لیکنه: آرش ننګیال
ـ مېرمنې مې بریالیتوب ته ورسولم( چاري چاپلین)
د حضرت محمد (ص) او بي بي خدیجې ژوند موږ ته تر ټولو غوره او رڼه بېلګه ده.
موږ د مور پر دعا باور لرو د مېرمنې نه، د مور د پښو لاندې جنت حق ګڼو خو د خپلې مېرمنې نه چې هغه هم مور ده.
خپله لور او مېرمن له ښځینه ډاکټرې پرته که مړه کېږي هم، نارینه ډاکټر ته نه بیایو خو خپله لور ښوونځي ته نه پرېږدو… زموږ ژوند کې داسې بې شمېره تضادونه شته.
دا چې موږ بریالی ژوند نه شو جوړولی شاید یو علت یې همدا وي چې موږه مېرمنو ته ارزښت نه ورکوو، د هغوی وړتیا او استعداد مو وژلی دی او هغوی نه پر خپل ځان اعتماد اخیستل شو دی.
مېرمن چې د کور زړه او خاوند د کور ماغزه بلل کېږي که یو شي ښکاره ده چې غوره ژوند، غوره کورنۍ او غوره ټولنه به جوړه کړي.
دلکارنګی او برایان تریسی په خپل کتاب ( ائین همسرداری ) کې د ( مېرمنې دې د خپل خاوند کار او کسب کې مهارت پیدا کړي) موضوع باندې اوږد او په زړه پورې بحث کړی دی او د هغو کسان یادونې یې کړي چې د خپلو مېرمنو د سلا مشورو او ملاتړ له امله بریالیتوب ته رسېدلي دي.
دوی وایی : که غواړئ ښه او صادق همکار ولرئ چې په هر وخت کې درسره بې منته مرسته وکړي نو خپل کار او کسب خپلې مېرمنې ته ور زده کړئ یا هم مېرمنې دې د خپل خاوند کار او کسب زده کړي یا هم برعکس.
راډیو کې مې د ماشومانو لپاره یو ساعته ژوندۍ خپرونه طرحه کړه خو ثبتي برخې یې هم درلودې. د یادې خپرونې لپاره مو د ماشومانو درې کسیزه ډاله جوړه کړه په لږه موده کې دغو دریوو ماشومانو داسې په زړه پورې خپرونه جوړه کړه چې د هرچا خوښېده. دوی د خپلې خپرونې ټولې ثبتي چارې او د موادو پیدا کولو په خپله ترسره کول. د دغو ماشومانو خپرونې ته ان د راډیو مشران همکاران هم راتلل او له خپرونې نه یې خوند اخیسته.
د ماشومانو د بریالیتوب راز دې کې و چې دوی له هرې ژوندۍ خپرونې مخکې په کور کې په ډرامتیک شکل څو ځله د خپرونې د پر مخ بیولو تمرین کاوه او دا تمرین د همدغو ماشومنو د مور لخوا پر مخ وړل کېده. ځکه چې دغې مور د خپل خاوند په دنده کې پوهه درلوده یا هم هغه پول شوې وه.
په تېر پسې نه ګرځو اوسني پرمختللې نړۍ کې ډېرې مېرمنې شته چې مقام ته یې رسېدل د هرچا د وس خبره نه ده او دا مقام هرڅوک نه شي ترلاسه کولای ان نارینه هم.
مری بارا، د امریکایی کمپنۍ جنرال موتورز مدیره په ۲۰۱۴ کال کې د یادې کمپنۍ په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره غوره مېرمن وټاکل شوه.
ویرجینیا رومتی، د آی بی ای شرکت مدیره، ایندرا نویی د پپسی شرکت مدیره، ماریسا مایر، د یاهو شرکت مدیره… همداسې سیاسي شخصسیتونه لکه جرمنۍ انګلا مرګل، هلری کلنټن، افغانه شکریه بارکزۍ او لسګونه نورې مېرمنې، دا ټولې د اوسنۍ پرمختللې نړۍ غوره شخصیتونه دي.
د کور مېرمنو ته پر شخصیتو ورکولو سره موږ کولای شو له ځانه سره مرسته وکړو، په دې مانا چې که مور غوره وه، پوهه وه، با جراته وه، باسواده وه نو د کور اولادونه به هم همداسې پوه او هوښیار وي. ځکه چې د ماشومانو په روزنه کې مور تر پلار ډېره وړتیا لري.
دا حقیقت دی چې له یوه لاسه ټک نه پورته کېږي، خو نه پوهېږم چې دا زموږ غرور، ناپوهي او تکبر دی چې دا بل لاس نه وینو چې ورسره ملګری یې کړو څو غږ ترې پورته شي…؟
که له موره زېږدل شرم نه دی، که لور زېږول شرم نه دی، مېرمنو سره واده کول شرم نه دی او که د خور او لور واده کول شرم نه دی، که د وزیرې، ولسمشرې، ریسې، ښوونکې درلولدل شرم نه دی نو له مېرمنې مشوره غوښتل، له مېرمنې مرسته او لارښوونه غوښتل هم شرم او عیب نه دی.
زه ډاډه یم چې زموږ د هېواد ټولنې مېندې، خوېندې د پوره اسعتداد، مهارت اوړتیاو خاوندانې دي، د ځان، کورنۍ، ټولنې، هېواد او نړۍ په ابادولو، بدلون راوستلو او پرمختګ کې ترې ګټه اخیستل پکار ده ګنې همداسې چې په غم اخته یو اخته به یو.
ـ ښځه د نر جامه ده.
په درنښت
آرش ننګیال
۰۴/۱۰/۲۰۱۶