• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ناسا په جنت پسې ګرځېده خو دوزخ یې وموند

Home ژباړهناسا په جنت پسې ګرځېده خو دوزخ یې وموند
ناسا په جنت پسې ګرځېده خو دوزخ یې وموند

ناسا په جنت پسې ګرځېده خو دوزخ یې وموند

ژباړه: قاسم امیري
ناسا پدې هڅه کې ده تر څو د انسانانو لپاره له ځمکې پرته په نورو سیارو او منظومو کې هم د ژوند وړ چاپېریال ومومي، اما ناسا کله کله د داسې موندنو سره مخ شي چې نه یواځې هدف ته پکې نه رسېږي بلکې د هدف له ټاکل شوي ماهیت سره څرګند تضاد پکې موجود وي.
ناسا په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې له لمریزې منظومې بهر په سرطان نومې فلکي منظومه کې یوه سیاره ومونده چې د خپل جوړښت له کبله د مرموزې سیارې په نوم ونومول شوه خو په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې په همدې سیارې ځینو څېړنو په ډاګه کړه چې د دې سیارې اټموسفیر له سیانیډ هایډروجن څخه جوړ شوی، سیانیډ هایدروجن هغه خطرناک او مهلک غاز دی چې په امریکا کې د جنګي مجرمینو د تر ټولو سختې شکنجې لپاره کارول کېږي او د نازیانو لخوا د یهودانو او مخالفینو د عامه وژنې لپاره په دویمه نړیواله جګړه کې په پراخه کچه وکارول شو.
د دې سیارې هوا نه یوازې د انسان د تنفس لپاره مناسب نده بلکه وژونکې هم ده. له بلې خوا په همدې سیاره کې د کاربن اکساید او کاربن مونو اکساید موادو څخه ډک رودونه بهیږي.
د امریکایي او فرانسوي ګډ پلاوي د موندنو په بنسټ چې په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د Astrophisical Journal Leter کې خپاره شول ښیي چې: د دې سیارې په باندینۍ سطح کې ګرافیټ او نننی جوړښت کې الماس کارول شويدي.
دا (دوزخ نومې) سیاره هم د ځمکې پشان پخپل محور او د لمر په چاپېر راګرځي خو پدې توپیر چې د ځمکې په پرتله ۶۰ ځله لمر ته نږدې موقعیت لري. د دې سیاري داخلي تودوخه ۲۰۰۰ سانټي ګرید ته رسیږي. د دې سیارې جوړښت او ځانګړتیاوې په دیني کتابونو کې د دوزخ د ذکر شویو ځانګړتیاؤ سره ورته والی لري؛ په همدې خاطر د دوزخ په نوم نومول شوېده!
سرچینه: نشنل جیوګرافیک

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د انسان د مغز په اړه نوې موندنې او زړې انګېرنې

د انسان د مغز په اړه نوې موندنې او زړې انګېرنې

May 4, 2016

ژباړه: قاسم امیري مغز د انسان په بدن کې تر[...]

په ودانیزو چارو کې د ځينو ودانیزو توکو او پارامترونو په اړه ځينې ناسمې انګېرنې

په ودانیزو چارو کې د ځينو ودانیزو توکو او پارامترونو په اړه ځينې ناسمې انګېرنې

Apr 19, 2016

لیکنه: قاسم امیري ځینې انجنیران او په ساختماني چارو کې[...]

د وړانګو په چټکتیا کې د پام وړ کمښت رامنځته شو‎

د وړانګو په چټکتیا کې د پام وړ کمښت رامنځته شو‎

Jun 8, 2016

ژباړه: قاسم امیري فلېپيني فزیک پوهان د وړانګو (نور) د[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022