لیکنه: ډاکټر محب الله زغم
ځينې ماشومان ارام او ځينې يې ډېر ژړاند وي. ژړا د ماشومانو ژبه ده. دوى د ژړا په واسطه خپله لوږه، تنده، درد، رنځ، وېره او نور احساسات بيانوي. ميندو ته په اول سر كې مشكله وي چې د ماشوم د ژړا علت ومومي. البته د وخت په تېرېدو سره مور د ماشوم د ژړا له ډوله د هغه په مطلب پوهېداى شي. ماشوم چې نوكى غټ شي، د لوږې لپاره يو رقم ژاړي. چې ټوكر يې لوند وي، بل ډول او كه يې په نس درد وي، بيا په بله بڼه ژاړي. كه مور ورته ځير شي، پرې پويه به شي چې هغه څه غواړي. كه د ماشوم د ژړا پر علت پوه نه شوئ؛ نو دغه لېست به يې په موندلو كې درسره مرسته وكړي.
۱. لوږه
۲. لوندوالى
۳. خوب
۴. غواړي چې په غېږ كې يې ونيسئ
۵. د معدې تكليف به لري
۶. ټېغ به يې بند وي
۷. ډېره يخني يا زياته ګرمي به وي
۸. د بدن يو ځاى به يې په تكليف وي
۹. غاښونه به يې راوځي
۱۰. بهرني تحريكونه به زيات وي
۱۱. بهرني تحريكونه به لږ وي
۱۲. ماشوم به ناروغ وي
پورتنى لېست د علتونو د پېښېدو د ډېروالي پر اساس جوړ شوى، يعنې لوږه د ژړا تر ټولو لوى او ډېرپېښى علت دى او همداسې تر دوولسمې شمېرې پورې د علتونو د پېښېدو فريكونسي وار په وار سره كمېږي.
۱. لوږه: كه ماشوم ژاړي، اول يې بايد لوږې ته فكر وشي. ميندې كولاى شي چې د لوږې نورې نښې هم وپېژني. مثلاً وږى ماشوم شونډې چړپوي، چې په غومبوري يې ګوته ووهې، هماغه خوا ته مخ اړوي، خپلې ګوتې يا لاس په خوله كې وهي، كه يې مخ ښكل كړئ، خوله وازوي او ستاسو خولې خوا ته يې خوځوي. ممكن ماشوم د نورو نښو په واسطه هم خپله لوږه اظهار كړي.
۲. لوندوالى: لوند ټوكر يا پمپر ماشوم ځوروي. ځينې ماشومان تر ډېره وخته پورې لوند ټوكر زغملى شي؛ خو ځينې نور بيا ورته ژاړي. كه مو ماشوم ژاړي او وږى نه دى، ټوكر يې وګورئ او كه لوند يا چټل و، بدل يې كړئ.
۳. غواړي چې ويده شي: كه مو ماشوم موړ وي، ټوكر يې بدل شوى وي او بيا هم ژاړي؛ نو خوبولى به وي. خصوصاً كه ارږمى وباسي. كه داسې وي؛ نو په غېږ كې يې ونيسئ، ټپ ټپ يې كړئ او للو للو ورته ووايئ، ماشوم به ژر ويده شي. ځينې ماشومان له تړل كېدو سره روږدي وي، چې خوب ورشي تر هغو پورې ژاړي چې ويې تړئ.
۴. غواړي چې په غېږ كې يې ونيسئ: ماشوم هيله لري چې ډېرى وخت د مور يا د پلار په غېږ كې تېر كړي، د هغوى مخونو ته وګوري، اواز يې واوري او د هغوى د زړه درزا ته غوږ كېږدي. ماشوم ان د مور او پلار بوى هم پېژني او خوند ځنې اخلي. ممكن تاسې ووېرېږئ چې كه ماشوم ډېر په غېږ كې ونيسئ؛ نو هغه به ډېر نازولى او بداموزه شي؛ خو د عمر په لومړيو څو مياشتو كې داسې نه كېږي.
۵. د معدې تكليف به لري: باد، قولنج، قبضيت او د نس درد ماشوم ژړوي. كه تر تي وركولو وروسته سم له لاسه ماشوم ژاړي؛ نو ممكن په نس كې يې باد يا قولنج وي. د باد د ايستلو لپاره ماشوم ستوني ستغ واچوئ، پښې يې لكه بايسيكل چې ځغلوي، كرار كرار وروسته وړاندې وخوځوئ او نس يې وسولوئ. د قولنج لپاره په درملتونونو كې دوايي (دقولنج ضد څاڅكي) پيدا كېږي؛ خو بايد د ډاكتر له اجازې پرته ورنه كړل شي. قبضيت، له شيدو سره حساسيت، د لكتوز نه زغمل (لكتوز يو ډول قند دى چې په شيدو كې وي) او د كولمو بندښت هم د نس د دردونو سبب ګرځئ چې له ډاكتر سره بايد پرې مشوره وشي.
۶. ټېغ به يې بند وي: كه ماشوم له تي خوړلو وروسته ژاړي، ممكن ټېغ يې بند وي. ماشوم د تي د رودلو پر مهال هوا هم تېروي، دغه هوا كه په معده كې پاتې شي؛ نو ماشوم به ځوروي. د دې لپاره چې ټېغ ووهي، په غېږ كې يې نېغ ونيسئ، څټ يې وسولوئ يا يې ټپ ټپ كړئ. د ټېغ په وهلو سره به يې ژړا ارامه شي.
۷. ډېره ګرمي يا زياته يخني به وي: نو زېږي غواړي تاوده اوسي. كه د كاليو د بدلولو يا د ټوكر د بدلولو پر وخت يې يخ وشي؛ نو وبه ژاړي. ماشومان د ګرمۍ په خاطر ژر نه ژاړي؛ خو د يخنۍ په وجه ژر عكس العمل ښكاره كوي. په ياد ولرئ چې بايد په هر موسم كې د ماشوم كالي د تاسو تر كاليو يو بالا وي. كه تاسې په يوه كميس كې هوسا يئ؛ نو ماشوم ته بايد دوه ورواغوندئ.
۸. د بدن يو ځاى به يې په تكليف وي: كله كله ويښته د ماشوم په ګوته كې داسې سخت تاوېږي چې وينه يې بندوي او د شديد درد سبب ګرځي. ځيږه ټوكر يا كالي او يا د كاليو لېبل ماشوم په عذابوي او ژړوي يې. د پتلانه يا نيكر لاسټيك هم كه ډېر ټينګ وي د ماشوم نس ورخوږوي. ځينې ميندې ماشوم په سوزني باندې ډېر كلك تړي، دا هم د ماشوم د ناارامۍ او ژړا يو علت كېداى شي. په افغانستان كې خصوصاً په كليو كې ورږې، كټمل، مياشې او نور حشرات ډېر دي، كه ماشوم څه شى چيچلى وي؛ نو له ژړا پرته به بله چاره نه لري.
كه ماشوم ژاړي او پورته ياد شوي علتونه مو ونه موندل؛ نو ټول بدن يې وپلټئ، چې كوم ځاى خو به يې خوږ يا تر فشار لاندې نه وي.
۹. د ماشوم غاښونه به راوځي: د ماشوم لومړنى غاښ ممكن د عمر له څلورمې تر اوومې مياشتې پورې راوځي؛ خو تر دې هم وختي راوتلى شي. اكثر ماشومان د غاښ ايستلو پر مهال ناارامه وي او ژاړي. په صابون باندې پاكه پرېمينځلې ګوته مو د ماشوم پر وريو تېره كړې، ممكن د نوي غاښ كلكه تېره څوكه مو په ګوته ولګېږي. كه ماشوم ډېر ناارام وي؛ نو له ډاكتر سره په مشوره يې علاج وكړئ.
۱۰. بهرني تحريكونه به زيات وي: ماشوم له بهرنيو تحريكونو زده كړه كوي، رڼا، اواز، بوى، رنګ او نور شيان ماشوم ته په زړه پورې وي. دغه شيان د ماشوم ذهن تحريك كوي او محيط ورپېژني؛ خو كه دغه تحريكونه له حده زيات وي؛ نو د ماشوم ماغزه يې نه شي تحليلولاى، همدا وي، چې ماشوم په ژړا شي. كه داسې وي؛ نو ماشوم ارام محيط ته يوسئ.
۱۱. بهرني تحريكونه به ډېر كم وي: ځينې ماشومان ډېر فعاله وي. دوى غواړي ډېر څه وګوري، زيات اوازونه واوري، ډېر شيان لمس كړي او ډېر څه زده كړي. د داسې ماشومانو ژړا يوازې هله كرارېږي چې له كوټې يې د باندې انګړ ته يا كوم باغ، ژوبڼ، پارك او نورو تفريح ځايونو ته يوسئ.
۱۲. ماشوم به ناروغ وي: كه د ماشوم د ژړا لپاره نور هېڅ دليل ونه موندل شو او ژړا يې هم د لوږې له ژړا توپير درلود؛ نو د بدن حرارت يې وګورئ چې تبه خو به يې نه وي؟ سترګې يې وګورئ چې سرې خو به نه وي؟ غوږونه يې وګورئ، ممكن ګزك يې كړى وي. پوزه يې بهېږي كه نه؟ كه دا يا د ناروغۍ نورې نښې په كې وينئ؛ نو ژر تر ژره يې ډاكتر ته ورولئ.