افغان ليکوال نصير احمد احمدي په کال ۱۳۵۳ هـ ل د غزني په قره باغ سیمه کې زږېدلی. لومړنۍ زدکړې یې په خپل کلي او د بکلوریا سند یې د کابل له حبیبیې لیسې څخه ترلاسه کړئ.
د ښوونیزو راډیويي پروګرامونو په لیکلو، تولید او وړاندې کولو کې د BBC له راډیو سره اوږده مسلکي تجربه لري او تر دې مهاله په همدې برخه کې مسلکي کار کوي.
په پښتو ناول لیکلو کې له مسلکي او هنري استعداد څخه برخمن دی، هر یو ناول یې د مینوالو خاص پام ځان ته ور اړولی. دده هنري پنڅونې په لاندې ډول دي.
- سړه سيلۍ، د لنډ و کيسو ټولگه
- مينه، د لنډ و کيسو ټولگه
- په فلسفه کې تلپاتې پيښې (ژباړه)
- بوډا ا و د لېوانو پلونه، ناول
- د واورې سړى ناول
- رڼا، ناول
- بوړبوكۍ، ناول
- خونکار، ناول
- راځئ کيسه وليکو، تيوري
- یوه خبره درته وکړم ناول
- اغزن سیم ناول
- جو جو ناول