ليکنه: محمد محق
ژباړه: ډاکټر وليالله آزاد
په يوه بله مقاله کي مي ليکلي وو چي په توندلارو او منځ لارو باندي د طالبانو وېشل سم نه دي. هلته مي خپل دليلونه هم وړاندي کړي وو او تر اوسه هم پر هماغه باور ولاړ يم. په هغه مقاله کي مي توضيح کړي وو چي که څوک له خشونته لاس واخلي او مدني ژوند ته چي منځلاريتوب يې طبيعي لازمه ده را وګرځي هغه خو بيا نور طالب نه دی ځکه د طالبانو په ايديالوژي کي توندلاريتوب په ذاتياتو کي راځي او ده خپله رابطه ورسره شلولې ده. هغه خبره چي دلته يې کوم، له هغې موضوع سره په ټکر کي نه ده او غواړم دا ووايم چي په افغاني ټولنه کي داسي ډلې شته چي رسما د طالبانو په کتار کي نه راځي يعني نه په خپله ځانونه طالبان ګڼي او نه نور يې طالبان بولي، خو په عمل کي طالباني ليدلوري ته معتقد دي او د طالباني افکارو په رواجولو سره هماغه ځای ته رسېږي چي طالبان يې غواړي. ليکوال پر دې باور دی چي د طالبانو په تقويت کي او د هغوی لپاره د فکري او فرهنګي ملاتړ په برابرولو کي د دې ډلو نقش خورا موثر دی. که طالبان د جبهې شا ته داسي ملاتړي ونه لري د دې وس به ورته پاتي نه شي چي په ټولنه کي حضور ولري او خپل سياسي ژوند وغځوي. دا هم د مطلب شرحه:
څوک چي له کمپيوټر سره سروکار لري – او نن سبا ډېر هم دي – پوهېږي چي کمپيوټر له دوو مهمو برخو رغېدلی دی، يوه برخه چي دغه دستګاه ځني جوړه شوې ده، سخت اوزار ( Hardware ) نومېږي، بله برخه چي پر همدې سخت اوزار باندي نصب پروګرامونه دي نرم اوزار ( Software ) بلل کېږي. دواړه برخې د يوې بلې مکملې دي او په يوازي سر کار نه شي کولای.
غواړم د همدې ساده او شايع مثال په مرسته د طالبانو په اړه يو د تأمل وړ ټکی بيان کړم. د ليکوال په نظر څوک چي نن سبا د طالبانو په نامه پېژندل کېږي او په اوسني افغانستان او بلکي په سيمه کي د ډېرو نا امنيو او شخړو سبب دي او د سيمې د ثبات او استقرار مخه نيسي، د پورتني مثال په شان په دوو برخو ويشل کېدای شي چي هره برخه يې د بلې برخې رسالت تکميلوي. د طالبانو يوه ډله به سخت اوزاري يا هارډوير نوموو او بله ډله يې نرم اوزاري يا سافټ او دا هماغه کسان دي چي په رسمي ډلبنديو کي د طالبانوپه کتار کي نه حسابېږي.
دا چي د دې پديدې په اړه تيوريکي بحثونه خام دي او اکثره وګړي ان په ډېرو لوړو کچو په خپلو بحثونو کي له دې قضيې سره سطحي چلند کوي او برسيرن تحليلونه وړاندي کوي او د دې پر ځای چي د ستونزو اساسي حل لارې ومومي، له عامو افکارو سره لوبي کوي نو تر اوسه پوري د طالبانو د ډلو تفکيک نه دی شوی او په دې مورد کي شته ابهام نه دی روښانه شوی. د دې کار نتيجه دا راوتلې ده چي د دې ستونزې په تحليل، چاره او د هغې پر وړاندي د دريځ په غوره کولو کي نيمګړتيا پيدا شي او دا بيا له دې ستونزې سره د مبارزې د ناکامۍ سبب شوې ده او د ډېرو کسانو هڅې يې ابته کړې دي.
د همدغسي چلند په وجه له دريو لسيزو را هيسي په سيمه کي توندلاريتوب ورځ تر بلې زيات شوی او سياستوالو د دې پر ځای چي د دې شي عواقبو ته پام وکړي، هر وخت يې هڅه کړې ده چي سترګې ورباندي پټې کړې او ښايي له خپلو رقيبانو سره په سياسي کشمکشونو کي ځني ګټه هم واخلي. د ليکوال په باور د طالبانو او القاعده پر ضد د مبارزې دغه روش به مقصد ته ونه رسېږي او حاصل به يې يوازي د ځواکونو ضايع کول او له عمومي افکارو سره لوبي کول وي.
د طالبانو يوه برخه چي سخت دريځه او خشونتپاله ډله يې ده او عملا وسله په لاس کي لري، د سيمې د سياسي صحنې ډېرو کتونکو ته اشنا او د درک وړ ده. دغه برخه پېژندل شوي رهبران لري چي عملا د جګړې لارښوونه او اداره يې په لاس کي ده. نن سبا ټول پام او ټولي سياسي نقشې د طالبانو همدې برخې ته وقف شوې دي.
څه چي ډېر عوام او خواص ځني غافل پاتي شوي دي او په لږو تحليلونو کي ورباندي بحث شوی دی، د طالبانو بله برخه ده چي نامرئي (نه ښکارېدونکي) طالبان دي. له هغوی پرته د طالبانو د جنګي ډلې فعاليت له ستونزې سره مخ کېږي. د جنګي طالبانو د فعاليت ادامه شديدا په دې ډلې پوري تړلې ده، ځکه دا ورته د جبهې شا ته ايديالوژيکي ملاتړ برابروي. هيڅکله د دې ډلې نقش چي لومړۍ ډلې ته اجتماعي – فرهنګي بستر جوړوي او جنګيالي ورته برابروي جدي نه دی ګڼل شوی.
د خشونت او توندلاريتوب پر ضد د مبارزې علمبرداران د دې برخې پر خطر که پوه شوي هم وي، ممکن په تکتيکي لحاظ يې دا لازم نه وي بللای چي د جګړې جبهه پراخه کړي او دا به يې غوره ګڼلای وي چي يوازي هغه کسان طالبان وبولي چي عملا د جنګ په ميدان کي ولاړ دي او روزمره په وژلو او ورانيو لګيا دي. ښايي تصور دا وي چي د جګړې د ميدان تنګول او دښمن په يوې خاصې برخې پوري محدود ګڼل به له هغه سره دمبارزې چاره اسانه کړي او پر هغه به د غلبې لاره هواره کړي، خو له دې ډلې سره د يوې لسيزې د بهير ارزول ښيي چي دا باور ناسم وو.
عملا په دې لاره د طالبانو ځواک کم نه شو او هغه هدفونه چي له دوی سره د مبارزې لپاره په پام کي نيول شوي وو، لاس ته رانه غلل، بلکي څومره چي وخت تېر شوی دی هماغومره د طالبانو د فعاليت کړۍ پراخه شوې او خطر يې څو چنده زيات شوی دی او د دوی فعاليتونه عملا د افغانستان له پولو اوښتي او هغو سيمو ته هم رسېدلي چي هيڅکله يې اټکل نه کېده چي طالبان به ور ورسېږي.
د طالبانو د دې ودې دليل همدغه دی چي د طالبانو قضيه يوازي په سياسي بعد کي خلاصه شوې وه او هغه فرهنګ چي د دې ډلې له پراخېدو سره نېغه مرسته کوي، له پامه غورځول شوی وو. په بله وينا هغه ځواکونه له پامه غورځول شوي دي چي عملا له طالبانو سره نه دي ولاړ او ان ښايي د طالبانو نقد او مخالفت هم وکړي، خو په عين وخت کي داسي فرهنګ رواجوي او داسي افکار خپروي چي نتيجه يې يوازي داده چي په سيمه کي طالباني فکر او طالباني روحيه پياوړې شي.
د دې ځواکونو ډېره برخه له جګړې سره مستقيمه رابطه نه لري او ظاهرا د ټولنې د مدني جوړښت يوه برخه ده او يا دا د طالبانو مخالف هغه سياسي – مذهبي فعالان دي چي د اساسي قانون تر چتر لاندي ژوند کوي – سره له دې چي پر اساسي قانون چنداني باور نه لري او کله ناکله عملا ورسره مخالفت هم کوي – ځيني نور يې ان پر دولتي چوکيو ناست دي خو بيا هم د دوی کارونه سبب کېږي چي د طالب پالنې فرهنګ لا غښتلی شي او هغه کسان چي غواړي له طالبانو سره اساسي مبارزه وکړي او د دې بهيرونو ټولنيزې ريښې ور وچې کړي،څنډې ته وهل کېږي چي هيڅ کار ونه کړای شي.
نرم طالبان هغه کسان دي چي د اسلام له طالباني تعبير سره يې خپله رابطه نه ده شلولې او په دې تعبير کي هيڅ شک نه کوي او دې ته هم نه دي چمتو چي په دې اړه بحث او مناقشه وشي. دوی دې ته هيڅ رغبت نه لري چي په عمومي بحثونو کي د طالبانو منځ ته راوړونکي فکرونه او تيوري ګانې تر نقد لاندي ونيول شي. دوی دين د قدرت داسي اوزارګڼي چي ورباندي کولای شي سياسي – اجتماعي موقف حاصل کړي او له دې لارې په قدرت کي برخه واخلي او يا د قدرت له خاوندانو باج واخلي. دوی د دين له هر هغه تعبير سره مخالف دي چي له دين څخه د دنيوي استفادې لاره بندوي، په همدې وجه يې ډېر فکري او اجتهادي مبحثونه چي لا اختلافي دي او تر شا يې هيڅ کوم قاطع ديني نص هم نشته، په ممنوعه حريمونو بدل کړي دي او هيچا ته هم پکي د ور ننوتلو اجازه نه ورکوي او که له کومې ګوښې د نوفکرانو اواز اوچت شي، ټول خپل اختلافونه يوې خوا ته پرېږدي او د هغوی د ځپلو په خاطر سره يو کېږي.
دوی په دې خطرناک دي چي د فکر له ازادۍ څخه وېره لري او دا خطر تر هغه خطر خورا زيات دی چي طالبان يې د خپل توندلاريتوب په وجه د ټولنې عمومي امنيت ته را منځته کوي. په همدې وجه دوی په رسنيو کي او په هغو تريبيونونو کي چي په واک کي يې لري، د انسانانو پر وژل کېدو او د سلګونو او زرګونو وګړو د خونو د خرابېدلو په اړه څه نه وايي او پر دې سيمې له را روانې تيارې څخه هيڅ شکايت نه کوي، خو همدا چي په يوه ګوښه کي د دوی د ذوق او سليقې خلاف يوه خبره وشي، ټول د ليونيانو غوندي را دانګي او داسي ښيي چي ګواکي پر دين او مقدساتو او سنتونو باندي بريد شوی دی، بيا واټونه او سړکونه له خپلو پلويانو ډکوي او خپل زور ښيي.
دغه ډلې د هيواد په هر ګوټ کي مختلف مرکزونه لري. جوماتونه د دوی دي، دوی د پخواني او نوي سبک تعليمي مرکزونه لري او پر هغوی سربېره يې احيانا ځيني سرتاسري رسنۍ هم تاسيس کړې دي او غښتلي خپرندوی ارګانونه لري، ورسره يې مالي بنسټونه او د ګټې – وټې شرکتونه جوړ کړي دي او د اوسنيو شرايطو او تحولونو په برکت يې لويي سرمايې ګټلې دي.
دوی پر ځينو حکومتي بنسټونو د خپل نفوذ له لارې، خپلې سليقې پر خلګو مني او خپل فکري مخالفان په مختلفو لارو تر فشار لاندي راولي. په همدې وجه ډېري ډلې او ډېر بنسټونه ورته باج ورکوي چي د دوی له تبليغاتي يرغله په امان کي پاتي شي.
هغوی چي رسنۍ او نور امکانات يې په واک کي دي، د ټولنې د عمومي ذهنيت په جوړولو لګيا دي او ځانګړې مفکورې رواجوي او خاصه ايديالوژي خپروي، هغوی له ټولو هغو امکاناتو څخه پوره ګټه پورته کوي چي د وروستيو کلونو د تحولاتو په برکت ور په برخه شوي دي خو دوی دا نه شي زغملای چي نور وګړي چي د دوی په شان فکر نه کوي، هم له دې فرصتونو استفاده وکړي او همدا چي بل کس وغواړي د دوی په شان د ټولنې په فرهنګي او فکري ډګر کي را ميدان ته شي او په ځينو موردونو کي د فکر او ليد تکثير نندارې ته وړاندي کړي، هغوی بيا له دين څخه په استفادې سره او د دين تر پوښښ لاندي پر نورو ميدان تنګوي او څه چي ځان ته يې خوښوي، نورو ته يې نه خوښوي.
جالبه خو لا داده چي دغه ډلې له يوې خوا د هيواد له هغو ټولو امکاناتو څخه چي په سياسي او اجتماعي ساحه کي شته، ګټه اخلي او له بلې خوا هر وخت د منتقد او معترض په دريځ کي را څرګندېږي او د نظام د مشروعيت او په خلکو کي د نظام د نفوذ مخه نيسي. دوی هغه فساد په شدت را برسيره کوي چي په خپله هم په کي برخه لري او په کافي اندازه يې ګټه ځني کړې ده او په دې توګه د نظام د مسالمتپالو مخالفانو په جامه کي ځان را ښيي.
دغه ډلې نه رسما په طالبانو کي حسابېږي او نه د هغوی په مخالفانو کي. دوی له يوې خوا د طالبانو پر موجوديت او د هغوی په جګړو خوشحاله دي خو خپله خوشحالي نه څرګندوي، مګر د طالبانو موجوديت د خپل باج اخيستنې لپاره غوره فرصت ګڼي. يعني که د دوی غوښتنې ونه منل شي، دوی هم له طالبانو سره يو ځای کېدای شي بيا کولای شي د هغوی په شان د خشن مخالفت بيرغ اوچت کړي او خپل پلويان خشونت ته ور بولوي او د ټولنې عمومي فضا ګډه وډه کاندي. له بلې خوا له خشونت سره په مبارزه کي ځان د نړيوالې ټولنې تړونوال بولي او هڅه کوي په ګټو کي تر نورو هم زياته برخه ورورسېږي.
زموږ بحث پر دې باندي نه دی چي ولي دغه ډلې له موجوده سياسي فضا څخه خپله ګټه غواړي، ځکه د سياست په نړۍ کي دا بيخي معموله چاره ده او هر څوک په هر ځای کي دغسي کوي، اساسا د سياست کار له دې پرته بل څه نه دی چي فرصت وپېژني او ګټه ورنه پورته کړي. خبره داده چي دغسي کړنې له يوې خوا د خشونت او افراطپالنې پر ضد هڅې ناکاموي او له بلې خوا د ټولنې کلي فضا خرابوي او لا خرابوي يې او عمومي امنيت ته شديدا تاوان رسوي.
دغه ډلې بايد د هغوی له بحثونو، د هغوی له پيغامونو او هغې روحيې وپېژنو چي خلګو ته يې ورکوي. که د دوی بحثونه د ابادۍ، ارامۍ، تفاهم، تعاون، تسامح، اتحاد، اتفاق، پيوستون، يولاس کېدل، بشرپالنې، خير غوښتنې او دې ته ورته نورو ارزښتناکو مفاهيمو پر محور وچورلي نو دې کي به شک نه وي چي دا پيغام له دين څخه راوتلی، د ټولنې له عمومي ګټو سره سمون لري او د ننني نړيوال تمدن له روحيې سره اړخ لګوي او د دغو بحثونو د خاوندانو فکري تعالي او فرهنګي لوړتيا ښيي. که داسي وي نو طالباني فرهنګ به کمزوری شي او د دې بهير فکري بنسټونه به زيانمن شي.
خو که ووينو چي د دوی کار دی:
- پر نظام باندي دوامدارې نيوکې
- د منبرونو او امه تريبيونونو سياسي کول
- پر پرديو دوامدارې حملې، هم هغه هغه پردي چي که په هر نيت وي خو زموږ د وطن په بيا رغاونه کي يې برخه اخيستې ده، نه هغه پردي چي له تيرو دېرشو کلونو را هيسي يې کار د دې وطن ورانول دي.
- د ايديالوژۍ پراساس د انسانانو تر منځ بريدونه تېرول
- له نوي تمدن سره دښمني او د هغه ټول مثبت اړخوننه تر پوښتنې لاندي راوستل په دې پلمه چي ځيني عيبونه او نيمګړتياوې لری، حال دا چي دا عيبونه د نوي تمدن په جانبي عوارضو کي حسابېږي.
- د ملي غيرت او ديني عرق په نامه خشونت ته د خلګو هڅول.
- د ديني روحيې او ايماني جذبې تر پوښښ لاندي په دوامداره او پراخه توګه د نفرت او کينې خپرول.
- د صنفي او ډله ييزو انګيزو په وسېله د ټولنې له عمومي برخليک سره لوبي کول.
- د خلګو د ويرولو او ګواښولو لپاره له ملي شعارونو او ديني مفاهيمو څخه د اوزارو کار اخيستل.
- مذهبي او فرقه يي اختلافونو ته لمن وهل.
يعني که د يوې ډلې د بحثونو اصلي محور دې ته ورته موردونه وي شک نشته چي هغوی د طالبانو په شان دي، سره له دې چي رسما د هغوی تر څنګ نه جنګېږي، خو هغه رسالت چي دوی يې ځان ته ټاکلی دی تخريب او ورانول، لا ډېري وژنې، د لازياتو اورونو بلول او لا پراخې تباهۍ دي.
همدا اوس دا ډول خبرې د وطن په ځينو ځايونو او ان په ښاري سيمو کي د پراخېدو په حال کي دي او له خپلو مخاطبانو غواړي چي د وضعيت د ګډوډولو، د شرايطو د خرابولو او د اوسني مات ګوډ نظم چي په سل رقمه خواريو برابر شوی، ړنګولو ته چمتو شي.
که دغه ليدلوري وسپړل او وڅېړل شي، ټولو ته به څرګنده شي چي طالبان اساسا د همدغسي ليدلوري زيږنده او د همدغسي فرهنګ محصول دي. که د يوې ټولنې د يوې برخې د وګړو فکري تکوين له همدغسي ليدلوريو او مفکورو رغېدلی وي،څرنګه کولای شو د دې ټولنې د امنيت او ارامۍ خبره وکړو او د پرمختګ او ښيرازۍ دعوا يې وکړو؟.
تر هغې پوري چي د نورو زغمل، مدارا، عقلانيت، عمومي مصلحت او نور اخلاقي فضايل د يوه ليدلوري په عمده برخه بدل نه شي، نه شو کولای له دې ليدلوري دا تمه ولرو چي له رغولو او ابادۍ سره دي مرسته وکړي او ودې او پرمختګ ته دي خدمت وکړي.
ممکن ځيني هغه کسان چي داسي بربادوونکي ليدلوري رواجوي، له طالبانو ښه زړه ونه لري او ان د طالبانو له ځينو کارونو ګيله من يا خپه هم وي، خو د دوی کړنې او پيغام عملا د طالبانو په ګټه تمامېږي او مستقيما د هغوی د تقويې سبب کېږي.
خبره دې حد ته رسېدلې ده چي نظام د دې ليدلوري مخي ته د ډال حيثيت غوره کړی او هڅه کوي د هغه له شاخصونو سره ځان عيارکړي . نظام به فکر کوي چي له دې کار سره به مشروعيت حاصل کړي، ځکه ګومان کېږي د ټولنې د دود پالنې په خاطر بايد داسي ليدلوری په رسميت وپېژندل شي اوورسره جوړ – جاړی وشي. دا يوه بله لويه تيروتنه ده چي عواقب به يې خورا ګران تمام شي. دا کارونه په خپله په يو ډول له طالبانيزېشن سره مرسته کوي.
دا ناممکن دي چي د طالبانيزم ټغرد هغه له منطق سره د جوړ جاړي له لارې را ټول کړو. طالبانيزم يعني د نه زغملو، له نورو سره د دښمنۍ، د عدم مدارا او د خشونت ايديالوژي. له دې ايديالوژۍ سره مبارزه د جوړ جاړي له لارې نه بلکي د هغې له ديني ضد او غير انساني څېرې څخه د پردې په لرې کولو سره کېدای شي.
دغه ايديالوژي بايد په بربنډه او شفافه توګه تر بې رحمانه نقد لاندي ونيول شي او انسان دښمنه، ويجاړوونکي بعدونه يې را برسيره شي چي هيچا ته د ابهام ځای پاتي نه شي او د قرآن په تعبير سره “قد تبين الرشد من الغی …” ګمراهي او هدايت په روښانه توګه سره وپېژندل شي. په دې صورت کي به د ډېرو وګړو حال معلوم شي، څوک چي طالب پاله او خشونتپاله دي، خپله لاره به جلا کړي او هغوی چي غواړي ټولنه په سوله او ارامۍ کي ژوند وکړي، بله لاره به غوره کړي او دا هغه کسان دي چي نه غواړي نور دې د دين يا ديموکراسي يا بل څه په نامه د انسان وينه تويه شي او د خلګوکورونه ړنګ شي اود ډېرو وګړو په برخه تباهي او بد بختي شي.
د طالباني ليدلوري پر وړاندي بې تفاوتي او هغه ته ميدان پرېښودل، له هغو سترو تېروتنو څخه دي چي د توندلاريتوب او خشونت ټولو مخالفانو په کي برخه لرلې ده. دطالبانو له وسله والو ځواکونو سره مبارزې د طالباني افکارو او د طالب پاله فرهنګ د څېړلو لپاره ځای پرې نه ښود. اوس وينو چي له يوې لسيزې وروسته هغه نسل چي په دې تاريخي مقطع کي را ټوکېدلی دی، ترپخوا زيات له طالباني شعارونو او خويونو سره انس لري.
هغه مهال چي طالبانو پر هيواد حکمونه چلول، د ټولنې اکثرو ځوانانو او ان د جوماتونو زياته شمېر امامانو د طالبانو ضد دريځ درلود او د دې بهير له فکري او فرهنګي بڼې سره يې مخالفت کاوه ، خو نن وضعيت تقريبا اپوټه دی. دا چي موږ بايد له نورو سره څه نسبت ولرو، له لرې او نژدې وګړو سره څرنګه روابط تأمين کړو، د خپلې راتلونکې لپاره څه ډول تدبيرونه ولرو، دا چي په دې نننۍ نړۍ کي ځان څرنګه تعريف کړو، مبهم او ناڅرګند مفاهيم دي چي د دې نسل ذهنونه ځوروي او ورته روښانه ځواب نه لري. په همدې ابهام او لالهاندي کي طالباني ليدلوری را مخته کېږي چي د دې پوښتنو د ځواب پر ځای خپل ايديالوژيک ليد ځای پر ځای کړي.
هغه نسل چي له دې تبليغاتو سره مخ وو او ورسره يو ځای يې وده کړې ده، د دې پر ځای چي اوسنی وضعيت عاقلانه تحليل کړي، پرونۍ ستونزې او د سبا لپاره پروګرام وڅېړي، په يو څو شعارونو پوري زړه تړي چي دا شعارونه نه خو منطقي اساس لري او نه واقعي زمينه. دوی ته داسي وهمونه ښودل کېږي چي نه خو د دنيا په درد لګېږي او نه د دين خدمت ورباندي کېدای شي. البته رسمي طالبانو ځوانانو ته دا وهمونه نه دي ورکړي ځکه له نېکه مرغه طالبان د فکري او علمي وړتياوو په لحاظ په دې حد کي نه دي چي وشي کولای د تعليم يافته ځوانانو په منځ کي خپل پيغامونه رواج کړي، خو له بده مرغه دا وهمونه او نيمګړې مفکورې هغو کسانو را منځته کړې دي چي ظاهرا خو طالب نه دي، خو په فرهنګي ډګر کي د طالبانو رسالت ترسره کوي، دا هغه کسان دي چي په دې بحث کي د نرمو طالبانو په نامه ياد شوي دي.
که خبره را لنډه کړو بايد ووايو چي طالبان يوازي هغه کسان نه دي چي وسله يې په لاس کي ده او له نظام سره جنګېږي. د هغو ځواکونو يوه برخه چي عملا په ټولنه کي د طالبانو د ژوند له دوام سره مرسته کوي، هغه ډلې دي چي د طالباني افکارو په خپرولو سره يې د هغه پراخ فرهنګي تحول پرمخ لاره بنده کړې ده چي کولای شي موږ له نننۍ نړۍ سره ونښلوي دغو ډلو – که د نظام په دننه کي دي که بهر – د ډېرو اساسي مفاهيمو په اړه د خپل دوه مخي او مبهم دريځ په وجه او ان د تمدن له ځينو اساسي مقولو سره د دښمنۍ په وجه، نوی نسل له طالباني ليدلوري سره اشنا کړی او دوی يې له ځينو طالباني مفکورو سره پخلا کړي دي.
له طالبانو سره د مبارزې سياستونو په دې وجه چي د طالبانيزېشن د فرهنګي بهير غم يې نه دی کړی او ان هغه ته يې په تکتيکي ډول لاره ورکړې ده، د دې ټولنې د هر ډول اساسي تحول لپاره يې ميدان تنګ کړی دی او په دې لاره يې د طالبانو له بيا را پاڅېدو او ودې سره مرسته کړې ده.
ګومان کوم په دې حساب به دې ته اړتيا نه وي چي دا پوښتنه مطرح شي چي ولي طالبانو يو ځل بيا سياسي – نظامي ژوند ته لاره ومونده او په لا زيات قوت را څرګند شول. ليکوال لا هم په دې باور دی چي که پخه اراده ورته شته وي، د طالبانو ټغر را ټولېدای شي، سره له دې د سيمې ځيني هيوادونه به دا نه غواړي خو دا به وشي، خو شرط دادی چي د طالبانو پر ضد مبارزه له هغو ابهامونو او ستونزو پاکه شي چي اشاره ورته وشوه.
[review]