لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) ټول ژوند د مسلمانانو لپاره د درسونو او عبرتونو څخه ډک دی او د مومنانو لپاره د قدوه حسنه مثال لري. نو د رمضان په میاشت کې بیا هم دغه قدوه حسنه او نېکه نمونه په ښکاره توګه تمثیل کېږي چې مسلمانان ورپسې اقتدا وکړي. پیغمبر (ص) مدینې منورې ته له خپل هجرت څخه وروسته هغه مهال د عاشورا د ورځې د روژې نیولو حکم وکړ چې د رمضان د میاشتې روژه لا فرض شوې نه وه. خبره داسې وه چې کله پیغمبر (ص) ولیدل چې په مدینه منوره کې هستوګن یهودان د عاشورا په ورځ روژه نیسي نو رسول الله (ص) ترې و پوښتل (چې دا کومه ورځ ده چې تاسو روژه پرې نیسی؟)
هغوی وویل: دا خو یوه ډېره عظیمه ورځ ده چې موسی (ع) او قوم ته یې خدای (ج) په دې ورځ نجات ورکړی، فرعون او د هغه قوم یې په همدې ورځ غرق کړی، نو موسی (ع) به خدای (ج) ته د شکرانې او مننې په عنوان باندې دغه ورځ روژه نیوله او موږ هم دغه ورځ روژه نیسو. له همدې سره سم پیغمبر (ص) و فرمایل: (نو موږ خو باید په دې ښه کار کې له تاسو وړاندې وو چې د موسی (ع) د دې غوره عمل پیروي وکړو) نو رسول الله (ص) روژه و نیوله او نورو مسلمانانو ته یې هم د روژې نیولو حکم وکړ. رواه البخاري. روایتونه وایي مخکې له دې چې په مسلمانانو باندې د رمضان د میاشتې روژه فرض شي نو د دې ورځې روژه نیول پرې واجب وو خو کله چې د رمضان د میاشتې روژه فرض شوه نو مسلمانانو ته د عاشورا د ورځې روژه نیول سنت و ګرزول شوه. پیغمبر (ص) به د رمضان په میاشت کې د عبادت ځانګړې پاملرنه کوله او عبادت یې تر دې اندازې پورې زیات کاوه چې دوې روژې به یې هم سر په سر او پرته له افطار څخه نیولې او کله به چې اصحابو د پیغمبر (ص) د دې عمل د اقتدا هڅه وکړه چې ګواکی دوی هم دوې روژې سر په سر او له افطار کولو پرته ونیسي نو هغوی به یې لدې کار څخه منع کول او ورته ویل به یې: (زه په روژه کې ستاسو په څیر نه وم، بلکي زما پروردګار ماته اوبه او طعام راکوي) رواه البخاري. پیغمبر (ص) به په رمضان کې د قرآن کریم تلاوت زیات کاوه او مسلمانانو ته به یې داسې لارښوونه کوله: (په روژه ماتي کې بیړه وکړی خو په پشلمي کې بیا وروسته والی ښه دی) هغه به د ماښام د لمانځه د مخه روژه ماتی او بیا به یې لمونځ ادا کړ خو پشلمی به یې داسې مهال کاوه چې د پشلمی او سهار د لمانځه تر منځ به ډېر کم وخت پاتې وو. رواه البخاري. پيغمبر (ص) د رمضان په میاشت کې مختلف سفرونه کړي دي د بدر غزا، د مکې مکرمې فتح او داسې نور مهم واقعات او سفرونه د رمضان په میاشت کې پېښ شوي دي. همدارنګه پیغمبر (ص) به په خپل هغه سفر کې روژه نیوله چې ډېر به سخت نه وو خو کله کله به یې د سختۍ پر مهال په سفر کې روژه ماتوله. ابي دردا (رض) روایت کوي چې یوه ورځ په سفر کې وو، سخته ګرمي وه او زموږ په منځکې یوازې پيغمبر (ص) او یو بل صحابي چې عبدالله نومېده روژه نیولې وه نورو ټولو ماته کړې وه) رواه مسلم. همدارنګه په یو بل روایت کې ابن عباس (رض) فرمایي (پیغمبر (ص) به په کور او سفر کې د خپل ژوند تر پایه د میاشتې د سپينو ورځو روژه نیوله) رواه النسايي. سپینې ورځې د هرې هجري قمري میاشتې ۱۳ ، ۱۴ او ۱۵ ورځې دي هغه مهال چې سپوږمی پوره کېږي او د شپې خپله رڼا د ځمکې په توره پرده هواروي. همدارنګه پيغمبر (ص) به د رمضان په میاشت کې د خیرات، صدقې او داسې نورو نېکو کارونو په اړوند تل له نورو څخه وړاندې او په نورو وګړو به مشفق او مهربانه وو.