ژباړه: حمیدالله حمیدي
د پوهنتون استاد ډاکتر جان ګاتمن وایي (( له شلو کلو تجربو او څېړنو په پیاله کې راته معلومه شوه، چې د خاوند او مېرمنې ترمنځ تحقیر او توهین د طلاق لپاره لاره هواري!))
څلور ډوله خبرې دي، چې د تحقیر او توهین ښکارندویي کوي.
۱- امر کول او د (ته) کلمې کارول:
ته چندانې ښه نه یې.
ته دې باید کارونو ته پاملرنه ډېره کړې.
ته باید همدا اوس دغه کار تر سره کړې.
ته باید زما شرایط پرځای کړې.
ډېری مېرمنې نه خوښوي، چې په اړه یې قضاوت وکړای شي او یا ورته وویل شي، چې ته باید دغه کار تر سره کړې. کله، چې امریه جملې کارو، هرومرو مقابل کس تحریک کېږي او د ځان لپاره دفاعي حالت غوره کوي. دغه ډول خبرې په مقابل طرف کې د منفي خبرو د تولید سبب ګرزي او فضا کړکېچنه کېږي.
۲- طعنه ورکول:
ځینې وخت مېړونه خپلو مېرمنو ته د طعنې په ډول خبرې کوي او دغه خبرې د (د تل په څېر، هېڅکله، دا دې بیا، ډیر، هروخت، دومره زیات، ټول…) او نور دې ورته کلمو باند پیل کېږي. ډېر کله دغه خبرې هم په (ته) باندې پیل کېږي
د بېلګې په ډول:
ته تل د جامو غوښتنه کوې.
ته ټول وخت د غاښونو کرېم پر خپل ځای نه اېږدي.
ته ډېره ټنبله یې!
ته هر وخت هېروې، چې کوم کار څه وخت تر سره کړې.
ته دومره بې سرشتې یې، چې…
ټول پوهېږي، چې ته څه ډول یو څوک یې.
طعنه ورکوونې خبرې له څو اړخونو څخه ستونزه پیدا کوي:
د خاوند ذهن ته په دې وخت کې یوازې د خپلې مېرمنې په اړه منفي خبرې ورزي او مقابل کس، چې مېرمن یې ده د حقارت احساس کوي، او کېدای شي، چې په ورته عمل لاس پورې کړې او یا هم خبرې په زړه کې وساتي او په د یوې بلې کړنې سبب شي.
په طعنه یی خبرو کې اورېدونکی یوازې منفي خبرې اوري، نوهمدلته ده، چې د یوازېتوب او نا امیدۍ احساس کوي.
۳- یوه خبره په څو ډوله کېږي:
غیر موثره او غوسه پارونکې جمله: ته ډېره بې عقله یې.
موثره جمله: ته یوه هوښیاره ښځه یې، خو نن دې ، چې کوم کار کړی ډېر عاقلانه نه دی.
غیر موثره او غوسه پارونکې جمله: ته یوازې د کور کارونه نه شې کولای، نو څه په درد خورې.
موثره جمله: تر کومه، چې زه ځیر شوی یم په دې اونۍ کې دې د کور کارونه سم نه دي کړي.
غیر موثره او غوسه پارونکې جمله: ماته دې هېڅ په پام نشته، ستا له وسه هېڅ هم نه دي پوره.
موثره جمله: پوهېږم، چې په دې ورځو کې دې فکر سم نه دی، خو که یو بل ته پاملرنه وکړو څمره به ښه وي.
۴- د مېرمنې احساساتو ته باید اهمیت ورکړل شي:
معلومه خبره ده، چې هر انسان هغه که نر وي یا ښځه احساسات او عواطف لري. چې باید ورته احترام وشي، که د غوسې په خت کې د خپلې مېرمنې خبرې ور پرې کړئ او منع یې کړئ، په اصل کې مو د هغوی احساساتو ته درناوی نه دی کړی. د بلېګې په توکه:
ستا اندېښنه بې مانا ده.
ته تل له پچې څخه پېچومی جوړوې.
ستا غوسه ماته بې ارزښته ده
او…
کله، چې د مقابل کس احساساتو ته درناوی نه کوو، په اصل کې هغه لا آزورده او غوسه کېږي. ډېره کله داسې هم کېږي، چې مقابل کس د زیاتې غوسې له امله له تاسو څخه لرې شي او بیا به هېڅ کله هم ونه شئ کولای، چې خپل یې کړئ.
دغه څلور ډوله خبرې ستاسو د ژوند خوند او رنګ له منځه وړي او ژوند مو په یوه زندان بدلوي. که خدای مه کړه کله مو په ژوند کې یوبل ته د سختو خبرو په وسیله درز پیدا شو، نو هیله ده، چې یو بل ته بښنه وکړئ، تر څو یو بل له لاسه ورنه کړئ.
په ارامۍ سره خبرې کول، د یو بل ستونزو ته په پوره دقت سره غوږ نیول او یو بل ته بښنه کول دې ستونزو ته د حل تر ټولو ښه لاره ده.