لیکنه : ستیفن څفیګ
ژباړه: دوکتور لطیف بهاند
نه پو هيږم د هغې شپې حالت او مايوسي تا ته زه څنګه څرګنده كړم ؟ څنګه يې درته ووايم چې ته پرې پوه شي ؟ ما په هماغه شېبه كې د لومړي ځل لپاره ، هغه څه وازمويل چې قسمت زما په برخه كړي و . وبښه چې قسمت زه ورپورې وهلې وم ،څو په دې پوه شوم چې زما په اړه ستا پوهه او پيژندګلوي دومره وه ، چې هېڅكله به ما ونه پيژني ، هېڅكله څه چې تر مرګه به هم ما ونه پيژني ، خو برعكس ،ما ته هېڅ هېرولی نه شوې. ايا ته به په دې پوه شوی وي او كنه ، په هغو دوو كلونو كې چې زه په بل ښار كې وم ، ته مې تل په خيالونو كې ګرځېدې او تل مې په خيالونو كې تصويرولې . ما ځان ته ستا رنګا رنګ تصويرونه ايستل ، ټول خيالي او د جنتي لذت تصويرونه .كله ، كله به مې د هغو د ناامېدۍ اړخونه هم انځورول او داسې به خيال ته راتلل چې ته رانه مخ اړوې او زه به تر ډيرو شېبو پورې ويرجنه ، نا امېده او خوابدې وم. ځكه په دغو حالاتو كې يعنې د خواشينۍ او وير په حالاتو كې زما رنګ او څېره د كتلو نه وه . تا به په سپکاوي ماته كتل ، ځكه زه به ډيره نا ښکلې ښكارېدمه ، خو ما به په تصوركې هڅه كوله چې دغم ، نا ارامۍ اوستا د بې پروايۍ او سوړوالي نښې د ژوندپه هغو سختو شرايطو كې هم په ځان كې پرې نه ږدم . ما ستا دې بې مهرۍ او پرديتوب ته په خپل ذهني ما حول كې ځاى نه وركاوه … خو يوه شي ډيره زورولم او هغه دا چې هېڅكله هم ستا ماته پام نه را اوښت ،مګر اوس خو زه پوهيږم اصلا دا ته وې چې دادې رازده كړل ، ځکه چې د نجلۍ يا ښځې څېره څومره د نارينوو له پاره غولونكې ده او يا هم اكثراً د هغو څېره د هغو د مينې ائينه ګرځي ، د هغو د شوق او محبت ائينه هم ماشومانه وي او معصوميت په كې ليدل كيږي، يا خو د كومې روحي ستړيا څرګندونه كوي. خو هر څه چې وي دغه ټول په دې څېرو كې دائينو په څېر ژر پېدا كيږي او په هماغه چټكۍ وركيږي . نو له همدې امله د نارينو لپاره تل ګرانه ده چې ښځې وپيژني. که د ګلونو لوبه د هغو په څېره كې درنګونو ځاى بدلوي، كه د هغو په څېرو كې د ژوند ارمانونه د رڼا او تيارو برخې بې ځايه كوي. او يا كه كالي د هغو لپاره بېله دنيا برابروي ، دا ټول د دوی په ګټه وي.رښتيانی عاقل هغه څوك دى چې خپل قسمت يې راسپړلی وي، خو زه لا ددې لپاره ډيره حيرانه وم چې وکولای شم تا هېر كړم . په تيره بيا چې پرله پسې مې ستا په اړه فكر كاوه ، ما هم همداسې ګڼله چې ګواكې ته هم زما په اړه هماغه شان فكر كوې لكه ما چې ستا په اړه كاوه. تر دې لا زياته دا چې ما داسې ګڼله چې ته هم تل ما ته سترګې په لار يې . نه پوهيږم څنګه به ما ژوند كولای كه زه خبره وای چې زه ستا لپاره د يوې نرۍ ريښكۍ په اندازه هم ارزښت نه لرم او يوه كوچنۍ مرغۍ يم. كه څه هم زما دا حالت ستا لپاره يو احساساتي كار و او ما ته داسې وبرېښېده چې تا ته هېڅ شې نه دريادوي، ما داسې وګڼله چې ما او تا د يوې نرۍ ريښكۍ په اندازه هم كوم شې نه سره نه نښلوي . دا زما لپاره د لومړي ځل لپاره يوه نه هېرېدونكی او وژونكی ګوزار و ، چې ما ته خپل تقدير را په برخه کړی و.
تا په هغه وار زه ونه پيژندلم ، خو كله چې تر يوې اونۍ وروسته تا بيا زه وليدم ، كتل دې اشنا و ،مګر تا بيا هغه څوك زما په سترګو كې ونه ليدل چې ته ورته ګران وې ، بلكې ستا يوازې او يوازې يوې اتلس كلنې نجلۍ ته پام شو او هغې ته دې په ځير ځكه وكتل چې تا دوه ورځې مخكې هم هغه همدلته ليدلې وه.
تا ماته په داسې حال كې چې تود سلام دې کاوه او نرې مسكا دې پر شونډو خوره وه، په حيرانۍ وكتل .ته بيا هم د تير وار په شان زما له څنګه تير شوې او ګامونه دې كرار كرار نرمول . زه ريږدېدم او خداى ته مې زارۍ كولې چې راسره وغږيږې .
په همدې شېبه كې په دې پوه شوم چې زه ستا له پاره يو څوك يم، زه هم بې له هغه چې څه وكړم كرار كرار تلم ، ما ناڅاپه احساس كړه چې ته راپسې را روان يې. بې له هغه چې شاته وګورم ،زه په دې پوه وم چې ته پر ما غږ كوي ، اوس به زه ستا خوږ غږ اورم ، نيږدې و چې له ا نتظاره مې ساه وخيژي ، نيږدې و چې چور پر ځاى ودريږم ، خو ته رانه مخكې شوې او دخپل عادت مخې دې له ماسره په خوشالۍ ، د يوه پخواني پخواني ملګري په څېر خبرې پيل كړې . اخ ، اخ ! داسې ښكارېده چې تا دې هېڅكله زما د ژوند په اړه هېڅ اورېدلي نه وې او په هېڅ نه پوهيږې . تا په داسې معصوميت او بې چارګۍ له ماسره خبرې پيل كړې چې ما کولای شو په ډيرې زړورتيا ستا ځواب ووايم. موږ ستا تر کوڅې پورې ورسېدو اوهلته ته رسېدو سره سم تا ما ته وويل:
– نه كيږي چې ماښامنی په ګډه سره وخورو ؟
ما چې د دې هيلې دنه منلو توان په ځان كې نه ليده په چټکۍ درته وويل: ولې نه !
نه پوهيږم ستا به ياديږي او كنه ؟ ما او تا په يوه داسې لوى هوټل كې ماښامنۍ وخوړه، څنګه ياديږي دې ؟ اخ ، اخ نه ستا كله ياديږي ، هرومرو ستا نه ياديږي ،ځكه ستا خو دا يو ماښام نه و، چې هلته له كومې پيغلې سره ماښامنۍ تيروې او ما چې هم له هغو نورو ښځو نه كوم ځانګړی توپير نه درلود چې له تا سره به دې هوټل ته راتلې ، نو د تا به زه څه په ياد وم . زه د يوه داسې اميل د لړۍ په څېر چې په سلګونودانې يې درلودې ، يوه دانه ومه ، داسې دانه چې تا نه شو كولای هغه له يو بل نه توپير كړې . زه هم نه پوهيږم چې څه شي کولای شول ما تاته درپه ياد كړي . ځكه په هغه ورځ تقربياً زه هېڅ نه غږېدمه. دا زما لپاره ډيره لويه نيكمرغي وه چې ستا تر څنګه ناسته او ستا غږ مې اورېده .زه ډارېدم چې له تا نه پوښتنې وكړم ، ځكه ما نه غوښتل ، هغه زرين وخت په تشو خبرو له لاسه وركړم چې خداى راپه برخه كړی و. ما تر ډيره وخته له خداى نه شكر كولو چې څنګه مې هغه، هغه هيلې په ګل راته بدلې كړي دي چې ما كلونه كلونه د هغو ګل كېدل غوښتل.ته بې له هر ډول تشريفاتو او تكلفه خوشحاله، خواخوږی، نيږدې او مهربانه وې. هغه زموږ د كتنې له لومړۍ شېبې نه ته له ما سره داسې مينه ناك، مهربانه او خواخوږی وې، كه زه له پخوانه ، له څو كلونه ، له ټولې هستۍ سره ستا ،له دې کړو وړو سره اشنا نه وای او ته مې نه پيژندلای، تا به بيا هم په همدې ورځ زه خپله كړې وای . اخ ،اخ ته خو نه پوهيږې او تصور يې هم كولای نه شي، چې څه ستر پرتمين تصور ته دې د هستۍ او واقعيت رنګ وركړ. تا زما پنځه كلنې هيلې نه يوازې ونه غولولې بلكې هغوی ته دې شين چمن تاند كړ.
ډير ناوخته شوې وه،خبره له نيمې شپې هم اوښتې وه ،چې د ډوډۍ د ميز له شانه يوځای ،ګډ او په مسكا راپاڅېدو، له هوټله د وتو په شېبه كې تا راته وويل چې په ما خو به ناوخته شوې نه وي ؟ ايا د نور وخت امكان هم لرم كنه ؟ ما نه شو كولای د خپل زړه خبره او هغه له تاسره پاتې كېدل و له تا نه پټه كړم. اصلا هغه د پټېدو نه وه . سمدلاسه مې تا ته وويل چې تر اوسه لا وخت شته دى . تا د دې ځواب په اورېدو د يوې ساه په اندازه، صبر او تعجب وكړ او په چټكۍ دې وويل چې :
نه شئ كولای له ما سره لاړشې چې دخپل زړه خوږې خوالې ته دوام وركړو؟
زه اوس ستا د تعجب په علت پوهيږم ، ځكه ښځې خو تل خپل احساسات پټ ساتي ، آن په هغو شېبو كې هم دوی خپل راز پټ ساتي چې د مينې او تسليمۍ اور يې په زړه كې بل وي. هغوی تل د انكار لپاره بېلابېلې پلمې لټوي ،هغوی،لكه د وخت نه درلودل ، خوب ورتګ ، نابلدتيا ، په كور كې انتظار ، د خپلوانو نه اجازه او په لسګونو نورې پلمې کوي. دوی يوازې هغه وخت د رضايت غاړه ږدې چې ډيرې زارۍ، قسمونه او يا هم تشې وعدې واوري. ستا دغه شان بلنه چې ما ومنله معمولاً يا يې هغه نجونې مني چې مينه يې په يو كسب و كار بدله كړې وي او يا هم هغه نجونې چې ډيرې بې تجربې او يا هم ډيرې ځوانې وې ، خو زما د هو ويل دځواب په اړه به تا فكر كړی وي او كنه ؟ تا به څه فكر كړی وي، زه درته وايم :
اول خو دا زما اراده وه. بل دا چې دا د هغو زرګونو ورځو له خفګان نه ځان ژغورل و چې ما ستا له غمه يوازې تيرې كړې وې. په هر حال ته له دې نه په حيرت كې وې چې ما ولې له تا سره دومره مينه ښودله . زما په يوه شېبه كې دې ته پام شو چې ته ، په ډيرې حيرانتيا له ځانه دا پوښتنې کوي ،له ځان سره دا وايي: چې دا جړه غوټه او نه حل كېدونكې معما ،په دې ځوانې ،بې پروا او هممهاله مهربانې پيغلوټې كې څنګه راټول شوي دي . په تا كې د حيرانتيا ، پوهېدو او درك احساساتو څپې وهلې او زه ستا له ډيرو احتياطي او لرې لرې پوښتنو نه په دې پوه شوم چې غواړې په دې معما پوهه شې، خو سر دې نه پرې خلاصېده. ما هم له سپينو او دقيقو ځوابونو نه ځان ژغوره. ما غوښتل چې تا ته ساده او چوره ليونۍ ښكاره شم، خو له خپله راز دې خبر نه كړم .
بالاخره موږ ستا د كور زينو ته وروختوو . ګرانه ! نه شم کولای هغه شېبه تا ته تصوير كړم . نه پوهيږم ته به پرې پوهيږې كنه ؟ كله چې زه ستا د كور په کوڅه دروګرځېدم ، کله چې ستا د كور په زينو ختلم ،زه د نيكمرغۍ په كوم مست سيند كې ، څو واره ډوبه راډوبه او بيرته راپورته شوم . ما ته حتی همد اوس د هغو شېبو رايادول له خوښۍ نه ژړا راوړي.مګر اوس خو زما اوښكې نه شته . ته فكر وكړه چې زه ستا د كور مخكې ولې هسې شوم؟ ولې په هغه حال شوم؟ نه دا ټوله مينه نه وه . په هغه كې زما د ماشومتوب ، خوښۍ او غم يادونه هم وو. ته پوهيږې كنه چې د هغه ځاى هره لويشت زما لپاره د يادونو زانګو وه. ستا د كور ګرځني، دا هغه ځاى و چې ما په زرګونو واره هلته ستا د راتلو لارې څارلې وې .
ستا كور ته ختونكې زينې، دلته هغه ځاى و چې ما به ستا د ګامونو د اواز غږ ته غوږنيولی و ا. هغه غږ ستا د راتلو زيری و او بالاخره دا هغه ځاى و چې ما د لومړي ځل لپاره ته هلته ليدلی وې .په همدې دهليز كې زموږ د كور د دروازې هغه لرليد راخلاصېدو چې ما به ستا تګ او راتګ په كې څار. دا هغه سوری و چې زما روح په اسانۍ سره له هغه نه تا ته ځان رساوه … زما د ټول ماشومتوب ، زما د هغه وخت د شوقونو او سركشو هيلو ټولې خاطرې په همدې كوچني لڼد او تنګ ماحول كې له ورايه انځور شوې وې. لنډه دا چې زما ټول ژوند همدلته پناه اخيستې وه او دلته اوس زما په راښكاره كېدو سره ټولو په يو وار او يو ځاى لكه خونخوار لښكر پر ما يرغل راوړ . ته پوهيږې چې زه له تا سره ستا تر څنګ روانه وم. ستا د كور پر لور ،زما د كور پر خوا، دا لومړی ځل و چې د څو كالو له ليوني انتظار نه وروسته موږ ګډ اوږه پر اوږه سره روان وو. ته لږ فكر وكړه دا ظاهراً ډيره ساده بريښي ، خو زه له دې نه پرته بل ډول خبرې نه شم كولای . ايا ته يې تصور كولی شې ؟ چې ما په زرګونه وارې ستا د دغې دوازې خواته چې اوس له تا سره يو ځاى پرې راننوتم او ما ته يې زما د زړه د پاچاهي بڼه درلوده ، له اوښكو په ډكو سترګو او له هيلو په غوړېدلي زړه كتلي وي ؟
كېداى شي ته به زما په دې خبرو پوه شې ، خو هغه به هېڅكله ته احساس نه کړې، نه اوس او نه په راتلونكي كې ،هېڅکله به يې احساس نه كړې .
نور بیا