نبي ساحل د ۱۳۶۲ لمریز کال د دلوې په میاشت کې د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په حسن خېلو کلي کې زیږیدلی دی. لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې یې پخپله سیمه کې د تکیې په عالي لېسه کې (هغه مهال کویټ الخیر نومېده) بشپړ کړې دي. د ښوونځي تر بشپړېدو وروسته د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي ته بریالی او هغه یې په ۲۰۰۵ زکال بشپړ کړ. نوموړي د پوهنتون پر مهال لومړی د(وردګ مهالنۍ) په نامه د جریدې چې د حمید ناصري لخوا چاپېده مرستیال و، وروسته بیا د (لپه) مجلې مسوول مدیر شو. د پوهنتون له بشپړولو سره سم یې په اریانا ټلویزیون کې د خبریال او ویاند په توګه دنده پیل کړه. هلته تر یو نیم کال دندې وروسته د افغانستان د ملي امنیت د شورا په دفتر کې د ولایتونو د اړیکو د مسوول په توګه په دنده وګمارل شو. هلته تر دوو کلونو دندې وروسته د افغانستان د ملي ټلویزیون د اطلاعاتو د عمومي مدیر په توګه یې کار پیل کړ. له یو نیم کال دندې وروسته یې له هغې دندې څخه استعفا ورکړه او د ګوربت په نامه د راډیو ټلویزیون د جوړولو کار یې پیل کړ. له ګوربت سره تردوو کلونو دندې وروسته د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې له رسنیو سره د اړیکو او همغږۍ د مسوول په توګه وګمارل شو. نبي ساحل د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کې نیوزلنډ ته ولاړ او دا مهال هلته د ماسټري د زده کړو لپاره د چمتووالي پروګرامونه لولي. وخت نا وخت د نوموړي یو لړ لیکنې په مطبوعاتو کې خپرې شوې او یو شمېر کتابونه یې هم ژباړلي دي.
ژباړل شوي اثار یې دي: –
- د اپلاتون د ویناوو غورچاڼ (چاپ)
- د ویلیم شکسپیر ژوند او اند (ناچاپ)
- د ارسطو د ویناوو غورچاڼ (ناچاپ)
- نوې خبریالي (چې دا د کتابونو یوه ټولګه ده چې پکې څو رسنیزه خبریالي، شبکه یی خبریالي، ویکي خبریالي، ښاروندي خبریالي، پرلیکه خبریالي، ګرځند ټلیفوني خبریالي او بدیلي خبریالي) پکې را ټول دي. (ناچاپ)