لیکوال : ستیفن څفیګ
ژباړه: دوکتور لطیف بهاند
کله چې پېژندل شوی ليکوال تر درې ورځنيو رخصتيو او استراحت نه وروسته سهار دوخته بېرته ښارته راستون شو، نو له رارسېدو سره سم يې ځان ته په عمومي اډه کې ورځپاڼه واخيسته. د ورځپاڼې دنيټې له کتو سره سم ورياد شول چې نن دهغه د زوکړې کليزه ده. يو څلوېښتمه کليزه.دې يادونې ، هغه نه خواشينی او نه هم خوشاله کړ. د ورځپاڼې سريښناکې پاڼې يې ژر ژر سره واړولې راواړولې، ټکسي يې ونيو او ژر يې ځان کورته ورساوه. دهغه د کور خدمتګار هغه ته دهغه په غياب کې د دوو تنو د راتګ او د څو تنو تيليفونونو يادونه وکړه. په يوه پتنوس کې يې هغه ته هغه ګڼ شمېر ليکونه راوړل چې په دې څو ورځو کې هغه ته رارسېدلي وو. ليکوال په ډېرې تنبلۍ ، ورځپاڼې او مجلې وکتلې ، بيا يې ليکونه خلاص کړل ، خو په پاى کې يې نور ټول ليکونه لرې کړل او هغه ليک يې را واخيست چې تر ټولو پڼد، ورته ښکاره شو. ليک په نا آشنا کرښو ليکل شوی و .داسې نا اشنا چې ويې نه پيژانده،هغه د چا دى. خدمتګار يې ورته چاى راوړ او ده هم په څوکۍ کې ځان ښه جوړ کړ. سګرټ يې ولګاوه او د ليک سر يې څېرې کړ. دليک په پرانستلو سره ليکوال د دېرشو مخونو يو ليک چې په ښځينه ليک، په ډېرې حوصلې او زغم ليکل شوی و، وليد. دا ليک زيات يوې قلمي نسخې ته ورته و. ليکوال يو وار بيا د پاکټ منځ وکوت، نه چې کومه پاڼه يا يادښت ترې پاتې شوى وي. خو پاکټ خالي و . د پاکټ په منځ کې هم د پاکټ دمخ په شان نه د راليږونکي کومه پته، نه کوم نوم او نه کومه نښه ،هيڅ څه نه و. هغه له ځان سره وبنګېد او ويې ويل:
– عجيبه ده !
بيا يې ليک را واخيست او په لوستلو يې پيل وکړ:
– تاته ! هغه چاته چې تر مرګه به يې ونه پېژنې.
هغه په خيالو کې ډوب شو او له ځان سره يې وويل :
– کېداى شي دا دده لپاره نه وي ، خو په هر حال .
دې ليک په ده کې يوه نا اشنا تلوسه راويښه کړه او دسترګو په رپ کې يې بې ارادې دليک لوستلو ته دوام ورکړ:
بيګا زما ماشوم مړشو ، درې ورځې او درې شپې ما دهغه د نازک او وړوکي ژوند په خاطر له مرګ سره ډغرې ووهلې. تر هغه پورې چې دهغه تر ګلابو نازک بدن د تبې په اور کې سوځېده ،زه له مرګ سره لاس او ګرېوان وم، يوه شېبه هم زه دهغه له بستر نه لرې نه شومه. دهغه پرسکروتېز تندي مې د يخ ټوټې ور ايښودلې. شپه او ورځ مې دهغه ناتوانه او نا ارامه لاسونه په خپلو لاسو کې زنګول. درېيمه ورځ ماښام زما د روح توازن بدل شو، سترګې زما له ارادې پرته سره ورتلې او په پاى کې زما له ټولو زاريو سره سره هغه پټې شوې وې. څلورمه ورځ په داسې حال کې چې پر وچه لرګينۍ څوکۍ ناسته وم ، درې که څلور ساعته ويده شوې وم. په همدې لنډ وخت کې مرګي بيا خپل کار کړی و او دهغه ژوند يې له ځانه سره وړی و. اوس هغه کوچنی، نازولی، خوار ماشوم پر خپل کمکي لنډ او تنګ كټ پروت دی. هوکې کله چې زه راويښه شوم ، ما هغه همدا شان وليد ، ما له ځان سره وويل:
– هو مرګ!
هماغه شېبه مې دهغه وړې او برندې هوښيارې سترګې پرې پټې کړې ، دهغه لاسونه مې ورسم کړل ، دهغه د کټ په څلور کنجونو کې مې ورته څلور شمې بلې کړې ،خو زه له وېرې دهغه خواته کتى نه شم، ډارېږم چې هغه له ځايه وښورم، ځکه د شمې لمبې کله يو پلو او کله بل پلو درومي، خو کله کله تيارې پر ده يرغل راوړي ، راته ښکاري چې دهغه شونډې سرې دي او زه تصور کوم چې هغه مړ نه دى . داسې انګېرم چې اوس به راويښ شي ، ماته به په خپل خواږه اوسندريزه اواز څه ووايي ، خو زه پوهېږم، هغه مړ دى. زه نه غواړم هغه ته وګورم او د هيلو دخوږوالي او د مايوسۍ لمبې سره ګډې کړم .
زه پوهېږم ، ښه پوهېږم، بېګا زما ماشوم مړ شو. اوس په دې فاني دنيا کې زما يوازينى څوک ته يې، هغه څوک چې په ډېرې بې پروايۍ په ژوند لوبې کوې او هېڅکله به دا تصور هم ونه شي کړاى چې زه څوک يم؟
هو ! ته به هېڅکله ونه پوهېږې چې زه څوک وم ، هغه څوک چې هغې ته ، ته، تر ژونده هم لا زيات ګران وې. دا دي ما پر هغه مېز مې شمه ولګوله، چې زه ورته ناسته يم او تاته ليک ليکم. زه نه شم کولاى له خپل مړ ماشوم سره يوازې کېنم او له چا سره مې وير شريک نه کړم. که له تاسره يې شريک نه کړم نو له چا سره به ، زه په دې وحشتناکو شېبو کې وغږېږم او د زړه خواله به ورسره وکړم. اوس هم ته ،د تل په څېر زما له پاره هر څه يې. کېداى شي زه به سپينه نه شم درته ويلى، کېداى شي ، ته به زما په خبرو پوه نه شې ، زما خيالونه سره ګډ وډ دي ، پر ککره مې اور بل او پر تندي مې د کاڼو باران اوري .
داسې ښکاري چې تبه مې ده. کېداى شي زه به هم هغه والګي نيولی يم چې اوس کور پر کور ګرځي. دا به ښه واى چې نيولی يې واى، ځکه زه به هم د خپل ماشوم پسې تللې ومه. کله کله سترګې په ما را تورې شي او داسې انګېرم چې کېداى شي دا ليک هم تر پايه ونه شم ليکلى، خو زه هڅه کوم چې خپل ټول توان را ټول کړم او په ژوند کې يوازې يو وار همدا نن له تا سره. … زما د زړه سره! زما دسترګو توره ! هغه څوک چې په ژوند کې به يې هم ونه پېژني او پوه به نه شي چې زه څوک يم، له تاسره دزړه خواله وکړم.
نن غواړم ،له تا سره يوازې او يو په يو وغږېږم. غواړم دلومړي ځل لپاره ټول هغه څه درته ووايم چې په زړه کې مې دي. ته به زما په ټول ژوند پوه شې، په دې به پوه شې چې زما ټول ژوند په تا پورې اړه درلوده، خو ته هېڅکله په دې نه پوهېدې، دا کار به هغه وخت کېږي چې زه ومرم ، دا په دې خاطر چې ته دې ته اړ نه شي چې ماته ځواب ووايې ،خو که قسمت نور هم زما ژوند اوږد کړ، زه به دا ليک څېروم او بيا به هغه شان شونډې ګنډم چې د تل په شان او ټول عمر مې ګنډلې وې،مګر بيا هم که دا ليک ستا تر ګوتو درورسېږي، نو په دې پوه شه چې په هغه کې مړه اروا ،له تا سره غږېږي ، تاته دخپل ټول ژوند او دهغه د رازونو کيسې کوي ،د ټول ژوند ، د خپل ټول آګاهانه ژوند، له لومړۍ شېبې نه نيولې تر وروستى هغې پورې. زما له خبرو نه مه وېرېږه ! مړه اروا ، له هېڅ چا نه ،هېڅ څه نه غواړي، نه مينه، نه خواخوږي، نه خوږې خبرې، خو زه له تانه يوه هيله لرم او هغه دا چې زما د دردونو په هغو خبرو به باور کوې ،چې دلومړي ځل لپاره دهغه په اړه تاته ژبه پرانيزم .له تا نه هيله کوم چې ټول هغه څه ومنې چې تاته يې اوس وايم . زه فکر کوم هېڅ څوک به دخپل يوازيني ماشوم دمرګ په شېبو کې چاته دروغ نه وايي.
ما خپل ټول آګاهانه ژوند ، چې په ريښتني ډول ستا له ليدو او پيژندو سره پيل شو، تاپسې کتل . له هغې ورځې نه چې ته مې پيژندلى يې ، ته زما تصور او خيال وې ،خو تر نن ورځې پورې دا ټول يو تت خيال ته ورته و. داسې تت چې زما حافظه هم نه شي کولاى هغه را په ياد کړي. کله چې ته زموږ په سيمې او کوڅې کې را پېدا شوې زه د ديارلسو کالو نجلكۍ وم. زه په هغې کوڅې کې اوسېدم ، چې همدا اوس ته په کې اوسې. په هماغه کور کې چې ته به،هلته زما همدا ليک په لاس کې نيسي او لولې به يې . دا زما د ژوند وروستی الهام او تصور و. زه ستا د کور زينو ته په مخامخ کور کې اوسېدم ، خو زه پوهېږم چې ستا اوس موږ نه يادېږو. زما مور ديوه بې وزلي مامور کونډه وه، داسې کونډه چې تل به په تورو ويرمنو جامو کې ګرځېدله .زه خپله يوه داسې وړوکې ډنګره پيغلوټې وم چې دچا پام مې ځانته نه شو راګرځولى ، ځکه زموږ ژوند خو تل تت حالت درلود. کېداى شي تا زموږ نومونه اورېدلي نه وي ، ځکه زموږ په کوڅه کې خو اصلاً داسې څوک نه اوسېدل چې څوک يې په خيال کې وې او پوښتنې ته يې ورشي ، هو دا ډېر پخوا و، پنځلس، شپاړلس کاله پخوا و. نه، نه زما ګرانه دا خبري تاته کله يادېږي ؟ خو زما يې هره شېبه داسې يادېږي لکه همدا اوس ، لکه همدا نن . زما هغه ورځ او هغه ساعت په ښه توګه يادېږي چې دلومړي ځل لپاره مې ستا نوم واورېد ،هوکې دنن په شان مې يادېږي. هغه ورځ چې ما د لومړي ځل لپاره ته وليدلې، څنګه به زما هغه ورځ نه يادېږي؟ هغه ورځ چې ستا په ليدو زما دسترګو په وړاندې نوې دنيا پرانيستل شوه. اجازه راکړه چې نن ټول هغه څه درته بيان کړم چې په زړه کې مې دي. ټول له پيله تر پايه پورې. هيله لرم چې نن دې لږ تر لږه څلور ساعته وخت ماته راکړې.په ډېرې حوصلې او زغم ، په هغه شان زغم اوحوصلې ، چې ما ټول ژوند ،له تا سره مينه درلوده زما کيسه واورې.
مخکې له هغه چې ته زموږ کوڅې ته راشې ، ستا په کور کې يوه ډېره نارامه، ظالمه او کرکجنه کورنۍ اوسېده. که څه هم هغه خورا بي وزله وه ، خو دخپلو بې وزلو ګانډيو نه يې ډېره کرکه درلوده. زموږ کورنۍ هم دهغو نه خوښېدله، ځکه موږ اصلاً نه غوښتل له هغو سره اړيکي ولرو. دهغوى دکورنۍ مشر، يو نشه يي و،هغه تل خپله ښځه وهله . موږ زياتره وخت ، په نيمو شپو کې دهغو له شور ماشوره، د ميزونو، څوکيو او کپړيو د ماتېدو له آوازه راويښدو چې ددوى له کوره يې غږ راته. يوه شپه مې ښه يادېږي چې دهغه مېرمن په وينو لړلې منډې وهلې او نشه مېړه يې ورپسې چيغې او نارې سرکړې وې ،خو خلکو ددې ګواښ ورته وکړ چې پوليسو ته به يې وسپاري…… ټولو کوڅه والو په ګډه ،له دوى نه کرکه درلوده ، خو يو وخت داسې خبر راغى چې مېړه يې په غلا نيول شوى او بندي شوى دى. نو هغه وه چې نوره کورنۍ يې له شرمه بلې خواته کډه شوه او موږ ارامه شو. دوه درې ورځې د دوی د کور پر ډيوال ، د کور دکرايې ورکولو يو اعلان بند و، خو ډېر ژر دا اعلان ورک شو او اوازه خپره شوه چې کور يو مجرد، متين ليکوال په کرايه نيولى دى. هوکې دا هماغه ورځ وه چې ما ستا نوم دلومړي ځل لپاره واورېده.
دوه درې ورځې وروسته هلته، هغه کورته رنګمال، نجار او نور کار کوونکي راغلل . د کور پاکول او جوړول پيل شول.له هغو خلکو سره دجوړولو او ورانولو ډېر سامانونو وو. چا څه شي ترميمول، چا څه شي ړنګول، څوک ديوال ته ولاړ وو ، څوک هم پرچت او يو نيم هم لا په کړکيو لګيا و ، خو زما مور په دې خوشاله وه او ويلې يې چې ريښتيا هم هر څه پاى لري . موږ هم ددې نارامه ګاونډيو له غمه خداى خلاص کړو.
په هغه موده کې چې په کور کې کار روان وو، ته مې ونه شوې ليدلاى، ځکه ددې ټولو کارونو څارنه ستا يوه نوکر کوله . هغه د يو منځني ونې او پوخ عمر خاوند و. هر څه ته يې بې له شر او شوره ، په ځير او دقت سره کتل او داسې ښکارېده چې خپل يقين پرې پخوي. هر څه ته يې په خوشبينۍ کتل. هغه د پوره مسووليت احساس کاوه. سره له دې چې هغه له هر چا سره نه غږېده، خو تر نورو يې ځان لوړ نه ګاڼه. هغه زما مور ته له لومړۍ ورځې په درناوي کتل او آن،له ما غوندې وړوکې نجلى سره يې هم په موسکا روغبړ کاوه. ستا نوم هغه تل دزړه له کومې او په ډېر درناوي سره يادوه. ديوې ژورې مينې له مخې ، نه دکومې وېرې يا د مزدور او بادار د اړيکو له مخې . له همدې کبله و چې ورځ تر ورځې ستا دغه نوکر زما زړه ته را نېږدې او زما درناوى ورته زياتېده ،خو له دې ټولو سره سره زما له هغه سره وروسته له دې کبله رخه زياتېده چې هغه تل له تا سره و.
بله ورځ ته راغلې .هر څومره چې مادې خواته ،هغې خواته وکتل ، ته مې ونه شوې ليدلاى، همدې احساس په ما کې ستا دليدنې تلوسه لا پياوړې کړه. تر دريو ورځو نه وروسته ما وکولاى شول تا ووينم. ته نه شې کولاى تصوريې وکړي، چې ستا په ليدو زه څومره خوشحاله شوې وم. ته له هغه څه نه ما ته چور بل ډول ښکاره شوې، چې ما په خپل تصور کې تصوير کړی وې، ما تل تصور کاوه، چې ته به يو پوخ عينکي مهربانه سړى يې، خو کله چې ته زما دسترګو په وړاندې را څرګند شوې، ته همداسې وې، لکه همدا نن چې يې، ته نه بدليدونکي يې، پر تا دعمر تېرېدل او دکلونو ګوزارونه اغيز نه لري، دتا لذت بښوونکې، سپورتي، قهوه يي دريشي په ځان وه او دزلميانو په څېر، په ازادو قدمونو ، چې هر ګام دې دوه زينې وهلې، پاس وختلې . د تا خولۍ په لاس کې وه. ستا په اړه ،زما تصور په حيرانېدونکي ډول بدليده. ستا تازه او تانده څېره او ځليدونکې سترګې مې وليدې. که رښتيا ووايم، له تا نه ډېره وډاره شوم، دغه وېره ماته له دې کبله پېدا شوه چې ته ډېر ځوان، ښايسته اوظريف ښکارېدې. ايا دا په ريښتيا دتعجب وړ نه ده چې په هغو لومړيو شېبو کې ، ما سمدلاسه ستا دوګونه ژوند احساس کړ. ته ظاهراً نا ارامه لکه اور، بې پروا او په زړه پورې وې، خو په اصل کې ډېر جدي او سخت ګيره ، پوه ،د ښې روزنې او بې ساري معاشرت خاوند وې. زه په هماغه شېبه کې په ټولې مانا سره په دې پوه شوم چې ته ،دوه ګونى ژوند لرې، يو دې ظاهري ژوند و ،د نورو لپاره او بل دې خپل روحي اومعنوي ژوند ،چې يوازې ته پرې پوهېدې . ستا د ژوند پر دغه ژور توپير او نه راسپړېدونکي راز ،زه ،زه ديارلس کلنه نجلۍ دلومړۍ شېبې نه پوه شوم، نو هغه و چې پر تا مينه هم شوم.
پوهېږﺉ کنه؟ ها زما دزړه سره! چې ته زما لپاره څنګه په يوې معجزوي معما بدل شوې. ته ليکوال وې، تا کتابونه ليکل، ډېرو خلکو تا ته درناوى کاوه او مخې ته دې خمېدل. ته هغه څوک چې، په نااشنا دنيا کې زما لپاره يو لوى سړى وې ، يو نا څاپه ماته ځوان، زلمي او تاند وبريښدې ،داسې تاند لکه ٢٥ کلن ځوان. نه پوهېږم ،دې ته اړتيا شته او کنه ؟
دې ته اړتياشته او کنه ،چې ووايم ، له همدې شېبې نه چې ته مې وليدې، ماته زموږ په کور کې او زما دکوچنيتوب په وړې نړۍ کې ،پرته له تا بل هېڅوک او هېڅ شى دپام وړ او مينه ناک نه و. ما ديار لس کلني نجلۍ، ساده او ناخبره يوازې ستا دژوند په هکله کې فکر کاوه او بس.
ما غوښتل تا زده کړم، په تا پوه شم، ستا عادتونه ذهن ته وسپارم، ټول هغه خلک چې تا ته به راتلل هغه به مې وپېژندل. ټولو دغو چارو ستا په اړه زما زړه راښکونکې تلوسه ستړې کولاى نه شوه، برعکس دې ټولو ورځ تر ورځې ستا په اړه زما مينه زياتواله.زه په دې هم پوه شوم ،هو ،په دې هم پوه شوم چې ستا د دوګوني ژوند انعکاس په هغو کسانو کې هم ليدل کېده چا ستا کورته يې تګ را تګ کاوه. تاته ستا همزولي، ځوانان، روښان اندي، محصلين چې تا به زياتره له هغو سره ټوکې ټکالې کولې راتلل. کله نا کله به يوه نيمه بډايه ښځه هم په موټرو کې ستا کورته راتله.
بله ورځ مې وليدل چې ستا کورته د ښار تر ټولونه دلوى تياتر ستورى هم راغي ، آن داسې نجونې به ډېرې ډېرې ستا کورته راتلې چې لا په ښوونځي کې وې ، وړې ډنګرې او له دنيانه نا خبرې. په ټوليزه ډول ستا کورته ډېرې ښځې راتلې.