لیکنه: وحیدالله تکل
افغانان سوله غواړي. دوى دسولې په خاطر خبرې کوي،هوکړې کوي ولې پاىله ىې هغه ډول هغه لرګى دى. نورنو په خبرو سوله نه شي راتلاى ځکه چې موږ له کلونو راهيسې همداشعار لرو چې راځئ سوله وکړى ،همدا مو نيت او اراده ده تر څو په سيمه کې امنيت راشي او خلک مستقل ژوند ولري څنګه چې خداى تعالى راکړى. زموږ نيت ډير صاف مګر عقل مو کم دى،پدې اساس چې ننى نړۍ په عقل اوسياست څرخيږي نه په نيت. نړۍ زموږ په شان دټولو په خير دکار کولو اراده نه لري بلکې ددوى اراده خپلو اهدافو ته په غير مستقيم ډول رسيدل دي،نړۍ مادياتو ته قايله ده نه معنويات. نړۍ ځان ته په هرڅه کې ازادي ورکوي ولې زموږ لپاره محدود فکر لري،خير که په نړۍ کې بشري حقوق تر پښو لاندې کيږي،خير که هلته دنژادونو ترمنځ توپير کيږي،خير که هلته دښځو حقوق خوړل کيږي،خير که دوى په ټوله نړۍ يا دسيمې دهيوادونو په چارو کې دخالت کوى شى،اوداسې نور ډيرمسايل دي چې دوى پکې ازاد دي ولې موږ په دې مکلفوي چې دغه ټولې خبرې عملي کړو اودا هم عملي کړو چې دښځو لپاره له شريعته زىاته ازادي دوى ټاکلې . داټول مسايل دنړۍ ښکاردي،چې اوس زموږ په ښکار پسې راوتي دي،ښکارکيږو يې چې لار ونه موندو. کله چې يو وحشي بل ښکار کوي نو له ډيرې چالاقى کار اخلي او داسې لارې چارې پيدا کوي چې په اسانى وکړى شي هغه ښکارکړي نه داسې چې مخامخ پرې ورشي او هغه يې مقابلې ته تيارشي،کله چې يې کلابند کړي نو هغه به حتمي دخلاصون لپاره داسې لاره لټوي چې پرته له زيانه وکړى شي ازادي خپله کړي،ځکه چې په زاريو نه شي خلاصيدى . له نړۍ سره زموږ خبرې بې ارزښته دي او داثابته شوې ده چې هر افغان پرې اګاه دى ،که هغه خبرې له پاکستان سره دي يا له نورې نړۍ سره،دغه خبرې داسې مانا لري چې ياموږ نه پوهيږو يادوى او يا هم په همدو خبرو مصروف کول غواړي ترڅو مو نورو پرمختيايي مسايلو ته پام نه شي،همدا علت دى چې ذې خبرو کوم ځاى نه دى نيولى . نور نو خبرې کومه مانا نه لري حکومته او ولسه راشى چې عملي اقدامات وکړو او ځانونه ستړي کړو کار وکړو او يو قدرتي نظام رامنځته کړو. هغه داسې چې موږ هغه اقتصاد چې په نورو ملکونو کې پرې پانګونه او ګټه يې نور ملکونه ويني راوړو او دلته خپل هيواد پرې اباد کړو چې نه مو ځوانان اړ شي نورو ملکونو ته لاړ شي او نه مو هيواد نورو ته داړتيا لاس وروړي . دلته داپوښتنه رامنځ ته کيږي چې څنګه موږ خو غريب خلک يو اقتصاد نه لرو نو پروژې او پانګونه به څنګه وکړو؟ داداسې پوښتنه ده چې حل يې ډير اسان ولې پانګه والو اوچاوراکو يا بې حله پريښودې او يايې ورته پام نه دې شوى. خپل اقتصاد لرو خپله پروژه هم جوړولى شو ولې خلک نه لرو. زموږ مالدارانو اقتصاد بلې دنيا ته ساتلى دى تر څو يې هلته پرې ګناهونه وبښل شي،افغانان نه ددې دنيا شول نه دهغې. هر چاواکى مو دومره اقتصاد لري چې دزرونو غريبانو بسنه پرې کيږي ولې داسې نه کيږي. هغوى پرې خپله کورنۍ ښه مړه ساتلې خير که غريب وچه ډوډۍ نه شي پيداکولاى ،بايد چې دوى خلکو ته دکارونو زمينه مساعده کړي او داسې ځوانان وهڅوي چې دهيوادراتلونکى په لاس کې اخيستلاى شي. چې ښه نمونه يې محمد تنها ده،محمد تنها چې دخپل پوره زيار په مټ يې په يوه سيالى چې دهستوي فزيک په برخه کې چې دنړۍ له 45هيوادونو په کې ګډون کړى و لومړى مقام خپل کړ نو حتمي دهيواد راتلونکى تظمينولى شي، داسې ځوانانو ته توجه وشي نو سبا به مو له ننه ښه وي. همدا عملي اقدام دې چې راتلونکى مو پرې روښانيږي. اوبله مسله چې اړينه بلل کيږي داده چې موږ بايد د نړۍ له سياست سره سم پر مخ لاړ شو،هغه په دې مانا چې موږ ته بيلابيلې دسېسې جوړې کړې زموږ تر منځ تفرقات راوستي او دسيمې له هيوادونو سره يې موږ په مشکلاتو اخته کړي يو. ايا موږ نه شو کولاى چې په دوى کې تفرقات رامنځ ته کړو ؟ او له داسې سياسته کار واخلو چې دوى بلې خوا مصروفه کړو ؟ کولاى يې شو خو عملي اقدام مو نه دې کړى.