• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ناخوښ واده د میرمنو لپاره ګواښونکی دی

Home اروا پوهنهناخوښ واده د میرمنو لپاره ګواښونکی دی

ناخوښ واده د میرمنو لپاره ګواښونکی دی

ژباړه: محمدنعیــم پرهیـز

څېړونکې په دې نظر دي چې ناخوښه واده د میرمنو له خپګان سره، سره په ټول بدن اغېزه کوي.
څېړنې ښیي چې ناخوښه واده د مېرمنو لپاره ډېر ګواښونکی دی نسبت نارینه وو ته چې د زړه او رګونو د رنځ لامل کېږي؛ د دغې څېړنې پر بنسټ چې په آمریکا کې ترسره شوې ده، چې د خاوند او مېرمنې ترمنځ د اختلاف او بحث د پیدا کېدو لامل کېږي چې دا بیا د نارینه او هم د مېرمنې د خپګان لامل کېږي؛ اما تر ټولو مهم ټکی دغه دی چې د مېرمنو احتمال ډېر زیات دی نسبت نارینه وو ته چې کېدای شي د وینې لوړ فشار، میتابولیکي سنډرم او په ځینو نورو رنځونو (ناروغیو) ګرفتار شي.

میتابولیکي سنډرم یا X سنډرم د دغو نښو (د انسولین مقاومت، د خېټې لوئیدل، د وینې د غوړو ډېرښت او د وینې لوړ فشار) ټولګه ده.

څېړونکې وایي: “چې نا خوښه واده ټول بدن تر اغېزې لاندې راولي ”
له رواني پلوه دغه ډول ودونه په مېرمنو کې د میتابولیک سنډرم رنځ د اخته کېدو لامل کېږی.
د دغې څېړنې د ترسره کولو لپاره ۲۷۶ نارینه او مېرمنې پوښتل شوې ؤ.

په دغو پوښتنو کې منفي حالتونه لکه:
د خاوند او مېرمنې ترمنځ جروبحث، د یو بل بد ایسېدل، په ځینو کارونو کې نا همغږي او خپګان په کې شامل ؤ.

برسېره پر دې %۲۰ سلنه نارینه او %۱۲ سلنه مېرمنې له دغې ډلې څخه په میتابولیک سنډرم ګرفتاره وې.

دغه څېړنې ښیي چې د خاوند او مېرمنې ترمنځ اختلافات د دواړه لورو د خپګان لامل کېږي.
اما نارینه په ډېر احتمال سره د سختو فشارونو له وجې په ګډ ژوند کې له خپګان سره لاس او ګرېوان کېږی.
خپګان په مېرمنو کې د میتابولیکي سنډرم د ډېروالې ګواښونکی لامل دی.

د دې اړیکې کره دلیل نه دی معلوم اما ارواپوهان په دې نظر دي چې مېرمنې په خپل ګډ ژوند کې منفي فکره وي چې همېش یې په خپل ذهن کې ساتي.
دغه څېړنې ښیي چې د خاوند په ټاکنه کې ځیرکتیا او همدا راز د ژوند مهارتونه، د خاوند او مېرمنې ترمنځ ښه چلند نه یوازې د خلکو رواني حال تامینوي بلکې په جسمي سلامتیا هم اغېزه لري.

 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

ٌښځې ولې له خپل خاوند سره خیانت کوي؟

Jan 6, 2018

ژباړه: نعیم پرهیز خیانت معمولا هغه وخت واقع کېږي چې[...]

د پښتو یاګانو د استعمال ګټې

د پښتو یاګانو د استعمال ګټې

Jan 22, 2018

لیکنه : نعیــم پرهیــز په پښتو لیک لوست کې د[...]

نارینه د ښځینه وو لاندې ځانګړنې ډېرې خوښوي!

Jan 8, 2018

ژباړه: محمد نعیــم پـرهیــــز خندا، خوش بویي، ځیرکتیا او یا هم[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022