ژباړه: بشیر باران
یو ناسم باور چې د نړۍ په اکثریت وګړو کې شتون لري دا دی چې وګړي نبوغ یا یو فوق العاده استعداد ته د حافظې د ظرفیت سره تړاو ورکوي. په داسې حال کې چې د یوه انسان نبوغ د هغه د فکر په طرز پورې اړه لري. د هغو نوابعو له نوملړ څخه چې د حفظ وړتیا یې نسبتا ضیفه وه د انشټاین او اډیسن د نومونو تذکر به غوره وي. د یاد شوو نوابغو اختراعاتو د بشریت په تاریخ کې عظیم تحولات را مینځته کړي.روزانه ۶۳۰۰۰ فکرونه د انسان په ذهن کې خطور کوي، او دا افکار کېدای شي یا یو ستر ګواښ او یا هم ډېر موثر ثابت شي. له دې امله باید خپلو افکارو ته ځیر اوسو ځکه چې همدا افکار تعینونکي دي چې څوک یو او څوک باید واوسو. دا چې افکار مو د رفتار او سلوک سبب ګرځي، د رفتار تکرار مو د عاداتو د تشکل باعث کېږي، او عادات مو شخصیت جوړوي او شخصیت مو په ژوند کې ناکامي او بری راپېژني، د مثال په توګه پر نفس غالبوالی، د نفس عزت، په ځان باور، احساسات (خوشالي، غم، ډار، اضطراب، لذت، حسادت او نور…)، تمرکز، ځیرکتیا، هوډ، علاقه او نور مهم فکتورونه دي چې د یو شخص په ناکامۍ او بري کې خاص رول لوبوي، دا ټول د هغو افکارو په نتیجه کې چې د یوه شخص په ذهن کې تیاریږي جوړ شوي او له مینځه ځي.ټول هغه شیان چې لولو یې، وینو یې، اورو یې، بویو یې، لمسوو یې، څکو یې، او یا یې په یوه نا یوه ډول احساسوو، لږ تر لږه یو فکر زموږ په ذهن کې جوړوي چې همغه فکر ممکن زموږ د ژوند د جهت زاویې ته تغیر ورکړي. نو له دې وجې باید ډېر متوجه واوسو چې زموږ تکلم (خبرې) زموږ په اړه څنګه افکار د مقابل لوري په ذهن کې جوړوي او برعکس د مقابل لوري د کلیماتو د موزونوالي په مخکې زموږ په ذهن کې د افکارو دریځ څه دی. د مثال په ډول باید خپلو ماشومانو ته د منفي کلماتو لکه مضر یې، بې استعداده یې، بې احتیاطه یې، ضدي یې او امثالهم له کارولو څخه په کلي توګه ډډه وکړو، ځکه چې دا کلیمات غیر ارادي او پرته له فلتره د هغوی په ذهن کې ستاسو د کلیمو په مطابق افکار فعالوي او په نتیجه کې نظر د سایکولوژي د علماؤ وینا ته هر شخص هغه څه جوړېږي چې په اړه یې ډېر فکر کوي.
لیک: ډاکټر سید خالد روحاني
[review]