسه کېږي او په نورو پټکې کوي ؟ هغه مهربان او ټوکی سړی، چې اوس په یوه وېرونکي او غوسناک شخص بدل شوی دی . ښځې د دې حالت د بدلون له پاره ډېرې لارې چارې وسنجولې، خو له بده مرغه څه یې تر لاسه نه کړل . یوه ورځ یې ذهن ته راغلل، چې باید هغه راهب ته، کوم چې په یوه غرنۍ سیمه کې ژوند کوي، ورشي او د خپل خاوند له پاره یو څه درمل ترې واخلي، کېدای شي څه چاره یې وشي !، همدا و، چې ښځه راهب ته د ورتلو په موخه له کوره ووته، په سختو او ستونزمنو لارو یې مزل پیل کړ، له څو ساعتونو مزل وروسته، هغه ځای ته ورسېده، په کوم کې چې راهب ژوند کاوه . خپله کیسه یې هغه ته وکړه او په تمه کېناسته، چې څه ډول درمل به ورته جوړوي …
راهب ښځې ته وکتل او وې ویل : ستا د خاوند درمل د غرني پړانګ د برېتونو په یوه تار وېښته کې دي، غرنی پړانګ ؟! هغه وحشي حیوان ؟! راهب په ځواب کې وویل : هو، هر کله دې چې د غرني پړانګ د برېتونو یو تار وېښته راوړ، نو داسې درمل به درته جوړ کړم، چې د خاوند درملنه دې پرې وکړې، ښځه د وېرې او هیلې په حالت کې بېرته خپل کور ته را وګرځېده، نیمه شپه له خوبه را پاڅېده، هغه خواړه چې چمتو کړي یې وو، را واخیستل او د غرنۍ سیمې په لور وخوځېده، په هغه شپه یې ځان سوري ته ور نږدې کړ، په کوم کې چې غرنی پړانګ اوسېده، له ډېرې وېرې او ډار څخه یې ټول بدن لکه پاڼه رېږدېده تا به ویل، چې ښه ساړه یې شوي، مګر مقاومت یې وکړ، په هغه شپه پړانګ را بهر نه شو، په پرله پسې ډول یې څو شپې دا کړنه تکرار کړه، هر شپه څو ګامه سوري ته نږدې کېده، تر دې چې یوه شپه وحشي غرنی پړانګ له سوري څخه را بهر شو، مګر یوازې ودرېده او شاوخوا یې وکتل . بیا هم ښځه پرله پسې څو شپې لاړه، د هرې شپې په تېرېدو سره، غرنی پړانګ او ښځه یو بل ته نږدې کېدل، دې مسلې څلور میاشتې دوام وکړ، تر دې چې له شپو څخه یوه شپه، غرنی پړانګ چې ډېر نږدې شوی او د خوړو بوی یې په سپږمو لګېده، ورو ـــ ورو، نور هم نږدې شو او د خوړو، خوړل یې پیل کړل، ښځه ډېره خوشاله شوه، په دې ډول څو میاشتې نور هم تېرې شوې، تر دې چې غرنۍ پړانګ به تل د لارې پر سر د هغې په تمه درېده، ښځه به هم، چې کله غرني پړانګ ته ورسېده، په داسې حال کې چې د هغه په سر به یې لاس را تېراوه، په ډېرې نرمۍ سره به یې هغه ته خواړه ورکول، د دوی تر منځ هېڅ کومه وېره، ډار او ستونزه نه وه او هره شپه به هغې ښځې په سختو ستونزمنو لارو غرني پړانګ ته خواړه وروړل او د هغه سر به یې په خپل زنګانه ایښوده، نو پر وېښتانو به یې د مهربانۍ نرم لاس را تېراوه، په دې ډول څو میاشتې نورې هم تېرې شوې، تر دې چې یادې ښځې یوه شپه، په ډېرې نرمۍ سره د غرني پړانګ له برېتونو څخه یو وېښته را وشکاوه او د خپل کور په لور روانه شوه .
کله چې سهار شو، نو راهب ته ورغله او د غرني پړانګ د برېتونو وېښته یې د هغه مخې ته کېښود او په تمه کېناسته، څه فکر کوئ، چې هغه راهب څه وکړل ؟ خپلې شاوخوا ته یې وکتل او، وېښته یې هغه اور ته واچاوه، کوم چې د ده ترڅنګ بلېده، ښځې په ډېرې خواشینۍ او حیرانتیا راهب ته وکتل، په داسې حال کې چې سترګې یې رډې ـــ رډې ختلې وې، غوښتل یې چې څه ووایي، مګر راهب په ډېره سړه سینه، ښځې ته مخ ور واړاوه او ورته وې ویل : ستا خاوند له هغه غرني پړانګ څخه بد نه دی، دا ته وې، چې ودې کولای شول، په صبر حوصلې، مینې او محبت سره خپل ځان د غرني حیوان په وړاندې فدا کړې او هغه ځان ته تابع کړې، ستا په بدن کې داسې یو ځواک شته، چې په خپله د دې ګواهي ورکوي، چې ته کولای شې د خپل خاوند غوسه له منځه یوسې، نو هغه ته مینه ور وبښه، ورو ــ ورو او په حوصلې سره د هغه غوسه ترې لرې کړه .
You also might be interested in
لیکنه: عبدالقدیر مطفي لکه څنګه چې کابل د اسلام اباد[...]
لیکنه: جمشیدعمرعمر پخوا به خلکو داسې عقیده درلوده چې ځینې خلک[...]
لیکنه: نورالله غازي يار زه لا ماشوم وم، د لرې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی