• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

نهم او لسم قانون

Home لومړيتوبنهم او لسم قانون
نهم او لسم قانون

نهم او لسم قانون

100 Qanona لیکوال: ریچارد ټمپلر

ژباړن: ذبیح الله رحیمزی

نهم قانون:

کارونه هغوی ته په ګوته کړئ او بیا یواځې پر هغوی څار ولرئ!

((دا چې دردونکې او وېروونکې ده، ټاکنه په پوره توګه له تاسو سره ده.))

کاسپين وودز

یوه ښه مدیر له دې وروسته يانې تاسو پوهېږئ، چې له پروژو، موقعیتونو او د مدیریت په لارو چارو باندې کنټرول ولري، خو وګړي یې نشي.

راځه فرض کړو، تاسې یو لوی باغ لرئ او غواړئ باغوانان په کار وګومارئ، ایا باغوان مدیریت او کنټرول کولی شي؟

  • نه!

هغوی په ښه توګه دکار له عهدې وتلی شي.

  • مننه.

ستاسې دنده د باغ کنټرول او څارنه ده، تاسې پرېکړه کړې، چې څه څه، چېرته او څه وخت یې وکرئ.

باغوان د بېل په شان یو سامان دی، په باغ کې.

هغه سامانونه، چې تاسې په وسیله غواړئ ښه باغ ولرئ؛ خو تاسې باغوان نه کنټرولوئ او هغه خپله دا کار کوي.

تاسې هغې ته وایئ، څه چې ستا په نظر ښه وي، هماغسې وکړه. تاسې کار هغې ته سپارئ او هغه ځمکه اړوي، کري یې، ساتنه ترې کوي او بېکاره ګیاه ترې ټولوي او خپل کار سرته رسوي.

نه تا او نه باغوان څه لوی کړل، بلکې تاسې دواړه څارنه او کنټرول کوئ، باغوان ستاسې همکار او سامان د کار د ترسر کولو لپاره .

اوس هر څه سم په نظر راځي، په داسې حال کې چې خپله د ونې د سیوري لاندې ناست یې اوږدمهاله تګلارې او د فصلونو لپاره طرحې او ورسره د کښت سامانونه د باغوان په لاس ورکړه، اوس ستا لپاره کوم دلیل نه شته، چې د چمن کرلو، د بې کاره بوټو، د ونو د سرکپ کولو (سر پرېکولو) په وخت کې د باغوان ترڅنګ ولاړ اوسئ، ښه داده، چې هغه ته کار وسپارې او بیا یې پرېږدې ترڅو خپل کارونه ترسره کړې.

کله یې چې کار پای ته ورسېد کولای شې ورشې او څارنه یې وکړې او د کارونو د ښه ترسره کولو څخه ځان مطئمین کړې. د دې اړتیا نشته چې بیا ځلې څه شی وګورې او تکراري لیدل تل مه ترسره کوئ.

دا د یو ښه مدیریت راز دی. کارونه هغوی ته وسپارئ او پرې یې ږده، چې خپلو کارونو ته ورسېږي. یوه یا دوه ځلې یې کنټرول یا چک کړئ، تر څو مو ډاډ حاصل شي، هغه ډول چې تاسې غواړئ کارونه پر مخ روان دي او که نه او په مسلسله توګه هغوی ته ډېر کارونه وسپارئ.

په دې اساس لږه له هغوی فاصله واخلئ او د دې پرځای د نورو نویو پروژو د لاسته راوړولو لپاره لارې چارې ولټوئ. ټيم وټاکئ او پرهغوی باور وکړئ تر څو کار پیل کړي. مګر ځينې وخت دا کار د دې سبب کېږي، چې هغوی خپل کارونه په سمه توګه ادا نکړي او حالت بې خونده شي او ملامتیا ټوله ستا په غاړه وي؛ ځکه چې تاسې دیوې ‌ډلې مدیر یاست. مګر لوستلو ته دوام ورکړه داسې لارې چارې به پیدا کړې چې له دې حالته به په اسانۍ سره ووځې.

((ټيم وټاکئ او بيا د کار د ترسره کولو لپاره پرې باور وکړئ.))

لسم قانون:

هغوی ته، د تېروتنو کولو وخت ورکړئ!

((يو رئيس تورن او بدنومى له څوکۍ لرې کوي او يو مدير د هغه تېروتنې.)) يوناپېژانده

یوه پخوانی چیني متل وايي:( ماته یې ووایه، زه هغه په یوه ساعت کې په یاد راولم؛ نښه راکړه چې یوه ورځ یې په یاد ولرم، ماته یې د د کولو وخت راکړه، چې تل یې په مغز کې وساتم.))

که چېرته کېداى شي، خلکو ته د کار د اجراکولو وخت ورکړې، شاید په لومړیو کې هغه په دې ونه توانېږي، چې په ښه توګه یې سرته ورسوي.

که چېرته تاسې مور او پلار اوسئ پوهېږئ، چې له یوه دوه کلن ماشوم سره څومره تنګېږئ او سربه ترې په ډاګ ډاګ وهئ، هغه به ټینګار کوي چې کولای شي څښاک خپله وکړي، خو ګورئ به چې ټول به د مېز پر سر تویوي.

«ماته يې ووايه چې يو ساعت يې په ياد ولرم، ماته يې وښايه چې يوه ورځ يې په ذهن کې وساتم او ماته يې د ترسره کولو وخت راکړه، چې تل يې په ياد وساتم.»

په داسې حال کې چې یوه ټوټه شی به په لاس کې لرئ او د ماشومانو ترڅنګ ولاړ یې پوهېږئ؛ نو چې به څه کېږي:

  • څښاک په تویوي.
  • او دا تاسو باید اوسئ، چې هغه پاک کړئ.
  • چپه کول یو مهم عمل دی او تاسې باید هغه ته دا وړتیا ورکړئ، چې پرمختګ وکړي.

د یو مور او پلار په حیث باید تاسو چمتو اوسئ، کله چې د هغې له لاسه ښيښه يي ګیلاس غورځېږي، راکلک یې کړئ یا هم له څوکۍ څخه د ماشوم د غورځېدو پر مهال باید هغه کلک کړئ.

زما موخه دا نده، چې ستاسې د ټیم غړي ټول ماشومان دي، بلکې زه همدا وایم، مګر هغوی ته مه وایئ دا چې هغوی د پرمختګ لپاره د تېروتنې وخت ورکول الزامي دى.

ډاډه اوسئ! چې تاسې د هغوی تر شا یاست او د هغوی ممکنې تېروتنې جبرانوئ.

او بیا له هرې تېروتنې وروسته هغه نه دروئ، بلکې هغوی به هڅوئ «څومره پرمختګ، څومره ښه!» کوښښ مه کوئ، هغوی ستاسې په لاس کې یو توکی وویني یا هم یوه تېروتنه چې تاسې یې له منځه وړئ او د هغوی پام وي ورته.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

دوه دېرشم قانون:

دوه دېرشم قانون:

Jan 9, 2016

لیکنه: ریچارد ټمپلر ژباړه: ذبیح الله رحیمزی کوښښ مه کوئ[...]

مه پرېږدئ، چې کار پرتاسې منفي اغېزه وکړي!

مه پرېږدئ، چې کار پرتاسې منفي اغېزه وکړي!

Jun 21, 2016

لیکنه: ریچارد ټمپلر ژباړه: ذبیح الله رحیمزی د مدریت اته[...]

د مدریت اوه ویشتم او اته و یشتم قانون

د مدریت اوه ویشتم او اته و یشتم قانون

Dec 13, 2015

لیکنه: ریچارد ټمپلر ژباړه: ذبیح الله رحیمزی اووه ويشتم قانون:[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022