حبيب وقار
په افغانستان کې د ناامنيو او جګړو تر څنګ، نشه يي توکي هم يو له پېچلو ټولنیزو ستونزو څخه شمېرل کېږي چې په خلکو يې د کور ورانوونکې بلا په څېر څادر غوړولی او ورځ په ورځ د خلکو ژوند او پانګه له منځه وړي.
نړيواله مافيا له يوې خوا او ځینې کورنی کړۍ چې د نشه يي توکو په قاچاق او توليد کې لاس لري، پايله يې د نشه يي توکو د کرکیلې زیاتوالی او د ځوانانو روږدېدل دي.
شواهد ښيي چې افغانستان د نړۍ د اړتیا وړ اپینو ۹۰ په سلو کې توليدوي. خو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت او د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې موندنې ښيي چې سږکال په هېواد کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کرکیله او تولید راکم شوی دی.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت او په ملګرو ملتونو کې د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره (UNODC) وايي چې په افغانستان کې له ۲۰۰۹ ميلادي کال راوروسته دا لومړی ځل دی چې د نشه يي توکو په کرکيله او تولید کې د پام وړ کمښت راغلی دی. دا ادارې دعوه کوي چې سږ کال( ۲۰۱۵) د افغانستان په سطحه د کوکنارو په کرکيله کې ۱۹ او په توليد کې ۴۸ په سلو کې ( یعنې سم نیمايي) کم شوي دي.
د دغو ادارو د راپور پر بنسټ چې د اکتوبر په ۱۴مه خپور شو، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو د دغه کموالي علت، طبیعي افتونه او د کوکنارو د کروندو تخریبول ښودلي دي. راپور کاږي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د کوکنارو د ټولو کروندو۴۰ په سلو کې د امنیتي ځواکونو په تېره بیا د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري تخریب او له منځه وړل شوي دي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي چې د کورنیو چارو وزارت او د جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې له مسوولینو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل:
«دا سروې ښيي چې د تېر کال په پرتله د کوکنارو په کښت کی ۱۹ په سلو کې کموالی راغلی، د تولید په برخه کې يې هم د تېر کال په پرتله ۴۸ سلنه کمښت راغلی. دا له ۲۰۰۹ کال راهیسې لومړی ځل دی چې دومره ډېر کمښت په کې ليدل کېږي.»
له جرمونو او نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې سیمه ییز مسوول اندري اویستیان هم د خپلو څرګندونو پر مهال د نشه يي توکو د کرکیلې پر کمښت خوښي وښوده. د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت شمېرې بیا ښيي چې په ۲۰۱۵میلادي کال کې شاوخوا ۳۷۶۰ هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
اوس ښه خبر څه دی؟
د کوکنارو د کښت او تولید د کمښت په اړه دا هیله بښونکي خبرونه او شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د نوامبر په ۱۲مه افغان حکومت او له جرمونو او نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې همدې ادارې (UNODC) ویلي وو چې د کوکنارو کرکیله او تولید په افغانستان کې ۱۷ په سلو کې لوړ شوی دی.
هغه وخت د مبارزې وزارت سرپرست مبارز راشدي ویلي وو چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې ۲۰۹ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو تر کښت لاندې وه چې دا شمېره په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ۲۲۴هکټارو ته ورسېده، خو سږکال ( ۲۰۱۵) ۱۸۳هکټارو ته راښکته شوې چې د تېر کال (۲۰۱۴) په پرتله د کوکنارو د کرکیلې له درکه ۱۹ په سلو کې کموالی ښيي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت ارقام ښيي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې ۵۵۰۰ ټنه او په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ۶۴۰۰ ټنه تریاک په افغانستان کې تولید شوي دي. خو سږکال ( ۲۰۱۵) د تریاکو په تولید کې هم ۴۸ په سلو کې کموالی ترسترګو کېږي او دا کچه ۳۳۰۰ ټنو ته رالوېدلې ده.
د قاچاق وړونکې ضد هڅې
د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال بازمحمد احمدي وايي چې د دوی ادارې هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په بهیر کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي. د احمدي د معلوماتو له مخې روان لمریز کال د وري له لومړۍ د تلې تر ۱۵مې پورې د ١٨٠٠عملياتو په ترڅ کې له ٤٥ ټنو څخه زيات نشه يي، کيمياوي توکي او الکولي مشروبات کشف او ١٧٠٠ قاچاق وړونکي یې نيولي دي.
احمدي وړاندې وايي چې په نیول شويو قاچاق وړونکو کې ٢٥٢ تنه قاچاق وړونکي،٦٥ منځني او پاتې واړه کاروباریان دي. د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال زياته کړه چې په دغه موده کې یې په پوډرو د نشه يي توکو د تولید ځینې مرکزونه هم بشپړه تخریب کړي دي.
سره له کمښت ورځ په ورځ معتادین ډېرېږي
له ۲۰۰۹ میلادي کال را وروسته دا دوهم ځل دی چې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې اړوندې اداري اعلان کوي چې د کوکنارو په تولید او کښت کې د پام وړ کموالی راغلی، خو د اندېښنې وړ موضوع دا ده چې د کوکنارو د تولید او کښت له کموالي سره سره په هېواد کې د معتادینو کچه مخ په لوړېدو ده.
له نشه يي توکو سره د مبارزې او عامې روغتیا وزارتونو یوه ګډه سروې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د قانون د تنفيذ او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې په مرسته ترسره شوې، ښيي چې په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر د ٢٠١٢ میلادي کال په پرتله له ۱،۶ ميليونه څخه ٣ميليونه تنو ته لوړ شوی دی چې د ټول نفوس ۱۱ په سلو کې جوړوي.
په کابل کې د رواني ستونزو او معتادينو د روغتون رئيس تيمورشاه مصمم هم وايي چې په مرکز او ولایتونو کې د دوی روغتونونو ته په نشه يي توکو د روږدو کسانو مراجعه ډېره شوې ده، مصمم وايي:
«د تېر يوه کال په موده کې، په روغتون کې د بستر شویو او نورو ناروغانو شمېره ۷۲۸ تنو ته ورسېده چې له دې ډلې اته مېرمنې او ۱۰۶۰ تنه نارينه وو.»
مصمم زياتوي چې د دوی پنځو نورو کلينيکونو ته ۶۲۲ تنو مراجعه کړې چې اووه يې مېرمنې دي او همداراز د سږ کال په تېرو شپږو مياشتو کې په دې روغتون کې ۳۷۳ تنه تداوي شوي چې درې يې مېرمنې وې. نوموړی په اندېښنې سره وايي چې سږ کال تر نورو کلونو د ناروغانو مراجعه ډېره ده:
«د معتادينو د څانګې بسترونه مو ډېر کړي، اوس ۴۰ بستره لرو چې دا د معتادينو له پاره يو زېری دی.»
د کوکنارو د کرکیلې لېږد
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت او د جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو سروې ښيي سږکال د کوکنارو د کرکیلې په سیمو کې هم یو څه توپیر راغلی دی. د دوی د معلوماتو له مخې بلخ، سرپل، فارياب، بادغېس، غور، روزګان، کابل او کونړ هغه ولایتونه دي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په نسبت په کې د کوکنارو کښت او توليد د ډېرېدو په حال کې دی. د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې سيمه ييز مسوول اندري اويستيان وايي:
«د افغانستان په شمال کې د کوکنارو د کښت او توليد د ډېرېدو علت جګړې او ناامنۍ دي.»
خو د همدغو ادارو بېلابېل راپورونه ښيي چې د هېواد په ختيځو سيمو کې د کوکنارو کښت او توليد ۴۰ په سلو کې کم شوی او په جنوب لويدیځ زون کې بيا د ترياکو کښت او توليد ۲۰ په سلو کې کم شوی، همداراز په لويديځه حوزه کې ۱۰ په سلو کې کم شوی. خو په مرکزي سيمو کې ۳۸ په سلو کې ډېر شوی دی. د هېواد په شمال کې هم د نشه يي توکو کرکيله، توليد او قاچاق تر ټولو پورتنیو سیمو ډېر دی.
په کابل کې د معتادینو د درملنې روغتون مشر تیمورشاه مصمم وايي چې یوازې په بلخ ولایت کې سل زره تنه په نشو روږدي دي:
« په هره ولسوالۍ کې په سلو کې ۳۰ تنه نشه کوي، ويل کېږي چې په دې وروستيو کې په بلخ ولايت کې اعتياد د پام وړ ډېر شوی.»
ناکامه مبارزه
سره له دې چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت او ملګري ملتونه په افغانستان کې د کوکنارو په کښت او تولید کې وروستي کموالي خوشحاله کړي، خو ډېری افغان منتقدین په دې باور دي نړیواله ټولنه چې په سر کې یې امریکا او انګلستان دي په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې نه دي بریالي شوي.
نړیوالې ټولنې په تېره بیا امریکا او انګلستان په افغانستان کې د نشه يي توکو په له منځه وړلو ډېرې پیسې لګولي دي. د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت شمېرې ښيي چې تر اوسه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې څه کم ۸ ملیارده ډالر لګول شوي دي.
د اقتصادي چارو کارپوه او له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې(ایسا) یو غړی نصير کوټوال وايي:
«۸ مليارده ډالر ډېرې پيسې دي، خو ستونزه دلته ده چې اوس د افغانستان د نشه يي توکو په توليد او لېږد کې تر افغانانو نړيواله مافيايي کړۍ ډېره ښکېل ده. نو که فرض کړو دا پیسې پر ځای لګېدلي، بیا دا ۳ ميليونه معتادین له کومه شول، دا ښيي چې دا پیسې بې ځایه لګیدلي او ګټه یې نه ده کړې.»