لیکنه: جمشېد عمر
نوستالژي له دوو یوناني کلمو څخه اخیستل شوي چې (nostos) بیرته کورته تګ او (algia) د درد په معنا ده. دا کلمه د ولسمې پيړۍ نه مخکې نه ترسترګو کیږي او وروسته له ولسمې پيړۍ نه یې ډیری لیکوال او شاعران په خپلو اثارو کې په مختلفو معناګانو کارولې ده.
دا کلمه د لومړي ځل لپاره په (۱۶۸۸م) کې یو سویسي ډاکټر، چې جوهانس هوفر نومیده په یوه مقاله کې، چې د رواني ناروغانو په اړه وه، وکاروله. ده دوه ناروغان درولودل، چې یو یې کارګر او بل د (برون) د ښار نه راغلی زده کوونکی و، وروسته له دي چې دواړه بیرته خپل کهول ته یوړل شول نو هغې کومې رواني ستونزې چې درلودې، لري شوې وې.
دغه کلمه ورو ورو فلسفې، موسقۍ، سینما او ادبیاتو ته هم راغله. په ادبیاتو کې دا کلمه کومه ناورغي نه وه، بلکې دلته د جلا وطني، عشق، غم او د ماشومتوب د خاطرو لپاره وکارول شوه.
په شلمه پیړۍ کې دا کلمه د جلاوطنۍ لپاره وکارول شوه. ژان ژاک رسو وایي: کله چې سویسي فوځیانو په جنګ کې خپله روحیه له لاسه ورکړي وه، نو پدې وخت کې یې یوه خوندوره سندره د خپل وطن واوریدله نو خپل هیواد یې سترګو ته ودریده او بیرته خپل عادي حالت ته راغلل.
دلته هم اشاره جلاوطنۍ ته ده.
نوستالژي د نړۍ او زموږ په ادبیاتو کې شته، خو دلته هم په بېلابیلو ماناګانو کې لیکوالو او شاعرانو کارولي ده.
د هوګو په اثارو کې د وطن نه لري والی او درد په مانا کارولې. د بودلر په اثارو کې د نورو هیوادو سره علاقه، د ورکو شو شیانو سره بیرته شوق کولو په معنا.
میلان کوندرا: اصلاً د چک دی خو وروسته فرانسي ته ځي او همالته ژوند غوره کوي. د (جهالت) په نامه یې یو رومان لیکلی چې دا رومان د نوستالژي، مهاجرت او فقر نه بحث کوي.
مارسل پرست (۱۸۷۱ــ۱۹۲۲): یو فرانسوي لیکوال دی چې یو رومان یې په اوو جلدو کې لیکلی او دري جلده یې د مرګ نه وروسته چاپ شوي دي. رومان یې د (د تیر وخت په لټه کې) دی. دی په یو ځای کې لیکي: وروسته لدې چې اتل قهوه وڅکله نو خپل هغه وخت یې را په زړه شو چې له خپلې عمه سره یوځای اوسیده.
دلته نوستالژي د تیر وخت لپاره کارول شوي.
ځینې بیا وایي چې نوستالژي هغه خوندور او تریخ احساس دی چې اشخاص یې د تیر وخت، شیانو او نورو اشخاصو په وړاندي لري.
لري وایي: هغه خفګان چې سړی ډیر وخت له خپل وطن نه لري وي او په همدي همدي کې سړی له دننه خوري، وایي.
زموږ په ادبیاتو کې اشرف خان هجري، خوشحال خان خټک (فراقنامه چې د کور، کلی، ټبر، اولاد او دوستانو په درد کې سوزیږي) او په معاصرو کې خو بیخې ډیر دي لکه جهانی صیب (راز ونیاز) بینوا صیب (بینوا یاد) او داسي نور؛ چې ټول د وطن نه لري شوي ول او دا درد یې خپل په شعرونو او نثرونو کې ښکاري.
یوه ټپه ده چې وایې
چې تاسره نانځکه زما غاړه کې لینده وي
جانانه بیا دي هغه ماشومتوب راباندې راشي
دلته هم نوستالژي د ماشومتوب د وخت یادونه او خاطري را په زړه کوي.