لیکنه: پوهيالی ګلبدين ګلاب
په تېر بحث کې مو کرنې او بڼوالۍ ته يوه لنډه کتنه لرله چې په ټوله کې د کرنې او بڼوالۍ د ارزښتونو او د هغې د څانګو لنډه پېژندنه يي په بر کې نيولې وه. په دې برخه کې به په تفصيلي توګه د بڼوالۍ ځېنې څانګې تر بحث او څېړنې لاندې ونيسو.
مېوه روزنه (Pomology)
پخوانېو يونانيانو د (Poma) کليمه د مېوو له پاره په کار وړله چې وروسته د (Pome) په لاتيني کليمې بدله شوه، Pomology د اکسفورد ډکشنرۍ په اساس له (Pomum) لاتيني کليمې څخه چې د (Fruit) يا مېوې په معنا ده، اخېستل شوې. يا هم (Pomology) له دوو لاتيني کليمو څخه چې (Pome) په معنا د (Fruit) يا مېوې او (Logos) چې د (Study) يا مطالعې په معنا سره ده، اخېستل شوې .(Hemla and Thippesh, 2014-15). نوموړې څانګه په ټوله کې د مېوو د روزنې د علم او فن په نامه سره يادېږي.
مېوه روزنه يا Pomology د بڼوالۍ د علم او فن يوه له اړينو او ارزښتناکو څانګو څخه ده چې د مېوه لرونکو ونو او بوټو د بېلا بېلو اړخونو څخه لکه د نيالګيو زرغونېدل، د هغو اړينه روزنه، پخېدنه ، د حاصلاتو راټولونه او د هغو له پاره د بازار موندنې څخه بحث کوي .
په افغانستان کې د بڼوالۍ د نوموړې څانګې اړونده بېلا بېلې مېوې د کال په بېلا بېلو موسمونو کې توليدېږي، چې پاڼرېژې مېوې يي ستره برخه تشکيلوي او له هغې ډلې څخه انګور تر نورو مېوو زياته ونډه لري. په ټوله کې نوموړې مېوې په زياته پېمانه د هېواد دننه او يوه کمه پېمانه يي له هېواده بهر په بېلا بېلو مارکيټونو کې پلورل کېږي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ۲۰۱۲ زېږديز کال د راپور په اساس په تخميني توګه د افغانستان د ټولو مېوو د توليد اندازه ۱۴۰۱ زرو ټنو ته رسيږي ، چې د نوموړو مېوو له ډلې څخه انګور تر نورو زيات توليدېږي. په داسې حال کې چې په نړېواله کچه د مېوو توليد په ۵۷۲۶۵ زره هکتاره ځمکه کې ۶۴۶۷۵۸ زرو ټنو ته رسيږي ( Hand book on Horticulture Statistics, 2014).
د سبو روزنه (Olericulture)
نوموړې څانګه تر مېوه روزنې وروسته د بڼوالۍ يوه ستره او مهمه څانګه بلل کېږي. دا چې سابه هغه واښه ډوله بوټي دي چې يو يا څو برخې يې په اومه، پاخه او يا هم په پروسس شوې توګه خوړل کېږي.نو له دې امله وېلې شو چې د خوړل کېدونکيو بوټو، په ځانګړې توګه د پاڼيزو او واښو ډوله بوټو کرنې ته سبو روزنه وايي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ۲۰۱۲ زېږديز کال د راپور په اساس په تخميني توګه د هېواد د سبو د توليد اندازه د کال په اوږدو کې ۸۳۴ زرو ټنو ته رسيږي چې کچالو يي د توليد ستره برخه شمېرل کېږي، نوموړي سابه ډېری د هېواد په دننه کې په مصرف رسيږي. په داسې حال کې چې په نړېواله کچه د سبو توليد په ۵۸۹۷۱ زره هکتاره ځمکه کې ۱۱۵۹۱۷۹ زرو ټنو ته رسيږي ( Hand book on Horticulture Statistics, 2014).
د ګلانو روزنه (Floriculture)
(Floriculture) له دوو لاتيني کليمو څخه چې (Flos) يا (Flor) او يا هم (Floras) چې د (Flower) يا ګل په معنا او همدارنګه له (Cultura) څخه چې د (Cultivation) يا (Growing)، کرلو په معنا سره ده، اخېستل شوې. چې په ټوله کې عبارت له هغه علم او فن څخه ده چې له ګلانو او زينتي بوټو (Ornamental Plants) څخه بحث کوي.
يا په بل عبارت، د ګلانو روزنه ياFloriculture د بڼوالۍ يوه څانګه ده او عبارت له هغه علم او فن څخه ده چې د کروندې او يا هم د شنې خونې د کرل شوو بوټو د ګلانو او زړه را ښکونکيو پاڼو له مخې د هغوې د روزنې، توليد، را ټولونې، لېږد، سمبالښت او بازار موندنې څخه بحث کوي.
د ځينو نورو کرنپوهانو له نظره، د ګلانو روزنه د بڼوالۍ هغه څانګه ده چې له ګل دستو، د ګلدانېو له بوټو ، يو کلنو بستريزه ګلانو او په ټوله کې له زينتي بوټو او همدارنګه د درخچو له روزنې او پالنې سره تړاو لري.
د ځايونو ښايسته کېدنه (Land Scaping, Land Scaping Horticulture)
د بهرنې ساحې د ښکلا او سمون په موخه د بوټو توليد، روزنه او په کار وړل عبارت له (Land Scaping) څخه دي. يا په بل عبارت،دځايونو ښايسته کېدنه د منظرو د پرمختګ، د ځمكې او ودانېو د جوړښت او سمون او همدارنګه د بڼونو، لوبو مېدانونو او ډنډونو د را مېنځته کېدو څخه بحث كوي . د ځايونو ښايسته کېدنه د انسانانو، ابادېو او منظرو تر مېنځ يوه نه بېلېدونکې اړيکه جوړوي او نوموړې موخې ته د رسېدو له پاره انسانان دې ته اړ باسي چې له بوټو او ځمكې څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.
د بڼوالۍ د بوټو له لارې درملنه (Horticulture therapy)
د بڼوالۍ يوه څانګه ده چې په روغتونونو او يا هم روغتيايي ادارو کې د بوټو د روزنې او کارونې له لارې د رنځورو خلکو د درملنې له پاره په کار وړل کېږي.
يا په بل عبارت، نوموړې څانګه کې د بڼوالۍ له بوټو څخه د معيوبو، معلولو او پاخه عمر لرونکيو کسانو له پاره د درمليزو لارو چارو په توګه کار اخېستل کېږي.
د امريکا د بڼوالۍ د نوموړې څانګې اداره بيا نوموړې څانګه د بڼوالۍ په هغو اړوندو چارو او کړنو کې چې د درملنې په موخه د يوې ځانګړې درملنې له پاره د نوموړې څانګې د يوه مسلکي کس له خوا په لار اچول شوې وي، د اړوندو کسانو را نغاړل او د هغوې برخه اخېستنه ګڼي (Elizabith, 2007).
د شنې خونې اداره (Greenhouse Management)
د بڼوالۍ د څانګو له ډلې څخه يوه څانګه ده چې د شنې خونې د کرل کيدونکيو بوټو دتوليد او روزنې څخه بحث کوي.
د چمنونو اداره (Turfgrass Management)
د چمنونو اداره د بڼوالۍ هغه څانګه ده چې د کورونو، ښاروالېو، تجارتي او سپورتي چمنونو، د سړک د اړخونو چمنونو او همدارنګه د چمنونود تخمونو له توليد ، روزنې او ساتنې څخه بحث کوي.
د انګورو روزنه (Viticulture)
نوموړې څانګه د انګورو او يا هم د ځېلېو د کرنې، روزنې، څېړنې او د هغوې له راټولونې، زېرمې او له بازار موندنې څخه عبارت ده. ولې د هغه د پروسس برخه د اخرني محصول له مخې په جلا ډله کې شمېرل کېږي. نوموړې څانګه کله کله د بڼوالۍ پورې نه تړل کېږي او هغه د يوې جلا او ځانګړې څانګې په توګه پېژندل کېږي.
د قوريي اداره (Nursery Management)
دا چې قوريه عبارت له هغې ټوټه ځمکې څخه ده چې هلته د بزغلېو، نيالګېواو نورو اړوندو کرنيزو توکېو ډېرښت، روزنه او پالنه او د کر په موخه د نوموړو توکېو د خرڅلاو چارې تر سره کېږي، عبارت ده.(Hemla Naik and Thippesh, 2014-15) نو وېلې شو چې د قورېې اداره عبارت له هغې څانګې څخه ده چې په قوريه کې دننه د نيالګېو او درخچو له تکثير، روزنې، توليد، څېړنې، سمبالښت او د هغوې له خرڅلاو څخه بحث کوي.
د حاصلاتو راټولونه (Post- harvest technology)
د بڼوالۍ له څانګو څخه يوه ډېره مهمه څانګه ده، کومه چې د بڼوالۍ د اړونده بوټو د توليداتو له راټولونې (Harvesting)، پاکونې (Cleaning)، بېلونې (Sorting)، درجه بندۍ(Grading)، بسته بندۍ (Packaging)، زېرمه کولو (Storage)، لېږدولو (Transportation)، پروسس (Processing)، د ارزښت زياتونې (Value addition) او بازار موندنې (Marketing) له کړنلارو څخه بحث کوي .(Hemla and Thippesh, 2014-15)
ونه روزنه (Arboriculture )
د بڼوالۍ هغه څانګه ده چې په ټوله کې د ونو له کرنې، ساتنې او پاملرنې څخه بحث کوي. نوموړې څانګه په ځنګل پوهنه کې د (Silviculture) په نامه سره هم يادېږي او د (Urban Forestry) سره ورته او يا هم مترادفه کلمه ده.
د دې څانګې يو مسلکي شخص بايد لږ تر لږه د بوټو او ونو په کرلو، ښاخبرۍ، تغذيي، د افتونو او مرضونو په پېژندنه او د هغې په درملنې باندې پوه وي.
د يادولو وړ ده چې ځينې کرنپوهان د بڼوالۍ څانګې د هغو بوټو او کړنو له مخې هم يوه له بلې څخه بېلوي له کومو سره چې نوموړې څانګه اړيکه لري. د بېلګې په توګه: Pomology د مېوه روزنې علم اوفن، Olericulture د سبو روزنه، Floriculture د ګلانو او زينتي بوټو روزنه، Medicinal and Aromatic Crops د درمليزه او همدارنګه دښه بوې لرونکيو (عطري) بوټو کرنه، Plantation Crops د کرل کېدونکيو ونو او بوټو لکه د کوپرې يا ناريالو، ربړ ونو، چای، قهوې او نورو اړونده بوټو کرنه، Spices Crops د مصالحه جاتو د بوټو کرنه لکه مارچوبه، هوږه او نور، Post-harvest technology چې د بڼوالۍ بوټو د توليداتو له ټولونې، پاکونې، درجه بندۍ، بسته بندۍ، زېرمه کولو، لېږدولو، پروسس، د ارزښت زياتونې، سمبالښت او همدارنګه بازار موندنې سره سر او کار لري، Plant Propagations هغه څانګه چې له تکثير سره سر او کار لري .(Hemla and Thippesh, 2014-15) او داسې نورې څانګې.
په دې توګه وېلې شو چې د بڼوالۍ څانګه د بېلا بېلو موخو له مخې په بېلا بېلو برخو او څانګو وېشل شوې، کوم چې له ځينو څخه يي په دې لنډه ليکنه کې يادونه وشوه.
د ګران هېواد د سمسورتيا، ابادۍ او سوکالۍ په هيله.
==============================
پوهيالی ګلبدين ګلاب، د ننګرهار پوهنتون، کرنې پوهنځي استاد
توکيو، جاپان
2016/03/20