ژباړه : عطا محمد میاخېل
له پنډه ډکه کیسه :
یوه ورځ ناپیلیون په دې فکر کې شو، چې څه ډول کېدای شي اسلامي هېوادونه تر خپلې ولکې لاندې را ولم ؟ او مسلمانان څنګه د فرانسې تر تسلط لاندې راشي ؟
د دې کار له پاره له یوه عرب ژباړن سره مصر ته لاړ، ترڅو څېړنه وکړي . لومړی له خپل ژباړن سره یوه مشهور کتابتون ته لاړه، خپل ژباړن ته یې وویل : له دې کتابونو څخه یو مهم یې را ته ولوله . ژباړن قرآن کریم را واخیست او دا آیت یې ولوسته :
(إِنَّ هذَا القُرآنَ یَهدِی لِلَّتِی هِیَ أَقوَمُ، (اسراء/9؛ ) .
ژباړه : دا قرآن تر ټولو سمې او ثابتې لارې ته لارښوونه کوي .
ناپیلیون له کتابتون څخه بهر شو او د قرآن عظیم الشان د پورتني آیت په اړه یې فکر وکړ. د دې ورځې په سبا دوه ځلې کتابتون ته راغی او له ژباړن څخه یې وغوښتل ترڅو د قرآن کریم نور آیتونه ورته تلاوت کړي، ژباړن قرآن مجید پرانیست او څو نور آیتونه یې ورته تلاوت کړل . درېیمه ورځ بیا کتابتون ته راغی او ژباړن د قرآن عظیم الشان څو نور آیتونه ورته تلاوت کړل .
ناپیلیون وپوښتل : دا کتاب د مسلمان ملت په منځ کې کوم ځای لري او څومره ورته ارزښت ورکوي ؟
ژباړن ځواب ورکړ : مسلمانان په دې عقیده لري، چې دا قرآن عظیم الشان دی او له آسمانه پر نبي کریم (ص) نازل شوی دی او د قیامت تر ورځې به د دوی لارښود کتاب وي .
ناپیلیون دوې جملې وویلې : یوه د مسلمانانو په ګټه او بله یې په زیان . هغه جمله چې د مسلمانانو په ګټه د دې سیاستمدار له خولې را ووته دا وه : ما له دې کتاب څخه ګټه واخیسته او داسې احساس مې وکړ : که چېرې مسلمانان د دې کتاب له جامع دستورونو څخه ګټه واخلي هېڅکله به ذلیل نه شي .
دویمه جمله دا وه : تر هغه وخته چې دا قرآن عظیم الشان د مسلمانانو په منځ کې حکومت وکړي او د دې کتاب د لارښوونو په رڼا کې ژوند وکړي، موږ ته به تسلیم نه شي، تر دې چې موږ د دوی او قرآن ترمنځ جدایي را منځته کړو .