• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

میوې او د میوې جوس په روژه کې څه ګټې لري

Home روغتیامیوې او د میوې جوس په روژه کې څه ګټې لري
Wahid-Alamzai وحیدالله عالمزي وحید عالمزی

میوې او د میوې جوس په روژه کې څه ګټې لري

لیکنه: وحید عالمزی

د روژې او د اوړي سوځوونکي ګرمې یو ځاي کیدل مونږ دي ته مجبوروي تر څو د خپل وجود او روغتیا په کلکه ساتنه وکړو چې خپل بدن د (dehydration) یا د اوبو د کمښت څخه وساتو. سږ کال  روژه په یو ډیر ګرم موسم کي را رسیدونکي ده او پداسی یو موسم کې شاید زمونږ بدن ته په کافي اندازه اوبه د ورځی په جریان کي ونه رسیږي چې تر ډيره بریده به زمونږ د ناراحتي لامل وګرځي. دا چې روژه د اسلام دین د ارکانو څخه دریمه رکن دي او خدای ج په فضل او رحمت سره د ڼړۍ ټولو مسلمانانو ته دومره همت ورکوي تر څو په ډيرو سختو شرایطو کي مسلمانان د اسلام دا رکن پر ځای کړي، خو د خپل روغتیا د ساتني لپاره باید مونږ هم همیش نه ستړی کیدونکي هلي ځلي وکړو. پدي لیکنه کي تر ډيره حده کوښښ شوي شې تر څو د ټولو میوجاتو او د هغوي د جوسونو یعنی مایعاتو په اړه لنډ او په زړه پوري معلومات را ټول او تاسو لوستونکو ته وړاندي شي. ددي لیکني په لوستلو سره به تاسو پدي وتوانیږي چې په روژه کي د ګرمي په وړاندي د خپل وجود مقاومت څنګه غښتلي کړي.

د مایعاتو اخستلو اهمیت په روژه کي

په روژه کي د مایعاتو څښل ډیر مهم او ګټور دي. د څو ساعته روژې په تیریدلو سره په وجود کي د انرژي اندازه ډیره کمیږي نو پداسی حالت کي وجود داسي یوې انرژی ته اړتیا لري چې په عاجل ډول سره د وجود د انرژي کمښت پوره کړي. خرما او جوسونه په ډيره ښه توګه خپله دنده سرته رسوي او په ډيره کم وخت کي د بدن د ګلوګوز اندازه عادی حالت ته را رسوي. په بدن کي د اوبو او معدني موادو د متوازن ساتلو لپاره د جوسونو او میوجاتو څخه استفاده وکړي. د حده ډیرو شربتونو، خواږه شیانو او جوسونو څخه استفاده کول هم د روغتیا لپاره ګټور ندي، نو ددي لپاره د معدني موادو، اوبو او د بدن د نور ضروري موادو توازن ساتل ډیر ګټور دي.

میوجاتو او د هغوي جوسونه به مو د ستړیا له شر څخه په امن کي وساتې!

د خوشحالی ځای دي چې زمونږ زیاتره خلک د میوجاتو او ددوي د جوسونو د ارزښت په اړه په کافی اندازه معلومات لری.  انتی اوکسیدنټ، ویټامنونه، پوتاشیم او بعضي نور معدني مواد چې د بدن د اساسی ضرورتونو څخه شمیرل کیږي او په بدن کي یی توازن د تل لپاره ګټور او حیاتی اهمیت لري، د میوجاتو او د هغوي د جوسونو څخه په استفاده کولو سره کولي شو چې دغه توازن وساتو. دا چې د روژې په را رسیدلو سره به زمونږ په ورځني عادتونو لکه خوړل، څښل او بیده کیدلو کي تغیر راځی چې تر ډیره بریده به زمونږ د ستړیا لامل ګرځې نو ددي ستړیا د ختمولو لپاره د میوجاتو او د هغوي د جوسونو څخه په استفاده کولو سره د بدن مقاومت د ستړیا په وړاندي زیات کړي.

د میوجاتو درملنه په روژه کي

میوجات او د هغوي جوسونه د ډیر وخت راهیسي د روغتیا او شفا لپاره استعمالیږي. د میوجاتو درملنه کوم نوي خبره نده په اوسني نړۍ او د ډیر وخت راهیسي د نړۍ زیاتره خلک ددوي به اهمیت او ګټورتوب باندي پوهیږي نو پدي اساس مونږ کولی شو چې دغه خوندوره او د اهمیت څخه ډک درمل د روغتیا لپاره تر ډیره بریده او د ضرورت په اندازه په روژه کي استعمال کړو تر څو زمونږ د ضرورت وړ انرژی او نور معدني مواد تر لاسه کړو. نو ددي لپاره مونږ دغه لیکنه تاسو ته وړاندي کوو ترڅو د روژی په میاشت کي د روغتیایی ستونزو سره مخ نشي. د ټولو میوجاتو او په هغوي کي د موجوده معدني موادو، ویټامینونو او بعضي نور ګټورو موادو د درولودلو او څيړنو لپاره د هرې میوې په اړه ځانکړی بحث کوو چې په لاندي ډول سره دي. که چیرته په پوره تشریح سره د هري میوې په اړه بحث وکړو شاید کتابونه د یوې میوې په اړه ولیکل شي.

زردالو

زردالو د ژر انرژی ورکوونکي او روغتیایی میوې په نوم هم شهرت لری. په زردالو کي په ډیره مناسبه اندازه اوسپنه، مس و پوتاشیم شتون لري. زردالو د روژه ماتي(افطار) په وخت کي خوړل کيږي چې د هضم کومک کوونکي میوي په نوم سره هم پیژندل کیږي.

کیله

کیله چې د یو ځانکړی روغتیایی میوي په نوم سره هم پیژندل کیږي چې په جوړښت کي یی ویټامینونه او په ډیره اندازه پوتاشیم شتون لری. کولي شو چې په روژه ماتي او پشمني کي ترینه استفاده وکړو او کیله کولي شي چې زمونږ بدن د انرژی ضرورت پوره کړي.

ګیلاس

دغه په ظاهره ډیره وړه میوه ښکاري خو  د منرالونو او ویټامینونو څخه ډکه  ده. د خوند له نظره ډيره اعلی او په کمه اندازه کالوري لری. تاسو کولي شي چې یو پیاله د ګیلاسو جوس د ماښام او تراویح د لمانځه څخه وروسته وڅښی. د ګیلاسو جوس به ستاسو بدن ته د شحمیاتو څخه د ازادې روغتیا او معدني مواد د ضرورت په اندازه پوره کړي.

د سیترسو میوجات

تاسو څنګه کولي شي چې د نارنجو او لیمو جوس په روژه کي هیر کړئ؟ ویټامین سی، کلیسوم او د فاسفورس هغه څه دي چې تاسو کولي شي په یو ګیلاس د سیترسو په جوس کی یی تر لاسه کړي. یو ګیلاس یخ د ستیرسو جوس به تاسو تازه  او د ذایقي غدوات دوباره را ژوندي کړي د سیترسو د جوس د څښلو مناسب وخت روژه ماتي(افطار) دي.

آم

د ټولو میوو پاچا چې خوشبختانه په سږني روژه کي په ټول هیواد کي د تر لاسه کیدلو وړ دي. یو ګیلاس یخ د امو جوس په روژه ماتي کي به په طبعی ډول سره ستاسو وجود د انرژی په اساس خودکفا کړي چې عمده علت یی هم په امو کي  د فرکتوز د شتون په ډيره پیمانه ده. دا چې ام په ډيره پیمانه فرکتوز لري نو پدي اساس به د هغه غوړینو او کلکو غذایی موادو په هضم کي هم ډیره مرسته وکړي کوم چې د فایبر د نه شتون له امله په معده او هاضمی سیتسم د ډیرو خطرناکو امراضو د رامنځ ته کیدلو لامیل ګرځې، د امو د جوس څخه په استفاده کولو سره به تاسو د روژه ماتې څخه وروسته د خیټي درد، د خیټې پړسوب او همدارنګه په غټو کلمو کي د ګازو د تولید مشکل سره مخ نشي. څه فکر کوي چې دا خوندوره او د ګټو ډکه میوه ستاسو د روژماتې لپاره مناسبه  نده چې باید ترینه استفاده وشي؟

خټکی

خټکی چې په دری کي ورته خربوزه هم ویل کیږي د کال په ټولو موسمونو د هیواد په هر کوټ کي د لاس رسي وړ دي. تاسو کولي شي چې یو ګیلاس د خټکیو جوس د روژماتي او یا هم د تراویح د لمونځ نه وروسته وځښي چې د لوږې احساس مو له منځه لاړ شي.

شفتالو

څنګه ووایو چې شفتالو او که د شفتالو پوستکی د فایبر بهترینه منبع ده. اوسپنه او فرکتوز د انرژی په برابرولو او بدن ته د انرژي په ورکولو کي ډیره مرسته کوي. شفتالو تاسو سره کومک کوي تر څو ستاسو معده د التهاب څخه وژغوري، کوم چې د خوړلو او ویده کیدلو د تغیراتو له امله را منځ ته کیږي.

د میوجاتو د جوس ګټي په روژه کي:

لکه څنګه چې مخکي مو هم پدی موضوع بحث وکړو چې څنګه وشو کولي چې میوجات او د میوجاتو جوسونه خپل غذایی سیستم ته په روژه کي اضافه کړو. مونږ اوس پدي پوهیږو چې څنګه د وجود د اوبو د کمښت او  همدارنګه په هاضمي سیتسم کي بی نظمی د له منځه وړلو لپاره د میوجاتو او دهغوي د جوسونو څخه استفاده وکړو. تیره رنګه ادرار ددي ښکارندوي کوی چې ستاسو بدن د اوبو د کمښت سره مخامخ دي او باید د مایعاتو څخه استفاده د روژماتي څخه تر پیشمني پوري ډیره شي. مونږ ستاسو لپاره بعضي میوجات او د هغوي جوسونه در پیژنو تر څو د روژی په جریان کي ورڅخه ګټوره استفاده وکړاي شو. هغه خلک چې د شکر د مرض څخه ځوریږي، زمونږ سپارښتنه ورته دا ده چې: مخکي له دي چې د میوجاتو او د هغوي د جوسونو څخه استفاده وکړي نو بهتره ده چې د خپل معالج طبیب سره مشوره وکړي.

د کاملی روغتیا لپاره د په بدن کي د ټولو غذایی موادو توازن ساتل ډیر مهم دي.

د أمو جوس

د أمو یخ او تکسین کوونکي جوس نشو کولي چې به عین وخت کي جوړ کړو نو ددي لپاره باید مخکي تر مخکي امادګې ونیسو. د أمو جوس مخکي تر مخکي اماده کړئ، یو خو به مو د افطار څخه دمخه د عبادت کولو په وړاندي خنډ نه واقع کیږي او بل به تر روژماتې په کافی اندازه یخ شوي هم وي.

خواږه او پاخه شوي أم را واخلي، پوستکي ترینه لري او په وړو، وړو ټوټو یی وویشی چې په اسانی سره د مخلوط کیدلو وړ وي.  د امو د مخلوط جوړلو لپاره یو څه اندازه اوبه ور علاوه کړي که چیرته ضرورت وي یو مقدار بوره هم ور زیاته کړي. تر دي وروسته د أمو مخلوط د استفادي وړ دي همدارنګه یو مقدار د یخ ټوټی او یا هم یخې اوبه مخکي تر خوړلو باید ور زیاتي شي.

دلیمو جوس

بیدون د کوم تکلیف څخه کولي شو چې د لیمو تازه او مزیدار جوس تیار کړو. تاسو کولي شي چې د غرمې وروسته د لیمو جوس تیار او تر افطاری پوری یی په یخچال کي کیږدي. د لیمو جوس د ویني د فشار د کنټرول لپاره ډیر ګټور دي او همدارنګه د بدن د اوبو کمښت هم پوره کوي.

د لیمو جوس په ډيره ساده طریقی سره تیاریدلي شي، یو مقدار یخي اوبه، بوره او د أمو میده شوی ټوټي په یو لوښي کي د یو څه وخت لپاره یو ځای او وښوروي د څو دقیقو لپاره.

د کوپرې اوبه

د شپی لخوا په ازاده فضا کي قدم وهل او یا هم د قدم وهلو لپاره تصمیم نیولو څخه د مخه یا په جریان کي د کوپرې د اوبو څخه په کافې اندازه استفاده وکړي. او باید کوښښ وشي چې د کازدار مشروباتو په ځای د کوپري د اوبو څخه استفاده وشي هغه ځکه چې نوموړی د بدن د اوبو کمښت پوره کوي او بله دا چې د بدن محافظوی سیستم تقویه کوي.

د هندواڼو جوس

مونږ خوشبخته یو چې سږ کال هندواڼي د هیواد په مختلفو برخو کي او د کال په ډيري موسمونو کي د ترلاسه کولو وړ دي. هندواڼه زمونږ د یخ وهلو څخه ساتنه او د انرژی د پوره کولو سبب ګرځي. هندواڼه د ویټامینونو بهترینه منبع ده.

د هندواڼې جوس د جوړلو طریقه ډیر ساده او اسانه ده، که چیرته تاسو د مڼو د جوس ماشین په خپل پخلنځی کي ولري نو په ډیرې اسانې سره کولي شي چې نوموړی جوس تیار کړی. هندواڼه په څو برخو وویشي او هغه شنه کلکه برخه(ډبل پوست) ترینه جدا کړي نوره هندواڼه په ماشین کي واچو د څو دقیقو وروسته د هندواڼو جوس د څښلو لپاره تیار دي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

پښتونه زړه دي راته شین کړي!

پښتونه زړه دي راته شین کړي!

Dec 29, 2015

لیکنه: وحید عالمزی پښتون چې هر ناروا کار وکړي بس[...]

Wahid-Alamzai وحیدالله عالمزي وحید عالمزی

فضل جانه چغ غواړې، چغ په غاړه!

Jun 5, 2015

لیکنه: وحید عالمزی خدای ج دي فضل جان کاکا ته جنتونه[...]

Wahid-Alamzai وحیدالله عالمزي وحید عالمزی

د مڼې خوړل څومره ګټور دي؟

Jun 11, 2015

لیکنه: وحید عالمزی د مڼې خوړل څومره ګټور دي؟ مڼه د[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022