د وزن مجازه اندازه M.T M او د باروړلوشرایط M.B.T
MAXIMAAL TOEGELATEN MASSA (M.T.M.)
EN MASSA BELADEN TOESTAND (M.B.T)
له بې لېسنس یا B Rijbewijs سره کوم موټر چلولای شو؟
د یو موټرمجاز لوړ وزن یا MAXIMAAL TOEGELATEN MASSA (M.T.M.)
مجاز لوړ وزن هغه وزن ته ویل کېږي چې د موټر د فابریکې لخوا ټاکل شوی وي چې تر دې وزن لاندې موټر د خونديتوب له معیار سره سم ځغلېدلای شي. یا په بله اصطلاح دا هغه وزن دی چې که چېرې تر دې وزن د موټر وزن ډېر شي موټر نور د خوندیتوب له معیار څخه وځي، ممکن له حرکت څخه ولېږي او یا چلول یې له خطر سره مل وي.
د یو موټر مجاز لوړ وزن M.T.M د لاندې وزنونو له مجموعې څخه عبارت دی
- د موټر خپل وزن، د تیلو وزن، د اوبو وزن – ثابت
- د سورلیو وزن – په اعظمي ډول
- د بکسونو یا بار وزن – په اعظمي ډول
- د موټرچلوونکي وزن – اعظمي ډول
پورتني ټول وزنونه چې په ممکنه اعظمي ډول سره یو ځای شي، د موټر مجاز لوړ وزن یا M.T.M جوړوي، چې دا وزن د فابریکې له خوا ټاکل کیږي، هغوی پوهیږي چې دغه موټر څومره قوي دی او یا د ټولټال څومره مجموعي وزن وړلو ځواک یا توان لري.
که چیرې تاسو خپل موټر له خپل ټاکلي مجاز لوړ وزن څخه ډیر بار کړئ، نو ستاسو موټور به نور د خوندیتوب معیار ونه لري، یانې د چپه کیدو او خرابیدو امکانات یې ډیریږي.
تاسې که چېرې د L یا لنډ مهالي او یا د B اوږدمهالي لېسنس لری، کولای شئ چې ټول هغه موټرونه چې MTM یې تر دری زره او پنځه سوه کیلوګرامه یا دری نیم ټنه پورې رسېږي، چولولای شی.
څومره چې یو موټر وړوکی وي په هغه اندازه یې M.T.M کم او یا لږ وي او څومره چې یو موټر غټ وي، هماغومره یې M.T.M ډیر وي.
د مجاز لوړ وزن له پاره د i.v.m ترافیکي لوحې
Verkeersborden i.v.m. de Maximaal Toegelat
تاسې په پورتنیو انځورونو کې هغه ترافیکي لوحې وینئ چې د موټرو M.T.M یا لوړ مجاز وزن ښيي، دا لوحې یوازې په څلورو کتګوریو پورې محدودېږي چې په لنډ ډول یې PICS بولي.
د PICS لغت د دې څلورو کتګوریو اختصار دی.
PICS
II
Parkeren – د پارکېنګ لوحې
Inhalen – د سبقت یا مخکې کېدو لوحې
Cruise control – د کروز کنترول لوحې
Snelheid – د سرعت یا چټکتیا لوحې
کله چې په دې کتګوریو کې د لوحو لاندې په فرعي لوحه د دری نیم ټنه وزن لوحه وه، دا د M.T.M یا د لوړ مجاز وزن مانا ورکوي چې هغه موټر چې د کمپنۍ لخوا یې اعظمي یا تر ټولو لوړ مجاز وزن له دې دری نیم ټنه څخه ډېر ټاکل شوی هغوی باید د لوحو قوانين پلي یا عملي کړي.
د ازموينې یوه احتمالي پوښتنه Een mogelijke examenvraag
فرض کړئ چې په امتحان کې یوه پوښتنه دا ده چې پاس جیګري شخصي موټر کله چې د پورته انځور له ترافیکي لوحو نه تیر شي نو لوړ مجاز سرعت به یې څو وي؟
راځئ انځور ته لږ په ځیر سره وګورو، دا یو اوتو وېښ دی، او دلته 2×2 ځغاست لیکې دي، او د دواړو لوریو ځغاست لیکې د یوې پولې په وسیله له یو بل نه بیلې شوې دي، په نورمال ډول باید دلته لوړ مجاز سرعت 120 وي، خو دلته ترافیکې لوحې لوړ سرعت تر 60 او 90 پورې محدودوي.
- لومړی: پاسينۍ لوحې لاندې اسماني رنګه وړه لوحه وايي هغه موټر چې لوړ مجاز وزن M.T.M يې له 3.5t ټنه څخه ډیر وي نو تر 60 کیلومتره پر ساعت لوړ مجاز سرعت سره تلی شي، نو دا ترافیکي لوحه د شخصي موټرو له پاره ځکه نه ده چې د شخصي موټرو لوړ مجاز وزن M.T.M له 3.5 ټنو څخه نه ډیریږي.
- دوهمه: لاندينۍ ترافیکي لوحه وايي چې نور ټول موټران 90 کیلومتره پر ساعت په لوړ مجاز سرعت سره تلای شي. نو د پوښتنې ځواب 90 کيلومتره پر ساعت دی.
د موټر د بارولو وزن (Massa in beladen toestand (M.B.T
د موټرد بارولو وزن M.B.T څه شي ته وايي؟
پورتنۍ ترافیکي لوحې د موټر د لوړ مجاز وزن M.T.M په اړه نه دي، بلکه د موټر د بارولو وزن M.B.T په اړه دي ځکه چې دا لوحې د PICS لوحې نه دي.
د موټر د بارولو وزن یا M.B.T هغه اندازه وزن ته ویل کېږي چې معمول ډول کم یا زیات کېږي او ثابت نه دی. چې د موټر، سورلیو او د بار وزن چې دا ټول سره یوځای په یوه شیبه کې وتلل شي دې ته د بارولو وزن یا M.B.T ویل کېږي.
یوه بېلګه: داسې فرض کړئ چې فابریکې لوړمجاز وزن (M.T.M ) د یوه موټر 2200 کیلوګرامه ټاکلی دی، اوس موږ دغه موټر په یوې ترازو یا تله تلوو.
- د تش موټر، اوبو او بنزینو ګډ وزن 1500 کيلوګرامه دی.
- د موټر چلوونکي وزن 75 کيلوګرامه دی.
- د سورلیو وزن 40 کیلوګرامه دی.
- په یوه بوجۍ کې 50 کيلوګرامه بار دی.
نو د دغه موټر ټول مجموعي وزن یا M.B.T یا د باروړلو وزن 1665 کيلوګرامه شوی په داسې حال کې چې ددې موټر لوړ مجاز وزن 2200 کیلوګرامه دی.
تاسو ولیدل چې د موټر د بارولو اوسنی وزن M.B.T له هغه مجاز لوړ وزن M.T.M نه ډیر کم دی او دا باید هر وخت له دې وزن څخه کم اوسي.
پورتني انځور ته ځير شئ، دې انځور کې یو پل دی چې په لوحه کې د دری نیم ټنه وزن لرونکي موټر ته د نه تېرېدو سپارښتنه کوي. دا روښانه ده چې تاسې له یوه شخصي موټر سره له دې پل څخه تېرېدلای شئ.
خو ایا یو خالي موټر چې M.B.T یا موټرد بارولو وزن یې دوه ټنه او د موټر M.T.M یا لوړ مجاز وزن یې پنځه ټنه دی له دې پل څخه تېرېدای شي؟
ځواب هو دی، ځکه چې ددې موټر M.B.T یا موټر د بارولو وزن دری نيم ټنه ته نه رسېږي او ددې موټر ټول مجموعي وزن اوس دوه ټنه دی، نو ځکه کولای شي له دې پل څخه تير شي.
او د M.T.M په اړه لوحې یوازې په هغه څلورو کتګوریو پورې محدودې دي چې پورته یادې شوې.
ټرېلر aanhangwagen
لکه څنګه چې په لاندې انځور کې وينی، په شخصي موټرونو پسې تړل کېدونکې برخه چې خپله ماشين نه لري ټرېلر یا aanhangwagen بلل کېږي.
ایا تاسو کولای شئ چې یو ټریلر په خپل موټر پسې وتړئ؟
Mag je een aanhangwagen trekken?
که چيرې تاسولنډ مهالی لېسنس لرئ نو تاسو د ټرېلر د تړلو حق نه لرئ.
خو که چیرې تاسو د B لېسنس لرئ نو تاسو کولای شئ چې ټرېلر په خپل موټر پسې وتړئ، ولې په دې شرط چې د ټرېلر مجاز لوړ وزن M.T.M یې 750 کيلوګرامه څخه ډیر نه شي.
له مجاز لوړ وزن M.T.M سره یو ټریلر
Een aanhangwagen met een hoger M.T.M
که چیرې د یوه ټریلر مجاز لوړ وزن M.T.M له 750 کیلوګرامه څخه ډیر وي، د بیلګې په توګه 850 کيلوګرامه وي، نو که تاسو د B ثابت لېسنس لرئ کولای شئ دغه ټرېلر په خپل موټر پسې هغه وخت وتړئ چې ستاسو د موټر او د ټرېلر په ګډه مجاز لوړ وزن M.T.M له 3500 کيلوګرامه یا دری نيم ټنه څخه ډیر نه شي.
یوه موټر کې چې مجاز لوړ وزن یې 3500 کيلوګرامه یا 3.5 ټنه وي، د کومو شیانو شتون ضروري دی؟
سره له دې چې دا محافظتي توکي تاسې باید په خپل موټر کې هر وخت ولرئ ولې د ټرېلر د ټړلو په صورت کې جبري او ضروري دي چې باید له ځان یې سره ولرئ.
ښه په یاد ولرئ چې د پاس انځور سره سم دا توکي چې لاندې یې نومونه ليکم باید ستاسې په موټر کې تل ځان سره ولری.
- د خبرداري مثلث een gevarendriehoek
- د لومړنیو مرستو بکسه een verbanddoosje
- اور وژونکی een brandblustoestel
- فلووېست یا زیړ واسکت een fluovestje
کوم شیان ضرور نه دی چې حتمآ دې په موټر کې وي؟
تاسو مجبور نه یاست چې لاندې یاد شوي توکي یا شیان په خپل موټر کې ولرئ، خو که چیرې تاسو یې ولرئ نو ډیر کارنده یا ګټور دي
- کېبل een trekkabe
- جک een krik
- جي پي اس een gps
- اضافه ټایر een reservewiel
- د پارکېنګ ډېسک een parkeerschijf
- د تلیفون غوږۍ – een handsfree kit
د پام وړ ټکي!
په بلجيم او نوره اروپا کې د موټر چلولو پر وخت په مبایل کې په داسې ډول خبرې کول چې مبایل مو غوږ ته نیولی وي لویه سرغړونه بلل کېږي چې ممکن تاسې د لېسنس له لاسه ورکولو سره مخ شئ.
سره له دې چې د موټر چلولو پر مهال په غوږۍ یا ګوشکۍ یا handsfree kit سره تاسې خبرې کولای شئ ولې په یاد ولرئ چې وروستیو مطالعاتو ښودلې چې د موټر چلولو پر مهال په مبایل کې خبرې کول په موټر چلولو ستاسې تمرکز را کموي. نو ځکه سپارښتنه کېږي چې د موټر چلولو پر مهال هڅه وکړئ چې پر مبایل خبرې ونه کړئ.
تاسو د موټر چلولو په وخت کې کومو اسنادو ته اړتیا لرئ
د پېژند پاڼې یا ای ډي کارت په درلودلو او ګرځولو ټول اوسېدونکي مجبور او مکلف دي چې اصلي کارت له ځان سره ولري ولې کله چې موټر چلوی باید د موټر چلولو لېسنس هم په جیب کې له ځان سره ولرئ، که چېرې تاسې خپل لېسنس په کور کې ولرئ او موټر چلوئ، د کنترول په صورت کې داسې انګېرل کېږي چې تاسې هیڅ لېسنس نه لرئ، ممکن تاسې له درنې جریمې سره مخ شئ.
د موټر شریکول Autodelen
د موټر شریکول یا Autodeled څه ته وايي؟
کله چې تاسې هر وخت خپل شخصي موټر ته اړتیا ونه لری ضرور نه ده چې تاسې خپل موټر ولرئ تاسې کولای شئ چې له شریکو موټرونو څخه چې د ښاروالۍ او یا ځينو شرکتونو او یا د انفرادي اشخاصو لخوا شریک کېږي د اړتیا په وخت کې ترې ګټه واخلی.
څوک یو موټر شریکوي؟
دلته په بیلابیلو ډولونو او اصولو د موټرونو شریکول شته، چې Cambio یې یوه غوره مشهوره بېلګه کېدای شي، چې خپل موټران په دایمي پارکېنګونو کې وړاندې کوي، دوی دا کار په مختلفو ښارونو کې ترسره کوي، د Cambio غړي کولای شي چې په بیلابیلو ښارونو کې له ځانګړو پارک شویو موټرو څخه ګټه واخلي او له کار وروسته یې بیرته لومړني ځای ته ورسوي او هلته یې همدې موټرونو لپاره ځانګړي شوی پارک ودروي، خو شرط دا دي چې دوی باید د B درې کلن ثابت لېسنس ولري.
دا ډول داسې ډیرې نورې ښاري پروژي هم شته چې یو تن خپل موټر ته اړتیا نه لري کولای شي چې له نورو سره یې شریک کړي. په دې خاطر Autodelen.net ویب سایټ ته ورتلای شئ.
هغه ترافیکي لوحې چې تاسو دلته ولوستلې
BETEKENIS معنا | SOORT ډول | BORD لوحه |
دلته د پارک کولو اجازه شتهیا دې ځای کې پاک کولای شئ | Bord i.v.m. parkeren en stilstaan | |
هغه موټر دلته پارک کولای شي چې مجاز لوړ وزن M.T.M یې له دری نیم ټنه څخه ډیر وي | Bord i.v.m. parkeren en stilstaan | |
له دغې لوحې نه بیا تر راتلونکې څلورلارې پورې هغه موټران نشي کولای چې وړاندې ولاړ شي کوم چې مجاز لوړ وزن M.T.M یې له 3500 کيلوګرامه څخه ډیر وي، دا ډول تاسو نشئ کولای چې باروړونکي او ټریلر کشوونکي موټرانو نه له چپ لوري مخکې شئ؟ | Verbodsbordد ممانعت لوحه | |
له دغې لوحې نه بیا تر راتلونکې څلورلارې پورې تاسو نشئ کولای له دغه سرعت نه چې په لوحه کې ښودل شوی دی، تیز ولاړ شئ. | Verbodsbordد ممانعت لوحه | |
هغه موټران چې لوړ مجاز وزن M.T.M یې له 3.5 ټنه څخه ډیر وي نشي کولای چې له دغې لوحې نه بیا تر راتلونکې څلورلارې پورې له دغه سرعت نه چې په لوحه کې ښودل شوی دی، تیز ولاړ شئ. | Verbodsbordد ممانعت لوحه | |
هغه موټران چې لوړ مجاز وزن M.T.M یې له 3.5 څخه ډیر وي نشي کولای چې له دغې لوحې نه بیا تر راتلونکې څلورلارې پورې له دغه سرعت نه چې په لوحه کې ښودل شوی دی، تیز ولاړ شي.خو نور موټران کولای شي چې تر 70 کيلومتره چټک یا تیز ولاړ شي. | Verbodsbordد ممانعت لوحه | |
هغه موټر چې ټول وزن یې په لوحه د ښودل شوې اندازې په کچه وي، دلته د تېرېدو یا ننوتلو حق نه لري. | Verbodsbordد ممانعت لوحه | |
هیڅوک په راتلونکې څلور لارې کې ښی خواته ګرځېدی نشي. | Verbodsbordد ممانعت لوحه | |
هغه موټران چې ټول بار شوی وزن یا M.B.T یې له 3.5 ټنه څخه ډیر وي نشي کولای چې راتلونکې څلور لارې یا کوڅه کې ښی خواته وګرځي | Verbodsbordد ممانعت لوحه | |
هیڅوک په راتلونکې څلور لارې کې چپ خواته ګرځېدی نشي. | Verbodsbordد ممانعت لوحه | |
هغه موټران چې ټول بار شوی وزن یا M.B.T یې له 3.5 ټنه څخه ډیر وي نشي کولای چې راتلونکې څلور لارې کې چپ خواته وګرځي. | Verbodsbordد ممانعت لوحه | |
باروړونکو وړو او غټو موټرانو ته د ننوتو اجازه نشته | Verbodsbordد ممانعت لوحه | |
هغه باروړونکي موټران ټول بار شوی وزن یا M.B.T یې له 3.5 ټنه څخه ډیر وي ، دلته د ننوتو اجاز نه لري | Verbodsbordد ممانعت لوحه | |
غه موټران چې لوړ مجاز وزن M.T.M یې له 3.5 ټنه څخه ډیر وي، له دې لوحې نه بیا تر راتلونکې څلور لارې پورې کولای نشي چې له کروزي کنترول نه ګټه واخلي. | Verbodsbordد ممانعت لوحه |