ژباړه: محیب رحمتي
د روس سایبریا ولایت نوریلسک (Norilsk) ښار د قطب شمال نه په 402 کلو میټرۍ کي پروت دی، دلته سړوالی دومره ډېر دی ګویا خلک په یخچال کي ژوند کوي، دلته په کلنۍ کچه درجه حرارت اوسط منفي 10 وي خو په ژمي کي د دې ښار سړوالي تر منفي 55 پوري رسېږي، دلته کال کي 280 ورځي د یخ موسم وی چي 130 ورځي پکي شدیده واوره اوري، دا ښار له 8 نیولي تر 9 میاشتو پوري په واوره کي پټ وي، دلته دوې میاستي پرله پسې شپه وي، د کال په دې دوو میاستو کي د دې ښار خلک په تکه توره تیاره کي ژوند کوي، خو د دومره ستونزو باوجود بیا هم د دې ښار د خلکو نفوس 170000 دی .
د دومره سخت ژوند سره سره بیا هم دا ښار یو شتمن ښار دی وجه يې دا ده چي په دې ښار کي پيتل، پالاډیم او ځيني نور قېمتي معدنیاتو د نړۍ تر ټولو غټي ذخیري موجودي دي چي له امله يې د دې ښار خلک شتمن دي، د برطانیا ډیلی میل ورځپاڼي په وینا چي په 1935 کي چي کله په دې سیمه کي د دې قیمتي توکو ذخیري کشف سوې نو د ګلاګ ( د روس سیاسي او جنګی بندیانو جیل) بندیانو باندي په جبري توګه دا ښار جوړ کړل سو، 5 لکه بندیانو د دې ښار په جوړول کي برخه اخستې وه، په زرګونو بندیان د یخ، لوږي، د بندیانو تر منځ جګړو او د جیل له چارواکو سره په نښتو کي ووژل سول، د زرګونو بندیانو د وینو په بدل کي نوریلسک ښار جوړ سو .

په نوریلسک کې لومړنۍ کور
د یخ موسم په نظر کي نیولو سره په دې ښار کي غټ غت عمارتو نه جوړ سوي دي، چي د چت نه لاندي د سیر و تفریح لپاره پکي انتظامات سوي دي، خلک په دې عمارتونو کي بایسکل چلوي، منډي او نوري لوبي کوي، د دوکانونو او ټولنیزو غونډو لپاره هم ځانګړي عمارتونه جوړ سوي دي، د یخ په موسم کي د دې ځای خلک له 15 تر 20 بسانو قافلې په توګه سفر کوي که په لار کي کوم بس په واوره کي ونښت نو د هغه سپرلۍ به بل بس کي سپرېږي، دا قافله په ورځ کي یوازي درې ځله ځي .
د دې ښار خلک د عمر ډېره برخه په بندو خونو کي تېروي، خو بیا هم خلک د تفریح لپاره وځي، دلته په کال کي د څو ورځو لپاره نرم لمر راخېزي، هغه وخت خلک راوځي او په لمر کي لمبېږي
[google_map width=”720″ height=”466″ src=”“]