لیکنه: ستیفن څفیګ
ژباړه : دوکتور لطیف بهاند
ما د نجونو په اړه دهغو دښځوالي له پلوه فکر نه کاوه،آن وروسته له هغه چې يوه ورځ سهار ښوونځي ته تلم ،يوه ښځه مې ستا له کوره د وتو په حال کې وليدله، خو زه چې لا د ديارلسو کلو وم په دې اړه مې هېڅ فکر مې نه کاوه او زما مينې له تا سره لا دعشق مانا نه لرله.
زما دزړه سر او دسترګو توره!
ماته ګرانه!
زما د نن په شان هغه شېبه او هغه ساعت په ياد دي چې ما خپل روح او ځان د ابد لپاره تا ته درکړل. زه او زما خورلنډه چې له صحرا نه راغلى وو ،د کور مخې ته ولاړې وو، ټوکې ټکالې او خبرې مې کولې . په دې وخت کې ته راغلې ،ستا موټر لا پوره ولاړ نه و، چې په يوې چټکى خوځېدا ،چې لا تر اوسه هم ستا د افسون او ژوند يوه ځانګړې برخه ده له هغه راښکته شوې. ما بې ارادې منډه واخيسته چې ستا لپاره دروازه خلاصه کړم ،خو زما دا ناڅاپي خوځېدا نږدې و چې له تا سره زما د ټکر سبب شي. تا ماته په يو مړاوي تاوده ،بلوونکي او خواږه انداز را وکتل او له هغه سره مل دې يو خوږه موسکا هم را وبښله. هوکې! خوږه موسکا دې وکړه، شونډې دې پرانيستې او ودې ويل:
– ډېره مننه نازولې.
هوکې ماته ګرانه!
له هماغه شېبې نه چې ما په ځان کې د هغه تاوده او ځان ته اوربلوونکي غلچک لمسوونکی تودوالى احساس کړ. زه ستا شومه، زه ټوله ستا ومه. زه وروسته ډېره ژر په دې پوه شوم چې ته دا، غېږ ته بلونکی ، سندريز، افسانه ويونکی او هرمهال، له هر چانه کالي ايستونکی او شهوتناک غلچک هرې هغې ښځې ته چې ستا له څنګه تېرېږي وربښې. هرې ښځې ته چې چېرې ولاړه وي، هرې ښځې ته چې ستا پر شا او خوا کې کار کوي، هرې هغې ښځې چې تا ته خدمت کوي يا تاته ناڅاپي ور پرانيزي ،وربښې. هوکې زه وروسته په دې هم پوه شوم چې ستا دا کتل او مينه ناک نظر ، ستا په واک کې نه دى. هغه ستا له ارادې بهر دى. ستا کتل ستا دغوښتنو او خيالونو انعکاس نه دى، ځکه کله چې ته سترګې ښځو ته ور اړوې، هغه په خپله تودېږي، هغه په خپله هغو ته بلنه ورکوي، هغه په خپله مينه ګرځي.
هغه وخت ما ديارلس کلن ماشوم دا تصور هم نه شو کولاى چې ستا سترګې له ښځو او نجونو سره په لګېدو، په خپل سر اور ګرځي او ما فکر کاوه چې دا ټول يوازې زما په ليدو داسې کېږي. ما فکر کاوه چې ستا سترګې يوازې او يوازې زما لپاره ،داسې له خوږو غلچکو ډکې دي. هوکې ستا هماغه د لومړۍ ورځې غلچک په ماکې ښځتوب راوتخناوه او دا ښځتوب د ابد لپاره ستا شو.
په هماغه ورځې ،زما خورلنډې ،له نه وپوښتل ، دا څوک دى؟ مانه شو کولاى سمدلاسه هغې ته ځواب پېدا کړم. مانه شو کولاى داسې ژر ستا نوم په ژبه راوړم ،ځکه په هغه شېبه کې ،هغه (ستانوم)زما لپاره د تقدس بڼه پېدا کړې وه. هغه زما په راز بدل شوى و ،خو بيا هم ما خپلې خور لنډې ته وويل:
– هسې زموږ د کوڅې يو نوى اوسېدونکى دى ،خو خور لنډې مې په داسې حال کې چې دماشومتوب ملنډې يې په خبرو کې اورېدل کېدې، په ترخه موسکا وويل:
– نو ته يې په ليدو ولې داسې سره شوې؟
کله چې هغې پر ما ملنډې وهلې، هغې غوښتل زما په راز ځان پوه کړي، نور هم سرو وينو زما غومبوروته ځان را ورساوه او زه نوره هم سره شوم. له شرمه سرسامه شوم او چيغې مې کړې:
– احمقې ستا يي څه ؟
په هغه شېبه کې زه چمتو وم، هغه له ستوني ونيسم او خپکه يې کړم، خو هغې په پرله پسې توګه لا په زوره خندل . دهغې خندا نوره هم زه له حاله ويستلم، خو ښه و ډېر ژر اوښکې زما تسل ته راغلې، په ژړا شوم، هغې ته مې شا واړوله او مخ په کور مې منډه واخيسته.
په هماغه شېبه کې و چې زه پر تا مينه شوم. پر تا مې زړه بايلود. زه پوهېږم تا به دا خبرې له ډېرو ښځو اورېدلې وي او تا ته دا خبرې، هسې خبرې دي. زه رښتيا وايم. دا ومنه او د زړه له کومې يې ومنه. هېڅچا له تا سره داسې داسې د مريتوب او تابعيت تر کچې پورې مينه نه ده کړې. داسې مينه چې په هغه کې ښځتوب راويښ شي. لکه هغه شان چې زه په تا مينه وم او تر اوسه لا مينه پاتې يم. دا ځکه درته وايم،چې په دنيا کې هېڅ څه نه شي کولاى دماشوم له مينې سره پرتله شي ، د ماشوم له لنډې مينې سره. ما هېڅوک نه درلودل چې دزړه غوټه ورته پرانېزم ، هېڅوک نه و چې زما راز يې ساتلى واى. په اصل کې خ وزه هم بې تجربې وم ، ما په خپل بخت يرغل کړى و. ټول هغه څه چې په ما کې راپخېدل او يايې ما تصور کاوه ، ما يوازې پر تا دهغه باور کولاى شو او بس. پلار مې لا پخوا مړ شوى و او مور مې متقاعده بې وزلې کونډه ښځه وه ،هغه روحاً له ما نه ډېره لرې و……. ته زما لپاره، نه پوهېږم څنګه يې درته ووايم. ته زما لپاره ټوله هستي وې. هر هغه څه چې په دنيا کې و، زما له نظره په دې خاطر شتوالى درلوده چې له تا سره يې اړه درلوده اوبس. زما د ژوند هغو شېبو د ژوند معنى لرله چې له تا سره يې اړه درلوده. تا زما ژوند چور بدل کړ. يوه بې پروا، بې خبره او تنبله نجلۍ ، يو ناڅاپه، په ټولګي کې اول نمره شوم. ما په سلګونو کتابونه ولوستل، تر نيمو شپو به مې مطالعه کوله ، ځکه زه پوهېدم چې ستا کتابونه ډېر خوښېږي ، خو د مور تعجب مې هغه وخت بې پايه شو چې ما د پيانو زده کړه پيل کړه، دا هم له دې کبله چې پوهېدم ، ستا موسيقي ډېره خوښېږي. ما مې د ښوونځي کاليو، کتابونو، بکس، ويښتو او ټولو کړو وړو ته په دې خاطر بې پايه پام کاوه چې ډارېدم ، ګوندې کله به ته راته وګورې او زه بايد ښه درته ښکاره شم، خو زما دا ډار څومره دخندا وړ و، ځکه تا خو هېڅکله ماته نه کتل. لنډه دا چې زما دورځني ژوند اساسي کار دا و چې ټوله ورځ به مې ستا لاره څارله .دا مې ددې لپاره چې ته کله راځې. زموږ د انګړ په وره کې داسې يو سورى و ،چې ما خپل ډېروخت په هغه کې په کتلو تېراوه( هغه سورى چې په دروازه کې دځانګړې کتنې لپاره جوړېږي) له هغه ځايه کېداى شوه ستا دروازه ښکاره شي. خانده مه، ولې خاندې؟ رښتيا وايم ، دا اوس هم کله کله ، په ساعتونو ساعتونو، هغه سيوري کينم او ستا وره ،ته ګورم ،خو له هغې شېبې نه ډېره وېرېدم چې خداى مه کړه مور مې پوه نه شي. څومره به چې ماښام ستا د راتلو وخت رانيږدې کېده ،په هماغه اندازه به زه کتاب په لاس لا نا ارامه کېدم او په تلوسي به مې ستا لارې څارلې. زما دا نا ارامي ،دهغه جيبي ساعت نارامۍ ته ورته وه ،چې ستا په جيب کې به شپه او ورځ د زړه پر سر درته پروت و، خو تا به په څلورويشتو ساعتو کې يوازې دوې يا درې ثانيې هغه ته کتل. خو زه ستا په اړه په هر څه پوهېدم. زه ستا له ټولو عادتو سره بلده شوم. ما ستا ټولې نکټايانې او دريشيانې پېژندلې، ماستا ټول ملګرې پېژندل او حتى کولاى مې شول تاته ووايم چې کوم يو تاته څومره نږدې دى. ما ،ستا ملګري دځان لپاره په څو ډلو بېل کړي و، يوه ډله دې هغه ملګرې وو چې زما خوښېدل او نور هغه وو چې ما کرکه ترې لرله. له ديارلس کلنۍ نه تر شپاړلس کلنۍ پورې زه په تا کې اوسېدم ،په تا ژوندي وم. اخ اخ ، ته نه پوهېږې چې ما څه حماقتونه نه دي کړي. ما ټد دروازو ټول هغه لاستى چې ستا منګولې پرې لګېدلې، ښکلولې. ما ستا دسګرټ هغه، هغه پاتې شونکي چې تا به لرې اچول راټولول او مچول به مې. هغو ماته د مقدساتو بڼه پېدا کړې وه ،ځکه هغه ستا پر شونډو لګېدلي وو. هر ماښام او ماخوستن به ما په سلګونو وارو، په بېلوبېلو پلمو له کوره کوڅې ته منډې وهلې او کتل به مې چې ستا په کومه کوټه کې څراغ لګېږي او په دې توګه به مې ځان ته قناعت ورکاوه چې ته په کور کې يې.
زه ستا د سرګرميو په وخت كې له ځانه بې ځانه كېدم . هر وار به چې ما كومه ښځه ستا له كوره د ښكته كېدو او وتلو په حال كې ليدله ، نو زما زړه به له ډاره ورانېده . هر وار به زما ژوند په دې حال كې لكه يخ وهلې اوبه خپله مانا له لاسه وركوله. له ډېرې خواشينۍ نه به لكه مار په كور كې ګرځېدم. دې ډار زما دا خيال لادوچنده كولو چې مور مې زما په سترګو كې د هغه دايمي درد نښې ونه لولې چې له ورځنۍ مايوسۍ نه ما ته پېدا كېدلې.
زه پوهېږم دا ټولې د خندا وړخبرې چې زه يې تا ته كوم ، بايد زه پرې شرمېدلې واى ، خو داسې نه ده . ځكه د هغه ماشمتوب له مينې نه وروسته ،هېڅكله زما كومه اورنۍ مينه پېدا نه شوه. ته داسې فكر مه كوه چې زه څنګه دومره زياته ستا په اړه غږيږم. زه كولای شم په ورځو ورځو په دې اړه وغږېږم ، چې څنګه زما د هغه وخت ژوند ته وې او زه څنګه بې له تا ليونۍ ليونۍ وم .
هغه هم دا ټول په داسې حال کې و چې تا ان په ځېرې هم نه پيژندلم.ځكه هر وار چې به په زينو كې ته په مخه راتلې ،ما به سترګې او سر ښكته اچول، ځكه ستا د سترګو له اورين غلچك نه مې ځان ژغورi او په څنګ تېرېدم .په دې شېبه كې به زه هغه چاته ورته وم چې له بل شوي اورنه غواړي ځان اوبو ته واچوي. زه كولای شم په ساعتونو،ساعتونو ،په ورځو ورځو تا ته هغه تېر هېر كلونه درياد كړم . کولای شم تاته ستا د ژوند د ټولو كليزو بشپړ تصوير وباسم . نه نه ، نه غواړم ، تا په خپلو خبرو په تنګ كړم. نه غواړم تا په دې خبرو وځوروم. زه غواړم تا ته د خپل ماشومتوب د يوې ښې خاطرې په هکله يو څه ووايم . ما لاتر اوسه هېر ه كړې نه ده. هغه زما د ماشومتوب تر ټولو ستره او ابدي نيكمرغې وه . ګمان كوم ددې پېښې ،دپېښېدو ورځ، د يكشنبې ورځ وه . ته چېرته په سفر تللى وې او ستا نوكر، ستا د كور خواته په زينو كې يوه قالينه كشوله . د هغه بوډا لپاره دا ګرانه وه . ښه ورنږدې شوم ، ما زړه نا زړه ځانته اجازه ورکړه او ورته ومې ويل :
– نه غواړﺉ چې مرسته درسره وكړم ؟
هغه په داسې حال كې چې تعجب يې كاوه او حيران و، زما د مرستې هيله يې ومنله . اوس نه شم کولای دهغه څه تصوير وباسم چې ما هلته وليدل. زه ستا كور ته ننوتم. ما هغه نړۍ وليده چې تا ژوند په كې كاوه. ما ستا د ليكلو ميز او پر ميز پراته قلمونه او كاغذونه وليدل . هغه ميزچې ته به يې تر شا كيناستلې. پر هغه ميز په يوه شنه بخون كريستال ګدان كې ګلان ايښي وو.ستا د كور ، هغه المارۍ چې ستا كتابونه يې په غېږ كې نيولي وو. ټول ما په يوه غلچك ، په يوه منډه او د سترګو په رپ كې تر سترګو تېرې کړل، ځكه په دې پوهېدم چې ستا نوكر به ما ته هېڅكله اجازه رانه كړي چې دا ټول شيان له نيږدې او په ځير وګورم . هر څه چې و ،ما په همدا يوه غلچك ،ستا د ټول ژوند او كور حالت خپل كړ. دې كار ستا په اړه زما خيالونو ته يو څه روحي تسل راكړ. هغه زما لپاره په رڼواو په خوب كې ستا د خيالونو الهام شو.دغه دسترګود رپ پېښه زما د ماشومتوب د نيكمرغيو تر ټولو ښه نيكمرغي وه. ما ځكه وغوښتل دا خبره تا ته وكړم ،نه يوازي ددې پېښې په اړه بلكې د هغې وحشتناكې پيښې په اړه مې غوښتل څه درته ووايم چې له بده مرغه له دې پېښې نه وروسته ډير ژر پېښه شوه. لكه هغه شان چې ما تا ته وويل ما ستا په خاطرهر څه ته شاكړه . مور ته ، بل هر چا ته ، لڼده دا چې له تا پرته مې بل هېڅوك نه ليدل .
ما ليدل چې زموږ يو پوخ خپلوان سوداګر كله نا كله زموږ كورته راځي او خوشحاله په دې وم چې تر نيمو شپو به هغه زما له مور سره د زړه خواله كوله . زما خوشحالي به هغه وخت لا دوه چنده كېده چې همدا پوخ سړی به كله زما له مور او يا نورو خپلوانو سره سينما او يا تياتر ته لاړل او زه به يوازې پاتې شوم.همدا زما د يوازيتوب وختونه ،زما د نيكمرغۍ شېبې وې.هغه ځکه د نيکمرغۍ شېبې وې چې بې د چا له پوښتنۍ او خنډ نه به مې كولای شول ستا په اړه فكر وكړم . وغږېږم او له هر ځايه مې چې زړه كېده په تا پسې وګورم ، خو زما دغه نيكمرغي يوه ورځ پاى ته ورسېده.دا هغه وخت پای ته ورسېده چې مور مې ما ته وويل د هغې كوټې ته ورشم ،ځكه هغه غواړي له ماسره د يوه مهم شي په اړه خبرې وكړي. زما رنګ سپين والوت . ګبڼۍ پسې واخيستم . زما زړه ورېږدېده او له ځان سره مې وويل لکه چې مور راباندې پوه شوې ده ؟ . خو بيا مې هم يوازې او يوازې ستا په اړه فكر كاوه او بس. له موره پټ زما يوازينى پټ راز ته وې . دا هغه راز و چې زما زړه يې له ټولې دنيا او ژوند سره تړلی و. په هر حال له پېښې نه تېښته نه وه ، مورته ورغلم ، خو د ورتګ سره سمدلاسه په دې پوه شوم چې مور مې خپله وارخطا ده، هغې ډېر په مينې مچ کړم . دا هغه كار و چې دې به هېڅكله نه كاوه .بيا يې و نازولم او بيا يې مچ كړم ،تر خپل څنګ يې كېنولم. په داسې حال كې چې تکه سره اوښتې وه د اوبو غړپ يې وكړ او وې ويل :
_ د دوی هغه كونډ او پوخ خپلوان چې كله كله به د دوی كره راته ، دې پسې ريباران راليږلي دي ، ما ستا د ژوند په خاطر هغه ومنله چې له هغه سره واده وكړم .
زما زړه لا پسې په درزا شو. رنګ مې لاژيړ شو، په تلوار او په ډېرې سختۍ مې له هغې نه وپوښتل:
_ موږ به دلته پاتي كېږو كه بل چېرته به ځو؟
مور مې راته وويل :
_ نه موږ بل ښار ته ځو ، هغه ښار ته چې همدا سړى په كې اوسي . هغه هلته څو كورونه ،يو باغ او ډېرې ځمكې لري.
ما نو نور هېڅ وانه ورېدل . دنيا پرما توره شپه او په سترګو مې تياره راخوره شوه ، څو ساعته وروسته چې لږ راښه شوم ، مور مې راته وويل :
– چې زه بېسده شوې وم .
هغې په خندا خندا راته وويل :
چې څنګه مې سترګې راسپينې شوې وې او پر غولي رالوېدلی او تر ډيره پورې بيسده وم.
پوهېږم ، نه شم كولای د هغه څه تصوير وباسم چې ما نا توانه ماشوم دلويانو په وړاندې څومره او څنګه ټينګار كاوه چې موږ له دې كوره ، بلې خواته نه ځو . ان اوس هم چې همدا پېښه تا ته ليكم ، زما لاسونه د هغې شپې په رايادېدلو رېږدي. ما نه شو كولای خپل راز چاته ووايم ، زما ټينګار او مقاومت د لويانو پر وړاندې يو ډول سپين سترګي او بې ادبي برېښېده ،. تر دې زيات هېڅ چا نه غوښتل چې له ما سره خبرې وكړي ، چا نه غوښتل له ما سره مشوره وكړي. هر څه زما په غياب كې فيصله كېدل . بل ښار ته د ليږدېدو په اړه خبرې هغه وخت كېدې چې زه به په كور كې نه وم او يا به ښوونځي ته تللې وم . هره ورځ به چې زه كورته راستنېدم ، نو پام به مې شو چې د كور يو بل شی يا چا ته بښل شوی او يا هم خرڅ شوی دى . زما د سترګو په وړاندې زموږ كور ړنګېدو او له هغه سره زما هيلې او ژوند هم د ړنګېدو خواته روان وو. بالاخره يوه ورځ چې زه كورته راغلم ،ګورم چې د كور ميز ، څوكۍ او المارۍ هم وړل شوي دي. په خالي كوټو كې د سفر له پاره دوه بكسونه او دوه نور لوی پېټي جوړشوي وو . داسې ښكارېده چې يو يې زما او بل يې زما د مور لپاره جوړ شوي وو. دې ټولو دا مانا لرله چې يوازې يوه بله او وروستۍ شپه همدلته تېروو او سهار وخته د بل ښار په لور سفر خوځېږو. د همدې وروستۍ ورځې په رارسېدو زه په دې پوه شوم ،چې له تا نه جلا زما ژوند هېڅ مانا نه لري او زه نه شم كولای بې له تا نه ژوند وكړم . ما به د ژوند په هغوزورونکو او خواشينو شپوكې څه عاقلانه فكر كړی وای ، هېڅ نه پوهېږم ،هغه وخت هم نه پوهېدم . كېدای شي د هغه تصور نور په ژوند كې هم نه شم كولای ، خو دومره مې ياديږي چې په كومه شېبه كې به مې مور له سترګو نه كومې خواته شوه ،نو زه به بې له اختياره ، هماغه شان چې به مې د ښوونځي جامې په ځان كې وې ستا پلو، ستا د كور پلو دروخوځېدم . كوم نا اشنا قدرت او ارادې به ،زما له ارادې پرته ستا پلو ته درهڅولم ، خو زه هېڅ نه پوهېدم . خپلې مړې سړې او لړزېدونكې پښې به مې ستا د كور په لور در خوځولې . زه نه پوهېدم څه غواړم ،خو په زړه كې به مې راوګرځېدل چې ستا په پښو كې درولويږم او درنه وغواړم چې ما په خپل كور كې د نوكرې په توګه وساتۍ او يا هم د وينځې په توګه . ډاريږم چې ته به اوس د يوې ماشومې ديارلس كلنې نجلۍ په ليونۍ مينې وخاندې .نو ماته تر هر څه او هر چا نه ګرانه ! كه ته پوهېداى چې زه په هغه ورځ ، په هغه لاره كې څنګه له ټولې ويرې او وحشته حيرانه ولاړه ومه . په هر حال د كوم نامعلوم قدرت په مرسته مې ګامونه چټك كړل ، په منډه ستا د كور زينو ته دروختم. داسې تصورمې كاوه چې لاسونه مې له نور ځان نه بېل كړي دي .
نور بیا