لیکنه: محمد مبین هڅاند
د هېواد په روان بدامنه وضعیت او د هېوادوالو د وژنې د راونې لړۍ په ګناه هېڅ نه پوهېږم، چې زما هېوادولو به کومه ګناه کړې وي چې نه ورته کوم داسې څوک مشر شو، چې دغه هېواد ته سوله راوړي او یا مې هېوادولو ته په زخمونو د ملهم پټۍ ولګوي.
که بیا څوک په دغه هېواد کې په رښتیني ډول د هېواد او خلکو خدمت له پاره اراده وکړي نو بیا نړۍ ورسره داسې څوک په څنګ کې ودروي چې هغه انسان وژنه هم جهاد بولي، د دې ترڅنګ زمونږ د هېواد جغرافیایي حالت هم د داسې ملکونو سره په څنګ کې دی؛ چې د هغوي استخباراتي ډلې او مشران د افغانستان ورانونه او افغان وژنه اسلام بولي خو نه پوهېږم چې ولې؟
رب هم زمونږ په هېواد کې داسې ډېر څوک . . . پيدا کړي دي چې د خپل هېواد، ښار، ښوونځي، پل او افغان وژنه ورته جهاد ښکاري، خو فکر کوم چې په اسلام دین کې وژنې او ورانونې حرامې دي خو نه پوهېږم چې ولې ؟ دغو خلکو ته د هېواد، ښار، ښوونځي، پل او افغان وژنه اسلام ښکاري.
په څه سترګې پټې کړو او ویې نه وایو تا او خدای د تاریخ په اوږدو کې به یې پلار، نیکه په افغان او اسلام ځانونه قرباني کړي یي خو دا به اوس وایي چې زه افغان نه یم:
لږ فکر وکړه له کوم ځای څخه راغلې؟ چې وایې افغان نه یم، سمه ده ته به افغان نه یې خو مهرباني وکړه هغه هېواد ته لاړ شه چې ته یې اصلي اوسېدونکی یې. ځکه افغانستان د افغانانو کور دی او ته ځان افغان نه بولې خو که په افغانستان کې اوسېږې نو بیا تاته ضرور ده.
افغانۍ وېزه او پاسپوټ واخلې تر څو په افغانستان کې د اوسېدلو قانوني اجازه ولرې، څوک چې له دغو دوه نومونو سره مخالفت لري ګرم نه دي افغانان نه دي له دولت څخه هیله کوم چې له افغانستان څخه یې وشړي خو ډېر افسوس کوم چې ولې ډېر په افغانستان فخر کوي خو ځانونه افغانان نه بولي نه پوهېږم چې ولې؟
ایا هغوي چې ځان افغان نه بولې په دې نه پوهېږي چې افغانستان له کوم نوم څخه جوړ شوی دی، که د افغانستان څخه د افغان نوم لرې کړو نو یواځې (ستان) پاتې کېږي چې د ستان معنی ده ځای نو دا بیا د چا ځای شو .