– د تصوف عالمونه
– مجيب الرحمن اميري
– اسلامي تصوف او فلسفه د وجود د طبقاتو پر تعدد عقيده لري، د دوى په اند عالمونه څلور دي او په لاندې ډول دي: (ناسوت، لاهوت، جبروت، ملكوت )
۱ – ناسوت يا د طبيعت عالم:
ناسوت له ( ناس ) نه راوتلى او د انسان يا انساني عالم مانا وركوي او مادي نړۍ په كې شاملېږي، له لاهوت سېره يې توپير په دې كې دى، چې لاهوت له مادي نړۍ سره كار نه لري، خو ناسوت، چې د انسان، بشري فطرت، انساني طبيعت، شريعت، عبادت او خيال په مانا دى، نو له مادي نړۍ سره سر و كار لري.
ناسوت ته د حركت، زمان او مكان او مادې عالم هم وايي، په بله وينا د طبيعت يا محسوساتو او د دنيا عالم دى.
په ( فرهنگ اصطلاحات عرفاني ابن عربي ) كې راځي: له ناسوته هدف انساني فطرت يا تومنه ده. لومړى نصاراوو د عيسىٰ ( ع ) لپاره دا كلمه استعمال كړه او ويې ويل: لاهوت د ناسوت په بڼه او څېره څرگند شوى او مادي ناسوتي جامه يې اغوستې ده. بل ځل د شيخ شهاب الدين سهروردي له خولې راووته او بيا په تصوفي نړۍ كې د هغه متصوفو پيروانو په ښه توگه وپاللـه. د طبيعت دا لومړى عالم هغه عالم دى، چې د ظاهري حواسو په مرسته د درك وړ دى. دا عالم د مادي جسمانياتو عالم دى، له جسم نه مراد هغه څه دي، چې درې گوني بعدونه ولري. دې عالم ته د مُلك عالم او د شهود عالم هم وايي. د انسان د پېژندنې مدارج له همدې عالم نه پيلېږي. ځينې حكيمان وايي، كه موږ دغه عالم نه واى درك كړى، نور عالمونه مو نه شواى اثباتولاى.
دا هغه عالم دى، چې سالك يې په كې وحدت الشهود ته رسېږي. وحدت الشهود هغه پړاو دى، چې سالك د حق د وجود د عظمت په رويت، متناهي موجودات د اعتنا وړ نه بولي او درك كوي يې.
بايد ووايو، لومړنى سړى چې انسان يې ناسوت وباله او د ناسوت كلمه يې په خپله شاعرۍ كې وكاروله، حلاج و، تر ده وروسته بيا ابن عربي او پيروانو يې د انسان د مقام په اړه استعال كړې ده.
۲ – لاهوت يا د الوهيت عالم:
لاهوت د فعلوت په وزن ويل كېږي او مصدر دى، چې له ( لاه ) نه راوتلى دى او اصل كلمه ( الله ) دى، چې له ( ليه ) نه اخيستل شوى او ( ليه ) د اغوستلو او په پرده كې د نغاړلو مانا وركوي. د لاهوت عالم چې له الاه يا الاهي عالم څخه مشتق شوى، هلاج ورځنې ډېره يادونه هم كړې ده او پر وړاندې يې د ناسوت عالم دى. ربوبي عالم هم ورته ويل كېږي او په پارسي كې د جانان په عالم سره هم يادېږي.
دا عالم د غيب له عالمونو لومړنى عالم دى، د توكل عالم يې هم بولي، همداشان لاهوت هماغه واجب الوجود يا خداى ( ج ) دى او د خداى ( ج ) ذات تر گردو لوى عالم دى، هغه مطلق بې حده او بې حصره او پر ټولو كمالي صفتونو مستجمع ذات دى او پر ټولو عالمونو باندې محيط او واكمن دى.
د لاهوت عالم د الٰهي پوهې يا الٰهي حكمت او لاهوتيب د الٰهيت مانا وركوي. سالك په دې مقام كې دا درك كوي، چې د انسان اراده د الهي ارادې په چوكاټ كې ده، نو نه پر ځان متكي دى، نه له الله پرته پر بل څه ډاډينه لري او نه له بل چا نه مرسته غواړي، چې ( اياك نعبدو واياك نستعين ) د لاهوت له عالم نه په تېردو سره سالك د انساني ارادې د فنا او په الٰهي ارادې د بقا مقام ته رسي.
د ارادې فنا په دې مانا ده، چې شخص خپله اراده د خداى تر اردې لاندې راولي او خپله نفساني اراده په الٰهي اراده كې محوه كوي، يانې درك كوي، چې ټولې ارادې په الله( ج ) پورې اړوندېږي.
د الوهيت يا لاهوت عالم، هغه عالم دى، چې كله يې په اړه دا هم ويل كېږي، چې له عقل او عقلي برهان پرته د اثبات او درك وړ نه دى، كه څه عارفان د هغه د شهودي درك مدعيان دي.
عارفان ادعا كوي، په خپل سلوك كې، چې د عرفاني شهود په ترڅ كې يې ترلاسه كوي، داسې يوه مقام ته رسي، چې د لاهوت له عالم څخه بهر ارتباط ولري او اراده يې د الٰهي ارادې په چوكاټ كې وي. دا عالم تر گردو لوى عالم دى او پر نورو ټولو عالمونو باندې محيط دى، مانا دا چې د ټولو عالمونو قوام په هغه پورې تړلي او ټول عالمونه د دغه سپېڅلي ذات مظهر گڼل كېږي.
د يادونې ده، چې د الوهيت تر عالم پورته بل عالم نه شته، ځكه لاهوت عالم يو نامحدوده عالم دى او هېڅ شى نه شي كولاى نامحدود په غېږ كې ونيسي، د واجب الوجود لپاره د مثل وجود متصور نه دى، مافوق او محيط خو پر ځاى پرېږده.
۳ – د جبروت يا عقول عالم:
دې عالم ته د روح عالم او له مادې او صورت څخه متجرد عالم هم وايي. په فارسي كې يې د جان عالم بولي. دا د مانا عالم دى، چې ځاى او مقام يې د ملكوت تر عالم پورته دى.
د جبروت عالم تر لاهوت لوړ او تر ملكوت ټيټ دى، د غيب د نورو عالمونو غوندې د ظاهري حواسو د درك له دايرې بهر دى او پر روحي او عقلاني قوې يا د وحې په گزارش سره پېژندل كېږي.
په كشف الغات كې راځي: د سالكانو په اصطلاح جبروت د وحدت مرتبې ته وايي، چې محمدي حقيقت دى او د صفاتو په مرتبې پورې تعلق لري، بل ځاى وايي، د صفاتو مرتبې ته جبروت او د اسماء مرتبې ته ملكوت وايي. صوفيان يې د كروبيان عالم بولي، يانې چې په هغه كې له الٰهي ارادې پرته، بله اراده واكمنه نه وي، يانې يوازې الٰهي اراده پرې واكمنه وي. د ابوطالب مكي په عقيده، جبروت د عظمت يا لويۍ عالم دى، چې منظور ورنه عالم اسما او الٰهيه صفات دي او د ډېرو پوهانو په عقيده منځنى عالم دى.
په ( كشاف اصطلاحات الفنون ) كې بيا داسې راغلي: د مجمع السلوك له مخې، ملكوت د شرعې په اصطلاح كې له عرشه بيا د ځمكې تر تله ټول مادي او معنوي څيزونه او اعراض چې د عرش او ځمكې ترمنځ دي، په ملكوت كې راځي او جبروت بيا تر ملكوت هاخوا يا ماسويٰ دى.
په دهخدالغتنامه كې داسې راځي: د جبروت لغوي مانا لويي يا كبر ده، دا كلمه له آرامي ژبې عربي ته راغلې او د خپلواكۍ او احتشام په مانا ده.
فرهنگ اصلاحات عرفاني بيا راوړي: جبروت د ( ج ) او د ( ب ) په زور د كبر و لويۍ مانا لري او باالقوه عالم ته وايي.
د ديلمي په وينا ځينې بزرگان وايي، تر هغو چې انسان ژوندى وي، د خپلې ارادې څښتن وي، خو كله چې د ملكوت عالم ته واوړي، نو خپل اختيار له لاسه وركړي او د څښتن ارادې ته غاړه كېږدي، په دې توگه يوازې الهي ارادې ته گوري او له هغه پرته هېڅ څه نه شي كولاى. ميافقيرالله جلال ابادى د وحدانيت له دايرې څخه د وحدت تر دايرې پورې جبروت بولي، خو ځينې بيا د وحدانيت پړاو او مرتبې ته جبروت وايي.
۴ – د ملكوت يا مثال عالم:
ملكوت د مطهرينو او پرښتو عالم دى. د ملكوت عالم ته د برزخ، خيال او د قلب عالم هم وايي. دا د طبيعت د عالم لوړه مرتبه ده؛ ځكه دا عالم له مادي عالمه مجرد دى؛ حركت، تغيير او زمان نه لري. د ( ملكوت) كلمه له ( ملك ) څخه اخيستل شوې او ( واو ) او ( تې ) د مبالغې په توگه ورباندې داخل شوي. د اسمانونو ملكوت يانې د هغوى په نسبت د خداى تعالى مطلق او حقيقي مالكيت او د ملكوت مشاهده، يانې د خداى تعالى ته د انتساب له مخې د شيانو مشاهده او مكوتي ديد، يانې په هستۍ كې د توحيد درك او د شرك باطلوالى.
د مثال يا ملكوت عالم د ناسوت او جبروت ترمنځ عالم دى. دا چې دغه عالم له قوې، حركت، زمان او مكان څخه خالي دى، خو له ابعادو څخه بيا خالي نه دى، دغه عالم جسماني دى، خو مادي نه دى. كله هم د دغو دوو عالمونو پر وجود د تحليل له مخې د انسان هويت استدال شوى دى، په دې شكل چې د انسان يوه مرتبه طبيعت دى، بله مرتبه يې خيال او مثال او درېيمه هغه يې عقل ده. تركومه ځايه چې موږ پوهېږو، د طبيعت عالم نه شي كولاى، تر ځان غوره او لوړ عالم منځته راوړي، نو په حقيقت كې د انسان د وجود يوه مرتبه د مثال په عالم پورې او د هغه د وجود بله مرتبه د عقل په عالم پورې تړلې ده
سالك عقيده لري، چې دغه عالمونه يو په بل پسې كولاى شي مكاشفې ته ورسېږي. د دغې مكاشفې ميزان او قدرت د عارف د مقاماتو پر بنسټ متفاوت دى.
سالك دغه عالم ته په ننوتو سره د طريقت تر گردو لوړې مرحلې ته، چې ( يقين ) دى رسېږي. په دې مقام كې سالك په اخلاق الله باندې متخلق كېږي. همداشان په دې مقام كې سالك ټول كمالي صفتونه د خداى ( ج ) وصف بولي او په دې مقام كې معرفت ترلاسه كوي او لقاالله ته رسېږي.
اخځليكونه
۱ – فرهنگ اصطلاحات ابن عربى، ډاكتر گل بابا سعيدي.
۲ – دهخدا لغتنامه، ۵، ۱۳، ۱۴ ټوكونه.
۳ – د حاجي جمعه باركزي ديوان، د پوهاند عبدالشكور رشاد سريزه او وييپانگه.
۴ – http://lahut.blogfa.com .
۵ – رسالة في اعتقادالحکماء تاليف شيخ شهاب الدين سهروردي، 270 مخ.
۶ – غلام حسین مصاحب، دائرة المعارف فارسی، 2 ټوك، 1653 مخ.
ماهنامه آموزشى، اطلاع رسانى معارف، ۱۳۵۸ كال، ۳۸ گڼه.
[review]