لیکنه : ستیفن څفیګ
ژباړه: دوکتور لطیف بهاند
ـ ما ته ګرانه! ته به په دې هم پوه نه شې چې اوس په دغه شېبه کې چې زه له تاسره په دې كور راننونم ،ما ته څه معنى لري؟
هوكې ګرانه! په هغه شپه زه ستا په كور كې پاتې شوم ،خو تا دا تصور هم نه شو کولای چې له تا نه مخكې زه هېڅکله ،له هېڅ نارينه سره يو ځاى پاتې شوې نه وم. تر هغه وخته پورې د هېڅ نارينه لاس پرما لګېدلی نه و، لاس څه چې د هېڅ نارينه سترګې هم زما پر ځان لګېدلې نه وې . ما ستا د مينې او هيلو پر وړاندې مقاومت ونه كړ. ما په ځان كې د شرم احساس وواژه.هغه هم له دې كبله چې ته ، زما د مينې په راز پوه نه شې . كه تا د ځان پر وړاندې زما د مينې اندازه لګولې وای ، امكان لري چې ته به ډير ډار شوی وای . ځكه چې زه پوهيږم چې ستا هر څه داسې بې له تکلفه او له مينې پرته او په سادګۍ خوښيږي . په تيره بيا چې د وړو سره خو ډير احتياط كوې او نه غواړې د چا له بخت سره لوبې وكړې .ته اسراف كوې ، ځان ټولو ته وركوې . ځان تر ټولو ځاروې ، خو نه غواړي ځان په دې لوبه كې قربان كړې.كه زه اوس تا ته وايم گرانه! كه زه په لومړۍ شپه ټوله ستا وم ، نو قسم دريادوم ، ما ته د بدې ښځې په سترګو مه ګوره. ګوره زه خو تا په دې كې نه ملامتوم . تا خو زه دوكه كړې نه وم. تا ما ته څه لاپې او دروغ ويلي نه و. تا ما ته څه سره اوسپين ښودلي نه و . زه په خپله ، په خپله خوښه او په خپلو پښو تا ته راغلې وم . زه خپله ستا په غيږه كې وغوړېدم او ما په خپله دا خپل قسمت ،په خپل لاس جوړ كړ. په ياد لره زه به هېڅكله تا په دې خبره ملامت نه كړم.
نه يوازې به تا ملامت نه كړم، بلكې تل به له تا نه په زړه كې مننه كوم ، ځكه هغه شپه زما لپاره د نيكمرغۍ په چينو كې د لمبېدو شپه وه.
هغه شپه زما له پاره د تقدير په لاس زما د هيلو د نه هېرېدونكو ارمانونو دغوړېدو شپه وه. كله چې د شپې ، د تورتم په كومه شېبه كې ما سترګې وغړولې او ځان مې ستا په غيږ كې وليد، داسې مې احساس كړه چې په اسمان كې ټول ستوري زما په خاطر ځليږي . نه ، نه زه په هېڅ شي پيښمانه نه يم. هغه ساعت او هغې شېبې زما د ټول ژوند د انتظار كفاره وه . ته پوهيږې ! ما چې ستا خوبولې ستما اورېده ،ما چې ته د ځان تر خوا، ځان ته نيږدې احساسولې ، ما په هغه تور تم كې ،له ډېرې خوښۍ او نيكمرغۍ نه په لپو لپو اوښكې تويې كړې.
په هغه سهار كه له يوې خوا زما ډير تلوار واوغوښتل مې چې په خپل وخت ،مخکې له هغه چې ناوخته شي ، خپل كار ته ورسيږم ، نو له بلې خوا ما غوښتل مخكې له هغه چې ستا نوكرراشي ستا له كوره ووځم . ما نه غوښتل چې هغه ما وويني . نو كله چې ما كالي واغوستل او وتلو ته چمتو شوم، ستا په مخكې ودرېدم . تا لاسونه رانه تاوكړل او په ځير ځير دې ډيرځنډ راته وكتل ، ايا ستا په تصور كې ، ستا په ياد كې هغه لرې كلونه راغلل او كنه ؟ او يا دې يوازې يوه وړه ، ښايسته نجلۍ چې ستا د ستما د سيند په نيكمرغيو كې لمبېدله ، ليدله او بس ؟
ما ،ته ، لږ په کراره له ځانه لرې كړې او د دروازې خوا ته لاړم ، تا په دې شېبه كې له ما نه وپوښتل :
– خپل ګلان له ځان سره اخلې او كنه ؟
تا له ابي كرستال ګلدان نه سپين ګلاب راواخيستل ( دا ګلدان ما له خپلې د يارلس كلنۍ نه پيژانده ) او ما ته دې په دواړو لاسو كې ونيول او له يوې ښكلې مچو سره دې يو ځاى راكړل.ما تر ډيره پورې دا ګلان ستا او زما د هغې ورځې په ياد هغه شان ښكلول ،لکه هغه شان چې تا په هغه شپه زه ښكلولم.
موږ وعده وكړه چې بيا به سره ګورو ، زه راغلم . په رښتيا سره ټول نه هېرېدونكي وو. تا،ماته يوه بله نه تكرارېدونكې شپه هم راوبښله . وروسته له هغه تا ما ته وويل چې ته نوي سفر ران يې او چېرته ځې . له دې خبرې سره سم زما زړه وريږدېده ، ځكه ستا له همدې سفرونونه زما له پخوا او وړوكتوبه ډيربد او كركه راتله . دا دې هم زياته كړه چې له راګرځېدو سره سم به ما ته د خپل راتګ خبر راكوې . ما تا ته خپل د ډاګ پته دركړه . هغه هم په بل نامه ، ځكه چې مانه غوښتل خپل اصلي نوم درته ووايم. ما خپل راز پټ ساته، خو تا لكه د نويو زلميانو په څېر د خداى په امانۍ په وخت كې بيا هم ما ته سپين ګلاب ، هوكې سپين ګلاب راكړل.
پوره دوه مياشتې ما هره ورځ ستا په ياد جشنونه نيول ، خو نور له دې نه زيات نه غواړم د انتظار د اوراو ما يوسيو په اړه څه وليكم. زه نه غواړم تا ملامت كړم . ته ما ته هغه شان ګران يې لكه چې وې ، هو ته ما ته هغه شان ګران يې لكه دا اوس چې ګران يې . همداسې اورين ،هېرونكى ،زړه راښكونكى او بې وفا.ته تل همداسې وې او اوس هم غواړم همداسې واوسې .هوكې ، ته بيا له هغه سفره راوګرځېدې .تا ماته نه ليك راوليږه ،نه كوم خبر، خو ماليدل چې ته راغلى يې،ځكه ستا په كوټه كې بريښنا يوازې هغه وخت لګيږي چې ته په كور كې اوسې ، خو ته پوهيږې په داسې حال كې چې ما تا ته خپل ټول ژوند بښلى و ، زه د ژوند په دې وروستۍ شېبه كې ستا نه يو كرښه هم نه لرم . تا ما ته نه څه وليكل او نه دې په كوم بل ډول ياده كړم.
زما ماشوم بيګا مړ شو . دا ماشوم ستا ماشوم هم و.
ماته تر هر چا او هر څه نه ګرانه ! دا ستا ماشوم هم و. دا د هغو درې شپو زوى و چې ما له تا سره تيرې كړې وې . زه قسم خورم چې دا ستا ماشوم هم و. هيله لرم په دې به پوه وې چې له مرګه مخكې څوك دروغ نه وايي . زه قسم خورم ، ځكه تر هغه وخته پورې، له تانه پرته د بل هېڅ نارينه لاس پر ما لګېدلى نه و. زما روح او ځان تر هغه وخته چې ستا لاس نه و پرې لګېدلی ، ما ته مبارك او مقدس بريښېده.ما ددې تصور هم نه شو كولاى چې زه مې روح ستا او بل كوم نارينه تر منځ شريك كړم . دا زموږ ماشوم و. ګرانه دا زموږ يوازينى زوى و. زما په ژوند كې د خداى له خوا يوازينى رحم چې پر هغه شوى و،دا و چې هغه زموږ ګډ ماشوم واو له تا سره زما د ژورې او ليونۍ مينې نښه وه. زه پوهيږم چې ته به اوس په پرله پسې او په وار وار ، په ويرې ، په شك او تردید له مانه پوښتنې او وايې به چې زه ولې دا دومره عمر داسې چوپه خوله وم او نن چې هغه زما مخې ته سوړ، بې نفسه او مړ پروت دى ، دهغه يادونه كوم. هغه هم په داسې وخت كې چې هغه پر هغې لارې سفر پيل كړى دى چې نور نو هېڅكله بيرته نه راګرځي ، خو زه نه پوهيږم ما څنګه كولاى شول چې تا ته ووايم؟ تا به هېڅكله هم زما خبرې ، د يوې نا اشنا ښځې خبرې ، دهغې نا اشنا ښځې خبرې دي، چې له تا سره يې درې تصادفي شپې تېرې کړي ،د هغه ښځې چې تا پورې يې هېڅ اړه نه درلودله ، نه واى منلې . دهغې ښځې خبرې چې په لومړۍ ورځ يې ،له هر ډول پلمې پرته ځان تا ته دركړ. تا به دا هېڅكله منلې نه وای چې دا ستا ماشوم دى . كه څه هم ما به زيار ويستلى واى او تا ته به مې دا ثابته كړې واى چې دا ماشوم ستا دى ، د هغې ښځې خبرې به چې له تا سره يې په ټول ژوند كې يوازې درې شپې تيرې كړې وې، تا ته رښتيا بريښېدلې نه وای. ما ددې لپاره هېڅ داسې توري او خبرې نه لرلې چې په هغو ما دا تا ته ثابته كړې واى چې دا زموږ ماشوم دى . ما نه غوښتل چې زما او ستا تر منځ د شك او ترديد كوم ديوال ودريږي . ما نه غوښتل چې ته داسې فكر وكړې چې زه غواړم تا د يوې خبرې منلو ته وهڅوم ، ما په رښتيا دا نه غوښتل . بله خبره داوه چې ماخو ته پيژندلې ، ډير ښه مې پيژندلې ، له هغه څه نه زيات چې تا خپل ځان پيژانده ، ما ته داسې پيژندلې چې ښځه ستا لپاره د مينې يوه خوږه او نه تكرارېدونكې لوبه ده، داسې لوبه چې ته نه غواړې له هغې سره په عذاب شې . په تيره بيا دا به نو ستا له پاره داسې مرګونى ګوزار واى كه ناڅاپه پر تا غږ شوى واى چې دا ستا ماشوم دى او په ناڅاپه توګه د يو چا سرنوشت تا پورې تړل شوى واى .ته چې د تل لپاره ازاد روږدى شوى وې ،ازاد او بې مسووليته اموخته شوى وې ، نوڅنګه ما كولاى شول چې ستا سرنوشت له ځان سره وتړم .ګوره ! ته خو په دې هم پوهيږې ، ته به هېڅكله په دې خوشحاله شوى نه واى چې ما تاته دا خبر دركړى واى .ما نه غوښتل چې ستا له مانه كركه پېدا شوې واى ، ځكه ما په ټول وياړ غوښتل چې ته تل له مانه ښې خاطرې ولرې . كېداى شي ستا دا كركه له ماسره يوه شېبه ، يوساعت يا ټول ژوند واى ، نو ځكه ما غوښتل چې ټولې ترخې خپله وزغمم . د ژوند ټول بار، يوازې له دې کبله چې ستا د ازار او خوابدۍ سبب نه شم . ما غوښتل د ټولو هغو ښځو په منځ كې چې تا په خپل ژوند كې ليدلې وې ، يوازينۍ اونه هېرېدونكې واوسم.داسې يوه ښځه چې تا يوازې په مينه د هغې په اړه فكر كولاى ، خو له بده مرغه ، خو افسوس ، افسوس چې نه يوازې دا ونه شول بلكې تا زما په اړه فكر هم ونه كړ او داسې دې هېره كړم چې همدا اوس دې هم نه ياديږم .
ګرانه! زه اوس هم له تا نه بښنه غواړم .په دې خاطر بښنه غواړم چې زما په دې كرښو كې كېداى شي څه د غم او درد خبرې چې ستا د زړه د درد سبب شي راغلې وي ، خو نن نه شم كولاى هغه ونه ليكم ، هغه دی ، وينې؟ زما ماشوم ،نه نه، زموږ ماشوم، هلته د نيم ژواندو شمونو تر لمبو لاندې مړ،ارامه او بې سا پروت دى . زه نن خداى ته په غضب شوم ، لاسونه مې واچول او هغه مې قاتل وګاڼه ، ډاريږم چې ليونۍ نه شم ، خو زه په دې پوهيږم چې ته څومره مهربانه او د زړه په تل كې له هر چاسره خواخوږى يې. بښنه غواړم او بيا بښنه غواړم ، ته خو نورو ته ورته نه يې ،تا له هر هغه چا سره چې تا ته درغلى خواخوږي او مرسته كړې،زه پوهيږم چې ته ستر زړه لرې ،ته د خواخوږۍ نه ډك يې ،خو ستا خواخوږي چې هر چا ته په لاس ورغله د هماغه ده . هغه بې سرحده ، لويه ، خو ډيره تنبله او ناخوځنده ده. هغه غواړي چې وغوښتل شې، هغې ته بايد درد ورياد كړل شي . هغه تل سترګې په لاره وي چې څوك د هيلې لاس وروغځوي ، تا ته زارۍ وكړي . ته هغه وخت مرستې ته وردانګې چې پوه شې ،غوښتونكى ډير ناتوانه او اړ دى ، نه دا چې ته خپله خوښه له چا سره مرسته وكړې . اجازه راكړه دا درته ووايم ، په ډاګه يې درته ووايم ،چې ته په رښتيا همداسې يې . يوه ورځ چې زه لا وړه وم ، د خپل كور د دروازې له سوري نه مې وليدل چې يو سوالګر ته ، تا پيسې وركړې او ښې ډيرې دې وركړې ، هغه هم په داسې حال كې چې هغه لا غوښتې نه وې، خو زما ښه ياديږي چې هغه ته، تا هغه پيسې په ډار او ډيرې چټكۍ وركړې . پوهيږم تاغوښتل چې هغه ژر پيسې واخلي او هماغه شان ژر ولاړشي. ته ډارېدې چې د يوه غريب او بې وزلي سترګو ته وګورې . تا له همدې امله له هغه سره مرسته وكړه چې هغه نور ونه وينې . له همدې سببه و چې ما هم هېڅكله له تا نه د مرستې غوښتنه نه کوله.البته زه په دې پوهېدم چې ته به هرومرو له ما سره مرسته وكړې ، خو په دې شك او ترديد چې تا به ويل:
– ايا په رښتيا هغه ستا ماشوم دى او كنه ؟
زه په دې هم پوهېدم چې ته به ما ته ډيرې ، ډيرې پيسې راكړې، هغه په دې خاطر چې ته ژر تر ژره زما او زما د ماشوم له جنجاله خلاص شې . زه له همدې ډاره هېڅكله په دې فكر كې نه شوم چې له تانه د مرستې غوښتنه وكړم ، خو په هر حال ، دې ماشوم ما ته د هر څه حيثيت درلوده. هغه هم له دې امله چې زما دا ماشوم له تانه و.. زما نيكمرغي هغه وخت پيل شوه چې ما احساس كړه چې زه ستا ماشوم په ګيډه ګرځوم . ما ليدل چې څنګه ستا مينه په ما كې زرغونيږي . ته په ما كې استوګن شوى وې. ما تصور کاوه چې ته زما د ځان ، ځان ګرځېدلى يې ، خو زما له ژوند نه دې ژوند بېل دى . هوكې !هغه وخت چې په ماكې به ، ستا د مينې څپه رالمسېده ،ما كولاى شول تا ونازوم، ما كولاى شول په هغه لاس ووهم، ما كولاى شول تا ووينم . اوس خو پوه شوې چې ما ولې داسې ځان نيكمرغه احساسولو ، دا ځكه چې ما په ګيډه ستا ماشوم ګرځوه.
نور بیا