وزیرستان وروستی تمځای کتاب مو لوستی؟ ددې کتاب لیکوال ۳۳ کلن نذیر سهار دی.
نذیر سهار د شعر، ادب او ژورنالیزم اړوند ګڼ کتابونه لیکلي او ژباړلي دي، سهار په خپل تنکي عمر کې د پښتو ادب د بډاینې لپاره ډیر کار کړی، باور دی، چې په راتلونکې کې به د ده نوم، په پښتو ادب کې خپل ځانګړی ځای ولري.
نذیر سهار په ژورنالیزم کې د لیسانس له مسلکي زدکړو وروسته د سهار ورځپانې، کلیدې اونیزې او راډیو، ویسا ورځپاڼې، لمر او طلوع ټلویزیونونو، پژواک خبري اژانس او کابل نیوز کې یې په بیلابیلو ژورنالستي برخو کې کار کړی.
نذیر سهار د ادب او د ژورنالیزم د مسلکي لیکنو تر څنګ د هېواد په سیاسي او ټولنیزو مسایلو کره شننې او لیکنې هم کړي دي.
په لومړيتوب کې د نذیر سهار لیکنې ولولئ، او په ولس کې د پوهې او مسلکيتوب د روحیې د پالونکو ملا ور وتړئ.