ژباړه: قاسم اميري
د ناسا ارشد څیړونکی ( آلن سټیفن) وایي: په راتلونکې یوه لسیزه که به له ځمکې ور هاخوا په نورو سیارو او ستورو کې د ژوندیو موجوداتو د شتون په اړه په کافي اندازه شواهد او مدارک تر لاسه او خپاره شي. ښاغلی سټیفن وایي: لېرې نه ده چې تر راتلونکو ۲۰ الی ۳۰ کلونو د نوموړو حیه موجوداتو په اړه په کافي کچه قطعي او فزیکي شواهد هم ترلاسه شي. سټیفن همدا راز زیاتوي: پدې ترتیب سره به د خلکو هغو پوښتنو ته هم ځواب ووایو چې له زرګونو کلونو پدې خوا مو د دوی ذهنونه پرې مغشوش ساتلي وو.
یو څه چې د ښاغلي سټیفن په څرګندونو کې ښکاري دا دي چې د امریکا دولت د ځینو نامالومو دلایلو په بنسټ له ځمکې د باندې د ژوندیو موجوداتو د شتون راز پټ ساتلی وو. اوس چې ناسا پخپله پدې اقرار کوي چې د ځمکې پرته په نورو سیارو کې هم د ژوندیو موجوداتو آثار شته؛ د ځینو هغو ساینس پوهانو لاره هم خلاصه کړه چې تر اوسه یې خپل تحقیقات د ناسا د مخالفت په وجه پټ ساتلي وو. ویل کیږي چې ویلیم کوپر ( د ناسا پخوانی کاکوونکی او څیړونکی) هم د امریکا دولت لخوا پدې خاطر په مرموز ډول ووژل شو چې غوښتل یې پدې اړه خپلې موندنې د ناسا د اجازې پرته په ډاګه کړي.