ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
مونږ اکثره د ورځې په لړ کې ځينې بېهوده کړنې ترسره کو چې زمونږ د برياليتوب پر وړاندې خنډ ګرځي او د وخت د ضايع کېدو لامل ګرځي. د دې لپاره چې د برياليو کسانو له ډلې څخه واوسو او د خپلو وړتياو څخه په ښه توګه ګټه پورته کړای شو، بايد داسې بد عادتونه برېږدو. د دې بدو عادتونو پرېښودلو سره خپل ځان ته د زيان رسولو فيصدۍ کې د پام وړ بدلون راوستلی شو.
دلته به تاسو ته هغه بد عادتونه دروپېژندل شي چې مونږ او تاسو يې د ورځينيو چارو په لړ کې ترسره کوو او هڅه بايد وشي چې دا عادتونه د يوې ځانګړې برنامې په پلي کولو سره له خپل ورځني ژوند څخه لرې کړل شي.
ستاسو شخصيت ستاسو د عادتونو د پايله ده. کله چې تاسو دې ته پخپله اجازه ورکوئ چې ستاسو بد عادتونه غښتلي شي، نو دا عادتونه په يو ډول ستاسو د برياليتوبونو پر وړاندې خنډ واقع کېږي. اصلي ستونزه دا ده چې دا عادتونه سرې ( پټ ) دي او په ارامه ډول ستاسو په وجود کې خپلې ريښې ځغلوي حتی تر دې پورې،چې هغه زيانونو ته متوجه کېږئ هم نه، چې تاسو ته يې درسوي.
« دد عادتونو ځنځيرونه دومره سپک دي چې حس کولی يې هم نه شئ، تر هغه وخته چې دومره درانده شي چې نور نه شئ کولئ هغه له منځه يوسئ » . ( وارن فولټ )
د بدو عادتونو پرېښودل د ځان کنټرولۍ ( Self-control ) د ميزان پورې تړاو لري. څېړنې ښيي چې خود کنټرولۍ ته رسېدل تمرين ته اړتيا لري او د تمرين ارزښت هم لري ځکه برياليتوب ته په رسېدو کې ځانګړې ونډه لري.
خود کنټرولي هغې عضلې ته ورته ده چې د جوړولو لپاره بايد ورته ورزش ورکړل شي. تاسو کولئ شئ د لاندې بدو عادتونو په پرېښودلو سره د خپلې ځان کنټرولۍ عضله مو غښتلې کړئ:
ــ د خوب په ځای کې د موبايل او يا ټبلېټ څخه ګټه اخېستل
لومړنی بد عادت چې زمونږ پر ورځينيو برنامو خپل اغېز پرېږدي، د خوب په تخت کې د موبايل څخه ګټه اخېستل دي. دا يو ډېر مهم عادت دی چې ډېری خلک ورته نه متوجه کېږي، دا عادت زمونږ د خوب پروسې ته ډېر زيان رسوي. د لنډو څپو درلودونکی ابي نور زمونږ او تاسو په خلق او خوی، انرژۍ او د خوب په کيفيت کې رغنده رول لري.
د سهار لخوا د لمر نور د دغه ابي نور ډېر مقادير له ځان سره لري. کله چې ستاسو سترګې د دغه ابي نور سره مخامخېږي، نو د ملاتونين خوب راوستونکي هورمون توليد دروي او په تاسو کې د هوښيارۍ احساس پيدا کوي. وروسته له غرمې د لمر اشعې دغه ابي نور له ځان سره نه لري، چې په همدې اساس ستاسو بدن کې د ملاتونينو د هورمون د توليد سبب ګرځي چې په تدريج سره تاسو د خوبلنۍ ( خواب الوده ګۍ ) احساس کوئ.
د شپې لخوا ستاسو مغز د ابي نور پر وړاندې ډېر حساسيت ښکاره کوي.
د شپې لخوا زمونږ د خوښې وړ ډېری دستګاوې ( لپټاپ، تابلېټ، ای پټ او ګرځنده موبايلونه ) زمونږ پر مخ په مستقيمه توګه ابي نور توليدوي. کله چې دې ابي نور سره مخامخېږو نو د ملاتونينو د توليدېدو د مخنيوي لامل ګرځي چې دا په حقيقت کې ډېر بدې پايلې لري، زمونږ د خوب د ګډوډۍ لامل ګرځي او په يو ډول مو ناارامه کوي. دا ټولو ته جوته ده چې د شپې لخوا د خوب نامنظوالی د دې لامل ګرځي چې مونږ دې د ورځې لخوا خپل کارونه په سمه توګه پر مخ يونسو. د دې ستونزې د مخنيوي لپاره تر ټولو غوره لاره همدا ده چې د شپې لخوا د پورته يادو شويو دستګاو څخه ګټه پورته نشي. ( البته د ډېری خلکو لپاره د شپې لخوا د تلويزون ليدل کوم فرق نه کوي، خو هېره دې نه وي چې د ناستې ځای او تلويزون ترمنځ واټن ته بايد جدي پاملرنه وشي، يانې چې تلويزون ته بايد ډېر نږدې کښېننو ).
ـــ پرته له کومې برنامې په انټرنېټ کې بې ځايه پلټل او ګوتې وهل
زمونږ ډېري خلک، په ځانګړي ډول د ځوانانو برخه دا عادت لري چې پرته له دې چې کوم ځانګړی پروګرام ولري، په ساعتونو ساعتونو په انټرنېټ کې ډوبېږي. د دې عادت دوام هم تر هرڅه بده پايله درلودی شي.
د بېلګې په ډول په ذهن کې يې دا وي چې، زه به خپل برېښناليک باکس وګورم چې څه پيغام راته نه وي راغلی، خو په تاسف سره چې د ايميل د چکولو په بانه په ساعتونو ساعتونو وخت يې لاهو شي.
کله چې غواړئ انټرنېټ کې کار وکړئ نو ځان ته ټاکلی پلان جوړ کړئ، د بيلګې په ډول: زه بايد څومره وخت په انټرنېټ کې مصروف پاتې شم؟ د ايميل د چک کولو لپاره څومره وخت ځانګړی کړم؟ د ټوېټر، فېسبوک، انسټاګرام او يا هم کومې بلې ټولنيزې شبکې لپاره بايد څومره وخت قيد کړم؟ دا ټولې پوښتنې د يادښت کتابچې پرمخ وليکئ، کله چې انلاين شوئ، مخ ته يې کېږدئ او عملي يې کړئ.
ـــ د ټليفوني مکالمې پر مهال خپل ټيليفون ته کتل
د ټيليفوني اړيکو پر مهال موبايل ته د دې لپاره کتل ګواکې چې مونږ ته به پيغام راغلی وي او غواړ چک يې کړو، بد عادت دی. د بېلګې په ډول کله چې چا سره ټيليفوني خبرې کوئ نو هرو مرو څو ځلې خپل لاسي موبايل ته ګورئ او يا هم کوم بل ګرځنده موبايل کې ګوتې وهئ او بوختېږئ ( تجربه يې کړئ، دا عادت په استثنا سره ډېرو وګړو کې شته چې دېری وخت ورته نه متوجه کېږي ).
دا کړنه مقابل شخص ته چې تاسو ورسره خبرې کوئ، په يو ډول بې احترامي ده او د مکالمې ارزښت او تمرکز له منځه وړي. د حل لاره يې دا ده چې د مکالمې پر مهال بايد خپل ټول حواس د مقابل شخص خبرو ته متوجه کړو، که ډېر مصروف يو، بايد بښنه ترې وغوښتل شي، ترڅو مقابل لوری دا درک کړي چې تاسو په رښتيا هم مصروف ياست.
ـــ په هرځلې د ايميل او پيغام باکس د غږ سره، د هغو چک کول
دا هم بد عادت دی، شايد ايميل يا پيغام دومره جدي او مهم نه وي، خو اوسني عصر کې تقريبا دا د ډېرو خلکو عادت ګرځېدلی. که څه هم پيغام به د مخابراتي شبکې يو عادي وړانديز وي خو مونږ که هرڅومره بوخت يو، بيا يې هم ګورو. د حل لاره دا ده چې د پيغام په راتګ سره بايد ځان بې تفاوته ونيسو او دومره جدي ونه ګڼل شي. د پيغامونو د چک کولو او ځوابولو لپاره کولی شو ځانګړی وخت معين کړو، د بېلګې په توګه په ساعت کې يو ځل د خپلو پيغام بکسونو ليدل.
ـــ د ( هو ) ويل هغه چې وخت چې بايد ( نه ) وويل شي
د کاليفورنيا د سان فرانسسکو پوهنتون وروستۍ څېړنې ښيي: د ښه ذهن درلودونکي کسان هم هغه وخت چې دوی بايد د نورو پر وړاندې ( نه ) ووايي، نه يې شي ويلی او تل د لاندې ګړنو څخه ګټه اخلي: ( فکر نه کوم چې ويې شم کړی ) يا هم ( ډاډه نه يم چې دا کار به وشم کولی ). د نوي کار کولو ته د ( نه ) ويل، ستاسو د اوسنۍ دندې په ښه توب او مهموالي دلالت کوي. مطلب دا چې، تاسو په يو کار مصروف ياست، يو بل کس راځي له تاسو غواړي چې تاسو ورته خپل کار پرېږدئ او د هغې د خوښې وړ کار ترسره کړئ.
د غوړو وعدو پرځای کولی شئ ورته چورلټ ( نه ) ووايئ. که د کار د کولو ژمنه ورسره وکړئ او بيا پکې پاتې راشئ، دا مو هم د دوستۍ مزې کمزوري کوي، نو غوره دا ده چې په څرګند ډول ترې بښنه وغواړئ او ورته د( نه ) کليمه وکاروئ. ( کېدای شي د دې برخه عملي کول زمونږ هېواد کې دومره ښه پايله ونه لري، ځکه زمونږ ډېري خلک ترې بل ډول تعبير اخلي او په يو ډول خپه کېږي ) . ( ژباړن )
ـــ د منفي کسانو په اړه فکر کول
تل داسې کسان شته چې د هغوی په اړه فکر کول تاسو خواشيني کوي. د دې پرځای چې د داسې کسانو په اړه په فکرونو کې ډوب شئ او وينه مو په جوش راشي، غوره دا ده چې د ښو ملګرو يا خلکو په اړه تمرين او فکر وکړئ او هغه کړنه چې تاسو يې بايد ترسره نه کړئ، د بې ارزښته کسانو په اړه فکر کول دي.
ـــ د جلسې په لړ کې د څو کارونو ترسره کول
تاسو بايد هېڅکله د يو شي په اړه کم توجهي ونه کړئ، هغه که حتی يو جلسه هم وي. که يوه جلسه دومره مهمه نه وي چې تاسو دې په بشپړ ډول هغه ته توجه وکړئ، نو غوره دا ده چې اصلا پکې ګډون مه کوئ او که جلسه دومره مهمه وي چې تاسو بايد ټول پام ورته واړوئ، نو د جلسې په جريان نور کارونه پرېږدئ. د مجلس په جريان کې د څو کارونو ترسره کول نورو ته دا احساس ورکوي چې ګواکې تاسو د نورو حاضرو کسانو په پرتله مهم ياست، چې دا ستاسو په زيان تمامېږي.
ـــ غيبت کول
غيبت کول هم زمونږ د ورځنيو بدو عادوتونو څخه اتم بد عادت دی چې زمونږ ژوند يې تر خپل اغېز لاندې راوستی دی. د نورو خلکو د منفي اړخونو په اړه له خپل ملګري يا هم همکار سره غيبت کول د وخت په تېرېدو سره زمونږ شخصيت ته زيان رسوي. زموږ په چاپېريال کې ډېر داسې مثبت څه شته چې په اړه يې کولی شو فکر وکړو، شننه وکړو او تعريف يې کړو.
« د لويو ذهنونو درلودنوکي کسان د لوړو سوژو په اړه خبرې کوي، د متوسط ذهن خلک د ورځنيو پېښو په اړه خبرې کوي او د واړه ذهن درلودونکي کسان د نورو په اړه د خبروکولو څخه خوند اخلي ». ( النور روزولت )
ـــ خپل ځان د نورو سره پرتله کول
کله چې د خپل ځان د نورو سره په پرتله کولو کې خوند واخلئ نو تاسو به نور د نېکمرغۍ خاوندان نشئ. کله چې پر يو کار بوخت ياست نو ذهن ته مو د داسې فکرونو د راوستلو هڅه مه کوئ. د مصروفيت پر مهال دا فکر مه کوئ چې نور خلک به ستاسو په هکله څه وايي.
خلک چې ستاسو په اړه څه وايي او څه ډول فکر کوي، تاسو هېڅکله هغسې نه ياست. د خلکو خبرو پسې مه ګرځئ او ځان د نورو سره مه پرتله کوئ. تاسو تاسو ياست او خلک خلک. هرڅوک د جلا فکر خاوند دی.
پايله
د خود کنټرولۍ ( Self control ) په تمرينولو سره دا بد عادتونه د وخت په تېرېدو سره پرېږدئ.
خود کنټرولي مو غښتلې کړئ او خپلو بدوعادتونو ته چې تاسو ته زيان رسوي، د پای ټکی کېږدئ.