لیکنه: عطا محمد میاخېل
ناک چې علمي نوم یې Pyrus communis او په انګلیسي کې ورته Pear وایي، جنس یې pyrus او د Rosaceae په کورنۍ پورې اړه لري؛ مخروطي ډوله شنه ژېړ ته مایله؛ خوږه غوښنه مېوه لري، چې کله یې د مېوې په پوستکي باندې سور رنګه ټکي هم تر سترګو کېږي. د مېوې د ننۍ برخه یې سپین رنګ لري او د مڼې زړو ته ورته زړي پکې شتون لري او په دوبي کې پخېږي .
ناک ډېره ښکلې، په زړه پورې ونه لري؛ چې د ونې لوړوالی یې ۱۰ مترو ته رسېږي، شنې کاچوغې ته ورته، پنځه پاڼي سپین ګلان لري، چې د پاڼو څنګونه یې ارې ته ورته بڼه لري او د پسرلي پرمهال په ونه کې را څرګندېږي .
د ناک ونه د هغو مېوه لرونکو ونو له ډلې څخه ده، چې د نامساعدو محیطي شرایطو په وړاندې له ځانه سخت مقاومت ښیي. د تودوخې په وړاندې د ناک ونې مقاومت د مڼې په پرتله ډېر زیات دی او همدا راز د ژمي د سړو په وړاندې هم د ناک ونه د پام وړ مقاومت لري، خو د مڼې په پرتله یې د سړو په وړاندې د مقاومت کچه ټیټه ده .
د ناک ګل او مېوه د دوه کلنو ښاخونو په وروستۍ برخه کې را منځته کېږي، د ښاخونو پرې کولو پرمهال باید هغو څانګو ته ډېره پاملرنه وشي، کوم چې ګلان او مېوه پکې را څرګندېږي .
د آلماني سرچینې پر بنسټ د ناک ونې د پیدایښت ځای د البرز غرونه دي، چې له هغه ځایه یې د نړۍ نورو سیمو ته لاره پیدا کړې ده .
ناک ډېره ښه مېوه ده، چې د خاصیت له پلوه لنده او یخه ښودل شوې ده، چې په ترکیب کې یې د ( B6، B2، B1، A او C ) ویټامینونه شته، سر بېره پر دې په ناک کې نورې معدني مالګې، کلسیم، فاسفورس، مګنیزیوم، پوټاشیم او اوسپنه هم شته. ادرار ډېروي، بدن وینځي او هم یې زهریات له منځه وړي، د خولې ناړې ډېروي، ځکه نو په هضم کې هم مرسته کوي .
په نړۍ کې د ناک روزنه :
د مڼې پرخلاف، چې کابو د نړۍ په ټولو هېوادونو کې کرل کېږي، د مڼې په پرتله پراخ تولید نه لري او نړیوال تولید یې د مڼې یو پر څلورمه برخه دی .
د فایو د څېړنیز لیک پر بنسټ چې په کال ۲۰۱۳ زېږدیز کې خپور شو، چین هېواد د شاوخوا ۱۶ میلیونه ټنه ناکو په تولید سره په نړۍ کې یې لومړی مقام خپل کړ، چې له دې وروسته په ترتیب سره د آیټالیا، امریکا، ارجنتاین، اسپانیا، ترکیه، سویلي افریقا، هالیند، هند او جاپان هېوادونو دویم تر لسم مقامونه یې خپل کړل .
په هر ۱۰۰ ګرامه ناک کې لاندې مواد شتون لري :
۱ ـــ انرژي ……………………………………………………… ۵۵ کیلو کالوري
۲ ـــ اوبه ………………………………………………………… ۸۳ ګرامه
۳ ـــ کاربو هایډرېټ …………………………………………….. ۱۲ ګرامه
۴ ـــ پروټین …………………………………………………….. ۰/۶ ګرامه
۵ ـــ فاسفورس ………………………………………………….. ۱۲ ملي ګرامه
۶ ـــ اوسپنه …………………………………………………….. ۰/۳ ملي ګرامه
۷ ـــ غوړ ………………………………………………………. ۰/۵ ګرامه
۸ ـــ پوټاشیم …………………………………………………….. ۱۳۰ ملي ګرامه
۹ ـــ کلسیم ………………………………………………………. ۱۰ ملي ګرامه
۱۰ ـــ مګنیزیوم …………………………………………………. ۷ ملي ګرامه
۱۱ ـــ اې ویټامین ……………………………………………… ۲۰ یونټه
۱۲ ـــ بي یو ویټامین …………………………………………… ۰/۲ ملي ګرامه
۱۳ ـــ بي دوه ویټامین ………………………………………….. ۰/۴ ملي ګرامه
۱۴ ـــ بي درې ویټامین …………………………………………. ۰/۱ ملي ګرام
۱۵ ـــ سي ویټامین ……………………………………………… ۰/۳ ملي ګرامه
د روغتیا پالانو ( ډاکټرانو ) له لید لوري، ناک ډېرې روغتیایي ګټې لري، چې په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي :
ـــ ناک د روماتېزم، نقرص او د بندونو د دردونو د ناروغانو له پاره ګټور دی .
ـــ د ناک ګل معده پیاوړې کوي، خونریزي ( وینه بهېدنه) او اسهال دروي .
ـــ د وینې فشار سموي .
ـــ د مثانې سوی او سوزاک له منځه وړي .
ـــ هغه کسان، چې په پرله پسې قبضیت اخته وي، که هره ورځ د غرمې تر ډوډۍ وروسته یوه یوه دانه ناک وخوري، نو قبضیت به یې له منځه لاړ شي .
ـــ د سترګو د پړسوب له پاره د ناک د ګل له مرهم څخه ګټه واخلئ .
ـــ ناک ژېړه تبه غوڅوي او تنده ماتوي .
ـــ د ناک زړی ( تخم ) د معدې او کولمو چینجي له منځه بیایي .
ـــ ناک، زړه، ماغزو، ینې او ټول بدن ته ځواک وربښي .
ـــ د بډوډۍ تیږې د له منځه وړلو له پاره د ناک ۵۰ ګرامه پاڼې د مڼې له ۵۰ ګرامه پوستکي سره په یوه لېتر سرو اوبو کې واچوئ او د ۲۰ دقیقو له پاره یې دم کړئ او وروــ ورو یې وڅکئ .
ـــ د ټپونو د وینځلو له پاره د ناک ونې ۵۰ ګرامه پوستکی په یو لېتر اوبو کې واچوئ او د څو دقیقو له پاره یې وخوټوئ او وروسته یې لږ لږ وڅکئ .
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.