ژباړه: نیاز محمد ځاځی
په لاتینی ژبه کی هغه هیوادونه چی د هیوادونو تر منځ په جنګ کی برخه نلری د Quineutarun Partiu Nsunt اصطلاح کاروی ددی اصطلاح او د بین الدول د عمومی حقوقو له مخی پخوا هغه دولت ته بی طرفه ویل کیده چی د یو یا څو هیوادونو تر منځ واقع شوی جنګ کی یی برخه نه درلوده؛ د بین المللی روابطو له مخی بیطرفی لاندی ډولنه لری.
۱: معاهدوی او اختیاری بیطرفی.
۲: عمومی او منطقوی بی طرفی.
۳: بشپړه او نا بشپړه بیطرفی.
۴: په نظامی تړونونو د نه ګډون په اساس بی طرفی.
الف: اختیاری بیطرفی:
دا ډول بی طرفی یوه داسی بیطرفی ده چی بیطرف هیواد د یوه تړون له مخی د جنګ کوونکو هیوادو څخه د یوه یا دواړو خواوو په وړاندی ځان مکلف نه بولی او د بی طرفی په غوره کولو کی آزاد وی.
ب: معاهدوی بی طرفی:
دا ډول بی طرفی د یوه دولت لخوا د یوه یا څو نورو هیوادونو سره د تړون له مخی منځ ته راځی. او دغه تړون کی دولت تعهد کوی چی د دغو هیوادو تر منځ د جنګ په مهال کی هیڅ ډول مداخله نه کوی. د معاهدی بی طرفی له مخی یو هیواد د څو هیوادونو او یا له ټولو هیوادونو سره د جنګ په مواردو کی د بیطرفی اعلان کوی چی دغه وروستی ډول ته یی دایمی بیطرفی هم وایی.
دغه دایمی بیطرفی یواځي د جنګ په وخت تر وخت پوری منحصره نه وی بلکه د سولی په وخت کی هم عملی کیږی.
ج: عمومی بیطرفی:
که چیری یو دولت د خپل هیواد ټولی برخی؛ بیطرفه سیمی اعلان کړی نو دغی بیطرفی ته عمومی بیطرفی ویل کیږی.
د: منطقوی بیطرفی:
دغه ډول بی طرفی د یوه هیواد یوه ټاکلی ساحه چاپیروی او د هیوادونو په ټولو ساحو مشتمله نه وی.
ھ: بشپړه بیطرفی:
د بشپړی بیطرفی د سیاست یو پيرو هیواد په ټولو مسایلو کی دواړو طرفو ته په یوه سترګه ګوری. او ته د بل په نسبت په لوړتابه قایل نه وی. د بشپړی بیطرفی د سیاست لرونکی هیواد باید د بیطرفی حقوق په زیر کی او محتاطانه شکل عملی کړی او داسی عمل ونکړی چی له محاربو خواوو څخه د یوی خوا د اعتراض سبب شی.
و: نا بشپړه بیطرفی:
هغه جګړی چی د ۱۸ میلادی پیړی په جریان کی پیښي شویدی په دغو جګړو کی د بیطرفو هیوادو سیاست نا بشپړ و ځکه دغه ډول هیوادونه له جګړه مارو هیوادو څخه د یوه هیواد عسکرو ته د خپلی خاوری د تیریدو اجازه ورکوله؛ او د بل هیواد هغه ته به یی نه ورکوله نو څرګنده ده چی د دغه ډول اعمالو سرته رسول د بیطرفی د حقوقو نه مغیر دی او همدا دلیل دی چی دغه ډول بیطرفی ته نا بشپړه بی طرفی وایی.
ز: په نظامی تړونونو کی د نه ګډون په اساس بیطرفی:
تر دوهمی عمومی جګړی نه وروسته نړی په دوه بلاکونو وویشل شوه شرقی بلاک او غربی بلاک.
دغه مهال ځینی هیوادونه شرقی بلاک ته او ځینی نور غربی بلاک ته تسلیم شول. ځینی نور هیوادونه بیا د دواړو بلاکونو په وړاندی د نه پابندی سیاست غوره کړ او یوه طرف ته هم تسلیم نشول.
زمونږ ګران هیواد افغانستان سره لری چی فاسد شاهی او سرداری ریژیمونه یی درلودل مګر بیا هم له پخوا نه د مثبتی او فعالی بیطرفی سیاست نه پیروی کوله.
افغانستان په لمړی نړیوالی جګړه کی ۱۹۱۴- ۱۹۱۸ م او هم په دوهمه نړیواله جګړه کی ۱۳۳۹- ۱۹۴۴ بی طرفه سیاست درلود. له دوهمی عمومی جګړی نه وروسته چی د عدم انسلاک سیاست منځ ته راغی دغو زمامدارانو له دی سیاست نه پيروی کړیده.
د ۱۳۵۷ ه ش کال د ثور ۷ نیټی پوری دغو دولتونو د بیطرفی له سیاست نه په اصلی معنی استفاده کوله.
کله چی دغه مهال روسی امپریالیزم خپل لاس پوڅي په هیواد زمونږ په هیواد مسلط کړل نو ددوی ځینو کړنو له امله د افغانستان د مثبتی فعالی او عنعنوی بیطرفی سیاست هم زیانمن کړ.
که څه هم رژیم په خوله د بیطرفی چیغی وهلی او ځان یی مستقل او وفاداره باله خو داسی نه ول او نه یی په جهانی مسایلو کی د آزاد قضاوت صلاحیت درلود او له خپلو بادارانو یی دستور اخیستلو.
د عدم انسلاک اصطلاح په دیپلوماسی کی له دوهمی نړیوالی جګړی نه وروسته رواج پیدا کړ او دغه اصطلاح د هغه هیوادونو د سیاست په باب استعمال شوه چی د دواړو بلاکونو څخه یی د پوه په باب هم ځان متعهد نه باله.
د ناپیلتوب مفهموم د سیاسی او جغرافیاوی وضعیت له مخی متفاوت دی؛ ناپیلی هیوادونه معمولا د یوی منسجمی فلسفی خاوندان ندی دوی یا د دواړو رقیبو خواوو منځنی حد منی او یا دواړو خواوو اصول ردوی؛ همدارنګه غیر منسلک هیوادونه په بین المللی روابطو کی یو خاص واک لری د مثال په ډول دوی زور زیاتی ردوی؛ د قواوو تعادل خوښوی او نور. په همدی اساس ناپیلتوب ضرورتا یوه کلی سیاسی نظریه نشی بلل کیدای پخوا په ځینو بیطرفو هیوادونو له خپل ناپیلتوب نه اخلاقی توجیه کوله خو په معموله لحاظ ناپیلی سیاست د ملی ګټو په اساس غوره کیږی.
ناپیلتوب اساسات:
۱: په نظامی تړونونو کی نه ګډون.
۲: د نظامی مرستو او وسلو نه اخیستل له دواړو خواوو څخه.
۳: دواړو خواوو ته د نظامی اډو نه ورکول.
۴: د رسمی او غیر رسمی تعهدونو نه درلودل.