ژباړه: سیف خوستی
ماشومان د ګلونو غوندي دي، نو ماشومانو ته دنوم ایښودو په وخت کوم ټکي باید په پام کې ونیسو؟
ممکن پر ماشوم مو دنوم ایښودلو نه، ډیرستونزمن کارونه په مخ کې پراته وي، خو دا هم اسان کار ندی. پدې برخه کې هر ډول اشتباه کیدای شي چې دماشوم اویا ستاسو ژوند ته سرخوږی شي. ددې لپاره ښه داده تر څو دهغو کسانو کیسې واورو چې پدې برخه کې تجربې لري.
لومړی: ځینو میندو او پلرونو ته دخپل ماشومتوب د وخت نومونه خوند ورکوي او یوه ورځ یې دخپلو ماشومانو لپاره انتخابوي. ښایې دا نوم به ستاسو په وخت کې رواج وي خو پدې وخت کې چې ستاسو ماشوم پکې رالوییږي، اوس یې هم خلک خوښوي؟ دې ټکې ته خامخا فکر وکړئ. که ماشوم ته مو خوښ کړی نوم اوس هم دخلکو خوښ وي، توپیر نکوي او کنه مه يې پرې ږدئ.
دوه: که مو پر ماشوم داسي نوم ایښی وي چې ډیر نااشنا مالومیږي او تاسو یې خپله هم په سختی سره تلفظ کوئ او یا هم په لیکلو کې ستونزمن وي؛ ښه ده چې بیا پرې غور وکړئ. ستاسو ماشوم له همدې نوم سره لوییږي او په ټولنه کې یې نورکسان په همدې نوم پیژني. داسي تصور وکړئ چې کله مو هم ماشوم نورو ته ځان ورپیژني، نو باید خپل نوم ورته سم تلفظ کړي، ځکه چې هغه ته مو نااشنا او سخت نوم انتخاب کړیدی. ممکن نور کسان یې مو له همدې امله ماشوم ریشخند کړي.
دري: زمونږ په ټولنه کې نیکونه او نیاګاني په کورنیو کې د ډیر واک څښتن وي، ځکه نو ډیر کله ماشومانو ته همدوي نومونه انتخابوي. دا ښه خبره ده چې په کورونو کې مشرانو ته په درنه سترګه کتل کیږي خو دوي په خپل وخت کې دکورنی دښه ژوند لپاره ستونزې ګاللې دي او اوس نو ځيني مسایل باید ځوانانو ته پریږدي. دا ماشوم د هغه چا اولاد دی چې دماشوم ټولې ستونزې دوي ګالي، ځکه خو نو باید دنوم انتخاب هم ددوي حق وي.
څلوور: تاسو دخپل ماشوم لپاره له هره اړخه ښه او ښکلی نوم انتخاب کړیدی خو ستاسو له کورني نوم سره یو ځای ښه نه لوستل کیږي. زما سپارښتنه داده چې که مو هر څو ښکلی نوم غوره کړیدی خو ترې تیر شئ. دده خپل نوم او دکورنی نوم مو باید د یو او بل ترڅنګ ښکلي مالوم شي.
پنځه: که تاسو دلومړي ځل لپاره مور او یا هم پلار کیږئ، خپل ماشوم ته مو داسي نوم غوره کړئ چې د راتلونکو ماشومانو د نوم انتخاب درته سخت نشي. یانې ديته مو پام وي چې ددې ماشوم نوم د نورو راتلونکو ماشومانو له نوم سره ورته وي.
وروستی ټکی دادی چې ستاسوماشوم لوییږي اوهمیشه خو به هم ماشوم نه وي. هغه به یوه ورځ ښوونځي ته ځي، پوهنتون به لولي، په ټولنه کې به دیوه نوم څښتن کیږي، ځکه نو ورته داسي نوم خوښ کړئ چې د ژوند په ټولو وختونو کې ښکلی او اغیزناک وي
You also might be interested in
ژباړه: سیف خوستی که هیله لرئ چې ماشوم په راتلونکې[...]
ژباړه: سیف خوستی د تکنالوژۍ استعمال د ماشومانو په هوښیارتیا[...]
ژباړه: سیف خوستی ـ څرنګه چې مور او پلار دماشومانو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی