ليکنه: عبدالصمد (بهير)
ناټوپرنړۍ کې داسې ځواک غواړي چې پرټوله نړۍ باندې ځواکمن وي اوهر ه سيمه اوهېواد يې تر لاس لاندې وي ، ناټو پرټوله نړۍ خو په ځانکړي توګه پر منځنۍ آسيا پر طبعي زيرمو ډېر ستر نظر لري ، دوی چې کله وغواړي کوم هېواد ونيسي دري ياڅلورکاله وړاندې ورته نقشه برابروي ورورسته ورباندې حمله کوي .
چې ښه بېلګه يې عراق او افغانستان دي ، په ۱۹۹۱کال کې عراق پر کويټ بريد وکړ اوپه څوساعتونوکې يې ونيوه ، وروسته بيا صدام حسين علان وکړ چې کويټ دعراق يوه برخه ده امريکا ورته له وړاندې پلان برابر کړی وه خووخت ته يې کتل څه وخت وروسته امريکا ټولو عربي هېوادونو ته پوځونه وليږل ، اوپه ۲۰۰۳ زيږديز کال کې يې مستقم پر عراق بريد وکړ اودصدام حسين يوځواکمن حکومت يې رانسکور کړ په عراق کې يې داسې درز غوبل شروع کړچې ټول ښارونه يې ورته لوټې لوټې کړل اوپه مليونونو انسانان يې تر خاورو لاندې کړل .
راځوافغانستان ته ! داسامه بن لادن ديونږدې ملګري مرکه را اخلو چې اصلآ د سي آی آې له وفاداروغړيوڅخه دی دامرکه حماد صيب ژباړلې ده چې دوه دليلونه يې زه اړين بولم .
دی خپل نوم رمزي معرفي کوي دی وايي په ۱۹۹۹ کال کې يوه پېښه مې تراوسه په ياد ده دامهال له استخباراتو سره زماد کار يوکال پوره شوی وه ، له ابومصعب الزرقاوي سره په کابل کې د القاعدې د يومصري مشر دواده وليمه وه ابو حفص المصري هم راغلی وه په دې وليمه کې نږدې څلوږېښت تنه جهادي مشرانو لکه
طاهر جان مشهورپه طاهريلداش د ازبکستان د اسلامي خوځښت مشر مصطفي ابو اليزيد دډوډۍ پر مهال ابو حفص المصري له جېبه څه پاڼې راويستې اوزياته يې کړه زه د هغه خبرې کټ مټ رااخلم ، اې ځوانانو داد يوشتمې پيړۍ لپاره د امريکا پروژه ده تر سرليک لاندې عبربي ژباړه ده ، دا تېر کال بېل کلېنټن لپاره چمتوشوې ده له نوموړي څخه غواړي چې پر عراق دبريد لپاره چمتو شي .
ابوحفص په همدې وخت کې زياته کړه ، داژباړه په امريکايي رسنيو اوانټرنټ کې موندلی شي داکومه محرمه مسوده نه ده له ولسمشر کلېنټن څخه غوښتل شوي دي چې عراق کې د صدام حسين حکومت ړنګ او عراق په سيمه کې د ولسوالۍ مخبېلګه او دامريکا د نفوذ ساحه شي .
يوشتمه پړۍ بايد دامريکا يې پيړۍ وي د ابوحفص د خبرو له مخې په دې متن کې ډيک چيني ، بول ولوتيز، ډونالد، رامسفېلډ ، جورج بوش او کونډاليزرايس لاسليکونه کړي وه ، وړاندې له دې چې په ۲۰۰۱ز کال کې واک ته ورسيږي .
ابو حفص زياته کړه، ولسمشر کلېنټن ورته وويل :
واشنګټن به بله جګړه ونه کړي اونه به پر کوم هېواد بريد وکړي ځکه د جاپان دبېرل هاربر په څېر کومه نړيواله پېښه نشته په هغه پېښه کې ۲۲۷۰ امريکايان وژل شوي وه
ابو خفص وويل موږ به -بېرل هاربر) ورکړو داخبره يې تکراره کړه ابو مصعب الزرقاوي دټوکي په دود وويل .
موږته په کار دي چې د دې کار دکولو لپاره د جاپانيانو په څېر درې ، جنګې بيړۍ ترلاسه کړو ،
ابوحفص ورته وويل شونې ده چې څلور الوتکې ولرو ولې نه ، زياته يې کړه موږ دا توان لرو چې څلورالوتکې واستوو ، د سپټمبر پېښو داڅرګنه ده کړه چې دوی څلور الوتکې يادولي نه څلور بيړۍ ، داخبرې د ډوډی په سره وې نه په کومه رسمي غونډه کې ، داد دې ښکارندويې دي چې القاعدې کوم پلان لاره خو هيچا داباور نه کاوه چې دابه د سپټمبر د پېښو په کچه وي .
بل دليل د ۲۰۰۱ز کال په جولای کې زه په کندهارکې وم هلته مې دوې مياشتې تېرشوې وې ، رمزي وايي هغه مهال ما اروپاته د تګ لپاره ځان چمتو کاوه يوکس چې ماسره په کوټه کې يوځای اوسيده راغی او راته يې وويل ،ابوحفص دې غواړي ؟
کله چې ورغلم راته يې وويل کله لندن ته سفر کوي ماورته وويل درې ورځې وروسته د کراچۍ څخه پروازلرم .
داخبره دسپټمبر له پېښې څخه نهه اونۍ وړاندې شوې ده .
بيايې وروسته راته وويل چې څلورو کسانو ته به زماپيغام روسوي زمالاس يې ټنګ کړ اوزياته يې کړه ، ستره پېښه به وشي که چيرې وشوه بيا د دې شونتيا ده چې پرافغانستان به بريد وشي ، ماورته وويل چې دابه ۱۹۹۸ز کال د کروز توغنديو يوبريد وي ، راته يې وويل له دې هم ستر او افغانستان به دجګړې ډګر وي ځکه خو زه غواړم
چې درته ووايم .
ماداټو معلومات استخباراتي سازمان ته ورکړل هغوی هم وويل ځينې نښې نښانې داسې دي چې يوڅه ، پېښدونکي دي خو پردي نه پوهيدل چې څنګه او چېرې ؟
ټول سفارتونه وارله مخې خبر شوي وه اودتيارسۍ په حال کې وو.
اټکل داوه چې القاعده به په بحرين يا جبل طارق کې دامريکاپنځه سمندري بيړۍ په نښه کوي ، ځکه خو ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي وه (م ۶۸، ۶۹)
خو داهرڅه بياوروسته په ډاګه شول چې القاعدې د امريکاپه لوړپوړو ودانيو بريدونه وکړل ، امريکا ته يوه ښه پلمه جوړه شوه وار له مخه يې پر افغانستان بريدوکړ او دطالبانو حکومت يې رانسکور کړ ، او د دوی په خوښه داسې حکومت رامنځته شو چې تراوسه پورې مو ښه ورځ نه ده ليدلې .
راځو اصلي موضوع ته امريکا په سيمه اونړۍ کې درې عمده موخې لري .
لومړی : له اسرايلو څخه داسې ځواک جوړول چې هميشه په عربي هېوادونو اوپه ځانکړي توګه په فلسطين برلاسي وي .
دوهم : د منځنۍ آسياپر طبعي زيرمو غازو ، تيلو اوداسې نورو معدني موادو لاسته راوړل او واکمن کيدل .
دريم : هغه هېوادونه چې له دوی سره دناټو په چوکاټ کې متحدين دي د هغوی په مرسته دپر مختليوهېوادونو لکه چين ، روسيه اوداسې نورو دپرمختګ مخنوی .
داد دوی يوازنۍ موخې دي، اوبل په سيمه او نړۍ کې داسې ژوند غواړي چې هميشه به دوی سپاره وي او ورسره همکار هېوادونه يې دخروپه شان بولي يعنې چېرته چې دوی وغواړي هغلته کار ترې اخلي .
راځو د دوی يوځواکمن سازمان ته چې د سي آی آې په نوم شهرت لر ي دا سازمان د امريکا د حکومت د ملا تير حثيت لري ، دوی په سيمه کې په داسې طرحو باندې کارونه کوي چې په هيڅ اسلامي ټولنه کې ورته ځای نشته ، وژنه ، ترور ، رشوت ، شراب دا د دوی په لومړي توبونو کې دي او د دوی شعار هم دې ته ورته دی
اړيې کړه ، پړيې کړه ، مړيې کړه دوی زموږ په سيمه کې همداسې کړنې کوي ، اوبيا زموږ دټولنې ځنې بې شعوره خلک ترې تمه هم لري .
اوس به راشو امنيتي تړونونو ته چې دوی يې له يو هېواد سره کوي داهم د دوی له شومو کړنو څخه يوه کړنه ده ،ناټواومتحدين يې ياهغه هېوادونه چې دناټو پکې خپل ماموريت ترسره کوي د يو لړ اصولو له مخې ځانته قانوني لاره جوړوي ، په دې ډول دوی چې هر چيرې اوسيږي دخپلې موخې لپاره د کوربه هېواد سره يوډول تړونونه لاسليک کوي ، چې ښه بېلګه يې په ۲۰۰۲ز کال کې له افغانستان سره يوډول تړون لاسليک کړ چې دافغانستان دولسمشر لاسليک هم پکې نه وه ، خو دوی د هغه وخت دبهرنيو چاروله وزيرسره لاسليک کړی وه ،بل تړون په اوسني حکومت کې ورسره لاسليک شو چې بعضي غرب پلوه ورته ډېر خوشحاله وه خو دوی يې تش په ميدان پريښودل اوځنيوخويې خپل هېواد هم پريښود ، لنډه داچې راځي نور د دې شومو تو طيو مخه ونيسو اود پرديو له اوږو لاسونه ښکته کړه ، خپله خاوره په خپل باتور او اتل ولس باندې اباده کړو .
۱۳۹۴ـ۷ ـ۲۵