ليکنه: محب الله آرمل
د جګړو، ناامنيو، اقتصادي فقر، بې کارۍ او نورو بېلابېلو عواملو له امله افغانان له هېواده بهر روان دي، ځيني يې يوازې او ځينې نور يې آن له کورنيو سره، يو شمېر نور که بهر ته نه ځي خو له ولسواليو مرکزونو ته د لېږد په حال کې دي. لس دولس کاله وشول حکومت ټينګار کوي چې افغان مسافر دې له پردو ملکونو راستانه شي او په خپله ملک دې کار و بار پيل کړي، دغه شعار چې نور کليشه شوی نه د کارګر پاملرنه جزبوي او نه د هغه چاچې له هېواده بهر د مسافرۍ ترخې شپې تېروي. دغه مسافر ته وا چې په پردو ملکونو کې خوشاله دي ؟ ځواب نه دی .
يوه ورځ د کلي په ډاک کې يوه ډله ځوانان راغونډ وو، دوی چې کابو هره يوه په ايران کې مزدورې کړې وه د ايران په حکومت کې غږېدل، دا ځوانان د ايران له ولسمشره ګيله من وو چې ګواکي کارګر افغانان تر ايرانۍ خاوره را وباسي . يو بل وويل هاغه مخکني باچيان يې ډېر د سړي زامن وو افغانانو ته يې د سړيو په سترګو کتل … ما هم په بحث کې ګډون ورسره وکړ او پايله يې دا راووته چې د دوی تمه له خپل حکومت شکېدلې وه، ويل يې چې ټوله دونيا راشي او افغانۍ تر تومان آسانې او ازانې شي، زموږ د کار ځای ايران دی، دوی آن پدې خپه وو چې تومان را ټيټ شوی، ويل يې کاشکي د تومان په پرځای افغاني ټيټه شي … له هېواده د تلونکو کارګرو دې فکر خپه کړم خو دوی چې غربت ځپلي وو ګرم نه وو.
نن سبا د وطن سره د مينې خبره زياته مطرح کيږي چې بايد راتلونکي نسلونه هېوداپال لوی او د وطن په مينه سمبال شي. او زما فکر پال هم پدې کې دي چې د خلکو په فکر او اېډيا باند کار کول او زاړه فکرونه نوي کول …تر هر څه زياته ګټه لري، فردي آزادي بله مهمه ښکارنده ده، کله چې هر سړي لوستی، په حالاتو خبر، د فکر بيانونکی او فعال شي خامخا د نا امنيو ګراف را ټيټيږي او دغه کار د رسنيو، پوهنتونونو، ښونځيو…. او نورو ښونيزو او روزنيزو مرکزونو په مټ کېدونکی دی. ورسره ليکوال او شاعران هم پدې برخه کې مهم رول لوبولی شي . د کوزې پښتونخوا پېښور نوميالی شاعر په مېندو نيوکه کوي او وايي:
چي کيني نورو وطنونو له زلمي لويوي
ميندې لونۍ دي نادانې دي
دغه شان سعود هم ورته نظر لري
چې خپل بچې ته بل څراغ په لاس کې نه ورکوي
سعوده هغه پښتنه د قام په ګټه نده
د سعود يو بل بيت داسې دی :
سوله يې سر توره کړله مينه يې بې مينې کړه
ميندو ته يې ووايه چې نورې ترې ځاريږي نه
په پاس بيتونو کې چې مېندو ته پکې خطاب شوی وو سمې خبرې وې ځکه چې مور د پلا په پرتله د اولاد روزنې زيات وخت او فرصت لري، خو ته وا چې نارينه لدې مسوليته مبرا دي؟ نه نه ، دوی نن سبا تر مېندو زيات مسئول دي . ځکه اکثره ميندې نالوستي او د اوسنۍ راونې تراژېدۍ په لوبغاړو او سريال او د ګاونډيانو په شيطانۍ نه پوهېږي چې زامن حساس لوی کړي، نو دغه کار د پلرونو دی او د غه کار د ښونځيو د استادانو دی … له حکومت مو يو بل ځای هم ګيله وشي ما چې تر اوسه تکړه استاد ليدلی په ښونځي کې ندی معلم شوی او چې ترې پوښتلي مې دي نو ده ويلي چې په پنځه يا شپږ زره چا کار کړی … دغه وجه ده چې نوي فارغين تر زړو هغو بې خونده دي .
راځي لږ بغاوت وکړو او ځينې زاړه افکار طلاق کړو، د ننۍ نړۍ په پيچلي ژوند کې نوي اړخونه او کار ځايونه وګورو د ډوډۍ د موندلو لنډې او آسانې لارې ومومو نه داچې بهر ته پسې روان وو، راځئ د خلکو خبرې پرېږدو او کارونه په خپله خوښه انجام کړو ……. په پای کې د کاروان صيب په دې جانانه بيت هم غور وکړئ
ته مې ګمراه بوله خو زه ستا په لاره نه ورځم
ما ډېرې ليدلې د جانان کلي ته لار دي
۹۴-۳-۱۷