ليکنه: دادمحمد ناوک
کله چې یوه ټولنه د بل تر واک لاندې راشي، نو د غالب اړخ هر حرکت، هر شخص او هره چاره ورته ډېر لوړه او معیاري برېښي، دوی د محکومتوب له امله دومره د کمترۍ پر احساس اخته وي، چې فکر کوي د غالب اړخ هر څه سم دي، موږ چې کله د نړۍ په سطحه انسانیت یتیم کړ او د خپلې ناځوانۍ له لاسه مو نړۍ له ګوتو ووته، د بل ګوتو ته پرېوته او له سوونو کلونو راهیسې پرې واک چلوي، چې نږدې د ټول ژوند شرایط دوی جوړوي او پر نورو غږ کوي چې له دې شرایطو سره ځان برابر کړي، که يې برابر نه کړي شاته پاتې کېږي، که يې برابروي خپل ګڼ ارزښتونه به تر پښو لاندې کوي؛ د همدې معیارونو له مخې موږ ته نوبل جایزه داسې راپېژندل شوې، چې که چا دا جایزه اخیستې وې، نو رښتیا هم په هماغه چاره کې د دې وړ و، چې جایزه ورکړل شي، یعنې د ښېګړو بشپړه ټولګه راته ښکاري، خو راځئ د نوبل جایزې په اړه مفصل وغږېږو.
الفریډ برن هارډ نوبل په ۱۸۳۳ میلادي کال کې د سویډن په مرکز سټاکهولم کې وزيږيد، کیمیا يې ولوسته، کار يې وکړ، پیسې يې وګټلې او په ۱۸۹۶ میلادي کال د ډسمبر په لسمه ایټالیا کې مړ شو، له نوبل نه سویډن د پیسو د واحد پر حساب ۱۷۱۲ میلیونه کرونه پاتې شوي دي، هغه وصیت وکړ چې د ده شتمني دې د ده د مړینې په هره تلین غونډه کې مصرف شي، داسې چې د نړۍ په سطحه باید داسې چاته د جایزې په توګه ورکړل شي چې د بشري ټولنې لپاره يې یو څه کړي وي.
د نوبل له وصیت سره سم، په ۱۹۰۱ میلادي کال کې د ده په نوم جایزه د سولې په هڅو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې بنستګر هانري ډونانټ ته او فرانسوي اقتصاد پوه فریدریک پاسي ته، طب کې امیل آدالف اوان بیرینګ ته، کیمیا کې هانریکس وان تی هاف ته او ادبیاتو کې شمیول یوصف اګنان او نیلی ساکس ته ور کړل شوې، جایزو کې يې د سرو زرو مډال او نقدې پیسې وې، لکه مخکې چې مو یادونه وکړه کله چې واک د بل شي نو شرایط هم واکداران جوړوي، د نوبل په اړه له پیله سم نیت نه و موجود، خو دې وروستیو کې بشپړه هڅه کېږي چې دا جایزه یوازې کفارو پوهانو، په تېره بیا یهودو ته ورکړل شي، د دې جایزې له پیله تر اوسه یوازې ۱۳ تنو مسلمانو پوهانو دا جایزه ګټلې، چې له ډلې يې اته تنو د سولې په برخه کې او پاتې نورو په ځینو علومو کې دا جایزه تر لاسه کړې ده، په مقابل کې يې تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې ۱۹۴ یهودیانو د نوبل جایزې تر لاسه کړې دي، چې په دې توګه د مسلمانانو په پرتله یهودو ۱۵برابره ډېرې جایزې اخیستې دي.
د دې مانا دا نه ده، چې مسلمانانو کې پوهان یا هم د سولې په برخو کې کارکوونکي نشته، بلکې په قصدي ډول یهود د نړۍ خواخوږي او پوهان معرفي کېږي، کنه د ټولې نړۍ د نفوس په سطحه یهود ۰،۲ سلنه جوړوي، چې شاوخوا ۱۴ میلیونه تنه کېږي، خو مسلمانان د نړۍ ۲۲سلنه برخه جوړوي چې تر یهودو تر سل چنده هم زیات راځي، پر دې سربېره د نوبل د ورکوونکو لپاره تر ټولو لومړی معیار له اسلام سره ټکر دی، دا د دوی رسمي غږ نه دی، خو عملاً يې موږ ګورو چې دوی خو لومړی مسلمانو علماو ته جایزې نه ورکوي، چې چاته يې ورکړې دي، که ژوند او فکر يې مطالعه شي، ډېر يې د دوی پر تله برابر ختلي، د اسلامي ټولنې لپاره یې یو سرطاني حیثیت درلودلی دی، چې وروسته به پرې وغږېږو.
یهودیانو یوازې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د نوبل شپږ جایزې اخیستې دي، چې د نوبل معنوي ارزښت يې لا را ټیټ کړی دی، پر دې سربېره د دې جایزې د ویش په چور کې خو پنځه تنه داسې کسان هم د سولې جایزې وړونکي بلل شوي او جایزې يې اخیستې دي چې ښايي هیڅوک پرې باور ونه کړي، وړاندې تر دې چې د نوبل مسلمان وړونکي او د دوی فکر یو څه درته وړاندې کړم، راځئ دا څو تنه لنډ وپېژنو:
تیودور روزولت:
له ویلیام مک کینلي وروسته د امریکا ولسمشر شو، دی په ۱۹۰۰ میلادي کال کې د همدې ولسمشر مرستیال و، چې د کینلي له وژل کېدو وروسته سپینې ماڼۍ ته ننوت، دا کس په داسې حال کې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکی شو، چې په زغرده به يې ویل چې د امریکا د ګټو د ساتلو لپاره پر هیڅ شري صرفه نه کوي، هغه ته منسوبه وینا ده :«په ارامۍ غږېږه، خو په لاس کې تېره چاقو هم وساته، په دې ډول په اسانۍ پر مخ تلی شې!»
یاسر عرفات، شیمون او اسحاق رابین
دې درې واړو ته په اسلو کې د نوبل جایزه ورکړل شوه، یاسر عرفات فلسطینی رهبر چې ۱۹۹۰ میلادي کال يې د اسراییلو دولت په رسمیت وپېژاند او شیمون پرز د اسرایلو د وخت د بهرنیو چارو وزیر او همدرانګه اسحاق رابین د اسرایلو لومړی وزیر پاتې شوی دی، دوی درې واړو ته له دې امله د سولې جایزه ورکړل شوه، چې په اسلو کې د «اسلو یو او اسلو دوه» په نوم ځينې تړونونه سره لاسلیک کړل؛ د نوبل معنوي ارزښت لا هماغه وخت له صفر سره ضرب شو، چې ان غاصب اسرایلي چارواکي يې هم د سولې فعالان معرفي کړل.
میخایل ګورباچوف
هغه څوک چې د واکمنۍ پر وخت يې یوازې افغانستان کې میلیونونه کسان تر تېغ شول، هم د نوبل د سولې جایزه ګټلې، د ۱۹۹۰ میلادي کال د ډيسمبر په لسمه اسلو کې د ګروباچوف جایزه د هغه د بهرنیو چارو د وزیر په لاس ورکړل شوه.
بارک اوباما
جالبه داده چې حتی بارک اوباما هم په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د نوبل د سولې جایزه واخیسته، د هغه د واکمنۍ لا نهه میاشتې هم نه وې وتلې، ځواکونو يې په عراق او افغانستان کې د انسانانو وینې زبېښلې خو د نوبل بنسټ دی د سولې د جایزې وړ وباله.
مسلمان جایزه اخیستونکي:
که هر څومره د بشري خواخوږۍ په کڅوړو کې نغښتې اظهارات وي، خو چې د کافر له خوا وي، زما پرې شک وي، د نوبل جایزې په اړه مې له ډېره وخت په زړه کې و، چې دا چې ځينو مسلمانانو اخیستي دي، د دوی مسلماني څنګه د نوبل د جایزه ورکوونکو پر معیار برابره ختلې، ما يې دلته د ځینو پېژندنې را ټولې کړې، راځئ ويې ولولو چې دوی پکې کومه نقطه د نوبل د لایقۍ پيدا کړې:
محمد انور سادات:
د نوبل جایزې لومړی مسلمان اخیستونکی د انګریزې مور او مصري پلار زوی، د مصر پخوانی ولسمشر محمد انور سادات و، هغه د ۱۹۱۸ میلادي کال د ډسمبر په ۲۵مه د مصر په مرکز قاهره کې سترګې وغړولې، په ۱۹۷۰ میلادي کال د اکتوبر په ۱۵مه واک ته ورسيد او د ۱۹۸۱ میلادي کال د اکتوبر په ۶مه ووژل شو، د انور سادات د پېژندلو لپاره ښايي دا کفایت وکړي، چې دی د جمال عبدالناصر مرستیال او ویاند پاتې شوی او لومړی مسلمان ولسمشر و، چې اسرايیل يې بې له کوم دلیله پر رسمیت وپېژندل، د نوبل بنسټ دی هم ځکه د سولې په جایزه ونازاوه، چې له اسراییلو سره يې یو تړون لاسلیک کړ او په ۱۹۷۸ میلادي کال نوبل بنسټ جایزه ور وړاندې کړه.
سادات د ملي ډیموکراټیک غوند غړی و، دوه ودونه يې کړي و، چې د دویمې مېرمنې له واده وروسته يې لومړۍ هغه طلاقه کړه، «د انقلاب پوره کیسه، د انقلاب نامعلومې پاڼې، بچیه دا ناصر کاکا دی – له جمال عبدالناصره د سادات خاطرې» يې مشهور کتابونه دي، سادات قاهر کې ښخ دی.
نجیب محفوظ
بل مسلمان مصری لیکوال دی، چې په کیسو کې يې نږدې دېرش اثار لیکلي دي، هغه په ۱۹۸۸ میلادي کال د نوبل ادبي جایز واخیسته، چې لومړی عرب ګڼل کېږي چې ادبیاتو کې يې دغه جایزه واخیسته، محفوظ په ۱۹۱۱ میلادي کال د ډسمبر په ۱۱مه په قاهره کې وزېږيد، ګڼ هنري داستانونه يې ولیکل او په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د ۹۴ کلونو په عمر ومړ.
د نجیب محفوظ د پېژندلو لپاره دا کفایت کوي، چې پر یو اثر « زموږ د کوڅې ماشومان» يې د کفر تور ولګید او مصر کې يې خرڅلاو څو کاله بند و، خمیني يې په اړه له یوې ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي و، چې که محفوظ مجازات شوی وای، سلمان رشدي به دا ډول جرئت نه کاوه.
اورخان پاموک:
د ده په وینا «فرهنګي مسلمان» دی، چې په ۱۹۵۲ میلادي کال ترکیه کې زېږېدلی دی، پوره نوم يې فرید اورخان پاموک دی، چې تر اوسه يې ګڼ داستاني کتابونه لیکلي دي، هغه په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د نوبل ادبي جایزه تر لاسه کړه، چې لومړی ترک دی چې دا جایزه تر لاسه کوي، د هغه د پېژندنې لپاره دا بسنه کوي، چې ځان «فرهنګي مسلمان» معرفي کوي، د فارسی ویکپیډيا په حواله پاموک وايي، چې له فرهنګي او تاریخي اړخه مسلمان دی، خو په شخصي لحاظ پر خدای باور نه لري.
پاموک، ګڼ کتابونه لري، چې «غلی کور، سپينه کلا، تور کتاب، نوی ژوند، پټه څېره» کتابونه يې مشهور دي او ګڼ يې فارسي ته هم ژباړل شوي دي.
محمد عبدالسلام:
دی پاکستانی فزیک پوه دی، چې په ۱۹۲۶ میلادي کال کې د پاکستان په پنجاب کې زېږېدلی او د ۱۹۷۶ په نومبر کې مړ شوی دی، عبدالسلام د الکترو مقناطیسي قوې او هستوي ضعیفي قوي لپاره نوی فورمول کشف کړ، چې له امله يې په ۱۹۷۹ میلادي کال د نوبل جایزه ورکړل شوه، د عبدالسلام د پېژندنې لپاره دا بس دی، چې نوموړی قاديانیت ته ژمن و او د غلام محمد قادیاني پر لار روان و.
پر دې سربېره ملالې یوسفزۍ هم دا جایزه اخیستې، چې له یوې ډرامې پرته بله مانا نه لري، د جایزو دا ډول ویش ښايي د دې جایزو د نقدو او زرو مادي ارزښت را ټيټ نه کړي، خو معنوي ارزښت يې د تعصب او تبعیض له امله لاهم مخښکته وړل کېږي.
له دې داسې معلومېږي چې نوبل، مسلمانانو کې هم هغوی ته چې اسلامي امت ورته رښتیا هم له اخلاقي او علمي اړخه پر علمیت قایل وي، جایزې نه ورکوي، دا مهمه ده چې علم باید له ځان سره عمل هم ولري، مسلمانه ټولنه کې بې عمله عالم تر یو «فلش – میموري کارډ» زیات ارزښت نه لري چې یوازې معلومات پکې ذخیره وي.
اخیستنځي:
بېلابېلې انټرنیټي سرچينې