لیکنه: محمدابراهیم (سپېڅلی) ، کندهار
نارنج ماڼۍ د نابودۍ پرڅنډه
که رښتیا راباندي وایاست، نو زه له زیاتو مېلو او مېلمستیاو سره چنداني جوړ نه یم.
اکثره وخت[ کور يې ودان] ملګري د مېلمستیا او میلو ته د تګ ست راته کوي، خو زه نه ورسره ځم او دا مي خوښه ده، چي د میلو وخت له خپلو اولادونو سره تېرکړم.
دغه څو ورځی وړاندي، چي لوی اختر وو، نو ملګرو به ډېر ډېر راته ویل، چي کومي مېلمستیا ته ورسره ولاړسم، خو زړه مي نه غوښت.
د لوی اختر درېیمه ورځ وه، چي ځینو فرهنګي ملګري ډېر راته ټینګ سول، چي خامخا به د یوبل فرهنګي ملګري شاه محمود عزیزي کورته ورسره ځم.
په اول کي مي زړه نه غوښت، خو چي د کوربه نوم مي واورید، نو باور وکړی، ترمېلمستیا دده د شخصي کتابتون لیدولو او ددوی د کور شاوخوا تاریخي سیمه کي ګرځېدولو ته مي هیڅ ځواب نه درلود ورسره روان سوم.
شاه محمود عزیزي، یو کندهاری فرهنګی ځوان دی، داسي غني کتابتون لري، چي ډيري نایابي قلمی نسخې، زاړه کلیکسونونه او پخواني چاپ کتابونه لیدل يې په هرڅه ارزي.
د نوموړي کور د کندهارپه (زاړه ښار کي ) دي.
د (کندهارزوړ ښار) خورا زړه تاریخي سیمه او نړیوال شهرت لري.
ددغه تاریخی ښارپه اړه لوی استاد پوهاند علامه عبدالحی حبیبي په یوه مقاله کي داسي لیکي: (( د اوسني کندهارغرب ته د کندهار د زاړه ښارخرابې دي، چي تراوسه يې د ځینو مهمو ودانیو اثارپاته دي.
د حکومتي ځای ارګ نخښي يې ښکاره دي، خندقونه او دښار کلا او د ځینو دروازو مواقع يې معلومیږي.
داښار افشارنادرشاه تریوکال محاصرې وروسته (۱۱۵۱ هجري) فتح کړ او د هوتکو وروستی پاچا اعلیحضرت شاه حسین، چي یوکال يې په مړانه او شجاعت د ښارمدافعه کړې وه د نادرافشار په امر مازندران ته نفي سو. ))
زه، چي له تیرو څو کلنو راهیسي دغه تاریخي سیمي ته نه وم ورغلی،نو مي د مېلمستیا ترڅنګ د ښاغلي عزیزي د کتابتون او د زاړه ښار د یووار بیا لیدو شوق په زړه کي غزوني وکړې.
له ملګرو سره په موټر کي روان سولو، له یوڅه ګړي وروسته موټر د زاړه ښار خواته ور وګرځیدی، زوړ ښار ترډېره نوی سوی، امنیتي پوستي او زیات کورونه پکښي ودان سوي او ورځ تربلي تاریخي سیمي د خلکو په کورونو بدلیږي.
اوس په دغه تاریخي ښارکي، چي یو وخت لویه پاچاهي ودانه وه یوازي يې د ارګ کنډواله(نارنج ماڼۍ) ترسترګو کیږي، چي هغه هم له خطره په امان نه ده، خپلسري کیندني او آن خاوره يې د نویو کورونو جوړولو ته څو ځله وړل سوې ده.
او که پاملرنه ورته زیاته نه سي، نو یوازي دغه راپاته کنډواله به موهم لکه د دغه زاړه ښار نورتاریخي ځایونه د اوسیدوپه کورونو بدل او زموږ د تاریخي دښمنانو زړونه به نورهم ښه رایخ سي.
د لوی استاد علامه حبیبي (رح) د یوې مقالې په اسناد اړ یو، چي ولیکو: (( … دا ماڼۍ له مځکي څخه تخمینا سل متره لوړه ده او ښايي پنځه یا شپږ پوښښه وي.
اوس تقریبا مربع شکل لري، چي هره ضلعه يې ترسل متره کمه نه ده.
له کښې داماڼۍ په ډبروپخه پورته سوې ده او په منځ کي اوږده اوږده سوپان اوتورغارونه لري.
محمد هوتک، چي په خپلو سترګو يې داسلطنتي ودانۍ لیدلې ده، وایي چي د نارنج قصرد کندهار په ارګ کښي و او اعلیحضرت شاه حسین هوتک به په هفته کي یوه ورځ په خپله کتب خانه کښي هلته د علماء سره مجلس کاوه.))
دغه قصر نه یوازي یو ارګ ؤ، بلکي د پښتو ادبیاتو یو لوی روزنتون هم ؤ او دلته په اوونۍ کي زیات پښتانه شاعران او لیکوالان راټولیدل.
شعرونه ویل کیدل، کتابونه لیکل کیدل، چی یوه ښه بېلګه يې (پټه خزانه ) ده، چي په همدغه دوره کي لیکل سوې ده.
اوسمهال په اطلاعات کلتور وزارت کي د تاریخي ابداتو د ساتني مسؤلینو ته په کار ده، چي دخپل مسؤلیت او افغانيت له مخي دغه تاريخي ارګ(نارنج ماڼۍ) ته پاملرنه زیاته کړي او که چیري دغه تاریخي کنډواله همداسي له پامه غورځولې پاته وي، نو ورځ تربلي به یې خاوري په یوه او بله بهانه د شپې او ورځي وړل کیږي او بالاخره به د کندهار په زاړه ښارکي دغه یوازینی معلومدار تاریخي قصر د نابودۍ ژوري کندي ته د تل لپاره ولویږي،بیالاسونه مروړو، خو له پيښي وروسته ارمان هیڅ ګټه نه کوي.