ژباړه: عطا محمد میاخېل
هېڅکله هغه ځوان نه شم هېرولای، چې د پوهنتون په دوره کې مې ورسره پېژندګلوي وشوه . ښکلی او مټور ځوان و، په ځوانۍ کې یې ساری نه لیدل کېده .
کله چې له پوهنتون څخه فارغ شو، نو څو موده مې اړیکه ورسره پرې شوه، تر هغه پورې، چې یوه ورځ یې راسره اړیکه ونیوله، رانه وې غوښتل، چې لیدلو ته یې ورشم او وې ویل : زه نه شم کولای، چې تاپسې درشم، ما وپوښتل ولې ؟ ده په ځواب کې راته وویل : پوښتنه مه کوه، کله چې راغلې خپله به پوه شې، دا هر څه یې په غمړلي غږ ویل، د خپل کور پته یې راکړه .
دروازه مې وټکوله، کوچنی ورور یې راووت، له هغه سره لومړی د کور انګړ او بیا کوټې ننوتم، کومه کې چې هغه اوسېده، ګورم چې په کټ باندې اوږ غځېدلی، لکړه یې ترڅنګ ایښې وه، د تګ له پاره یې په پښو پورې یوه وسیله تړل شوې او یو څه درمل یې هم تر څنګ ایښي وو .
ډېر کمزوری شوی وو، کوښښ یې وکړ، چې زما ستړي مه شي ته له خپل ځایه راپورته شي، مګر وې نشو کولای .
تر څنګ یې کېناستم، هڅه مې وکړه، چې د خپلې ژړا مخه ونیسم، سره له دې هم له سترګو مې رڼو اوښکو د ګرېوان په لور لارې جوړې کړې .
ومې ویل : وبښه زه خبر نه وم، چې ناروغ یې، ناروغي دې څه ده ؟ له پوهنتون څخه نه یې فارغ شوی ؟ ټاکلې شوې وه، چې واده وکړې او ځانته ښکلی کور جوړ کړې .
وې ویل : هو همداسې ده، خو داسې پېښه را منځته شوه، چې اصلاً ما یې هېڅ هیله نه لرله.
څو میاشتې مخکې له پوهنتونه خلاص شوم او ډېر ښه کار په ګوتو راغی، ډېرې ورځې تېرې شوې، هېڅ ستونزه مې نه لرله، کله ناکله به سر خوږي ځورولم .
یوه ورځ مې سر خوږی ډېر زیات شو، روغتون ته لاړم؛ ډاکټر له معاینې وروسته ځینې ازمېښتوته ( ټسټونه ) راته ولیکل، له دې وروسته یې زما د سر عکسونه واخیستل، عکسونه یې ښکته و پورته کړل، له ځان سره یې وویل : “لا حول ولا قوه إلا بالله!” وروسته یې دا مسله له څو نورو ډاکټرانو سره شریکه او له هغوی څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه، هغوی راغلل په ګډه یې د ازمېښتونو پایلې وکتلې په خپل منځ کې په انګلیسي ژبه غږېدل، په همدې حال کې به یې کله نا کله ماته هم را وکتل .
نږدې یو ساعت وخت تېر شو او زه په همغه حال وم . روغتیایي وضعیت مې ډېر خراب وو، له ځان سره به مې ویل، هېڅ خبره نه شته، څو دانې ګولۍ، چې وخورم هر څه به سم شي .
ناڅاپه یو ډاکټر مې خواته را نېږدې شو او وې ویل : غوږ شه ! د ازمېښتونو او عکسونو له پایلې داسې ښکاري، چې ته یو ډول مغزي تومور لرې، چې په ډېرې چټکۍ سره وده کوي، اوس هم له دننه خوا ستا د سترګو په رګونو فشار راوړي .
هره شېبه یې فشار زیاتېږي او د دې امکان هم شته، چې د ډېر فشار له وجې ستا د سترګو رګونه وچوي او د ړندېدو لامل دې شي . وروسته له هغې به په مغزي خونریزۍ اخته کېږې، چې پای یې مرګ دی .
له ډېرې وېرې مې چیغې کړې : څه څه ؟؟؟ څه ډول ؟ څوک ؟ څه ډول په مغزي تومور اخته شوی یم ؟ هغه هم ته او په دې عمر کې ؟ توکل په خدای ! سرطان ؟ …..
وې ویل : هو یو ډول تومور دی، چې باید په چټکۍ سره یې درملنه وشي .
نن شپه دې بستر کوو، اړین او لازم ازمېښتونه به بشپړ کړو او سبا ته به ستا د کوپړۍ یوه برخه لرې کړو، تومور به ترې را وباسو او کوپړۍ به دې بېرته وتړو .
وروسته یې د جراحي عملیاتو یو هوکړه لیک را کړ، ترڅو یې لاسلیک کړم، مګر ما ونه منله او له روغتون څخه را ووتم .
په داسې حال کې، چې اوښکو مې د ګرېوان په لور لارې جوړې کړې وې، په دې مې فکر کاوه، چې چېرته لاړ شم ؟ کورته لاړشم یا روغتون ته ؟ له څو شېبو فکر کولو څخه وروسته مې هوډ وکړ، چې کوم بل روغتون ته لاړ شم .
د کوپړۍ له عکس اخیستلو او آزمېښتونو وروسته یې هغه څه راته وویل، کوم چې مخکیني ډاکټر ویلي وو او له مانه یې غوښتنه کوله، چې باید ژر مې د کوپړۍ عملیات ترسره شي .
دا ځل ډېره کمه بې هوښي را باندې راغله، پلار ته مې زنګ وواهه او هغه روغتون ته راغی، پلار مې اویا کلن دی، کله چې یې زما رنګ الوتې او غمجنه څېره ولیده، نو وډار شو، ورته ومې ویل : پلاره ! ته پوهېږې، چې څو موده کېږي سر خوږی مې ډېر ځوروي، آزمېښتونو دا وښوده، چې زما په سر کې یو ډول تومور شتون لري او باید ژر عملیات شي، پلار مې د دې خبرې په اورېدو سره وویل : لا حول و لا قوه إلا بالله! دا خبره یې ونه شوه زغملی، په ځمکه کیناست او له ځان سره یې ویل : انا لله وانا الیه راجعون، پلار مې په خواشیني غږ وویل : ورور دې په امریکا کې دی، هغه ته به دې ور ولیږم .
دې خبرو یې زما د ورور هغه سختۍ را په یاد کړې، چې څو کاله مخکې په سرطان ناروغۍ اخته او تر درملنې لاندې وو .
پلاره ! په یاد مې دي، چې له ورور سره مې دې په ژړا خبرې کولې او دا مې هم په یاد دي، چې په وروستیو شپو کې دې ورته دعا وکړه .
پلار ته مې کتل، چې اوښکې یې د ګرېوان په لور څڅېدې او کتل یې، چې زامن یې دده په وړاندې مري .
ورور مې خالد دوه کاله مخې په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او مشر ورور مې په امریکا کې د مرګ او ژوند په پوله ناست وو او ما هم په هغه لاره مزل پیل کړی، چې پای یې نه دی معلوم .
امریکا ته لاړم هلته یې په چټکۍ سره په یوه روغتون کې زما ازمېښتونه ترسره کړل . سهار مهال وو، چې زه یې عملیات خونې ته بوتلم، ډاکټر مې سر وتراشه؛ له بې هوښۍ وروسته یې زما د سر پوستکی د دایرې په شکل پرې، کوپړۍ یې اره کړه او دانه یې ترې را بهر کړه . عملیات تر دوو ساعتونو پورې په طبیعي ډول پرمخ روان وو، تر هغه پورې، چې په ناڅاپي ډول په مغزي سکتې اخته شوم . ډاکټر چې تر سخت فشار لاندې وو زما د مغزونو هغه برخه یې وخوځوله په کومه کې، چې ده تېروتنه کړې وه، چې له همدې امله د بدن کیڼه برخه مې فلج شوه . ډاکټر چې دا ولیدل، نو د علمیات پاتې برخه یې په چټکۍ سره ترسره کړه، او کوپړۍ یې بېرته ځای پر ځای کړه او سر مې یې راته وګانډه. وروسته له هغې یې ځانګړي ساتنځای ته بوتلم .
له عملیات څخه وروسته پنځه ساعته بې هوښه وم، وروسته له دې په چپه پښه کې مې ستونزه پیدا شوه . په چټکۍ سره یې عملیات خونې ته بوتلم، سینه یې را څیرې او عملیات یې کړه. له دې وروسته یې بیا ځانګړي ساتنځای ته بوتلم . د څلورو ساعتونو له پاره مې وضعه ښه وه، په ناڅاپي ډول په شدیدې وینې بهېدنې ( خونریزي ) اخته شوم، یو ځل بیا یې عملیات خونې ته بوتلم، سینه مې یې څیرې او عملیات یې کړه .
ډاکټر زما له وضعیت څخه په تنګ شوی وو، د تمې په خلاف پرله پسې شدیدې ناروغۍ، چې پای یې نه درلود .
څلیریشت ساعته مې وضعیت ښه وو، ډاکټر داسې ګڼله چې روغتیایي حالت مې ورځ تربلې ښه کېږي، مګر د بدن د تودوخې درجه مې نا څاپه، په وېرونکي ډول پورته لاړه . ډاکټر په چټکۍ سره خپلې ارزونې ترسره کړې، ګوري چې د کوپړۍ هډوکي، کې مې ټپ پیدا شوی دی . ډاکټر د جراحۍ ډله را وغوښته ، زه یې د جنازې په څېر پورته او پر تخت یې څملولم . په داسې حال کې مې هغوی ته کتل، چې د بدن ټول ځواک مې له لاسه ورکړی وو، پورته مې وکتل، له سترګو مې بې اختیاره اوښکې روانې شوې . د ناتوانۍ په حال کې په عذر سره مې داسې دعا وکړه : ای خدایه ! زه ډېر زیانمن شوی یم، ته ډېر مهربان او ارحم الراحمین یې، که چېرې دا مې د ژوند وروستۍ شېبې وي، نو له تا (ج) څخه د رحمت او بښنې غوښتنه کووم او که چېرې ازمېښت وي، نو ماته پرې صبر راکړه .
د مرګ په فکر کې شوم، په خدای (ج) قسم خورم، چې دردونه مې له کچې اوښتي وو، د بدن ځواک مې په بشپړه توګه له لاسه ورکړی وو او په دې سوچ کې وم، چې سبا به د قبر خاورې را باندې امبارېږي او بدن به مې د ګور د چینجیانو خوراک کېږي .
په ډېرې خواشینۍ سره مې وویل: که چېرې د قیامت په ورځ، پښې مې وښوېږي، د ژړا غږ مې پورته شي او ستونزې مې بې پایه شي، حسرت مې اوږد شي .
افسوس زما پر حال، چې د هغه چا په وړاندې درېږم، چې د سترو او کوچنیو ګناهونو په اړه له ماسره حساب کوي .
هغه ورځ، چې د ګناهګارانو پښې ښویېږي، آه او حسرت به یې ډېر وي، خوندونه یې داسې هېرېږي، چې ګویا مخکې یې هېڅکله ښه ورځ نه ده لیدلې، نو په ژړا شوم، په دنیا کې د پاتې کېدو هیله مې وکړه، د دې له پاره نه چې له دنیا څخه خوند واخلم، یوازې د دې له پاره چې خپلې اړیکې له خپل الله (ج) سره زیاتې کړم .
په ناڅاپي ډول معالج ډاکټر مې راغی نرسانو ته یې لارښوونه وکړه، چې بې هوښه مې کړي . د سر پوستکی مې یې لرې کړ، کوپړۍ یې را بهر کړه، له دې وروسته د سر پوستکی مې پرته له کوپړۍ په خپل ځای کېښود . کله چې را په هوښ شوم، نو داسې احساس مې وکړ، چې سر مې نرم شوی، ومې ویل : هډوکی یې چېرې دی ؟ ډاکټر په ډېره سړه سینه وویل : هډوکې دې دلته ږدو تر څو مکروبونه یې له منځه لاړ شي، شپږ میاشتې وروسته بیا راشه، بېرته به یې درته ځای په ځای کړو !
یوه میاشت په امریکا کې پاتې شوم، وروسته له دې ریاض ته لاړم، اوس هم منتظر یم، چې شپږ میاشتې پوره شي، تر څو د سر پاتې برخه مې بېرته ځای پر ځای کړي .
مخکې تر دې بې پروا وم، یوازې د دنیا په ژوند کې بوخت وم او مرګ مې په بشپړه توګه هېر کړی وو، د دنیا له ژوند سره مې بې کچې او افراطي مینه لرله، مګر اوس داسې ګڼم، چې نوی دې دنیا ته راغلی یم .
ورځې و شپې همداسې تېرېدې، هغه اوس دومره کولای شو، چې په لاره لاړ شي .
له اوو میاشتو وروسته بیا یې لیدو ته ورغلم، ګورم چې خوښ او خوشاله دی، د خپل واده بلنلیک یې راکړ .
نن هغه د نېکو عملونو په ترسره کولو او د خیر کارونو ته په لارښوونه کې تر ټولو خلک ډېر حریص او لېواله دی .