لیکنه : ستیفن څفیګ
ژباړه: دوکتور لطیف بهاند
ستا غلچك او كتل شېبه په شېبه پسې تودېده او ما كتل چې څنګه په سرو لمبو بدل شو ، خو څو مې چې سم ورته پام شو بيا مې زړه اور اخيستى و. ما پر ځان زور راوړ چې پوه شم بالاخره تا وپيژندم او كنه ؟ غوښتل مې په دې پوه شم تا وپيژندم كه زه بيا تا ته يوه نوې ، بالكل نوې نااشنا ښځه وم ، وينو، په ټول قوت سره زما اننګو ته منډې وهلې .ما په ډيرې پريشانۍ او سر سامۍ د خپلو انډيوالانو پوښتنو ته ځواب وايه .ته يې تصور هم نه شې کولاى چې څنګه ستا تشو كتو زه د ليونتوب درشل ته رسولې وم . په پاى كې مې تر سترګو شوې چې د سترګو په كوم نه رانيونكي رپ كې زه دهليز ته ووزم ،وروسته تر دې چې تا ګارسون سره حساب خلاص كړ ، په تلوار دې له انډيوالانو سره خداى پا اماني وكړه او ما ته دې بيا دهليز ته د تلو اشاره وكړه او پوه دې كړم چې هلته به ما ته سترګې په لاره يې. زه داسې ريږدېدم لكه څوك چې تبې اخيستې وي . ما نه شو کولاى له هغې ګبنۍ او پريشانۍ نه ځان خلاص كړم چې پر ما يې يرغل راوړى و. ما د ځان د تسل له پاره يوه كليمه هم نه درلوده . په دغه شېبه كې بخت زما يارۍ ته راورسيد او يوې تورې افريقايي جوړې په هغې مستې نڅا پيل وكړ( بوټونه يې ښه خرپول ) چې په هغو ورځو كې نوې دود شوې وه، په سالون كې د ټولو ښځو اونارينوو مېلمنو هغو ته ورپام شوو. له دې شېبې نه په ګټې زه پاڅېدم ، خپل ملګري ته ورواړندې شوم ،ورته ومې ويل چې يوه شېبه دباندې وزم او سمدلاسه ژربيرته راګرځم ، هغه و چې تا پسې درووتم.
ته د دهليز د كاليو ځوړندولو له ځاى سره نيږدې ولاړ او ماته سترګه په لار وې . كله چې زه تا ته در نيږدې شوم ، ستا مخ له خوښۍ نه ځليده . په داسې حال كې چې مسكا دې پر شونډو خوره وه، ما ته دې هركلى ووايه او زه په هماغه شېبه كې پوه شوم چې ودې نه پيژندلم . تا په ما كې نه هغه پېغلوټې ګاونډۍ ، نه هغه د لسوكالو مخكې چټه پېغله ، هوکې ،يو تن هم ونه پيژندل . ته بيا له ماسره د يوې نوې نا اشنا او نوې اشنا شوې ښځې په توګه مركه پيل كړه. زما په ليدو سره بيا په تاكې يو نوى شوق راهڅېدلى و. سمدلاسه دې رانه وپوښتل چې كوم ساعت وخت به ولرم او كنه چې ګډ يې سره تيره كړو ؟ ستا له ډاډمن او پر ځان باور غږ نه داسې پوه شوم چې تا پر ما د هغو ښځو نه د يوې ښځې ګمان كړى دى ، چې کولاى شي د يوى شپې لپاره يې په پيسو واخلې ، ما هم بې له كوم ځنډه درته وويل :
- هوكې وخت لرم.
- دا يوه څرګنده خبره وه چې مانه شو کولاى تا ته ، نه، ووايم . زه هماغه شرمناكه نجلۍ وم چې د لسو كالو مخکې په شان يوماښام ستا په تياره كوڅه كې تا ته (( هو)) ووايم ، تا ژر د پوښتنې په توګه زياته كړه ،نو كله کولاى شو چې سره وګورو؟ ما هم په چټكۍ درغبرګه كړه:
- هر كله چې غواړﺉ ، ستا پر وړاندې ما ته نه شرم پاتې و او نه حيا . زما د ځواب په اورېدو تا په تعجب او شك ما ته ،بيا هم د هغه ماښام په شان كتل چې په لومړي ځل ما تا ته هو ويلي و. تا په همدې كې په شك او ترديد ماته وويل:
- همدا اوس څنګه ده؟ او ما ځواب دركړ. درځه چې ځو. او بې له هر ډول خبرو د كاليو د كوټبندو پلو وخوځېدو، چې كالي راواخلو.
په دې شېبه كې و چې ما ته زما کوټ را په زړه شو،ماته را په زړه شول چې زما د كوټ د كوټبند نمبر زما له ملګري سره دى . اوس هغه ته ورتګ او بيا دهغه قانع کول چې بې له هغه چېرته ځم. دا ډير ګران او نه كېدونكى كار و. ما نه شو کولاى دغه خوږې شېبې چې زه يې له تا سره د تيرېدو غوښتونكې وم ،هسې بې ځايه تېرې كړم ، هسې بې ځايه له لاسه وركړم. هغه شېبې چې دا لس كاله زه ورته سترګې په لاره وم . ما رښتيا نه غوښتل هغه له لاسه وركړم. بې له هغه چې يوه شېبه وخت هم له لاسه وركړم د غاړې شال مې په اوږو واچواه او په هغې تتې تيارې او له دوړو نه په ډكې شپې كې له تا سره وخوځېدم . هوكې ! زه له تا سره په داسې حال كې وخوځېدم چې نه مې خپل کوټ راواخيست، نه مې د خپل ګران ملګري پروا وساتله ، هغه ملګري چې دا څوكاله يې زما ساتنه او پالنه كړې وه، نه د هغه چا په اړه چې دا اوس مې د پيغورونو او بد ناميو تر باران لاندې پريښود. د هيڅچا په اړه مې فكر نه كاوه. زه ليونتوب په سر اخيستې وم. ما خپل انډيوال په داسې حال كې پريښود چې اوس به ټول ورته وايي چې دوه كلنه مينه يې په يوې اشارې له پردي سره لاړه . هوكې هېڅ شي او هيڅچا نه شو کولاى ما له تا نه راستنه كړي. ما د زړه له تله هغه سپكاوى،نمك حرامي او شرم احساساوه چې ما کاوه. زه ښه پوهېدم چې زما د ملګري زړه به زما په دې كار سره څه پرهارونه خوري. دا د هغه له پاره يو مرګونى ګوزار، خو دې ټولو مفاهيمو زما لپاره خپله معنٰى ځكه له لاسه وركړې وه چې پوهېدم نن بيا ستا پر اورينو شونډو شونډې لګوم. زه نن بيا ستا نه هېرېدونكې او خوږې خبرې اورم.
اوس ډير كلونه وروسته کولاى شم تا ته ووايم، دا دي اوس چې هر څه هېر او تير شوي دى، تا ته ووايم چې ته ما ته څنګه ګران وې . هوكې داسې ګران كه د مرګ پر كټ هم پرته واى او ستا د بلنې غږ مې تر غوږو شوې واى ، زه به سمدلاسه پاڅېدلې واى او تا پسې به درخوځېدلاې واى.
موټر ستا د وره تر مخې ودرېد او موږ ستا د كور په لور وخوځېدو . ما بيا ستا غږ له نيږدې واورېد. ما ستا نيږديوالى احساس كړ. زه ستا له مينې نه، نشه نشه وم. زه بيا لكه نيكمرغه ماشوم چورليدم. داسې نيكمرغي او داسې مستي لكه زما او ستا په لومړۍ كتنه كې چې زما په برخه شوي وو. زه له لسو كالو نه وروسته بيا ستا د كور پر زينو درختم. زه نه شم کولاى تا ته د هغه څه بيان وكړم ، تا ته د هغې شېبې د دوه ګوني حالت بيان وكړم ،چې زما او ستا د تيرې او اوسنۍ ليدنې د نيكمرغيو تر منځ كرښه وباسي ،خو هر شى بالاخره په يو چا پاى ته رسېدل او زما د ژوند دهر پيل پاى هم پاى درلود.زما د ژوند پای، ته وې . د سترګو په يو رپ كې زه په دې پوه شوم چې ستا په كوټه كې په دې لسو كلونو كې ډير كم شيان بدل شوي وو. يوازې يو څو تابلوګانې نوې پېداشوې وې ، څو كتابونه ، ميزونه اوڅوکۍ او نور ټول شيان زما لپاره اشنا وو. ستا د ورځني ليك د ميز پر سر هغه پحوانۍ ګلدانۍ اېښې او په هغه كې هغه سپين ګلاب ولاړ و چې ستا د كاليزې په پرون ما تا ته درليږلي وو. ما هغه تل تا ته ، زما او ستا د هغې مينې او د هغه چا په توګه درليږل چې دادى ته يې نه پيژنې ، آن همدا اوس چې زه له تاسره وم تا زه نه پيژندم . هوكې زه له تاسره لاس په لاس او شونډې پر شونډو وم، خو تا نه پيژندم . په هر حال ، زه خو په دې خوشحاله وم چې لږ تر لږه زما ګلان خو ساتې .
په دې توګه زما د روح((زه)) الوزي او له هغه نه ستا په غوږو كې زما د مينې ستما درلګيږې. تا لاسونه رانه تاو كړل ، تا په ډير شوق او مينې له مانه لاسونه تاوول . هغه شان چې ته يې له هرې ښځې نه تاووې .په هغه شپه، زه تر چرګ بانګه له تا سره ، ستا په ګنهګاره غيږه كې پاتې شوم ، خو بيا هم تا زه ونه پيژاندم. ما په ډيرې نيكمرغۍ ستا ټوله مينه منله، خو په دې پوهېدم چې ته د مئينې او په پيسو اخستل شوې ښځې توپير نه شې کولاى . ځكه دا ټول ستا په خټه كې نغښتل شوي وو. ته له ما سره ډير مهربان ، خواخوږى او محتاط وې ، هوكې ! ته له هغې ښځې سره چې له هوټل نه دې راوستې وه، مهربانه ، شهوتناك او شوقمند وې ، لكه د لومړنۍ مينې په شان او زه ستا له دې ټولو نه داسې نشه وم، لکه سړی چې له شرابونه نشه ، نشه وم او په بې پايه نيكمرغۍ كې ډوبه وم. ډير ژر په ټول قوت لكه د همهغو لسو كالو پخوا په شان بې له كومې ځيركتيا ستا په دوه ګوني حالت پوه شوم. معنوي لوړتيا او شهواني مينه . دا ستا هغه ځانګړتياوې وې چې زه يې د پيغلوټي ماشومتوب په شېبو كې پر ځان مئينه كړې وم. ما په ژوند كې بل داسې څوك نه وليدلى چې داسې په يوه شېبه كې به پر ما داسې لاس برى شوى واى او داسې په آسانۍ سره يې زما روح ځان ته سپارلى واى … هغه شپه هم سبا شوه او موږ سهار ناوخته راپاڅېدو . تا سهارنۍ جوړه كړه او موږ په ګډه او ډيرې مينې د سهار چاى وڅښلو ،تر ډيره وغږېدو . ته بيا هم له ماسره په ډيره خوږه ژبه او د زړه له كومې غږېدې . تا هېڅكله له مانه زما د ژوند په اړه پوښتنې نه كولې . تا له مانه دا پوښتنه نه كوله چې زه څه كار كوم؟ چېرته كار كوم ؟ چېرې او څنګه ژوند كوم؟ ځكه زه پوهېدم چې زه ستا لپاره يوه تصادفي ، ناڅاپي او د يوې ورځې او له ياده وتونكې او بيا په ژوند كې په مخه نه راتلونكې ښځه وم.تا فكر كاوه چې زما او ستا دا لومړى او وروستى ديدن دى ،نو ځكه دا پوښتنې تا ته اصلاً نه پېدا كېدلې . تا د وخت تېرولو لپاره كيسه راپيل كړه او ودې ويل چې نن سبا افريقا ته په يو سفر روان يې چې دوه درې مياشتې به اوږد شي. د دې خبرې په اورېدو مې يوناڅاپي او بې خبره ويره پر زړه راواوښته . زما پر خوشحالۍ غم زورور شو او ناهيلۍ په خپلو څپو كې ډوبه كړم. زه ريږدېدم او زما په دواړو غوږونو كې دې خبرې ازانګي كولې (دكال خواري مې اوبو يوړه + نور به د سيند په غاړه نه كرم ګلونه) . ما غوښتل چې ستا پښو ته درولويږم او په زوره ، زوره چيغه كړم او درته ووايم:
– ما درسره واخله، ښه راته وګوره او ومې پيژنه . اخر څه وخت به مې ته وپيژنې ،پوهېږﺉ لس كاله كيږي چې ما او تا سره پيژنو . ښه راته ځير شه ! زه ستا يم. درياد كړه چې زه څنګه شرمجنه وم ؟ څنګه د يوې مينځې په توګه تا ته لاس په نامه ولاړه وم؟
خو په هر حال ما يوازې دا وويل چې افسوس .
تا وويل رښتيا زما په تګ خوابدې كيږې ؟
او ما ځواب دركړ:
– هوكې .
ما ډير ځنډ تا ته كتل، خو په پای کې مې حوصله ونه شو كړاى او ومې ويل :
– هغه څوك چې ما ته ګران و، هغه هم تل په همداسې سفرونو تللو .
ما بيا په پرله پسې توګه ستا سترګو ته كتل ،مخامخ مې ستاسترګو ته كتل او داسې مې انګېرله چې اوس ، اوس به مې ته وپيژنې . زه په څه تلوار او ګبڼۍ ستا ځواب ته سترګې په لاره وم. البته له ويرې ، له هغې ويرې سره چې هيله ورسره مل وه ، خو تا چې پر شونډو دې موسكا خوره شوه، ودې ويل :
– هر سفر پاى لري او بيرته راستنېدل .
او ما ژر درته وويل :
هو بيرته ستېندل او هېرول .
زما د ځواب په اواز كې د مينې او شهوت نښې داسې اورېدل كېدې چې آن ما خپله هم اورېدې، نو له دې امله تا په ډيرې حيرانۍ ، تعجب او خواږه نظر راته وكتل . پاڅېدې ، رانيږدې شوې . غيږ دې رانه چاپيره كړه او ودې ويل :
- ښه شيان او ښې چارې له هيچا نه هېريږي.
په داسې حال كې چې زما دسترګو منځ ته دې كتل زياته دې كړه :
- – تا خو چور نه هېروم .
زه پوه شوم چې ته غواړې زما څېره خپل ذهن ته وسپارې . ما داسې احساس كړه چې زما څېره به ستا په تحت الشعور كې ټول هغه څه راوسپړي چې له لسو كالوراهيسې هلته اوسي. هماغه شېبه زما په ګوګل كې بيا نارې شوې ، چې ځه بالاخره ، بالاخره يې وپيژندلې ،خو زما روح ستا په اړه له خوښۍ نه بې ځايه خوشاله و.
نور بیا