لیکنه : ستیفن څفیګ
ژباړه: دوکتور لطیف بهاند
دزړه سره !
تر سخت اخ و ډب وروسته مې په ټول توان سره ستا د كور زنګ كيښكوده . له هغې شېبې نه تر ننه پورې زه ستا د كور د زنګ هغه اواز اورم چې زما د ګوتې تر كيښكېدو نه وروسته راجګ شو او هغه خاموشي يې ماته كړه چې ستا پر دهليز او زما پر زړه خپره وه. كله چې په ما كې ټوله وينه سره شوه ، كله چې زما زړه له خپل درز هار نه پاتې شو ، ټول ځان مې غوږ ، غوږ كړ او دروازې ته مې نيږدې كړ چې ته را روان يې كنه ؟ خو ته راونه وتلې ، هېڅوك راونه وتل . داسې ښكارېده چې ته په كور كې نه وې او ستا نوكر هم كومې سودا پسې تللى و . ته پوهېږې چې ما به څه حال درلود؟ زما غوږونو ستا له مړه زنګه اواز غوښته او هغه په چيغوچيغو ورته ويل چې ته نه يې . ته نه شې کولای تصور وكړې چې زه به په کوم حال كې بېرته ،خپل خالي كورته راوګرځېدم، خو دومره مې ياديږي چې پر كوم پنډ مې ځان ورواچواوه ، ځكه زه ستا له كوره تر راګرځېدو وروسته، چې زموږ له کوره څو ګامه لرې وو، تر هغه مزله چې څو ساعته په واورو كې ګرځېدلای واى زياته ستړې شوې وم .ما ځان سره ده پرېكړه كړې وه ، مخكې له هغه چې مور مې ما له دې ځاى نه بوزي ،تا د وروستي ځل لپاره وګورم ، له تا سره وغږيږم ، قسم خورم چې له دې پرته بل هېڅ شی زما په ذهن كې نه وو. اصلاً زه لا هغه وخت په بل هېڅ شي نه پوهېدم ، ځكه ما له تانه پرته دبل هېڅ شي په اړه فكر نه كاوه ، ما يوازې او يوازې غوښتل تا ووينم . بيا بيا تا وګورم اوله ځان سره ستا د نيږدېوالي احساس وكړم . ټوله هغه وحشتناكه ، اوږده اونه تيرېدونكې شپه زه تا ته سترګې په لاره وم . همدا چې مور مې بستر ته لاړه او زه پوه شوم چې وېده ده، زه ولاړم او د خپل كور د دهليز په هغه ځاى كې چې ستا کور ترې ښکارېده، ودرېدم او ومې ليدل چې ته راغلی يې او كنه ؟ زما دا انتظار ټوله شپه اوږد شو . د ژمى ټوله يخه او اوږده شپه . ډېره ستړې شوم او ستړيا ماته كړې وم . زموږ په كور كې آن يوه څوكۍ هم نه وه چې زه پرې كينم ، نو هماغه و چې زه د دروازې تر څنګ په دهليز كې په سړې ، لوڅې ځمكې څملاستم . تردروازې لاندې ډير سوړ باد راته. ما ځان په كوم شړۍ كې هم نه ومروړلی ، ځان ته مې پام شو چې په يوه نري كميس كې يم، ځكه ما فكر كاوه كه توده شم ،خوب به راشي او ستا د راتګ په وخت كې به ستا ګامونه وانه ورم. زه يو نا معلومه درد ځورولم ، پښې او لاسونه مې زنګېدل ،.ځان مې لږ راټول كړ، ومې غوښتل چې لږ توده شم، پر ځان مې زور راوړ چې وېده نه شم . ټوله شپه سترګې په لاره وم، خو په پاى كې په هغو سړو كې زما د هيلې غوټۍ ګل شوې ، فكر كوم د شپې دوه كه درې بجې وې چې د لويې دروازې د خلاصېدوغږ مې تر غوږو شو او بيا په زينو كې د چا د پښو ګامونه واورېدل شول . په هماغه شېبه كې مې د شپې هغه ټول ساړه هېر كړل او توده توده شوم . ما په كراركرار د كوټې دروازه پرانسته … اخ ما ماشومې مينې ، په هغې تورې شپې كې تصور نه شو كولای چې څه وكړم ، ګامونه رانيږدې كېدل او د چا په لاس كې سګرت لايتر بليده ،خو زه همداسې د خپلې دروازې په خوله كې ولاړه وم او فکر مې کاوه چې ايا دا ته يې او كه بل څوك؟
هو كې ګرانه دا ته وې ! ته يوازې نه وې . ما يوه نا ارامه موسكا او د وريښمو داوږده كميس غږ چې پر ځمكه ښوېده واورېده. ته يوازې نه وې ، ته له يوې ښځې سره كور ته راستون شوی وې.
نه پوهيږم څنګه مې وكړای شو چې زه دا شپه تيره كړم . تصور يې كولاى نه شم ، كېداى شې ته يې تصور وكړې ، خو سهار په اتو بجو زموږليږدېدو او تګ ته هر څه چمتو ول او ما نورنه شو کولای د نورو د ارادې پر وړاندې مقاومت وكړم.
بيګا زما ماشوم مړ شو. زه به سر له نن نه كه ژوند وي ، كه قسمت وي، بيا يوازې يم . سبا ته به په تورو جامو كې پردي ، پردي خلك راشي، له ځان سره به يو تابوت راوړي او په هغه كې به زما ماشوم ، زما يوازينی او خوار ماشوم په ډيراحتياط او بې له كومه احساسه كيږدي . كېدای شي زما ځينې ملګرې ، خورلنډۍ او خپلوان هم سره له ګلونو راشي چې پر هغه تابوت يې كيږدي ، خو د تابوت تر څنګه ګلان څه مانا لري ؟ له ما سره به خواخوږي وكړي ،څه ښايسته خبرې به وې،دا به له ماسره څه مرسته وكړي . ځكه زه پوره په دې پوهيږم چې زه به بيا يوازې پاتې كيږم . دا ما هغه وخت احساس كړه چې زه له مور سره لاړم ،له تانه لرې شوم او له شپاړلس كلنۍ نه تر اتلس كلنۍ پورې مې دوه كاله په دې اور كې تير كړل . ما د خپلې كورنۍ د غړو په منځ كې د يوې اسيرې په توګه شپې تيرولې . د كورنۍ غړو تل هڅه كوله چې زه خپه نه شم او مور مې تل زما پر وړاندې د يوې سترې ګناه احساس كاوه او تل يې زيار ويسته چې داسې يو نوي څه وكړي ، يو څه پېدا كړي چې زه پرې لږ خوشاله شم. هغې زما ټولې غوښتنې منلې ، آن زما په وړاندې به يې د نويو زلميانو كيسې كولې او هغوی يې له ما سره پيژندګلوﺉ ته نيږدې كول . دا ټول ما ته بې مانا وو ، ما نه غوښتل چې زه نيكمرغه شم . ما نه غوښتل داسې خوشالي مې په برخې شي چې تا رانه هېر كړي، ما تل لاسي زيار ويسته چې ګوښی او د يوازيتوب ژوند ولرم . هر ډول نوي كالي به چې ما ته اخيستل كېدل مانه اغوستل ، ما نه غوښتل كنسرت ، تياتر يا سينما ته و لاړه شم . ما نه غوښتل له همزولو سره په ميلو کې ګډون ولرم. لنډه دا چې تقريباً زه له كوره نه وتلم .
پوهيږي ګرانه!سره له دې چې ما په هغه واړه ښار كې دوه كاله ژوند وكړ،زه نه شم كولای ووايم چې زه ددې ښار لس كوڅې هم پيژنم . ما له ځان سره وير جوړ كړی و.ما غوښتل ويرجنه واوسم او دهرغمجن څاڅكې نه مې د ځان د ډوبېدو لپاره درياب جوړوه . ددې ترڅنګ ما نه غوښتل څوك زما غم غلط كړي . ما نه غوښتل څوك له مانه دغه غمجنه مينه واخلي. ما غوښتل تل په تا كې ژوند وكړم . زه به په كور كې يوازې ناسته وم، ټوله ورځ به مې هېڅ نه كول. يوازينی كار مې ستا په اړه خيالونه و. بيا ، بيا به مې ستا ډيرې وړې خاطرې رايادولې ، ټولې هغه ليدنې او غلچكونه او ټول هغه انتظارونه . ما ټوله ورځ ستاله له خوږو او ترخو يادو سره لوبې كولې . ما په بې پايه توګه هغه بې سارې شپې په وار وار سره تكرارولې او خپل ماشومتوب مې داسې روڼ رايادوه چې ګواكې پرون تير شوی وي .
په هغه كلو كې زه ستا په يادو ژوندۍ وم، ما له تا سره ژوند كاوه ، ما ستا ټول كتابونه راونيول ، خو كله به چې په كومه خپرونه كې ستا د نوم يادونه شوې وه ، دا به زما لپاره لوی اختر و. ايا پوهېږي؟ ايا ستا باور راځي چې ما ، ستا ټول كتابونه له ياده زده وي؟ ما ستا هر كتاب په وار،وار سره لوستلی دی.كه چا كومه ورځ نيمه شپه له درانه خوبه راويښ كړې وای او ستا د كوم كتاب كومه برخه يې راته لوستلې وای ، ما به په پوره ډاډ سره له كلو كلو وروسته نه يوازې د كتاب بلكې د كتاب مخ او پراګراف هم ورته ويلی وای . ستا د كتابونو هره كليمه زما لپاره د مقدس كتاب د تورو او يا لوړ کتاب ارزښت درلود. زما له پاره ټوله نړۍ ، له تا سره په اړيكو كې پرته وه .ما د خپل ښار د ورځپانو ټول اعلانونه لوستل چې كوم كنسرت ، كوم سندرغاړی ، كوم شاعر كله او چېرې ، په كوم ورځ ستا خوښيږي . هر چېرې به مې چې پېدا كړل ، ما به تل په خيال كې ستا بدرګه كوله . ما به په خيال كې تصور كاوه چې دادي ته راورسېدې ، دادي ته سالون ته ننوتلې،دادي ته پر خپل ځاى كېناستې . په زرګونو واره مې كولای شول دا ټول تصور كړم ، ځكه ما يوازې يو وار په يوه كنسرت كې ته ليدلی وې . زه نه پوهيږم چې زه د خپلې دې نا ارامه او روحي شكنجې د حالت غمجن كيسې ولې ليكم ؟ زه تا ته ولې د خپل يوازيني ماشوم تصوير باسم چې بيګا مړ شو ؟ دا د هغه غم كيسې دي چې په ټول ژوند كې چا د هغه تصور هم نه شو كولای.
خير ، زه چې د اوولس ، اتلس كالو شوم په كوڅو او لارو كې زلميانو او نارينو سترګې رااړولې ، خو دې كار زه د نور پيغلو په شان نه يوازې نه خوشالولم ، بلكې زما د كوم نا اشنا ځورېدو سبب هم كېدله .له تانه پرته مينې او يا د مينې كيسې زما له پاره هېڅ مانا نه لرله. د عمر په تيرېدو له تا سره زما په مينه كې هېڅ ډول بدلون رانه غلو .هغه د پيغلتوب په رارسېدو سره لا لمبه شو، ښځينه شو او په ما كې يې د داسې ليونتوب احساس را ژوندي كړ چې نه شم کولای هغه دلته بيان كړم . داسې ليونی احساس چې بې ارادې ستا دروازې ته درغلم او غوښتل مې تا ته ووايم، واخله زه ستا يم ، ټوله ستا.
ټولو هغو كسانو چې هره ورځ له ماسره لاس وګريوان وو ، زه ډارنه ، كم زړه او وحشي ګڼلم ، خو ما په دايمي توګه خپله خوله ګنډلې وه او په هغې مې لاس ايښى و. ما د خپلې مينې له راز نه د زړه په كور كې يو داسې معبد جوړ كړی و، چې زه يې ځانته سجدې ته هڅولم . هوكې په ما كې د يوې بې پايه حوصلې د زړو ريښو وده كوله . زما ټول تفكر او هڅه يوازې او يوازې د يوه شي لپاره وه . هغه بيرته خپل ښار ته ستنېدل ، يعنې تا ته ستنېدل . دې ارمان ته درسېدو لپاره ما هر ډکي ته لاس اچاوه. ما څه دعاګانې چې نه كولې . دې حالت زما كړه وړه له ورځني او معمولي حالت نه ويستلي وو. زما پلندر چې ښه بډايه سړى و، خداى ښه اخلاق وركړي وو، ماته يې د خپلې لور په سترګه كتل ، خو ما به د هغه له مرستونه تل انكار كاوه او ويل به مې چې زه غواړم ځان ته خپله هر څه وګټم . څه به دې سره خوږوم ، پس له ډيرو ځورېدو، زما يوه هيله تر سره شوه. زه خپل پلرني ښار ته راغلم . زموږ د يوه خپلوان په مغازه كې مې په كار پيل وكړ او هغه ته مې كالي ګنډل .
نه پوهيږم تا ته به څومره په زړه پورې وي چې زه تا ته د هغه مني، د خړ ، تياره ،ژيړ او ساړه ماښام كيسه بيان كړم . د هغه نه هېرېدونكي ماښام چې زه بيا خپل ښار ته راورسېدم . له رارسېدو سره سم مې خپل بكسونه په يوه تحوليخانه كې كيښودل ، د هغو موټروو تم ځاى لور ته مې مخه كړه ،چې ستا او زموږ د كور خواته نېږدې وه . هېڅ مې نه ياديږي چې زه به څنګه سرويس ته ختلې يم ،خو په دې پوهېدم چې له يو تمځاى بل ته رسېدل پر ما لكه مياشت چې تيريږي . په پاى كې زه ، كورته ورسېدم . مخكې له هغه چې خپلو كړكيو ته وګورم ،لومړى مې ستا كړكيو ته وكتل ، بريښنا په كې لګېدله. دهغه په ليدو زما ګوګل ته تودوالى راغى. يوازې ستا د كور په ليدو هغه سوړ او بې روحه ښار ، له خپل ټول بې مفهومه شر وشوره سره ماته ژوندی ښكاره شو. په ما كې هم له دوو کلونو وروسته سا وغړېده . ما ، ته ځانته ډير نيږدې احساس كړې . له هغه سره سم مې داسې تصور وکړ چې د هيلو غوټۍ مې غوړېدونکي دي . ته پوهيږې كنه ؟ چې لريوالي ، غرونو، دښتو ، غونډيو او بارانونو ونه شو كولاى تا له ما نه لرې كړي او بيا داسې شېبې رارسېدلې وې چې زه ستا تر كړكۍ لاندې ولاړه وم او يوازې يوې تشې هيندارې ته زما له مړاوو كتو او سرګردانه غلچكه لرې كړی وې . زه بيا د خپل ماشومتوب د وختونو د كور مخې ته ولاړه ومه او پاس مې كتل ، له كړكيو نه بريښنا سترګکونه وهل ، خو زما لپاره دې ټولو ددې معنٰى لرله چې زه ټوله دنيا ګورم . پوره دوه كاله زه دغه شان يوې ورځې او ساعت ته سترګې په لارومه . ټول ، سوړ ، اوږد او خړ ماښام ستا تر كړكۍ لاندې تر ډيرې ناوخته پورې ولاړه وم ، خو ستا د كوټې څراغ مړ نه شو . يوازې تر هغه وروسته چې له كور او د ماشومتوب له يادونو سره مې دېدن وشو ، زه د خپل نوي كور په لور وخوځېدم او د هغه په لټه مې پيل و كړ.
هر ماښام به زه همدا شان ستا تر كړكۍ لاندې په ساعتو ، ساعتو ودرېدم . هر مازيګر به تر شپږو بجو زه په خپل كار كې وم . هلته كار ډير دروند ځوروونكي او ګران و ،خو زه دې نارامه او زړه بوګنوونكي حالت ته خوشاله وم ، ځكه چې يوازې همدې حالت كولی شول ما له هغه روحي درد نه لرې وساتي ،چې زه يې دننه په ګوګل کې ځورولم . هره هغه شېبه به چې زه له دې كړاو نه خلاصېدم ، په منډه به مې ستا د كور لور ته منډې وهلې . په هغو ورځو شپو كې زما يوازينۍ هيله دا وه چې له تا سره مخامخ شم او له نيږدې دې وګورم او له کوم زړه وړونكي درد نه خوشاله شم ، ځكه له تاسره كتنه او يا ستا ليدل زما يوازينۍ هيله وه.تر يوې اونۍ وروسته مې بالاخره ته وليدې ، البته بلكل تصادفي ، داسې چې مايې هېڅ انتظار نه درلوده .زه ستا كور ته نيږدې ولاړه وم ، ستا د كور د كړكۍ خواته مې كتل ،په دې وخت کې ګورم چې ته د مخامخ سړك ،له څلور لارې راتېرېدې . ستا په ليدو له ما نه ديارلس كلنه نجلۍ جوړه شوه او دا مې ښه احساس كړه چې څنګه مې توده وينه ،له زړه نه ځان زما غومبورو ته رسوي .هڅه مې وكړه چې خپلې سترګې ستا له ويشتونكو سترګونه وژغورم . سر مې ښكته واچواه او په کراره ستا له څنګه تيره شوم . وروسته له دې نه چې مې ځان له تانه ژغورلی و،خپله له ځان سره ډيره شرمېدمه . ته خوپوهېږې چې ما څه غوښتل . ما غوښتل چې تا وګورم او ته ما ووينې ، ما غوښتل چې له څو كاله تورو تيارو او ځورونكو شوګيرو وروسته ، ته ما وپيژنې ، ستا ما ته پام شې او ته ، ته په ما مين شې .سره له دې چې ما ډير وخت په ورځو ورځو ، په واورو ، بادونو اوبارانو ، سړو او تودو كې ،ځان ستا لارو ته ،ستا د راتګ لاروته برابروه ،خو ستا ما ته پام نه كېده. كله كله داسې هم كېدل چې زه به تر نيمو شپو پورې ستا د راتلو په لارو كې پاتې كېدم ،خو ستا پته به نه وه . كله به برعكس ته له خپلو انډيوالانو سره ، له خپل كوره راووتلې . څو ځلې خو مې له ښځو سره وليدې ، د همدې ښځو له ليدلو پوه شوم او دا مې احساس كړه، چې نور نو زه د ښوونځي د يارلس كلنه نجلۍ او زده كوونكې نه يم .زه سخته ځورېدم . د مينې درد او بې پايه رخه مې احساسوله . دا زما په ټول ژوند كې يو نوی او زورونكی احساس و ، داسې احساس اوداسې درد چې زما زړه يې ځورولو. داسې يو رنځ چې له تاسره د ښځو په ليدو ماته پېداكېده ، خو له تاسره د ښځوليدل زما لپاره يو نوی او ناڅاپي كار نه و ، ځكه زه لا له وړكتوبه په دې پوهېدم چې بې له ښځو ستا ژوند نه كيږي . هو كې دې ټولو خبرو په ما كې ناعلاجه دردونه راويښول ، په ما كې يې رخه را ويښوله ، په ما كې يې دغچ اخستلو يو نامعلوم احساس راژوندى كاوه. يوه ورځ مې د ماشوموالي د عمرونو په ياد د ماشومتوب د وختنو په څېر ضد وكړ، له ځان سره مې وويل، چې نور نو ستا د لارو او سيمو خواته نه درګرځم ، خو ته نه پوهيږې !چې هغه ماښام او هغه شپه په ما څنګه تيره شوه ، څنګه بې خونده او څنګه بي مانا. څنګه ما ځان بې كسه او په وحشت كې احساسوه . بله ورځ بيا زه وم بيا هماغه خواشيني ماښام او ستا د كور كوڅه . (باز روز امد به پايان شام دلګير است ومن) بيا زه ستا د كور تر كړكۍ لاندې ولاړه وم او ستا لارې مې څارلې . په هغه ورځ ما ځان داسې انګېره چې ګواكې ،زه ټول ژوند ، ستا د ژوند ته، هغه ژوند ته، چې ماته له هېڅ خوانه ، هغه ته دورتګ لاره نه وه ،په تمه ولاړه وم.
هوكې ګرانه! هغه هم يوه ورځ وه چې په پاى كې ستا ماته پام شو، ما ،ته له لرې وليدې . په ټول قوت او ارادې مې دا پريكړه وكړه چې هرومرو بايد سترګې په سترګو شوو . په هماغه شېبه كې هلته ، په هماغه لاره كې ،ناڅاپه ګڼه ګوڼه جوړه شوه ، ما په دې ګڼه ګونه كې ځان داسې برابر كړ چې تا ته نيږدې شم ،هېڅ مې پام نه شو چې په كومه شېبه كې تا ماته وكتل ، ستا حواس ډير ګډوډ وو.په هماغه حالت كې ، د سترګو په رپ كې ، سره سترګې په سترګو شو او ستا په سترګو كې ما ته اشنا نښې راڅرګندې شوې ، ما ته په هغو كې پيژندل شوى يادونه راياد شول . ته نه پوهيږي ، دا يادونه او دا نښې زما لپاره څومره ويرونكي او وحشتناكه وو. هغه غلچک، هر چا ته بښل شوی ، هغه يوازې ښځو ته پېدا شوی ، تاند ، هوسناكه ، هم مهاله غيږ نيوونكی، لذت بښونكی لاسبری غلچك چې زه له ماشومتو به ورسره بلده ومه ، چې زه يې له ځانه بې سده كړې وم، چې زه ديارلس كلنه نجلۍ يې پر ځان مينه كړې وم ،چې زه يې تر ليونتوبه رسولې وم ، دا وار غلچك نه و ، هغه ستا ما ته مخامخ كتل و.هغه ،ستا کتل، ما ته مخامخ او روحاً غيږ په غيږ ولاړ و. ستا كتلو زه ځاى پر ځاى درولې وم . ما نور نه غوښتل ، كه مې نه شو كولای چې له ځايه وښورم . په همدې شېبه كې چې ته رانيږدې شوې ، په رښتيا هم چې زما زړه په همدې شېبه كې يا درېدلی و ، يا هم بې ځايه شوی و. زه چې له حيرته لكه بت داسې پاتې شوې وم. نور مې نه شو كولای وخوځيږم . په ذهن كې مې پريكړه وكړه چې تا ته لاره پريږدم ، ته هم ناڅاپه ودرېدې او ما ته دې راوكتل . ما چې ستا سترګو او حالت ته پام شو، پوه شوم چې زه دې ونه پيژندم . تا ، نه په هغه ورځ او نه پس له هغه ، لنډه دا چې تا هېڅكله زه ونه پيژندم .
نور بیا