ژباړه: ایمل فهیم
تـیرو وختـونـوکی د نـفـتی څـاګـانوکـشف په ناڅـاپـي ډول سره صـورت نیوه . آمـا د تکـنالـوژی د پـرمخـتګ او نننی معلـومـاتو په نظـرد ګـټی اخیـستـنی وړ نـفـتی څـاګـانو پـیژندګــلوی په خـورا اطمـیـنان سره صـورت نـیسی .
لاندي شکـل په یـوه نـفـتی سـرچیـنه کی دمختـلفو پـوړونو د ځـای نـیولو طـریقه څـرګـندوي .
شکل (2.1) د نفتو د څاه مخزن
نـفتی سرچـینی د ځمـکـی په هـغه پـوړونو کی زیـات مـونـدل کـیږی چی د آهکـی ډبـرو او مـاسه (نـرم ریـګ) پـوړونوڅخه تشکـیل شوی وی . دیـادولـو وړده چی نـفـت تـقریـباً دځـمکی په عمـق (7) کیـلومـتری کی شتـون لـری اود بـرمه کــاری په واسطـه دڅـاګـانو څخه اسـتخـراج کـیـږی .
4.1- د نفـتـو کـیمـیاوی ترکـیـبات
نـفـت دهــایـدروکـاربـنونـو پـیچلی مرکـب دی چی تـرفـعلـی شرایطـو پوری دهـغه هـایدروکــاربـنونـه د تحـقـیـق او څیـړنی لانـدی دی . الـبته څیـړنو ښـودلـی ده چی د بـنـزیـن په تـرکـیب کی د 40 څخه زیـات هـایـدروکــاربـنونه شـتون لـری چـی دهـغـوی په لاس راوړل د سـتـونـزو څخه خـالی نـه وی . پـه نـفـتو کی پـارافـینی ، آروماتـیکی او نـفـتینی هـایدروکــاربنونه مـوجود دی . هـمدارنګـه په کـم مقـدار په هغـوی کی د سلفـر ، اکـسیـجن ، نـایتـروجـن کـورنی هم شـتـون لـری . دغـه کـورنی د نـفـتو د تکـنالوژیکـی تـصفـیی څـرګـندونکـی دي .
هـمدارنګـه په نـفـتو کی په کـم مـقـدار فـلـزات لکـه ونـادیـوم ، نکـل ، کـلسیـم او پـوتاشیم هـم شـتون لری . دغـه فـلزات امکـان لـری د ځـمکی پـه قـشـر کی چی پـه هغه کی نـفـت شتـون لـری د نـفـتو سره یـوځـای اسـتـخراج شي .
5.1- پارافـینی هـایـدروکـاربنونه
د نـورمالـو شرایطـو لانـدی (صفـرسـانـتی ګـراد درجه او ( 760mmHg ) د C1څخـه تـرC4 پـوری هـایـدروکاربـنونه د ګـاز په حالـت وی . او د څاه ګـانو څخه د اسـتخراج پـرمهـال فـشار سقـوط کـوی او ګـاز د نـفـتو سره یوځای کـیږی . دغـه ګـازات دهـمراهی(یـوځـای کـیدونکو) ګـازاتـو په نـوم یـادیـږی . همدارنګـه د C5 څخه C16تر پـوری پـارافـیـنی هـایدروکـاربنـونه د معـیاری شرایطولانـدی د مایـع په حالـت کی قـرار لری اود نفـتو بـنسټـیـزه برخه تـشکـیلوی .
سـپک او جـامد هـایـدروکـاربـنونه په هـغـوی کی حل کیږی . دپارافـیـنونو کـورنـی کـیدایـی شی په نـفـتو کی پـه نـورمـال اومـنشـعب شـکل شـتون ولـری . په بـنزیـنو کی د ایـزوپارافـینونو کـورنی مـفـیده او ګـټوره ده ځکـه په بـنزیـنو کی د انفـجاری ضـد قابـیلـیت لا ښه کوي . د C16 څخه لـوړ هـایدروکـاربنونه په نـورمال حالـت جامـد وی چی د ډیـزلو او غوړیوس په تـرکیـب کی زیـاتره شتـون لری چی د دیـپـارنـیـشن عـملیی په واسطه هـغوی د ډیـزلو او غـوړو دتـرکـیب څخه جـلا کیـدلایی شی .
نـفـت د پـارافـیـنونو د مـوجـودیـت پـربـنسټ په دریـو برخـو ویـشل کـیـږی .
- ډیـر پـارافـینی مقـدارلـرونکـی .
- مـتوسـط پـارافـینی مـقدارلـرونکی .
- کـم پـارافـینـی مقـدارلـرونکـی .
په هـره انـدازه چی پـه نـفـتو کی د پـارافـینـونـو ډیره انـدازه کـمـه وی(جـامد پارافـیـنونه) د نـفـتو د کـنګـل کـیـدو درجه ټـیـټه وي .
6.1- په نـفـتو کی د سلـفر کـورنـي
په نـفـتـو کـی په کـمه انـدازه هـایدروجـن سلـفاید او مـرکـپـتانونه شـتون لـری . همـدارنګـه په کـمه انـدازه سولـفـیـدونه او دیـسولـفـیدونه هم لـری چی دلـوړی تـودوخی درجی لانـدی په هایـدروکـاربـنونو او هـایـدروجـن سـلـفـاید تـبدیـلیږی(دهایدروجنیشن په نتیجه کی)
7.1- د نـفـتو نایـتروجن لـرونکی کـورنی
نـایـتروجن لـرونکی مـرکبات په نـفـتو کی په درونـد ډول سره تجمـع کـوی البته د خـپلو مـرکبـاتو په شـکــل ، لکـه:
8.1- د نـفـتو اکـسیـجن لـرونکی ، او په هغه کی د اسـفالـټ اوقطـرانونوکـورنی
په نـفـتو کی د اکـسیجـن انـدازه په سلـو کی د دریـو څخه تـجاوز نه کـوی او اکـثراً د درندو مالـیکـولونو په جـوړښت کی د ترکـیب په حالـت پـیداکـیـږي .
ددغـه کـورنی په ترکـیب کـی سلفـر ، نایـتروجن اواکـسیـجن شتـون لـری چی د ډیـرو پـیچـلو جـوړښـتونو په شکــل لـیدل شـوی دی .